[Zalal]
اسـ، مذ، مفـد پښتو قاموس په ۱/ ۵۷۲ مخ کي د (ضرر) کلمې پښتو سوی شکل بلل سوی دئ، خو په عربي ژبه کي (زَلَل) کلمه د تاوان او نقصان په معنا هم سته، لکه: نی ميزانه ذللٌ= د ده په تله (ترازو) کي (خريدار ته) نقصان دئ، يعني شی کم ور کوي. استغفرالله من ذللی= خدايه زما کمبوتونه او تاوانونه (ګنهونه) را وبخښې. (درهم زال) عربان هغه درهم بولي، چي پر خپل ټاکلي تول برابر و نه خيژي او څه کمی ولري، زلل کلمه د ضرر او تاوان په معنا د اسماء په ۲۷۲ بيت کي راغلې ده.
Source: کتاب: اسماء الحسنیْ د ميا فقير الله جلال آبادي؛ ليکونکی: علامه اکاډيمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد؛ د چاپ کال: ۱۳۷۳ ل.؛ خپرندوی: د فلالوژی پوهنځی؛ د چاپ ځای: کابل، افغانستان؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.