عبدالله خان افغاني نويس

عبدالله خان افغاني نويس د ملا محمد خان چې په عرض بيګي مشهور ؤ زوی چې په ۱۲۷۶ ل. = ۱۸۹۷ ز. کال زېږېدلی دی. عبدالله خان افغان نويس له هغو معاصرو قاموس ليکونکو او اديبانو څخه ؤ چې ادبي خدمت په تېره بيا د پښتو خدمت ورته له پلار او نيکه څخه په ميراث پاتې و.

 

زده کړې

 

د وخت دوديز علوم يې له خپل پلار او د سيمې له علماوؤ لوستلي وو.

 

دندې

 

کله چې د امان الله خان پاچا په وخت کې پښتو مرکه تاسيس شوه، عبدالله خان په د پښتو ټولنه کې د کاتب په توګه وګومارل شو.

 

چاپ شوي آثار

 

عبدالله خان افغاني نويس په پښتو او فارسي ژبه پوهېده او په دواړو ژبو يې آثار ليکلي دي. له افغاني نويس نه دا لانديني آثار پاتې دي:

 

افغاني قاموس - درې ټوکه - چاپکال ۱۳۳۵، ۱۳۳۶ لمريز

لغات عاميانه فارسي افغانستان - چاپکال ۱۳۴۰ لمريز

د هېرو شوو پښتنو فقهيانو په اړه يوه کوچنۍ رساله - د کابل مجلې په لومړيو ګڼو کې چاپ شوې

ناچاپه آثار

 

پښتو -- فارسي قاموس - دا اثر لا تر اوسه پورې نه دی چاپ شوی.

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.