Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
آب آث آج آد آر آز آس آش آف آل آم آن آه آو آي آړ آګ
آست آسر آسم آسو آسي

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

آسمان/ اسمان

پورتنۍ فضا، ګردښت، څرخ، چت، جنت، مجازاً خدای. که څه هم د قرآن کريم د بقرې د سورې په نه (نهه) ويشتم (۲: ۲۹) ایات، د فصليت د سورې په دولسم ايات (۴۱: ۱۲)، د طلاق د سورې په دولسم ايات (۶۵: ۱۲)، د ملک د سورې په دريم ايات (۶۷: ۳) او د نوح د سورې په پينځلسم ایات (۱۵: ۱۷) کي په ډاګه د اوو اسمانو خبره سوې ده، خو په عرفاني ليکنو او څېړنو کي، پر اوو اسمانو سربېره عرش او کرسۍ هم د دوو بېلو اسمانو په توګه ياد سوي دي. د دغو اسمانو نومونه په دې ډول دي: د سپوږمۍ اسمان يا لومړی اسمان، د عطارد اسمان يا دوهم اسمان، د زهرې اسمان يا دريم اسمان، د لمر اسمان يا څلرم/ څلورم اسمان، د مريخ اسمان يا پينځم اسمان، د مشتري اسمان يا شپږم اسمان، د زحل اسمان يا اووم اسمان، فلک البروج يا اتم اسمان، فلک الافلاک يا نم (نهم) اسمان (دا اسمان د اطلس د اسمان، کُلي نفس، تر ټولو لوړ اسمان (آسمان برين) او فلکِ اعلی په نومو هم ياد سوی دئ. جمع ئې سماوات، افلاک او اضاحي. په اسلامي عرفاني کي هر اسمان ځان ته خاص مقام او ځانګړتيا لري. وګ: عرش، کرسۍ.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.