۱) نزدې/ نيزدې/ نيژدې والی، نيژدېکت، خدای تعالی ته نيژدېوالی، د فصلت يا ليريوالي خلاف. ۲) خېښي، خپلوي. په عرفاني اصطلاح د ذکر (خفي او جلي) او مخلصانه عبادت له لاري و پروردګار ته د عرفاني سالک نيژدېوالي، قربت بلل کيږي. قربت د روښاني عرفاني طريقت له اتو مقامو څخه پينځم مقام دئ. په دې مقام کي د الهي انوارو او حقيقي پوهي ريښتيني پلټونکی بې لاهوتي اوازه په ټولو کايناتو کي بل هيڅ ږغ نه اروي. په بله وينا، قريب عارف د بېمثله بحر په هر ږغ کي يوازي د يوه نايي يا يوه اواز خپروونکي (الله سبحانه و تعالی) د ثنا او ستايني نغمې اروي او د هر اواز په تسپې (تسبيح) ئې سر خلاصيږي. دا بې ساري ږغونه او نغمې د قربت و مقام ته رسېدلی سالک نور هم د اوازو د يوازني هستوونکي او خپروونکي و لور ته ور بولي. د پام وړ ټکی دا دئ، چي د بقا او هستۍ د عالَم دا بېچګونه ږغونه ي،ازي د زړه په غوږو اورېدل کيږي. هغه څوک چي د زړه غوږونه نه لري، د داسي نغمو او ږغو له اورېدو څخه بېبرخي دي.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.