[nǧwә́tә]
۱) ايماء، اشاره. ۲) پند، ورم، نصيحت، ښوونه، تلقين (مجازاً). د دښنه په نغوته بېل شوې د خاصانو له صحبته (دولت لواڼی) (نغوته) ارزاني شاعر د اروېدني په معنا راوړې ده: که په ژبه ږغ و ږوغ شي د دې ږغ نغوته په غوږ شي نغوته د دېوان په (۱۲۲۵) بيت کي راغلې ده.
Source: کتاب: د حاجي جمعه بارکزي ديوان؛ ليکونکی: پوهاند عبدالشکور رشاد؛ د چاپ کال: ۱۳۶۰ ل.؛ خپرندوی: د افغانستان د علومو اکاډمي؛ د چاپ ځای: کابل، افغانستان؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.