[Fikrat]
فکر، اندېښنه. جمعه ئې فِکَر [fikar] راځي، لکه: د حکمت، حِکَم)، (عِلَّت، عَلِل)، (دولت، دول)... د امام محمد غزالي (۵۰۵ هـ. ق. مړ) د احيأ العلوم د مهلکاتو په برخه کي د راوړل سوي نبوي حديث په عبارت کي هم دغه لغات راغلی دئ: من اجاع بطنه، عظمت فکرته و فطن قلبه. د مولانا جلال الدين بلخي ثم الرومي (۶۷۲ هـ. ق. مړ) د مثنوي په څلرم دفتر کي راغلي دي: همچنان هر فکر که کردی در آن عيب آن فکرت شده است از تو نهان د عبدالقادر خان خټک په يوسف زليخا کي راغلي دي: دې وې: زه هم په فکرت يم د دې حال ته په حيرت يم (فکرت) کلمه د اسماء په ۲۳۶ بيت کي راغلې ده.
Source: کتاب: اسماء الحسنیْ د ميا فقير الله جلال آبادي؛ ليکونکی: علامه اکاډيمېسن پوهاند عبدالشکور رشاد؛ د چاپ کال: ۱۳۸۰ ل.؛ خپرندوی: د فلالوژی پوهنځی؛ د چاپ ځای: کابل، افغانستان؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.