ولي دغه لړۍ؟

د يو پېر، کلتور، ولس، ادب او فلسفې د ښه پېژندلو له پاره دا اړينه ده چي څوک پر هغه ژبه حاکميت ولري چي د يادو څيزونو سره تړلې وي. دا ځکه چي ژباړه هيڅکله هم د اصلي ژبي ځای نه سي نيولای ولي چي هره ژبه بېل جوړښت، طبيعت، روح او انځورونه لري او له همدې کبله د ژباړي له لاري هر څه نه سي انتقالېدلای.
سانسکريت نه يوازي د ژبپوهانو، فسلفه پوهانو، تاريخپوهانو او ټولنپوهانو له پاره په زړه پوري ده بلکه د نوي تکنالوژۍ او کمپيوتري ژبو د زده کوونکو او کارپوهانو له پاره هم دغه ژبه زيات څه د ځان سره لري. له دې کبله د دغې ژبي زدکړه د علم و زياتو څانګو ته د لارو پرانستلو په معنی ده.
زما له پاره شخصا د سانسکريت ژبه په دې ډېره په زړه پوري ده، ځکه چي د قاموسونه ټکی کام پروژې په ترڅ کي زما هميشه دا خواهش اوسېدلی چي د نړۍ د مهمترينو ژبو قاموسونه په پښتو ژبه هم ولرو. همدا ؤ چي ما د سانسکريت د ژبي په زدکړه پېل وکړ چي وروسته يې د پښتو سره يو قاموس هم وليکلای سم. په دې لړ کي ما څو کاله تر مخه د سانسکريت پښتو يو داسي قاموس هم پر قاموسونه ټکی کام آنلاين کړی چي امتحاني بڼه يې لرله.
د سانسکريت د يو زده کوونکي په حيث ما د سانسکريت د تعارف يو کتاب هم وليکی چي پکښي د تعارف تر څنګ مي داسي په زرونو سانسکريت جملې هم ځای کړې چي په ورځني ژوند کي کارول کيږي. خو دا چي د ياد کتاب د اصلاح او تنظيم کار لا پاته دی نو ښايي چاپ يې لا وخت ونيسي. له دغه کتاب څخه بعضي موضوعات به پر قاموسونه ټکی کام پاڼه د يوې لنډي لړۍ په شکل په دې هيله خپرول پېل کړم چي د بعضو لېوال دوستانو له پاره ګټور تمام سي.
زه دغه لړۍ د سانسکريت ژبي د يو بنيادي او لومړي پړاو د شاګرد په توګه ستاسو په خدمت کي وړاندي کوم او نه دا چي زه دي پر دغه ژبه د بشپړه تسلط لرلو او يا حتی کارپوهۍ ادعا ولرم.
د دغه لړۍ مقصد د سانسکريت د سترې او پراخي ژبي د ټولو مهمو ګرامري او ژبپوهنې له اړخ سره تړاو لرونکو موضوعاتو څېړل او روښانه کول نه دي. بلکه دغه لړۍ د هغو کسانو له پاره ليکل سوې چي د سانسکريت ژبي د زدکړي د پېلولو لېوالتيا لري او يا غواړي چي تر يوې اندازې د دغې ژبي سره اشنا سي. زما هيله دا ده چي د لومړي تعارف او پېژندګلوي له پاره به دغه لړۍ او پکښي راتلونکي بنيادي معلومات تر يوې اندازې د لوستونکو تنده ماته کړلای سي.

احمدولي اڅکزی
د ۲۰۲۱ کال د می ۳۰مه نېټه، رېماګن، آلمان

د سانسکريت لنډ تعارف
لومړۍ برخه

سانسکريت(संस्कृत/saṃskṛta/سـمسکرتَ)
د سانسکريت شاليد

سانسکريت د هندو اروپايي ژبو له کورنۍ څخه يوه داسي مهمه او زړه ژبه ده، چي لا تر اوسه ژوندۍ پاته ده او په هند کي يو محدود شمېر انسانان دغه ژبه خپله مورنۍ ژبه بولي. د دغې ژبي په هکله اټکل کيږي چي له نن (۲۰۲۱ ز. کال) څخه نژدې ۳۵۰۰ کاله مخکي رامنځ ته سوې او په نژدې ټوله سويل آسيايي سيمه کي مروجه وه. د هندو او بودايي اديانو سره يوځای دغه ژبه په نسبتا لږ وخت کي تر ټولې مرکزي آسيا، سويل ختيځي آسيا او په همدې شان د ختيځي آسيا تر يو شمېر سيمو پوري ورسېده. د هندو اديانو تر ټولو زاړه مقدس متون لکه ويدايي او اوپانيشادي مجموعې او په همدې شان د بودايي دين زيات مقدس متون تر زياتي اندازې په همدغه ژبه ليکل سوي دي. د سانسکريت هغه بڼه چي اوس پاته ده، تر زياتي اندازې ايديال يا په تيوريتيکي توګه مکمله يا بشپړه اصولي کړل سوې بڼه ده.
سانسکريت د هندو اروپايي ژبو د هندو ايراني څانګي او په هندو ايرانۍ څانګه کي له هندي څانګي سره تړاو لري. له سانسکريت ژبي څخه يو شمېر نوري ژبي راوتلي چي پکښي سِندهي، هندي، بيهاري، پنجابي او يو شمېر نوري ژبي شاملي دي.

هندو اروپايي ->هندو ايراني ->هندۍ څانګه-> ويدي سانسکريت ->کلاسيک سانسکريت-> سِندهي، روماني، هندي، اردو، بيهاري، اسامي، بنګالي، مرهټي، ګجراتي، پنجابي، ...
بعضي کسان په ناسمه توګه دا فکر کوي چي ګواکي پښتو ژبه به هم له سانسکريت ژبي څخه راوتلې وي. خو پښتو په هندو ايراني څانګه کي دننه د ژبو له مرکزي څانګې سره اړيکه لري او په دې توګه له سانسکريت څخه نه ده راوتلې. په بله اصطلاح پښتو او سانسکريت مشترکې ريښې لري، خو يو له بلې څخه يې منبع نه ده اخيستې.
هندو اروپايي ->هندو ايراني -> ايراني -> مرکزي ايراني-> پښتو، باختري، سغدي، اوسېتي، بلوچي...
د "->" نخښه دلته د لاندي څانګي معنی ورکوي. د مثال په توګه "ايراني -> مرکزي ايراني" دا معنی لري چي ايراني د مرکزي ايراني مور او مرکزي ايراني يې لاندنۍ څانګه ده. يعني ايراني نوري څانګي هم لري چي ورڅخه يوه يې مرکزي ايراني هم ده. د ياد پورتني ترتيب له مخي پښتو، باختري، سغدي، اويستي او بلوڅي/بلوچي د مرکزي ايراني څانګي ګلونه او يو د بل سره زيات «قرابت» لرونکي دي.

دېواناګري (देवनागरी/devanāgarī/دېوناگري)

د سانسکريت د رامنځ ته کېدلو څخه په سلونو کالونه وروسته پورې لا دغې ژبي صرف شفاهي بڼه درلوده. سانسکريت له پلار څخه زوی، له استاد څخه شاګردانو او له نورو لارو له يوې خولې تر بلې خولې رسېدله او ليکلې بڼه يې نه درلوده. کله چي د دغې ژبي د لېکلو کار پېل سو، نو د هرې سيمي خلکو دغه ژبه په خپل سيميز ليکدود يا د ليکلو په نظام کي ليکله. په دې توګه نو د سانسکريت ژبي د ليکلو له پاره د تاريخ په اوږدو کي له بېلو ليکدودونو يا د ليکنې له بېل سکريپتونو څخه کار اخيستل سوی دی. د بېلګې په توګه د سانسکريت ژبي لومړی چاپ سوی کتاب په بنګالي ليکدود يا سکريپت ليکل سوی ؤ.
خو له تيرو نژدې څو سوه کالونو راهيسي د سانسکريت ژبي د ليکلو له پاره د ديواناګري ليکدود ډېر عام او مستعمل سوی دی کوم چي له کيڼ اړخ څخه و ښه اړخ ته ليکل کيږي. د پخواني براهمي ليکدود پر اساس جوړ سوی د ديواناګري ليکدود هر بېږغ/ کانسوننت يو سېلابه وي او هميشه داسي ويل کيږي لکه زور چي لري.
د سانسکريت تر څنګ ديواناګري په يو شمېر نورو ژبو لکه هندي، نيپالي، پالي، پراکريت او نورو کي هم استعماليږي.

بديل ليکدودونه

ختيځپوهان او ژبپوهان د سانسکريت ژبي د ليکلو له پاره د ديواناګري تورو له بديلو لاتيني حروفو څخه هم کار اخلي. د بديلو حروفو له پاره البته يو شمېر د اړولو سيستمونه (Conversion Systems) او معيارونه موجود دي چي پکښي پخپله د حروفو د اړولو د هند هيواد رسمي او ملي هنتري اوښتون طرز (Hunterian transliteration)، د سانسکريت د ليکلو نړيوال حروف (International Alphabet of Sanskrit Transliteration)، نړيواله فونېتيکي الفبا (IPA) ، د (ITRANS) او په همدې شان نور دترانسليترېشن جدولونه شامل دي. د يادومعيارونو تر منځ فرق د سانسکريت په لاندنۍ بېلګيزه جمله کي کتلای سو:
ديواناګري:
हेम्नःसंलक्ष्यतेह्यग्नौविशुद्धि: श्यामिकाऽपिवा।
هنتري:
.hemnah samlkshyatehygnau vishuddhi: shyāmikā'pi wa
IAST :
hemnaḥ saṃlakṣyate hyagnau viśuddhi: śyāmikā'pi vā ।
IPA:
ɦeːmnəh səⁿləkʂjət̪eː ɦjəɡnaːu viɕud̪d̪ʰi: ɕjɑːmikɑːऽpi vɑː ।
ITRANS:
hemnaH saMlakShyate hyagnau vishuddhi: shyAmikA.api vA.
په عربي/پښتو حروفو:
هېمنهَـ سـملکشیتې هیگنو ويشُددھي: شیاميکاپي وا.
تقريبي پښتو ژباړه:
د سرو زرو پاکوالی/خالصوالی صرف د اور له لاري معلوميږي.
د سانسکريت اوسني نژدې ټول کتابونه يا خو په ديواناګري او يا هم په بديلو لاتيني حروفو ليکل سوي وي. له همدې کبله په دغه کتاب کي تر زياتي اندازې هڅه سوې چي د سانسکريتي ديواناګري تر څنګ د سانسکريت له بديلو لاتيني حروفو څخه هم کار واخيستل سي. د دې له پاره چي د ترانسکرِپشن او ترانسليترېشن د الفأ سره لا تر اوسه ناواقف لوستونکي هم تر زياتي اندازې په دغه کتاب کي راغلي هغه مهمي سانسکريتي جملې او لغتونه ولوستلای سي، نو کوښښ سوی چي جملې او لغتونه د امکان تر حده په پښتو/اردو حروفو هم وليکل سي.

د لومړۍ برخي پای
منبع: د ناچاپ سوي اثر «د سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» څخه انتخاب


که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ