د ډاونلوډ لپاره د قاموسونو اړتيا

بسم الله الرحمن الرحيم

قاموسونه ټکی کام ښاغلو او آغلو،

 

زما نوم عبدالله جان سنګر دی او زه د افغانستان په يوه ليري پرته سيمه کي د چارواکي په توګه کار کوم. له بده مرغه چي زموږ پدغه سيمه کي لا تر اوسه د انټرنټ آسانتيا نده برابره کړل سوې او دا چي ما پخوا په کابل کي ستاسو انټرنټ پاڼه کاروله ولي چي هلته مي د انټرنټ اسانتيا لرله، اوس مي زښته زياته پکار ده خو انټرنټ نه لرم. زما وړانديز دا دی چي تاسو د خپلو قاموسونو د ډاونلوډ لپاره آسانتياوي برابري کړئ تر څو هر څوک يې پر خپل کمپيوټر نصب کړلای سي او بېله انټرنټه هم قاموسونه وکارولای سي.

کور مو ودان

عبدالله جان سنګر

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.