Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
نؤ نا نب نت نث نج نح نخ ند نذ نر نز نس نش نص نع نغ نف نم نن نه نو ني نَ نُ نِ نړ نښ نک نګ نی
نائ ناب نات ناخ نار ناس ناش ناص ناط ناغ ناف ناق نال نام نان ناو ناي ناڅ ناچ ناړ ناږ ناک ناګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ناستوت

د ناس (خلګو) له مادې څخه مشتق سوی دئ، چي په پای کي د (و+ت) شاوندي ور سره يو ځای سوي دي. ناسو د انساني خوی او طبيعت په مانا هم کاريږي. ناسوت يا ناسوتي عالم په بېلا بيلو عرفاني ليکنو کي د (شهادت عالم)، (ظاهري عالم)، د (طبيعت عالم)، د (مشاهداتو عالم)، د (ملک عالم)، (مادي عالم)، د (جسمو عالم)، د (خلګو عالم)، (ظُلماني عالم)، د (نفسو عالم)، د (حواسو عالم)، د (محسوساتو عالم)، د (کتلو يا رؤيت عالم) او داسي نورو په نامه ياد سوی دئ. ځينو عرفاني متفکرانو (ناسوت عالم) د اِضطراب، ناکرارۍ او پرېشانۍ عالم په نامه هم ياد کړی دئ، ځکه په دې عالم کي خلګ د مادي او دونيايي ژوند له راز راز اندېښنو او پرېشانيو سره مخامخ دي. د وحدت الوجود پيروان د مادي نړۍ په هر جسم او هره ذره کي د يوې هستۍ جلوې ګوري. د وحدت الشهود د عرفاني اندېشمندانو په نېز، ناسوت يا ظاهري عالم، هغه جهان دئ، چي ټول خلګ ئې پېژني؛ او د معقولاتو د عالم حقيقت دئ. د دې ډلي عارفانو په نظر ظاهري دونيا حقيقت نه لري، خو نېست او معدوم عالم هم نه دئ. په بله وينا دا هغه عالم دئ، چي هم سته او هم نسته. کله چي تعيناتو او جسمو ته وکتل سي، نو نېست، هست مالوميږي، حال دا جي د کثرت د عالم هستي واقعي هستي نه ده، له همدې کبله د دې ډلي ځينو مفکرانو دا نړۍ په هينداره کي د مادي جسم له عکس يا انځور سره ورته ګڼلې ده. که څه هم د هر مادي جسم تصوير له ورايه په هينداره کي ښکاري، خو سره له دې هم په هينداره کي هيڅ مادي وجود نه لري. متصوفين او عارفان و دې عالم ته د هغه د کوچني‌والي، نه پايښت او ظلي صفت له امله په ټيټه سترګه ګوري؛ او د بېلا بيلو عرفاني لارو او پړاوو په تېرولو سره، تل هڅه کيي، چي ځانونه د بشپړتيا و لوړو او لوي، جهانو ته ورسيي. وګ: ملکوت، جبروت او لاهوت.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.