که پدې هکله بيا هم پوښتنې موجودي وي لطفا په يوټيوب کي پرته د قاموسونو د استعمال طريقه ښوونکې ويډيو وګورئ چي لينک يې لاندي هم پروت دی.

د قاموسونه ټکی کام قدرمنو کتونکو،

سلام عليکم!

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼه هېک سوې او له فعاليته لوېدلې وه. دغه پاڼه اوس هم په امتحاني بڼه آنلاين ده او بعضي پخواني قاموسونه لکه درياب لا تر اوسه ندي آنلاين سوي. دغه پاته قاموسونه به انشالله د نوي او پياوړي سيسټم سره بيا آنلاين سي. يو شمېر کتونکو پېغامونه رالېږلي چي د لغت لټون ورته يوازي د فارسي قاموس معناوي ښيي. دلته په اصل کي ستونزه دا ده چي يو شمېر قدرمن کتونکي اوس هم د قاموسونه ټکی کام د لټون د سيسټم سره ندي بلد. کله چي تاسو پر لومړۍ پاڼه په سرچ باکس کي يو لغت ټايپ کړئ او بيا سرچ سوچ يا تڼۍ کليک کړئ نو تاسو بلې پاڼي ته بيول کېږئ چيري چي د هغو قاموسونو ليسټ در ښودل کيږي چي پکښي لټول سوی لغت موندل سوی وي. تاسو پدغه ليسټ کي پر يوه قاموس کليک کولای سئ چي پدغه قاموس کي موندل سوي ماناوي درته وښودل سي.

که پدې هکله بيا هم پوښتنې موجودي وي لطفا په يوټيوب کي پرته د قاموسونو د استعمال طريقه ښوونکې ويډيو وګورئ چي لينک يې لاندي هم پروت دی.

ستاسو ورور او خادم

احمدولي اڅکزی

د ۲۰۱۳ ميلادي کال د می ۱۴مه نېټه

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ