کسوټي خو په هندي کي محک او معيار ته ويل کيږي، چي د مخلص د بيت له مانا سره سر نه خوري. ما ته د مخلص د بيت له مانا څخه داسي ښکاري، چي دا کليمه به په واقعيت کي د (کِسوت) اړولې بڼه يي، چي د کالو يا جامو مانا لري. والله و اعلم بالصواب.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.