د يوه شي ملاک او مدار، د قوم مشر، د مځکنۍ کرې د محور يوه او بله خوا او د ژرني په لاندني پل کي د اوسپني هغه ميله يا ستون، چي پاسنی پل ئې پر شاوخوا ګرزي. په عرفاني او تصوفي اصطلاح قطب، قطب الاقطاب، غوث، غوث الاعظم يا غوث الزمان د هغه لوړ مقامه ولي نوم دئ، چي د حق تعالی د ټولو وليانو په سر کي ځای لري. د عارفانو په باور، د قطب يا غوث زړه د الهي انوارو، باطني پوهي او پټو حقيقتو ځلانده هينداره ده. د قطب مقام ته رسېدل، د تصوف او عرفان معراج بلل کيږي. عارفان باور لري، چي قطب، قطب الاقطاب، غوث، غوث الاعظم يا غوث الزمان د الله تعالی له خوا د ټولي نړۍ د مانوي (معنوي) او روحاني چارو د انسجام او مشرۍ ستر رسالت پر مخ بيايي. د عرفاني نظريو له مخي د لوی څښتن و دې نيژدې او لوړ مقامه دوست ته نه يوازي په دونيا کي د انسانانو د ساتني، لارښووني او مشرۍ چاري ور د غاړي دي، بلکي وجود ئې د ټولو کايناتو د ګرزېدو دايره او د بېلا بيلو برکتو او نېکيو سرچينه ګڼله کيږي. د اسلامي عرفان پياوړي انګرېز ليکوال او څېړونکي پروفيسور ر. ا. نيکلسن (۱۸۶۸- ۱۹۴۵ ع.) د اسلام عرفان د روايتي نظريو په روڼا کي د قطب د مقام او ځانګړتياوو په باب داسي کاږي: «د خدای پر خوا روان سالک په پای کي د قطب و مقام ته رسيږي، چي د کامل انسان مقام دئ. قطب د روحاني او عرفاني جهان مرکز دئ. په هر ځای او هره پوله کي اوسېدونکي انسانان، بې نيژدېوالي او ليريوالي، د قطب له مقام څخه برابر واټن لري. ټول مقامونه د ده پر شاوخوا را ګرزي اوله ده سره نه شلېدونکي اړېکي لري. د عرفان او فنا و دې لوړ مقام ته رسېدلی قطب وظيفه او رسالت لري، چي د خدای پر لور د نورو اولياوو لارښوونه وکي. قطب په دې کار کي يوازي له خپل خالق څخه اجازه اخلي». پروفيسر نيکلسن د اسلامي تصوف او عرفان د متفکر لارښود شېخ ابو الحسن علي هجويري (په ۴۶۵ هـ.ق. کي مړ) د مشهور عرفاني اثر (کشف المحجوب) په استناد زياتيي: «تر قطب کښته د اولياوو بېلا بيلي ډلي او طبقې دي، چي په صعودي ډول د هغوی د مراتبو لړۍ او شمېر داسي دئ: اخيار (درې سوه کسه)، ابدال (څلوېښت کسه)، ابرار (اووه کسه)، اوتاد (څلور کسه) او نقيبان (درې کسه)».
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.