Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
کآ کؤ کا کب کت کث کج کد کر کس کش کظ کف کل کم کن که کو کي کَ کُ کِ کټ کپ کچ کړ کږ کښ کک کی کې
کاج کاخ کاذ کار کاش کاف کال کام کان کاه کاو کاچ کاړ کاک کاګ کاڼ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کامِل او آزاد/ ازاد

وتلی عرفاني مفکر شېخ نسفي (۶۳۰- ۷۰۰ هـ.ق.) او زموږ عارف شاعر، علي محمد مخلص دواړه باور لري، چي کامل شېخ، کامل پير يا کامل انسان بايد د څلورو صفتو (نېکي وينا، نېکو عملو، نېکو اخلاقو او نېکو معارفو يا عرفاني پوهي) څښتن يي. ازاد ئې و هغه چا ته ويلي دي، چي په وجود کې د پرېښوولو (ترک)، ګوښه‌توب (عزلت)، قناعت او خُمُول (ګمنامۍ) څلور صفتونه تر کماله رسېدلي يي. په دې ډول نو هر هغه څوک چي لومړني څلور صفتونه (نېکه وينا، نېک عملونه، نېک اخلاق او نېک معارف يا عرفاني پوهه) ولري، کامل يا بالغ دئ، نه خپلواک يا ازاد. بالعکس، هغه څوک چي يوازي ئې وروستي څلور صفتونه (پرېښوول، ګوښه‌والی، قناعت او ګمنامي) تر بشپړتوبه رسولي يي، خو د لومړيو څلور صفتو څښتن نه يي، داسي عارف ته نو ازاد ويل کېدای سي، نه کامل.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.