Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
کآ کؤ کا کب کت کث کج کد کر کس کش کظ کف کل کم کن که کو کي کَ کُ کِ کټ کپ کچ کړ کږ کښ کک کی کې
کنا کنب کنو کني کنډ کنګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کنبل/ کنبله/ کمبل/ کمبله

۱) تؤس، تود پوښاک. ۲) د هوارولو فرش، ګليم، ټغر. کمبل کليمه په اصل کي له سنسکريټ (kambal) څخه و پښتو او ځينو هندو- آريايي ژبو ته تللې ده. سنسکريټ او هندو- آريايي ژبو غوندي د پښتو په ځينو لهجو کي هم د شړۍ يا توس په مانا کاريږي، خو د پښتو په جنوب- لوېديځه لهجه، په تېره بيا کندهار او شاوخوا سيمو کښي د (کمپل) په بڼه پر تؤس سربېره د هغه فرش په مانا هم استعماليږي، چي د پښتو په نورو لهجو کي د (ټغر) يا (ګليم) په نامه ياديي. البته په کندهار او شاوخوا سيمو کي د کمبلي او ټغر تر منځ هم توپير کيږي. کمبله د (ګليم) په مانا کاريږي، په داسي حال کښي چي (ټغر) د کوچني، زاړه او محقر فرش په مانا جال دئ.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.