قاموسونه ټکی کام پسله نژدې دوو لسيزو کار وروسته د پښتو ژبي د نامتو کلاسيکو او يو شمېر نامتو عصري شاعرانو د اشعارو داسي ځيرمه په نوې بڼه خپره کړه چي پکښي آنلاين لټون ممکن دی. دغه ځيرمه چي پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د (Large Database of Pashto Poetry) تر عنوان لاندي خپره سوې ده، پکښي د نورو تر څنګ د لاندني شاعرانو/کتابونو اشعار راغلي دي:

د خوشال خان خټک کليات
د رحمان بابا کليات
د عبدالحميد مومند کليات
د غني خان کلیات
د الفت مرغلرې
پښتو لنډۍ (تقريبا ۱۰ زره لنډۍ)
د حمزه شينواري کليات
د سباوون په تمه، جهاني*
شپېلۍ، جهاني*
کوه طور، جهاني*
پايکوب، جهاني*
ورکه مېنه، جهاني*
دا بوټي به لونګ سي، درويش دراني
سوسن چمن، قاضي ملا عبدالسلام اڅکزی

دمګړی د آنلاين سوو دغو اشعارو سره دا آسانتيا مل ده چي د هر بيت سره د اړونده کتاب نوم، د پاڼې شمېر او د کرښي/ليکي شمېره هم درج سوې ده. د دې تر څنګ د کتاب د چاپ ځای، د چاپ کال او ورته نور معلومات هم پکښي ځای سوي دي. ښايي دا معلومات په زياته د کره کتونکو او څېړونکو له پاره په زړه پوري وي. د بېلګي په توګه که څوک په دغه ځيرمه کي په «نازيږي» لغت پسي لټون وکړي نو ورته د نورو تر څنګ يوه لاندنۍ پايله داسي ښودل کيږي:

«اورنگزېب که د ډيلي په تخت نازېږي ـ خپله خونه هر گدای لره ډيلی دی

[Digitalised by: احمدولي اڅکزی، قاموسونه ټکی کام][Book: د رحمان بابا کليات][Writer:رحمان بابا][Printed by: پېښور،٢٠٠٥، دانش خپرونديه ټولنه][Volume: اول چاپ][Chapter:غزل ][Poem:ی][Page:٤٣٤][Line:١٤-١٣]»

دمګړی په دغه ځيرمه کي تر ۱۸۲ زرو څخه زياتي مصرعې (يعني تر ۹۱ زره زيات بيتونه) ځای سوي دي. پر دغه پروژه کار لا نه دی بشپړه سوی او د وخت په تيريدو به نور کتابونه او شاعران هم پکښي اضافه سي.

د پښتو اشعارو د ځېرمي لومړنی شکل څو کاله تر مخه هم پر قاموسونه ټکی کام آنلاين سوی ؤ چي د تخنيکي ستونزو له کبله بايد بېرته آفلاين سوی وای. خو اوسنۍ بڼه يې نه يوازي د اشعارو د شمېر په لحاظ بلکه د ماخذونو د معلوماتو له مخه څو برابره ګتوره ده. په تيرو کالونو کي پر دغه پروژه نور کار هم وسو او دغه لا پراخه کړل سوه.

په پای کي غواړم ووايم چي دغه پروژه چي د تمويل له پاره يې نژدې ۱۷ يا ۱۸ کاله پرله پسې کار سوی دی، پکښي د هيڅ دولتي يا غير دولتي سازمان يا شخص څخه پيسې نه دي غوښتل سوي. بلکه دغه پروژه د يو بې وزلي او مفلس محصل له خوا په يوازي سر او بېله د بل کوم کس د مرستي پېل سوې وه او انشالله جريان به ولري.

احمدولي اڅکزي، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۴مه نېټه، بون

* (له مطيع الله روهيال څخه په مننه)

يادونه: د اشعارو په دغه ځېرمه کي بالکل هغسي لټون کولای سئ لکه د قاموسونه ټکی کام د نورو قاموسونو دننه چي لټون کوی. په پايله کي تاسو بشپړ شعر نه بلکه دوې مصرعې او ورسره مل د ماخذ معلومات کتلای سئ. دا چي د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه لټون څنګه کيږي په لاندنۍ ويډيو کي يې کتلای سئ. که څه چي دغه ويډيو ۱۰ کاله زړه ده او له هغه راهيسي په قاموسونه ټکی کام پاڼه کي د ډيزاين تغيرات راغلي دی، خو پرنسيپ يې هغه پخوانی دی:
{source}<iframe width="560" height="315" src="https://www.youtube.com/embed/h5YNbAtDjLs" frameborder="0" allow="accelerometer; autoplay; clipboard-write; encrypted-media; gyroscope; picture-in-picture" allowfullscreen></iframe>{/source}

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ