لکه څنګه چي مو په مخکنۍ برخه کي ولوستل، د سانسکريت اسمونو له اتو نحوي حالتونو څخه «فاعلي حالت» لومړی نحوي حالت دی. په يوه جمله کي هغه اسم په «فاعلي حالت» کي وي چي د جملې د فعل تر سره کوونکی يا په اصطلاح فاعل وي.
اوس به دويم نحوي حالت ته لنډه کتنه وکړو.


۲ ـ بېواسطه مفعولي حالت
(द्वितीया/dvitīyā/accusative/دويتييا)

د سانسکريت اسمونو له اتو نحوي حالتونو څخه دويم نحوي حالت يې «بېواسطه مفعولي» حالت دی. بېواسطه مفعولي حالت ښيي چي په يوه جمله کي کوم اسم په مستقيمه او بېله واسطې د فعل تر تاثير لاندي دی.
په  «कृष्णो वनं गच्छति / کرشنو ونم ګَچَهتي»  يعني «کرشنا ځنګل ته ځي» جمله کي د «ګچهَتي» يا «تلل» فعل مفعول «ونم» يعني «ځنګل» دی. د دې له پاره چي موږ په دغه جمله کي مفعول معلوم کړو يا يې د شتون پخلی وکړو نو بايد وپوښتو: «کرشنا چيري/کوم لور/چاته ځي؟»
جواب: «ځنګل ته».
په دې توګه په دغه جمله کي «ځنګل» په بېواسطه مفعولي نحوي حالت (accusative) کي دی. ځنګل ته په اصل کي په سانسکريت ژبه «ون» ويل کيږي، خو دا چي د مفعول په توګه راغلی نو ورسره «م» اضافه سوی او د «ونم» په شکل تصريف سوی دی.
د بېواسطه مفعولي حالت له پاره دا شرط هم دی چي د جملې فعل به متعدي وي. متعدي فعل (transitive verb) هغه فعل ته ويل کيږي چي خامخا به يو يا زيات مفعولين لري.

بېواسطه يا مستقيم مفعولي حالت څه شی دی؟
که موږ د «سړی ښځي ته قلم ورکوي» جمله راواخلو نو په دغه جمله کي درې اسمونه دي چي پکښي «سړی» فاعل او پاته دوه اسمونه يعني «ښځه» او «قلم» يې مفعولين دي. دلته «ورکول» يو متعدي فعل دی. اوس پوښتنه دا ده چي د «ورکول» فعل په مستقيمه توګه په جمله کي له راغلو اسمونو څخه پر کوم اسم واقع کيږي: پر ښځه که پر قلم؟ يعني ايا ښځه ورکول کيږي که قلم ورکول کيږي؟ جواب يې دا دی چي «قلم ورکول کيږي». نو په دې توګه په دغه جمله کي «قلم» بېواسطه او مستقيم مفعول يا (accusative) اسم دی.
د دې له پاره چي د سانسکريت په جمله کي له راغلو اسمونو څخه په «بېواسطه مفعولي حالت» کي قرار لرونکی اسم وپېژنو، بايد چي د راغلو اسمونو تصريف يا تغير سوو بڼو ته پام وکړو. يا په بله اصطلاح که غواړو سانسکريت يوه جمله چي متعدي فعل لري سمه وليکو، نو بايد د مستقيم مفعول اسم اړونده سمه تصريف سوې بڼه وليکو.

دا چي اسمونه په بېواسطه مفعولي حالت کي څنګه تصريف يا تغير کيږي او څنګه خپل شکل بدلوي، په لاندني جدول کي يې بېلګي کتلای سو:

دا چي په بېواسطه مفعولي حالت کي د سانسکريت د ضميرونو تصريف (declension) څنګه کيږي، په لاندني جدول کي يې کتلای سئ:

د سوال جوړولو او په دې توګه په جمله کي د مفعول معلومولو له پاره د «کوم» او «څه شی» سواليه لغتونه ډېر مهم دي. دا چي دغه سواليه لغتونه په بې واسطه مفعولي حالت کي څنګه تصريف کيږي، په لاندني جدول کي يې کتلای سو.

د ۹ برخي پای
منبع: د «سانسکريت لنډ تعارف او زر مهمي جملې يې» په نوم د احمدولي اڅکزي له ناچاپ اثر څخه

که غواړئ چي د دغې لړۍ نوري ليکنې هم ولولئ نو پر لاندني لينک کليک وکړئ:
د خپرو سوو برخو ليسټ

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba