کاپور هم ورته وايي. يو ډول سپينه الوتونکې (فرار کوونکې) کريسټاليني ماده ده، چي په چين، هند، جاپان او سوماترا کي د کافور له وني څخه لاس ته راځي. د دې وني لرګي او ريښې ميده کوي، په اوبو کي ئې ايشوي او تقطيروي ئې. د دې څخه متبلوري دانې جوړېږي، چي هماغه کافور دي. د کافور ونه لويه او تل شنه وي. لرګي ئې سپين او سپک دي. د بد بوی په درلودلو سره ئې په ټوکرانو کي ايږدي، چي اوبزي ئې و نه وهي (پښتو- پښتو تشريحي قاموس).
Source: کتاب: د عبدالله محزون پوپلزي دېوان؛ ليکونکی: شاعر: عبدالله محزون پوپلزی، سريزه او لمنليکونه: د محمد معصوم هوتک، نقل، تصحيح او لغتنامه: د مطيع الله روهيال؛ د چاپ کال: ۱۵۲۳ ل. – ۲۰۱۳ ع؛ خپرندوی: د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، چاپ شمېر: زر ټوکه، د مخونو شمېر: ۲۹۰؛ د چاپ ځای: کندهار؛ ديجيتال کوونکی: شمس الله آرين.