د سانسکريت فعلونه (الف)
د سانسکريت د فعلونو په پېژندلو کي درې څيزونه مهم دي چي هغه له فعلي ريښو (verbal roots)، سټه (stem) او فعلي طبقو (verb classes) څخه عبارت دي.
ريښه/زڼه (root) او سټه (stem)
په سانسکريت کي له يوې ريښې (root) څخه په سلهاؤ نوي لغتونه جوړېدلای سي خو له سټه (stem) څخه صرف د فعل ګردان سوې بڼي جوړيږي. د دغې ژبي ټول فعلونه د نورو ټولو اکثرو لغتونو په شان له فعلي ريښو (verbal root) څخه جوړيږي. ريښې چي د فعل تر ټولو لنډې بڼي وي هيڅکله هم په يوازي شکل په متن کي نه راځي ولي چي دغه يو ډول تيوريتيکي شکل دی. د بېلګي په توګه (√पत् / √pat / پت) د «لوېدل» يا «الوتل» د فعل ريښه ده خو يوازي دغه ريښه هيڅکله نه استعماليږي. په زياته په قاموسونو کي د فعلي ريښو د ليکلو پر وخت هميشه د جذر √ نخښه هم ورسره ليکل کيږي. د دغو لنډو بڼو سره د وروستاړو يا مختاړو د يوځای کولو په مرسته سټه(stem) جوړيږي. د بېلګي په توګه د ريښې पत् څخه دلومړي شخص (first person) حال فعل جوړولو له پاره لومړی د دغه سره अ/ā يوځای کيږي.
ريښه + ا = سټه
पत् (pat)+ अ(ā) = पता (patā)
اوس چي فعلي سټه पता (patā)جوړ سو نو له دغه سره د زه، موږ دواړه، او موږ د وروستاړو په لګولو سره د فعل اړونده ګرداني اشکال جوړيږي:
पता (patā) + मि (mi) = पतामि(patāmi) زه لوېږم
पता (patā) + वस्(vas) = पतावस्(patāvas) موږ (دواړه) لوېږو
पता (patā) + मस्(mas) = पतामस्(patāmas) موږ (تر دوه زيات) لوېږو
په مخکنۍ بېلګه کي د (पता) سټه د وروستاړو (मि)، (वस्) او (मस्) په مرسته د حال د فعل په اړونده ګرداني اشکالو واوښتل.
د حال دريم واحد شخص ګردان سوې بڼه
په انګرېزي ژبه کي فعلونه د to go او to write, to eat په بڼه ليکل کيږي يا په بله اصطلاح هميشه د مصدر (Infinitive) په شکل ليکل کيږي. دا هغه شکل دی چي پکښي د ځانګړي شخص لکه زه، موږ، ته، تاسو، دی، دا يا دوی ګردان سوې بڼه نه وي څرګنده. خو په سانسکريت ژبه کي د فعل د حال د زمانې د دريم واحد شخص «دی» له پاره په ګردان سوې بڼه (third-person singular present indicative) کي ورکول کيږي.د بېلګي په توګه د «لوېدل» فعل په سانسکريت کي د «دی لويږي»يعنيपतति(patati) په شکل ورکول کيږي.
د فعل له ګردان سوې بڼې څرګند معلومات
د ځانګړو وروستاړو په مرسته د سانسکريت فعلونه د زمانې (tense)، اړخ (aspect)، دستوري وجې (mood)، د فعل جهت (voice)، شمېر (number) او شخص (person) پر اساس تصريف يا ګردان کيږي.
د سانسکريت فعلونه د لومړي شخص (زه، موږ)، دويم شخص (ته، تاسو) او دريم شخص (دی، دا، هغه، دوی) له پاره ګردانيږي. خو د شمېر له مخي نه يوازي واحد او جمع بلکه د عربي په شان غبرګ يا د دوو اشخاصو بڼه هم لري. يعني هر هغه فعل چي فاعلين يې دوه وي نو بايد چي د دغه فعل حالت هم د غبرګ يا دوو له پاره ځانګړی وي.
وصفي وجهي (participles) که څه چي فعلونه نه دي خو په سانسکريت ژبه کي د فعلي نظام برخه بلل کيږي. د سانسکريت د اسمونو تر څنګ وصفي وجهي هم په اوو يا اتو بيلو حالتونو کي تغير خوړلای سي، درې جنسيتونه (نرينه، ښځينه، مخنث) او درې عددي حالتونه (واحد، جمع، غبرګ) درلودلای سي.
د ۷ برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه
که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________