Lights
Home
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کور کون کوي کوټ کوډ کوږ

کوټ

کوټ جنګي کلا ته وايي، خو په عامه اصطلاح کي يوه ودان او لوی کلی ته هم کوټ وايي. په آريايي ټولنه کي د (جانا) يعني د کام تشکيل د جنګي کلا په مفهوم راغلی دئ، يعني هغه وخت چي (جاناپادا) د قبيلو مشر په جنګي کلا کي کښېنوست، د قوم د قبيلې واحد وزېږېدی. دغه جنګي کلا ته پښتانه کوټ وايي. په يوناني لرغونې ټولنه کي د کنفدريسي (۱) جوړښت په کوټ کي وسو او د دغه ډېر لوی مثال په اومي قبيلو کي وسو، چي د روم په ښار د کيوريانو (۲) په شکل را ټولي سوي وې، دوی جنګي کلا جوړه کړه او د کيوريانو مشر ئې پکښي کښېناوه. د کوټ کلمه د آريايي دورې څخه پاته ده او په پښتو کي اوس هم ژوندۍ ده. د کوټ مشر د لويي جرګې د را غوښتلو صلاحيت لرونکی دئ. (۱): کنفدريسي په يوناني ټولنه کي د قبيلو اتحاديه وه. (۲): کيوريا په روسي ټولنه کي د قبيلو اتحاديه وه.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]
____
Home
Contact
Qamosona on Facebook
Video Tutorial: How to use Qamosona.com
Free Pashto Stories for kids
Privacy and legal Statment
Copyright © 2002 Qamoson.com All Rights Reserved.
Any Website can link to us or use our webpage as Iframe but only if it is non-commercial, non-military, non-intellligence, non-violent and non-profit Website. We request you to send us your name, email-adress and your Project URL if you are linking to us or if you are using our Webpage as Iframe. It is not permitted to save or chache queries or any query results from our Website on any electronic and non electronic device or System. We reserve the right to change this policy any time we decide to. Everyone except those who work for military or any intelligence agency may use our free online dictionary services. No part of this website or its content may be reproduced or transmitted in any form or by any means, electronic or mechanical, including photocopying, caching and recording, or by any information storage and retrieval system, without the prior written permission of Qamoson.com owned by Ahmad Wali Achakzai