د نفي او اِثبات فلسفي اصطلاحات د عرفاني سير او سلوک نه بېلېدونکې برخه ده. داسي عرفاني اثار ډېر لږ ليدل کيږي، چي د نفي او اثبات په باب خبري او څېړني و نه لري. په اسلامي تصوف او عرفان کي د نفي اصطلاح بې خدايه د نورو ټولو موجوداتو او مخلوقاتو له وجود څخه اِنکار او اثبات د الله تعالی د وجود و تصديق او تائيد ته وايي. په بله ژبه، کله چي عرفاني سالک د حقيقت موندني تر اوږدو کوښښو او پلټنو وروسته، خپل بشري صفتونه او خويونه ايسته وغورځيي، و دې کار ته نو د اسلامي تصوف او عرفان په اصطلاح د خپل وجود نفي کول، خو د حق تعالی په بېمثله او تلپاته هستۍ کي بيرته را ژوندي کېدو ته اثبات وايي. په اسلامي عرفان کي (لا اله) د نفي او (الا الله) د اثبات سمبوليکه نخښه ده. (بې الله بل هيڅ معبود نسته)، هغه ذکر دئ، چي تل د عارفانو پر زړونو جاري دئ.
Source: کتاب: د علي محمد مخلص دېوان؛ ليکونکی: محمد هارون خپل شعشعي؛ د چاپ کال: ۱۳۹۴ ل.؛ خپرندوی: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت؛ د چاپ ځای: کابل؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.