Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
قا قب قت قج قح قد قر قص قط قف قق قل قن قه قو قي قَ قُ قِ قی
قبا قبض قبط قبل قبه قبی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

قبض

نيول، تنګول، په لاس کي اخيستل، د بسط ضد. په اسلامي عرفان کي د قبض او بسط په اړه مختلفي نظريې وړاندي سوي دي. د اسلامي تصوف او عرفان صاحبنظر لارښود سيد علي هجويري غزنوي (په ۴۶۵ هـ.ق. کي مړ) په خپل نامتو اثر (کشف المحجوب) کي قبض د حجاب په حال کي د سالک د زړه انقباض او بسط ئې د کشف په حال کي د سالک د زړه پرانيستل ګڼلی دئ. نامتو عرفاني مفکر شېخ عزيز الدين بن محمد نسفي (۶۳۰- ۷۰۰ هـ.ق.) قبض داسي حالت بولي، چي په هغه کي د عشق د لاري سالک د معشوق له قهر او غضب سره مخ کيږي او بسط د قبض پر خلاف، هغه حالت ګڼي چي کباب عاشق د معشوق په مينه او مهربانۍ سرلوړی کيږي. ځينو نورو عرفاني مفکرانو، قبض د مريد د بيري (خوف) او بسط د هغه د هيلي (رجا) له حالت سره ورته ګڼلی دئ. د اتمي هجري سدۍ عرفاني ليکوال خواجه ضياء‌ الدين نخشبي (په ۷۵۱ هـ.ق. کي د هندوستان په بدايون کي مړ) د خپل مشهور اثر (سلک السلوک) په شپږم سلک کي د قبض او بسط د عرفاني اصطلاحاتو په باب داسي ليکي: «د ځينو په آند، قبض په کنايې سره د رزق و تنګۍ او بسط د رزق و پراخوالي ته اشاره ده. ځينو په مجازي او کنايي بڼه، قبض دونيا او بخيلۍ او بسط د دونيا او بخيلۍ و پرېښوولو ته ويلي دي.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.