Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
فا فت فث فخ فذ فر فص فض فع فغ فق فل فم فن فو في فَ فُ فِ فې
فقر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

فقر او ډولونه ئې

فقر په لغات کي د يو شي نست‌والی، نېستۍ، نادارۍ، لاس‌تنګۍ او دروېشۍ ته وايي. فقير هغه څوک دئ، چي پر دونيا هيڅ و نه لري. فقر د تصوف او عرفان په اصطلاح، له خلګو بې‌نيازي او د ريښتيني غني (الله سبحانه و تعالی) په دربار کي نيازمندي ده. د شېخ نسفي په نظر فقر او دروېشي يو عيب خو ډېر هونرونه لري، حال دا چي ثروت او شتمني يو هونر (هنر)، خو ډېر عيبونه لري. د فقر او دروېشۍ يو عيب ښکاره، خو ډېري ښېګڼي او هونرونه پټ دي. بالعکس د شتمنۍ يو هونر ښکاره، خو ډېر عيبونه پټ دي، ځکه خلګ ظاهر ګوري، باطن نه سي کتلای. د تصوف او عرفان مخکښان په دې باور دي، چي په قيامت به هر څوک د خپلو ګناوو او تقصيرو په وجه د الله تعالی استغفار او استرحام کيي، خو له صابرو او شاکرو فقيرانو څخه به لوی څښتن په خپله عُذر غواړي، له همدې کبله به بې حسابه جنت ته ځي او حق تعالی به د هر يوه شفاعت مني. د الله جل جلاله د وياړلي رسول حديث دئ، چي وايي: فقيران به تر شتمنو پينځه سوه کاله مخکي جنت ته ځي. علي محمد مخلص د روښاني عرفاني ډوکټورينو په روڼا کي د فقر دوه ډولونه بيانيي، چي (اختيار فقر) او (اضطراري فقر) نوميږي. اختياري فقر هغه فقر دئ، چي صوفي يا عارف ئې و الهي نور يا حقيقي پوهي ته د رسېدو په هيله، په خپله خوښه غواړي. په ډې ډول فقر کي، فقير نه يوازي له لوږي او نېستۍ ګيله و ماڼه نه کيي، بلکي د فقر په خوښۍ او مستۍ کي ځان نور هم خپل واقعي معبود ته نيژدې ګڼي. دا فقر يوازي د نوس د هوا او هوس په وژلو سره تر لاسه کيږي. اضطراري فقر هغه فقر دئ، چي فقير ته د اړۍ او ناچارۍ له مخي ور پيدا کيږي، په دې ډول فقر کي، فقير تل له فقر او نېستۍ څخه سر ټکيي او هغه ته د خپلي بدمرغۍ او ناوړه ژوند د يوازني علت په سترګه ګوري. اختياري فقر وياړ، خو اضطراري فقر ذلت دئ.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.