د ليکوال تعريف

اول بايد دا روښانه کړل سي چي (د نظم او نثر) هر خلاقي ليکونکی هميشه ليکوال نه وي. د ليکوال خطاب صرف هغه چا ته کولای سو چي نه يوازې د ليکوالۍ کسب/هنر/فن/کار سمدستي يې زده وي او تجربه لرونکی وي ، بلکه بايد د خپلو ليکنو/تخليقاتو يوه ځېرمه او شاليد هم ولري. دغه ځېرمه د مثال په توګه د دغه ليکونکي د کتابونو، چاپ سوو او يا بلې لارې خپرو سوو (نظم يا نثر ) ليکنو يا ورته تخليقي آثارو بڼه لرلای سي. د دې تر څنګ د ليکونکي د خلاقي توليداتو لپاره لوستونکي او مستهلکين هم اړين دي. که يو خلاقي توليد هر څومره هم له جمالياتي او هنري اړخه ښکلی وي، خو که لوستونکي ونه لري، نو دا توليد په هغه سياهي او کاغذ نه ارزي چي ورباندي مصرف سوی دی. ليکوالان په خپله ټولنه کي د خپلو ليکنو پر اساس که نفوذ لرونکي نه واوسي خو ليکني يې هرو مرو د ټولني پر تمايلاتو او فکري څرنګوالي اغېز لرونکي وي.
د پورتني تعريف له مخې اکثره هغه کسان چي ليکنې کوي او حتی کتابونه يې خپريږي، حتمي نه ده چي ليکوالان دي. بلکه زما په شمول مطلق اکثريت يې ليکونکي دي نه ليکوالان.

ـ د پښتو ليکوال

په اقتصادي او کلتوري توګه په پرمخ تللو اکثرو هيوادونو کي لا د هغو ليکوالانو فيصدي ډېره کمه ده چي د خپلي ليکوالۍ په مرسته خپل د ژوند بشپړ اخراجات/معاش برابروي. د پښتو ژبي په ليکوالانو کي دغه فيصدي ښايي لا ډېره کمه وي. د دې تر څنګ که د نړۍ په اکثره نورو کلتورونو او سيمو کي ليکوالان په ټولنه کي د يو هسک معنوي مقام او اخلاقي پرستيژ څښتنان وي، نو د پښتو ژبي اکثريت ليکوالان د ولس تر منځ په اړين مقدار له ياد مقام څخه بې برخي وي.
په زياته ډېر کم د پښتو ليکوالان سته يا تېر سوي دي چي په ژوندون يې اړينه قدرداني سوې وي. د نورو لاملونو تر څنګ ښايي په پښتنو کي په پرتليزه توګه د تعليم کموالي او د هغوی د ژوند لانجمن حالات هم د ليکوال د نه اړيني قدردانۍ وجوهات وي. يوه بله وجه دا هم کيدلای سي چي حتی په باسواده پښتنو کي د اټکل له مخي لوست ته تمايل ډېر کم وي. نو ويلای سو چي د پښتو ژبې د ليکوالانو د ليکوالۍ د توليداتو د ممکنه مستهلکينو او په همدې شان ممکنه قدردانانو شمېر هم کم وي.
له همدې کبله که څوک په پښتو ژبه ليکلو ته ملا تړي، نو له اول سره يې پر ځان باید منلې وي چي په لوی احتمال به يې ټولنه په اړينه توګه کورودانی او لاسنيوی ونه کړي. د پښتنو لپاره ليکونکی بايد دا هم پر ځان ومني چي که يې د ليکوالۍ پرته د معاش بله ذريعه او منبع نه لرله، نو به په لوی احتمال دی او د ده کورنۍ د بې وزلۍ او فاقه کشۍ ترخې تجربې وکړي.

ـ استعداد حتمي دی

د شرق او غرب د اکثريت پوهانو پر دې تفاهم دی چي د خلاقي ليکوالۍ په ټولو څانګو کي خداداد/طبعي استعداد زښت مهم دی. د مثال په توګه يو شاعر هغه وخت ښه شاعر کيدلای سي چي له طبيعت څخه د شعر ويلو استعداد ولري. که کوم څوک په خپل طبيعت کي خلاقي ليکوالۍ ته استعداد ونه لري نو ورڅخه تر زياتې اندازې د استثنايي خلاقيت توقع نه کيږي.

له زدکړې او تمرين پرته نه کيږي

خو دلته بايد دا هم روښانه کړو چي صرف په استعداد باندي ليکوالان نه جوړيږي بلکه د اړونده خلاقي صنف او سبک مطالعه، زدکړه او تجربه ضروري او حتمي ده. که يو څوک هر څومره له طبيعت څخه ښه شاعر واوسي خو مطالعه، تجربه او تمرين نه ولري، د نظم بېل چوکاټونه او صنفونه يې نه وي زده، نو ورڅخه په ډېر لوی احتمال ښه شاعر نه سي جوړېدلای. د ادبي، هنري او خلاقي ټولو څانګو لپاره زدکړې، تجربې او تمرين هغه حتمي شرايط دي.
که يو څوک له طبيعت څخه ښه خلاقي ليکونکی وي او بيا په پوهنتون کي په اړونده څانګه کي د تحصيل له لاري او يا هم په خپلواکه توګه د مطالعې او يا د کوم چا د شاګردۍ له لاري د خلاقي ليکوالۍ کسب زده کړي، نو به يې بيا هم يو بله وړتيا او مهم څيز وي. دغه مهم څيز تمرين او رياض دی. فرانڅ ليزت (Franz Liszt) د اُتريش او هنګري هيواد سره تړاو لرونکی د موسيقۍ د آلې پيانو يو داسي غږونکی ؤ چي تر ډېر جګ عمر پورې يې لا ياده آله داسې ښه غږولای سوای چي ساری يې نه درلود. د هغه مشهور نقل قول دی چي وايي: «کله چي زه يوه ورځ تمرين/رياض ونه کړم، نو زما پخپله ورته پام کيږي. کله چي دوې ورځې رياض ونه کړم نو زما د ملګرو ورته پام کيږي. کله چي درې ورځي تمرين ونه کړم نو د عام ولس ورته پام کيږي.» که يو څوک د رسامۍ استعداد ولري او د اجسامو، سيوري او رڼا، د رنګونو او د امتزاج څرنګوالی يې تر نورو ښه ليدلای او درک کولای سي، نو بيا به هم تر هغه وخته ښه رسام ورڅخه جوړ نه سي چي تمرين ونه کړي، لکه چي وايي «أگر خواهى شوى خوش نويس، بنويس و بنويس و بنويس».

په تجربه کي مطالعه يا د نورو ليکوالانو د تخليقي توليداتو څارنه او ورباندې ځان باخبر ساتل هم شميرلای سو. د خلاقي توليد تر څنګ له دې کبله په دوامداره توګه د په اصطلاح سيالانو په احوال او کارونو ځان خبرول او مطالعه کول يې هم د ليکوالۍ مهم شرط دی.

ـ يو ليکوال يوه ساحه

په تاريخ کي ډېري کمي داسي استثناوي ليدل سوي چي يو شخص پر يو وخت تر يوې څخه د زياتو موسيقۍ آلاتو د غږولو بهترين هنرمند اوسېدلی وي. خو عموما يو څوک پر يو وخت د يوې موسيقۍ آلې ښه هنرمند کيدلای سي. د ليکوالۍ په ډګر کي هم څوک پر يو وخت د نثر او نظم، د ناول او د تياتر ډرامې، د کوميدي او د ساينس فيکشن ښه ليکوال نه سي کيدلای. دا ځکه چي د يو انسان انرژي او وخت کم خو د ليکوالۍ د هر سبک او صنف سمندرونه خورا پراخ او لوی دي، لکه بقراط چي له عيسوي ميلاد څخه تقريبا څلور نيم سوه کاله مخکې لا ويلي ول چي «هنر اوږد خو زموږ ژوند لنډ دی».

د ليکوالۍ علاوه د ژوند په نورو ډګرونو کي هم دا خبره صدق کوي چي يو کس پر يو وخت تر يوې څخه په زياتو ساحو کي اتل نه سي اوسېدلای. د مثال په توګه د فوټبال يو لوبغاړی نه سي کولای چي تر څنګ يې د واليبال او کرکټ عالي لوبغاړی هم واوسي. په همدې راز يو کس پر يو وخت نه سي کولاي چي هم بريالی ډاکټر، هم بريالي انجينير او هم بريالی وکيل واوسي.

نو که يو څوک غواړي چي ښه ليکوال سي، بايد ځان ته د ليکوالۍ يوه څانګه انتخاب کړي او بیا خپله توجه پر همدغه يوه ساحه متمرکزه کړي.

ـ د ويلو لپاره څه لرې؟

که يو څوک هر څومره ښه او باتجربه رسام وي خو د رسمولو لپاره د رسمولو وړ مفکوره او په اصطلاح موټيف ونه لري، نو به څه رسم کړي؟ که يو څوک د ويلو يا ليکلو لپاره څه و نه لري نو د ليکوالۍ زدکړه، تجربه او تمرين به يې په څه درد وخوري؟ د بريالۍ خلاقي ليکوالۍ لپاره يو بل مهم او اړين شرط دا دی چي ليکونکی به د لوستونکو له پاره داسي څه لري چي پر ژبه يې لکه سکروټه سوځي او دې ته لېواله وي چي ژر يې تر لوستونکو ورسوي. دا موضوعات که د ميني، عاشقۍ ، عاطفې او جمالياتو سره تړلي وي او که د ظلم، استبداد، انساني کرامت، بشري حقونو، سياست يا د ټولنې د نورو مسائلو سره تړلي وي، بايد ليکونکی يې په هکله د ليکلو د مسؤليت او آن د رسالت احساس ولري.

ـ خپل طرز او خپل نوښت

د اردو ژبې نامتو شاعر سيف په خپل يو شعر کي وايي «سیفؔ انداز بیاں رنگ بدل دیتا ہے ورنہ دنیا میں کوئی بات نئی بات نہیں.» د سيف په آند په نړۍ کي کومه نوې خبره نسته او هر څه او هره موضوع تکراري ده، خو هغه وايي چي البته د يوې موضوع د بيانولو طرز او طريقه بيا هم د نوښت او د موټيف د له سره رنګ کولو باعث ګرځي. دا خبره د خلاقي ليکوالۍ له پاره هم صدق کوي. دا ځکه چي د ښې ليکوالۍ له پاره دا مهمه او اړينه ده چي ليکونکی د بل چا پيښې او تقليد کوونکی نه واوسي، بلکه خپل ځان ته خپل انفرادي او ځانګړی طرز، «انداز» يا سټايل ولري. معلومه خبره ده چي دغه طرز په رشتيا هم بايد نوښتګر وي او نه دا چي صرف تر ادعا، لباسيت او سطحيتوب پوري محدود وي.

ـ پر ژبه تسلط

د خلاقي ليکوالۍ له پاره پر ژبه تسلط لرل يو بل حتمي شرط دی چي د پوره کولو پرته یې څوک ليکوال کيدلای نه سي. پر ژبه دا تسلط چي هر څومره هر اړخيز او پراخ وي هومره يې په مرسته ليکوال باکېفيته ليکني کولای سي. د مثال په توګه که يو څوک ناول ليکي او پکښي داسي کرکترونو ته ځای ورکوي چي د ټولني له بيلو قشرونو، قومونو او سيمو سره تړاو لري، نو بايد چي په دغو کرکترونو داسي خبري وکړي چې د هغوی د ځانګړتياو سره ربط او اړيکه ولري. يعني د هغوی د لهجې او د خبرو د طرز لپاره ټيپيکل وي. خو دا کار هغه وخت ممکن دی چې ليکونکی د اړونده ژبي پراخه پوهه او تجربه ولري او تر څنګ يې دې ته هم چمتو وي چې د خپلو ممکنه کمښتونو د پوره کولو له پاره پکښې تحقيق او نوره زدکړه هم ورکړي.

ـ نړيوالتوب

په زياته په تېرو لسيزو کي د تماس نيونې او ټيکنالوژۍ انقلاب د ليکوالۍ په ساحه کي د ښه معيار لپاره د ګلوبلايزېشن پديده هم مهمه او د پام وړ ګرځولې ده. د نړيوالتوب يا ګلوبلايزېشن په پېر کي نړۍ په يو کلي بدله سوې او له دې کبله د ليکوالۍ په ساحه کي هم د مکاني او زماني خلاقي توليداتو پرتلنه نستبا آسانه سوې ده. که نن يو څوک په کابل کي د تياتر لپاره ډرامه ليکي، نو که هغه په نړيواله توګه د شته ورته خلاقيتونو سره پرتله نه سي، نو حد اقل په سيمه کي بايد د پرتلنې او سيالۍ جوګه واوسي.

غواړم په آخر کي هر هغه چا ته چي ليک او لوست يې زده دی، دا مشوره ورکړم چي ليک دې په دې نيت نه کوي چي ګواکې ليکوال سي. بلکه لوستل او ليکل دي د پاک سبحن د يو لوی نعمت او د انسانيت لپاره د يوې تحفې په توګه وپېژني او له دغه نعمت څخه دي د ځان او نورو انسانانو د پرمختګ او ښېګڼي له پاره کار واخلي. د ليک او لوست له لاري علم لا چټک او ښه ويشل کيدلای سي او علم دی چي د انسانانو د دنياوي او اخروي ګټو تضمين کولای سي او له کبله يې انسان تر نورو مخلوقاتو اشرف بلل سوی دی. نو راځئ چي له موږ څخه هر يو تر خپله وسه د لوستلو او ليکلو په مرسته د الله د دغه لوی نعمت شکر ادا کړو. لکه الله (ج) چي د نزول له مخي د قرآن پاک په تر ټولو لومړي آيتونو (سورة العلق) کي فرمايي «اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْإِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (5)».

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۱ کال د جولائ ۵مه نېټه، رېماګن.


ماخذونه:

- Schumann, Grundlagen und Techniken der Schreibkunst., Otto (Hg.) (2000)
- Marie Arana, The Writing Life: Writers On How They Think And Work, PublicAffairs; 1. Edition (8. Mai 2003)
- Annie Dillard, The Writing Life, Harper Perennial (12. November 2013)
- William Strunk Jr., The Elements of Style, CreateSpace Independent Publishing Platform (13. April 2014)

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




--> قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ
قاموسونه کارول زده کړئ


قاموسونه موبايل اېپ اندرويد