تعقيب (د ۲۰۲۰ کال د می دويمه نېټه)

له بده مرغه چي دغه پروژه ناکامه سوه ځکه چي له دېرشو کسانو څخه چي د پروژې په پيل کي راسره په تماس کي سوي ول صرف څلور کسان پاته سول او د يوې مياشتي په جريان کي تر پنځه سوه څخه زيات لغتونه ونه ژباړل سول. زه به انشالله هڅه وکړم چي انشالله په اینده کي په بل ډول دغه پروژه بشپړه کړم.

احمدولي اڅکزی

مخکني/زاړه متون او اعلان:

د ګروپ ملګري هميشه پر دغه پاڼه وروستي پيغامونه او هدايات لوستلای سي.
دغه پاڼه په لنډه توګه پر Qamosona.com/1 هم پرانستلای سئ.

پيغامونه:

ـ د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۳۰مه نېټه
د وتس اپ په ګروپ کي مو دمګړی زما په شمول ۲۰ کسان اېډ سوي دي. نن مي پر دغه وتس اپ ګروپ لومړي معلومات او د پروژې د چوکاټ په هکله خاکه د دوستانو سره شريکه کړه. پنځه کسه لا نور سته چي د همکارۍ هيله يې ښودلې وه خو تر اوسه يې راسره خپل شخصي معلومات نه دي شريک کړي.
ما نن د لغتونو د ليسټونو په جوړولو پېل وکړ چي وروسته به انشالله هر ګډون وال ته يو يو ليسټ ولېږم چي ورباندي کار پېل کړي.
د انسجام او قاموس ليکنې پرته د تخنيکي سوالونو د جوابولو په ترڅ کي که يو ملګری د مشورې او مرستې دنده په غاړه واخلي نو ډېر به ښه وي. که د وتس اپ له ګروپ څخه يو ملګری په تخنيکي پوښتنو کي د نورو د رهنمايي دنده په غاړه اخيستل غواړي، نو لطفا راته دي پيغام ولېږي.

 
ـ د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۹مه نېټه

د وتس اپ ګروپ مي جوړ کړ او د هغو دوستانو نمبرونه مي پکښي اېډ کړل چي د وتس اپ شمېرې يې راسره وې. له بده مرغه يو شمېر هغه دوستان چي غواړي د پروژې ګډونوال سي، لا تر اوسه يې خپل د برېښناليک پتې او د وتس اپ شمېرې نه دي رالېږلي. که تاسو لاندني معلومات لا تر اوسه نه دي رالېږلي، نو لطفا ژر تر ژره يې زما د فيسبوک پاڼي https://www.facebook.com/achakzaiahmadwali/ د پرايوېټ مسيج له لاري راسره شريک کړئ چي د وتس اپ ګروپ مو بشپړ سي او په کار پېل وکولای سو.
نوم او تخلص:
عمر:
دمګړی د اوسېدنې ځای:
افغانستان کي اصلي ولايت او ښار:
زدکړې/شغل/تجربه:
د وتس اپ شمېره:
د فيسبوک آی ډي:
د برېښناليک پته:

ـ د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۸مه نېټه
تر اوسه ۲۴ کسانو راسره تماس نيولی چي غواړي د انګريزي پښتو قاموس د ليکنې په پروژه کي ګډونوال سي.
 

يادونه: که د ګروپ دوستانو د دغې پروژې په تړاو لا تر اوسه بنيادي معلومات نه وي لوستي، نو کولای سي پر لاندني لينکونو يې ولولي:
پر فيسبوک:
https://shorturl.is/i36A4
او يا يې زما پر وېبلاګ پر لاندني لينک ولولئ:
https://shorturl.is/U9KbX

که تاسو لا غواړئ په دغه پروژه کي ونډه وال سئ او تر اوسه مو لا راسره تماس نه دی نيولی نو لطفا راسره زما د فيسبوک پاڼي https://www.facebook.com/achakzaiahmadwali/ له لاري تماس ونيسئ.

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ