محمد ګل نوري

محمد ګل نوري هغه هېره شوې څېره ده، چې موږ يې نه پېژنو، په دې مانا چې په پوره ډول يې نه پېژنو، كه يې پېژنو، پر زياتو كارونو او هڅو يې نه يو خبر، ځكه چې زمانې، وخت او حالاتو ډېره جفا ورسره كړې ده؛ حالاتو يې د ژوند پر لار ډېر اغزي راوټوكول او ډېر څه يې ترې واخيستل.

 

زوكړه

 

دى په 1279ل كال په كندهار كې زېږېدلى دى؛ هغه مهال خو دومره د زده كړې امكانات هم هر چا ته برابر نه وو، خو ارواښاد نوري وكړاى شول، چې د سيمه ييزو پوهانو او كورنيو مشرانو په مرسته زده كړه وكړي، د خپل ځانګړي استعداد او وړتيا په بركت يې ډېر څه په ذهن كې پاتې كېدل او هغه د چا خبره ذهين انسان و. همدغه د استعداد او نبوغ بركت يې و، چې په زياتو ډګرونو كې وځلېد او ډېر خدمت يې وكړ، چې نه هېرېدونكي اثار به يې زموږ د ادبياتو ستره او غوښنه برخه وي. خو دغه ډول استعدادونه په ډېرو خوارو او غريبو كورنيو كې پيدا كېږي، ډېر كم داسې پېښېږي، چې د كوم شتمن زوى دې د نبوغ تر كچې ورسېږي، يا دې هم دى د ډېرې خوارۍ وړتيا ولري. هغه څوك چې په هوسايۍ او نعمتونو كې رالوى شوى وي، په خپله يې د ځان د هوسايۍ لپاره څه نه وي كړى، هغه به څنګه په دې وپوهېږي چې د ژوند لپاره ضروري شيان څه دي او انسان بايد ژوند د چا لپاره وكړي.

 

زده كړې

 

استاد نوري په 1300ل كال د امان الله خان د پاچهۍ پر مهال د كندهار ښار په شالمار ښوونځي كې د پښتو د ښوونكي په توګه وټاكل شو، چې د هېواد بچيو ته يې پښتو ژبه تدريسوله. لكه مخكې چې يادونه وشوه وخت او حالاتو ډېرې سختۍ ورباندې راوستلې، چې په هر پړاو كې يې ګوزارونه وركړي؛

 

دندې

 

هغه مهال چې په كندهار كې ?پښتو ادبي انجمن? جوړ شو، استاد محمد ګل خان نوري يې لومړنى غړى و. څو كاله وروسته چې د لومړي وزير سردار محمد هاشم خان په امر دغه انجمن كابل ته ولېږدول شو او هلته يې نوم په ?پښتو ټولنې? واوښت. استاد نوري بيا په كابل كې د تاليف او ژباړې په څانګه كې د لغاتو او سيمه ييزو ژبو د څانګې د امر په توګه په دنده وګمارل شو، چې په دې موده كې يې د خپل كار او زيار لپاره ډېر مواد سره راټول كړل، هورې يې د ځينو مخكښو څېرو په مرسته د څېړنې، فولكلور څېړنې او كلتورپوهنې په برخه كې ډېرې ښې تجربې ترلاسه كړې. كله چې يې مېرمن او زامن مړه شول، دى په خپله خوښه بېرته كندهار ته راغى او د كندهار په دولتي چاپخونه (مطبعه كې د رتبې په ساتنې سره (څلورمه رتبه يې وه، د مامور په توګه وټاكل شو. كه څه هم ده ته بايد يوه لوړه څوكۍ او مهم پوست وركړل شوى واى، خو كومه دي هغه خلك چې خپل ملي خدمتګاران وپېژني او قدر يې وكړي؟ چېرې وو هغه مهربان لاسونه چې د انسان او انسانيت په خاطر يې زموږ ملي مشران په سختو حالاتو كې نازولي واى؟

 

اقتصادي وضعه او د ژوند ناخوالې

 

ارواښاد استاد نوري ډېرش كاله په ډېرو سختيو او خواريو كې ماموريت وكړ، له بده مرغه چې د تقاعد پوره حق يې هم ترلاسه نه كړ، دا ځكه چې د جبر لارويان خو هېڅ وخت هم نه غواړي ملي مخكښان هوسا وي اويا هم تر دوى مخكې شي. ده د تقاعد په وخت كې د هغه مهال په حساب دوولس زره افغانۍ ترلاسه كړې، چې دا ډېرې كمې پيسې وې، نور يې ورځ په ورځ اقتصادي وضعه خرابېده، له دې كبله يې د كندهار په هرات دروازه كې د مستو پلورلو تاغار مخې ته كښېښود او په خپلې غريبۍ يې ځان بوخت وساته. يو مهال ورته څو بهرني څېړونكي راغلي وو، چې له استاد سره وګوري، هغوى په پوښتنو پوښتنو، هرات دروازې ته ورسېدل، له يوه دكاندار څخه چې د استاد نوري پوښتنه وكړه، هغه پر استاد ږغ كړى و: ?ماد ګله! راسه دا كسان دې غواړي?. كله چې استاد له دغو بهرنيو پوهانو سره وليدل، هغوى يې ډېر قدر وكړ، خو استاد ته ډېر حيران شول، چې دومره ستر فولكلوريسټ او ادبپوه څنګه د مستو پلورلو تاغار ته ناست دى؟ په هر حال، هغوى له استاد سره لاړل، استاد خپل زيات اثار وروښوول، خو د استاد په غوږ كې د هغه دكاندار همدا جمله ازانګې كولې، زړه يې ډېر مات شو، ويل كېږي چې خپل ډېر اثار يې هغه مهال د غوسې په حالت كې په خپله وسوځل. دى تر تقاعد وروسته د كندهار د هغه مهال د اطلاعاتو او كلتور رياست د لوى مدير غلام محى الدين ايوبي په ځانګړې پاملرنه د همدغه رياست په مديريت كې د اجير كاتب په توګه وټاكل شو، دوه كاله وروسته بيا د كندهار دولتي چاپخونې په مديريت كې د ارشيف د څانګې په لسمه رتبه كې د اجير كاتب په توګه وټاكل شو. په دې دندې سره وتوانېد چې څه ناڅه ذهني سكون ترلاسه كړي او ځان بوخت وساتي.

 

ادبي هڅې او لاسته راوړنې

 

دى به چې د خپلې دندې له مخې كله- كله نورو ولسواليو، ليريو پرتو سيمو او كليو ته ورته، نو هورې به يې له خلكو څخه متلونه، سندرې او لغات راټولول، چې په زرګونو متلونه، سندرې، فولكلوري مواد او نوره ولسي پانګه راټوله كړه، دغه راز يې له ليريو پرتو سيمو څخه يوولس ټوكه هغه دېوانونه هم راټول كړل، چې پر هغه مهال يې په وړيا توګه انجمن ته وړاندې كړل:

 

د محمد امان دېوان.

د محشور د كلي د باركزي حاجي جمعه دېوان.

د عبدالله پوپلزي دېوان.

د عبدالنبي بېټني دېوان.

د ملا شېر محمد هوتك دېوان.

د ملا يار محمد دېوان (دوه ټوكه او يوه پښتو ميراثنامه، په نظم كې.

د حنان دېوان.

د عبدالعزيز قرقدان دېوان.

د كريم داد دېوان (د اخند دروېزه زوى.

قلمي تجويد (د ملا باز محمد شاعر.

د پښتو انشاء (دوه ټوكه.

كه څه هم ارواښاد نوري كولاى شول چې دا دېوانونه په لوړه بيه پر پښتو ټولنې، كومې خپرندويې ټولنې، يا هم بل ارګان وپلوري، يا يې هم د ځينو اوسمهالو ليكوالو په څېر په خپلو الماريو كې كولپ كړي، خو ده د خپل ملي احساس له مخې دغه ټول موندل شوي اثار ولس او ملت ته وړاندې كړل، چې بله ورځ د ده له مړينې سره سم د وركاوي له ګواښ سره مخ نه شي، يا هم د طبيعي افتونو او پېښو ښكار نه شي. د پښتو ادبياتو په بداېينه او رغاونه كې د استاد لاس ده په پښتو فولكلور كې دومره اساسي كارونه كړي، چې پښتو متلونه، پښتو اصطلاحات، محاورې، سندرې، لوبې، نومونې او نكلونه يې ټول په جلا- جلا اثارو كې راټول كړي، همدغه اثار يې په شوروي، المان، انګلستان، هند، فرانسه، جاپان، چين او نورو هېوادونو كې د پوهنيزو او څېړنيزو موسسو تر كار لاندې راغلي او د معتبرو سرچينو په توګه كارول شوي دي. د كندهار مجلې په پرله پسې 143 مه ګڼه كې، چې د 1351ل كال د زمري مياشت ګڼه كېږي، په شپږم مخ كې يې له ارواښاد محمد ګل نوري سره رحمت الله مړوند يوه مركه كړې، چې استاد نوري د خپل زړګي ټول بړاس ايستلى او د يوې پوښتنې په ځواب كې يې ويلي دي: ?تر اوسه پورې د ځان لپاره يوه سرپناه هم نه لرم او كډه په شا ګرځم?. دا دى د يوه هېواد هغه نامتو فولكلوريسټ چې پر افغانستان سربېره يې د نړۍ په زياتو هېوادونو كې خلك مني او كارونه يې ارزښت لري. كه چېرې دغه ډول بله سټه په بل هېواد كې واى، ښايي په ژوندوني به يې ځينې واټونه د هغه په نوم نومول او ان چې اكاډمۍ به يې هم د هغه په نامه جوړولې، موږ وينو چې هغه كه له يوې خوا دا تمه نه درلوده، له بلې خوا يې پر زياتو خواريو سربېره خپله هڅه او هاند نه دى پرې ايښى.

 

د استاد ترټولو خوږه خاطره

 

استاد ته چا، پر چاپ شويو كتابونو يوه انه هم نه ده وركړې، ده په دې برخه كې له مزد او حق الزحمې پرته د خپل ولس خدمت ته ملا تړلې؛ ده په خپله همدغه مركه كې وړاندې د خپلو خوږو خاطرو په لړ كې تر ټولو خوږه او نه هېرېدونكې خاطره دا ګڼي چې په 1318 ل كال كې يې د پښتو ټولنې له خوا لومړنى كتاب "ليك ښوونكى" په دوو ټوكو كې چاپ شو.

 

رښتيا هم؛ ځينې پوهان كه د هر ليكوال اثار د هغه زامن ګڼي، له بلې خوا د لومړي كتاب خپرېدل بل خوند او كيفيت لري او په دې خوند به هغه څوك پوهېږي چې كتابونه يې چاپ شوي وي. خو دلته بيا استاد نورې ترخې خاطرې هم يادوي، هغه وړاندې زياتوي: "

 

د استاد ترټولو ترخه خاطره

 

ډېره ترخه او نه هېرېدونكې خاطره چې د مرګ تر ساعته به مې لا هم په زړه كې وي، هغه دا ده چې د ادبي انجمن او پښتو ټولنې د تاسيس له وخته څوك په دې بريالي نه سول چې يو لوى پښتو قاموس جوړ كړي، په هغه وخت كې چې زه د تاليف او ترجمې مدير وم او بيا د افغانستان د محلي ژبو او لغاتو د څانګې د آمر په توګه وټاكل سوم، نو د مطبوعاتو د مستقل رياست د رسمي ليك په ذريعه وګمارل سوم، چې ژر تر ژره بايد پښتو قاموس جوړ كړم او دا خبره هم په ليك كې زياته سوې وه، كه د دغه كار تر عهدې ووتلې، نو ستا مكافات به د عمومي مدير رتبه او معاش وي. لنډه دا چې په ډېر زحمت مې د خپلې لور (طيبو په مرسته دغه قاموس ترتيب او ميدان ته مې راويوست، چې نيم يې د ?شين? تر رديفه د كندهار په دولتي مطبعه كې د ايازي صاحب په كوښښ او زما په خپله تصحيح او د ?شين? له رديف څخه بيا تر پايه د كابل په دولتي مطبعه كې چاپ سو. په دغه وخت كې زه په كندهار كې د مطبعې مدير وم، ځكه مې ونه ليد چې نوموړى قاموس په څه ترتيب چاپ سو، كله چې ذكر سوى قاموس چې ما (نوراللغات نوم پر ايښى و، د پښتو قاموس په نامه نشر سو، كله چې ما وكوت، نو له بده مرغه زما نوم پر لومړۍ پاڼه نه و ليكل سوى، لېكن د نورو اشخاصو د نومونو په لړ كې زما نوم هم سره ليكل سوى و، په دې ډول زما د كلو- كلو زحمت او مكافاتو او همدغه وعدې چې قاموس به د محمد ګل نوري په نامه طبع كوو، عبث ولاړى".(1)

 

دلته د استاد ترخې خاطرې لوستل، د هر بادرده هېودوال او قلموال زړه دردوي، ځكه پر يوه مخ ليكنه د ليكوال څومره ډېره انرژي لګېږي او څومره خواري غواړي، پاتې شوه د يوه پرېړ قاموس ليكنه، چې استاد يې هر لغت په څومره خوارۍ راټول كړى، مانا يې ورته پيدا كړې، بيا يې د خپلې لور په مرسته ترتيب كړى، خو كله چې له "شين" رديف څخه د "ي" تر رديفه پورې برخه يې چاپېږي، د استاد نوم يوازې د مرستندويو كسانو په كتار كې ليكل كېږي، چې ګواكې د قاموس په راټولونه كې يې څه ناڅه مرسته كړې ده، چې د پښتو ټولنې پر دغه كار بيا چا څه ونه ويل، نه يې هم ويلي دي، په كار خو دا وه چې يادونه يې شوې واى، ځكه په داسې يوه معتبره اداره كې داسې يوه درغلې شوې، چې له بده مرغه يوازې استاد سيال كاكړ ورته په خپل كتاب (ادبي انځور كې يوه اشاره كوي: "پښتو قاموس د استاد نوري هغه تاريخي تاليف دى، چې په 1330ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا په دوو ټوكو كې خپور سو. په كار خو دا وه چې دواړه ټوكونه استاد نوري ته منسوب واى، خو ښاغلي رښتين داسې ونه كړ، تش يې د دواړو ټوكونو په سرو كې داسې وكښل: خو په تېره ښاغلي محمد ګل نوري د لغاتو د څانګې وروستي مدير په دغه ليار كې ډېر زحمتونه ګاللي دي او په زياته برخه يې تودين او تبيض كړې ده".(2) كه څه هم زيات دوستان به دا وايي چې داسې يوه درغلي هېڅ امكان نه لري، خو د ارواښاد استاد نوري په حق كې دا شوې بې انصافي خو هم د زغم وړ نه ده. بله دا چې د استاد نوري هغه خواري خو بايد يوازې په يوه جمله كې خلاصه نه شي، د هغه اثر بايد هغه په خپل نوم خپور شوى واى. كه څوك دا نه مني، چې دغه اثر دې د استاد نوري وي، موږ به د چاپ شوي قاموس د الف رديف په پاى كې د استاد نوري يو خپور شوى يادښت راواخلو، چې د خپرندوى ورته پام نه دى شوى، چې ويې باسي، ځكه استاد دغه قاموس ته نوراللغات نوم وركړى و، چې پښتو ټولنې پښتو قاموس نومولى دى. دغه يادښت د نوراللغات (پښتو قاموس د لومړى ټوك، د الف رديف په پاى كې پر 69 مخ باندې راغلى:

 

"نوراللغات د الف رديف پايته ورسېدى، د دې رديف لغات او مصادر او څلورګوني مشتفات او اصطلاحات په لاندې شمېر سره دي:

لغات 1759

مصادر 148

مشتقات 516

اصطلاحات 413_(3)?

دغه يادښت په خپله دا زباتوي، چې دغه قاموس د استاد محمدګل نوري له خوا ليكل شوى، ترتيب شوى او اوډل شوى دى.

 

دوتنه:د استاد نوري نور غلا شوي ليكلي كتابونهد استاد نوري پر ځينو نورو اثارو هم خلكو خېټه اچولې، يا يې د ده په ژوندوني، يا هم تر مړينې وروسته په خپلو نومونو خپاره كړي دي. د ساري په توګه ملي هنداره د استاد نوري د فولكلوريكو كيسو يوه په زړه پورې لړۍ او مشهور اثر دى، چې په زياتو كورنيو كې خلك ورسره اشنا دي او په كندهار كې خو زيات مينه وال لري. پركندهار سربېره په ګڼ شمېر نورو سيمو كې هم زياتو كسانو دغه نكلونه لوستلي دي؛ دغه اثر څو- څو ځلې د بل چا په نامه چاپ شو، ان چې د پاكستان په ټلويزيون كې د ډرامو په بڼه كې په يوه لړۍ كې خپرې شوې، خو د بل چا نوم به د ليكوال په توګه ليكل كېده. حال دا چې حق د استاد نوري و، چې بايد يادونه يې شوې واى.

 

د استاد سيال كاكړ د ليكنې په استناد:

"په پېښور كې د قديمي كتابخانې له خوا د ملي هندارې لومړى او دويم ټوك د حاجي فضل احمد او حاجي عبدالرحيم له خوا چاپ شو، چې د ليكوال نوم يې په محمد كامل نوري وربدل او دغه دوه ټوكه كتابونه څو- څو ځلې چاپ او بازار ته وړاندې شول". خو څرګنده نه ده چې هغه مهال ولې چا دغه اړخ ته پام ونه كړ او حكومت يې ولې مخنيوى نه كاوه؟ كه حكومت په دغو كارونو كې د مداخلې او تصرف حق ځان ته نه وركاوه، په خپله پښتو ټولنې څنګه دا ډول چارو ته قانوني لارې چارې نه سنجولې؟ د استاد سيال كاكړ، د ادبي انځور نومي كتاب په 182 مخ كې يوه بله يادونه هم لولو:

 

د ملي هندارې

"... د استاد نوري د ملي هندارې يوه لويه برخه ښاغلي شفيق وجدان په "ادبيات مردم" نومي كتاب كې بې له څه حوالې راوړې او د يونيسكو نړيواله پنځه سوه ډالريزه جايزه يې هم اخيستې ده". دغه راز متلونه نومى كتاب، چې د استاد نور اثر دى، په 1327ل كال كې د استاد نوري له خوا چاپ شو، چې دويم ځل پښتو ټولنې له څه زياتونې او سمونې سره سم په 1344 ل كال كې بيا چاپ او خپور كړ. د دې تر څنګ پښتو اهنګونه د استاد نوري د څو كلنو خواريو يوه بله لاسته راوړنه ده، چې زياتې ولسي سندرې يې د سازونو په مرسته او د موسيقۍ په سر و تال كې ولس ته وړاندې شوې دي. خو دغه اثر بيا په 1325_26 ل كال كې د استاد بېنوا له خوا د "چند اهنګ پشتو" تر سرليك لاندې بيا خپور شو، چې د استاد نوري يادونه هېڅ نه ده په كې راغلې.

 

ملي سندرې

ملي سندرې د استاد نوري بل اثر دى، چې په 1323ل كال كې د پښتو ټولنې له خوا خپور شو، دغه اثر بيا په 1334ل كال كې له كومې يادونې پرته د پښتو ټولنې له خوا بيا خپور شو، چې د پښتني سندرې د لومړي ټوك نوم يې وركړى و، چې محمد دين ژواك يې د اهتمام چارې ترسره كړې وې. له استاد سره دا شوې جفاګانې د هېرېدو نه دي، كه چېرې يې هغه خپاره شوي اثار بيا خپرېږي، بايد چې انصاف په پام كې ونيول شي، ځكه چې ده پر هر اثر باندې زياتې خولې تويې كړي او ډېرې سختۍ يې ګاللې دي؛ د فولكلور په هر ډګر كې استاد نوري بنسټونه ايښي دي، تر ده وروسته بيا په دې ډګرونو كې بل چا دومره اساسي كار نه دى كړى، كه كار شوى هم دى، يا د ده له خپرو شويو اثارو څخه استفاده شوې، يا هم ټولې څېړنې د مېزونو تر شا شوي، څوك عملاً ساحې ته نه دى ورغلى، چې د خلكو له سينو څخه دا ولسي پانګه راټوله كړي.

 

استاد محمد ګل نوري په 1351ل كال، يانې تر خپلې مړينې يو كال وړاندې خپل چاپ او ناچاپ اثار داسې راپېژني:

 

 

 

چاپ شوي آثار

 

ليك ښوونكى: دوه ټوكه، لومړۍ برخه يې د انشاء اصول او دويمه برخه يې د ليك لېږلو په اړه ده، چې په 1317 ل كال چاپ شوې دي.

ملي هنداره: درې ټوكه، دوه ټوكه بېل- بېل چاپ شوي، درېيم دا يې د كندهار په دولتي چاپخونه كې د احمدشاه بابا د كتاب چاپولو موسسې له خوا چاپ شوى دى.

پښتو اصطلاحات: يو ټوك، چې په 1320 ل كال كې چاپ شوى دى.

ملي سندرې او لنډۍ: يو ټوك.

متلونه: يو ټوك.

دينياتونه: يو ټوك.

مدني اخلاق: دوه ټوكه.

مدني معلومات: دوه ټوكه.

پښتو قاموس (نوراللغات: چې 45 زره لغات لري او استاد د خپلې لور (طيبې په مرسته دا لغات سره ډلبندي كړي او په دوو ټوكو كې چاپ شوي، چې د پښتو ټولنې له خوا بيا چاپ شول.

رحمه اللعالمين: ليكوال يې محمد احمد جادالولي دى، چې استاد له عربي ژبې څخه ژباړلى دى، 1341.

ناچاپه آثار

 

ملي لوبې يو ټوك.

پښتو اهنګونه: چې تر شلو زيات اهنګونه لري (استاد يادونه كوي، چې دا اهنګونه ښاغلي فرخ افندي زما په لارښوونه په پيانو ږغولي او وروسته يې نوټېشن ترتيب كړى دى .

ملي دودونه: يو ټوك.

خوږ بانډار: درې ټوكه، چې حكايتونه او فكاهيات لري.

د خوشالخان خټك حل اللغات: يو ټوك.

د خوشال منتخبات: يو ټوك

د عبدالقادر خان منتخبات: يو ټوك.

د احمد شاه بابا منتخبات: يو ټوك.

پښتو ياد: چې د پښتو د زده كړې طرز دى، يو ټوك.

د اُحد غزاء: يو ټوك.

ديارلس نكلونه:يو ټوك.

د مينو رساله: يو ټوك، چې يوه برخه يې په كابل مجله كې چاپ شوې ده.

د نوري دېوان.

د شين خاالو نارې: يو ټوك

سنګلېچي قاموس: يو ټوك

واخي قاموس: يو ټوك

اشكاشمي قاموس: يو ټوك

منجي قاموس: يو ټوك

وروستي پينځه سيندونه (قاموسونه) د بدخشي (د افغانستان د ځينو ګړدودونو (لهجو) قاموس) څخه را ايستل شوي دي.

 

زوړ كندهار: د كندهار د لرغونو غونډيو او ځايونو پېژندنه ده، دغه اثر جايزه هم ګټلې ده.

ژباړل شوي اثار

 

د روغتيا عمومي قوانين: يو ټوك.

د روغتيا ژوندون: يو ټوك.

د صحت ساتنه: چې په طلوع افغان كې هم په پرله پسې ډول خپور شوى دى.

د شين خالۍ نارې.

72 ديالوګونه او ډرامې.

محمد ابراهيم عطايي د كندهار مجلې د 1352 ل كال د ليندۍ مياشت، پرله پسې 164 مه ګڼه كې د (مرحوم محمد ګل نوري له موږ څخه ګيله من جلا سو تر سرليك لاندې د استاد نوري د مړينې نېټه د 1352ل كال د ليندۍ شلمه ښيي، چې پر پنځوس كلنو خدمتونو يې هم رڼا اچولې ده.(4)

 

د استاد نوري ټول اثار ملي او غور هدي، په تېره بيا دده ملي هنداره خورا مشهور او شهكار اثر دى، ځكه چې دا كار د بل چا دلاسه پوره نه ؤ. په دې افسانو كې د ادم خان او درخانۍ، فتح خان برېڅ، مومن خان او شيرينۍ د نوري افسانې د ملي ادب يوه قيمتي پانګه ده.

 

 

 

د استاد نوري د نثر نمونه

 

لمبولال يا نېمبولال

 

ته واښه!

 

ښه! چې ؤ- يو باچا ؤ، ددې باچا يوه لور وه، زوى يې نه درلود. دغه لور خورا پر ګرانه وه، او ډېره ښه سكه يې وه. پر دې لوې يې يو پېرې مين ؤ، چې نوم يې (نېمبولال) يا (لمبولال) ؤ،. چې د كشمير د پېريانو د پاچا زوى ؤ، يو مريې يې درلود، چې نوم يې (لونګين) ؤ، او څلور خوندې (خوېندې) يې درلودې، چې كشره خور يې (شېربانو) نومېده، دوي خوندې يې په لاهور كې وې، دوي هلته په كشمير كې، دى پرمين سو د باچا پر لور، نو يې مريى چې لونګين نومېدى او هرځآى به دده سره ؤ، او دده حفاظت يې كاوه، د ځان څخه جلا كى كشمير ته يې واستاوه. د ځان د يوه سپېله طالب په بڼه كړى دى. د باچا كورته نژدې په يوه مسجد كې يې ځاى ورته نيولى دى، ستيږي، د ورځې د طالبانو سره سبق پر ملا وايي، چې نيمه شپه سي، بېرته د پېري په ډول سي، راسي نه يې پېره دار ويني نه يې مينځيانې (وينځې) ويني، د باچا د لور سره پر پلنګ (پالنګ) تر سهاره شپه تېره كړي، نه يې خوب ته پرېږدي، نه يې بل څه ته، سهار وختي بېرته ولاړ سي، مسجد ته د طالب په بڼه سي په مسچد كې سق وايي هېڅوك يې نه پېژني.

 

اخځليكونه

 

1. كندهار: پرله پسې 143مه ګڼه، د 1351ل كال، زمري مياشت، د استاد محمد ګل نوري مركه.

2. ادبي انځور، سيال كاكړ، 176 مخ، 1987م كال چاپ.

3. د نوراللغات (پښتو قاموس د الف رديف پاى، 69 مخ، 1330ل كال، چاپ، د پښتو ټولنې له خوا.

4. كندهار مجله: پر له پسې 164 مه ګڼه، 1352 ل كال، د ليندۍ مياشت، د استاد محمد ابراهيم عطايي ليكنه.

5. كندهار مجله: پر له پسې 134 مه ګڼه، 19 مخ.

د پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره، ليكوال: پوهاند ډاكټر زېور الدين زېور، چاپ كال: ۱۳۸۵ل هـ.

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.