Glossaries of Pashto Books (د پښتو د لغتنامو قاموس)
آ إ ا ب ت ث ج ح خ د ذ ر ز س ش ص ض ط ظ ع غ ف ق ل م ن ه و ي ټ پ ځ څ چ ډ ږ ژ ښ ک ګ ی ﴿
غؤ غا غب غج غد غر غز غش غف غل غم غن غو غي غَ غُ غِ غچ غړ غې
غوا غوث غور غوز غول غون غوي غوړ غوږ غوک غوې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

غوث

[ǧawθ]
(لغ) ۱) داد و فرياد، غاو. ۲) هغه څوک چي د چا په داد رسيږي. (اصط) د خدای د دوستانو يوه رتبه ده. د سلاسل اربعين مؤلف د محی الدين ابن عربي (۶۳۸ هـ. ق. مړ) له خولې وايي: غوث چي لوړ سي، د فرد رتبې ته رسيږي او فرد چي وړاندي ولاړ سي، قطب وحدت ځني جوړېږي. قطب الاقطاب او غوث تر فرد يوه رتبه را کښته دي. د مجدد الف ثاني شيخ احمد کابلي ثم السرهندي (۹۷۱- ۱۰۳۴ هـ. ق.) په مکتوبات کي کښلي دي: «شيخ محی الدين ابن عربي قطب مدارا او غوث يو سړی ګڼي، خو زما په خيال غوثيت او قطبيت دوې بېلي رتبې دي. غوث د قطب مدا مرستيال د او د ابدالو په مقرريو کي لاس لري. غوث کلمه په اصطلاحي معنا د دېوان په (۴۰۴) بيت کي راغلې ده.
Source: کتاب: د حاجي جمعه بارکزي ديوان؛ ليکونکی: پوهاند عبدالشکور رشاد؛ د چاپ کال: ۱۳۶۰ ل.؛ خپرندوی: د افغانستان د علومو اکاډمي؛ د چاپ ځای: کابل، افغانستان؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.