Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
زا زب زج زح زد زر زغ زم زن زه زو زي زَ زُ زِ زړ زې
زُج زُع زُن زُه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

زُهد او زاهد

زهد په تصوفي او عرفاني اصطلاح له حرامو څخه ليريتوب او د دونيايي اړېکو و پرې کولو ته وايي. د وتلي عرفاني شېخ -عزيزالدين نسفي (۶۳۰- ۷۰۰ هـ. ق.) په نظر، زاهد هغه چا ته وايي، چي په دونيا کي څه ولري، خو په خپله خوښه او رضا ئې پريښي يي. هغه څوک چي له لويه سره ئې د دونيا له مال او شتمنيو څخه څه نه يي په برخه سوي، زاهد نه بلکي فقير دئ. زاهد يوازي د آخرت د ثواب يا د خدای د رضا دپاره، د دونيا تر هري ښې او ښادۍ تېريږي. شيخ نسفي په خپل لوړ او ارزښتناک عرفاني اثر (انسان الکامل) کي د زاهدانو د بېلا بيلو ډلو په باب خبري کړي دي. د ده په نظر زاهدان درې ډلي دي، چي د هغو بيان په دې ډول دئ: په اوله ډله کي هغه زاهدان دي، چي د قيامت او دوږخ له بېلا بيلو عذابو څخه د ژغورني په مخسد، و زهد ته ملا تړي. دا د خايفانو يا بېرېدونکو زهد دئ. په دوهمه ډله کي هغه زاهدان دي، چي د آخرت د ثواب او د جنت د ډول ډول نعمتو په خاطر، د زهد لار غوره کيي. داسي زهد د راجيانو يا هيله کوونکو زهد دئ. د زاهدانو په دريمه ډله يا تر ټولو لوړه مرتبه کي، هغه کسان شامل دي، چي نه د دوږخ له بيري او نه هم د جنت د ښو او ښاديو په هيله د زهد و لوړي او سپېڅلي دونيا ته مخه نيسي. د شېخ نسفي په دې درې ګوني وېش کي دا زهد کوونکې ډله د عارفانو ډله ده، چي يوازي او يوازي د خدای د ميني او دوستۍ په خاطر د زهد لار ټينګيي او د خدای په سوځونکې مينه کي د بل هيڅ شي پروا نه لري. دا ډله له خدايه بېريږي، خدای ته هيله لري او هر څه له خدايه غواړي، خو دونيا او آخرت ئې تر سترګو کوچنی او خوار دي.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.