"د څېړني مېخانې ته په خېر راغلې" ـ منظوم ليک

ليکونکی: ډاکټر عبدالرؤف رفيقي

په اګست۲۰۱۲ کي مي د "پښتانه شعرا "د پنځو سره ټوکونو سره د څېړني پر يوه ځاى په چاپولو د کندهار ځوان څېړونکي ښاغلي مطيع الله روهيال ته يو منظوم ليک لېږلى وو چي نن يي ستاسو سره شريکوم په دغه ليک کي ياد يو شمېړ ليکوال اوس وفات شوي دي ارواوي دې ښادي وي.

خداى دي راوله راځه په خېر راشې
ګلاليه نازولې زما آغا شې
راشه سېل درباندي وکړم د زړه سره
بې دليله دلته نه کيږي خبره
دلته راشه دا وګوره هغه خم دى
چي خيام يي اخته کړى په لوى ګرم دى
دغه جام به "حبيبي صاحب" خمار کړ
"بېنوا" به نوشي جان په شنه سهار کړ
کړه "رشاد" د رشد تومنه ځيني پورته
د "رښتين" څېړني ولاړې و هر لورته
دې خمار "عبدالحليم"ته "اثر" ورکړ
دغه کيف وو چي "حبيب" يي "قلندر" کړ
"دوست محمد" هله "کامل" شو چي يي نوش کړه
سود او زيان "عبدالقادر" هم فراموش کړه
زموږ د سترګو بينايي شوه د "ارګ" شومه
هر ځيرک مو کړي رابند د منصب لومه
سوي کوکي د قلم دي رارسيږي
د تحقيق تومنه له ورايه کي ځليږي
د کوږک په کوړچ کي ناست يم ټوله وايم
هندوکش دى که خېبر دى همه څارم
اې "روهياله" ياره ورشه تر "پتياله"
چي ځيرک يي ځان دي خلاس کړه له جنجاله
"هېوادمل" استاد ته وايه خداى دي مل شه
راشه بيرته "ارګ" پرېږده په توکل شه
"بختانى" استاد اخته په سپينه ږېره
هر تدبير يي زيرمه کړى له تقديره
يو "صميم" دى بل "ازمون" په ننګرهار کي
د استاد "رفيع" دي عمر خداى بيسيار کي
د خېبر پر لمن پاته يو "همېش "دى
پر ناوده پاڼ هم اخته په کم او بېش دى
په بوري کي لا "عارف" په عرفان مست دى
بل پر پښين "صاحبزاده" ګډ په الست دى
"سيال" ضعيفه دى قلم يي لا چليږي
د "ګوهر "پر قبر سپاندي زرغونيږي
لطیف جان او استاد زيار دي تل ژوندي وي
قاموسونه به ژوندي د اڅکزي وي
په شالکوټ کي "بريالی" شکر دی ښوري
و "حسرت" او و "حنيف" ته تاريخ ګوري
شکر شکر چي په سوات کي لا "شاهين"دی
"رحيم شاه" ولاړی له غمه مې زړه شين دی
د "دانش" کارونه وينم له لغمانه
په تارېخ يي ځان منلى په مېړانه
په مردان کي يو "هما" بل "فقيرخېل" دى
د "څراغ ډاکټر "وليک ته نظر مېل دى
زما "معصوم هوتک" پردېس په بل ديار دى
پسي کوږ له ډېره ګرمه کندهار دى
په خټکو کي ژوندى "اقبال نسيم" دى
بل "ډاکتړ راج ولي شاه" وړ د تعظيم دى
نه "انوار" شته نه "قدوس" شته نه "تقويم" شته
نه مي "دوست" شته "معتمد "او نه "تکريم" شته
يو "طاهر" په کراچي کي بل "پښتون" دى
لا ورپېښ د پښتانه غم او ناورين دى
لا په وياړو چي مي خور "سلمى شاهين" شته
"زرغونه" او "صفيه" "ملال پروين" شته
له "انځور "او له "لېواله" هيله من يم
"جهاني" او بل په "يون" ډېر انېښمن يم
پر "منلي" باندي ږغ کړه چي بس نه دي
"هاشمي" پاڅه کارونه ډېر درانه دي
يو "شکيب" او بل "نيازى" ځينې ځوانان دي
و "څپاند" او و "رودوال" ته وايه هلى
هسک کړئ هسک کړئ د تحقيق د مينار څلى
د خدمت د مړاو هيلو په ارمان دي
ډېر خوشحال دى چي لا تود دى لا مستيږي
نغرى د کندهار، ارغند بهيږي
ته سفير يي د تارېخ نړۍ ژوندۍ کړه
قلم واخله پټي لڅي پر نړۍ کړه
ماځيګر کوه اودس په ارغنداو کي
زيست روزګار کړه د عرفان په پيچ او تاو کي
د تحقيق په کلاوه کي ډېري غوټي
چي يي سپړې راښکاريږي ډيري پوټي
د تحقيق جنت کي شته څه پرهېزونه
په ډېر پام به دلته اخلې خپل ګامونه
زه پوهېږم د تعصب په مرکباڼي
شوې بارداره درخته خود به مښلي کاڼي
بې نياز به له منصب او له رتبې يي
بيا يي ګوره چي خاوند د مرتبې يي
ته بيا ګوره چي نصرت د خداى دي مل شي
ته به ياد يي ملا به ماته د اجل شي
د کورو او د تاخچو سه به راوزي
نه به خيال نه به ګمان ورته پرېوزي
وبه وينې داسي داسي عجائيبي
ځان محمکم کړه د تقدير دي غرائيبي
د "پالوال" او د "شيرشاه" لاسونه مچ کړه
په قدر يي د "رشاد پوهاند" په کچ کړه
له واه واه او له تحسينه ليري ځغله
ورځه ليري دروه خپله کوډله
رنځ مه اخله له روشه د وګړو
پښتنو کله ويشتل سره په ګوړو
د عظمت د فلک شپې ځلانده ستوري
په تاريخ که شي خوندي په غټ غټ توري
پر قلم دي برکت غواړم له خدايه
په اوږده عمر صحت ښاد شې اشنايه
رفيقي دي خپل اشناى بولي روهياله
خداى دي وږغوره له هر ډول جنجاله
ډاکټر رفيقي کوټه اګست ۲۰۱۲

 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ