يادونه: لاندنۍ مقاله د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه د کندهار پوهنتون له خوا و جوړ سوي سيمينار ته د آوډيو په شکل واورول سوه. دغه سيمينار د پښتو ژبي د ليکدود د معياري کېدو پر موضوع جوړ سوی ؤ.

عنوان: د ليکدود د معياري کېدو پر لور ګامونه بايد کوم وي؟

بسم الله الرحمن الرحيم

ټولو درنو مشرانو، استادانو او دوستانو سلام عليکم،

که يو څوک په يو لوی کتاب کي د اصلاحاتو راوستلو يا يې د يوې لويي برخي د حذف کولو فيصله صادره کړي، او هغه هم په داسي حال کي چي دغه کتاب يې له سره لوستلی نه وي، او يا يې صرف سرسرکي يو څو مخه لوستلی وي. نو ايا داسي يوه فيصله به يوه پر ځای فيصله وي؟

پښتو هم د ياد مثال په توګه داسي يو لوی کتاب دی چي لا تر اوسه نه دی لوستل سوی، له دې کبله په مجموع کي بايد اول پر دې بحث او تفاهم وسي چي دا کتاب به څنګه او کله په بشپړه توګه لوستل کيږي، د کتاب حاشيې به څنګه مطالعه کيږي، دغه کتاب به د نورو لوستل سوو کتابونو سره څنګه پرتله کيږي او بيا به د کومو شرايطو او تفاهم له مخي څوک دا اجازه ترلاسه کوي چي پر دغه کتاب خپلي حاشيې وليکي.

د پښتو ژبي مطالعه کوونکي يو شمېر د سيمي او باندني ژبپوهان په دې نظر دي چي پښتو ژبه لا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده تحقيق سوې او دا چي په دغه ډګر کي لا زښت زيات کار ته اړتيا سته.

د سيلان سيلاني په نوم د افغانستان د يو پوهنتون ځوان استاد په خپله يوه مقاله(۱) کي چي په پښتو ژبه د ليکل سوو پښتو ګرامرونو په هکله ده، ليکي: «ماته د لیکل شویو ګرامرونو تر لوستلو وروسته دا څرګنده شوه چې پښتو ژبه داسې یو معیاري ګرامر نۀ لري یا نۀ دی لیکل شوی چې پۀ هغۀ کې دې د پښتو ژبې ټولې یا هم ډېری لهجې خوندي وي، بلکې برعکس لیکل شوي ګرامرونه لهجوي دي او د ځینو لهجو استازیتوب کوي، نۀ د ټولو لهجو.» 

په انګريزي ژبه يو نسبتا مفصل او د ژبپوهنې په معياري اصولو برابر د پښتو ګرامر د امريکايي ليکوالي انه بويل ډېويډ له خوا ليکل سوی او په ۲۰۱۴ کال له چاپ څخه راوتلی دی. دغه کتاب چي (A Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects) نوميږي ۵۰۰ مخه لري او پکښي تر زياتي اندازې کوښښ سوی دی چي د ډيسکريپټيو ګرامر د اصولو سره برابر کم تيوريتيکي بحث خو د پښتو ژبي د ګرامر ځانګړتياوي زياتي روښانه کړل سي. هغې د بعضي پښتو ګرامري کتابونو په پرتله پديدي پر غلطو او درستو نه دي سره ويشلي او نه يې هم له ځان څخه پوليس جوړ کړی چي لوستونکي په يو ډول وينا يا ليکلو مکلف کړي او له بل ډول وينا يا ليکلو څخه يې راوګرځوي. د پښتو املا او ليکدود د حاکم وضعيت په هکله دغي ليکوالي ليکلي دي: 
«له دې حقيقت څخه علاوه چي پښتو په فارسي عربي سکريپټ يا الفبا ليکل کيږي، د يو شمېر فاکتورونو لکه سيمه، د نورو ژبو اثرات او داسي نورو فاکتورونو له کبله د دغې ژبي ليکدود/املا يو له بل سره ښکاره فرق لري او په دغه ژبه کي زيات لغتونه سته چي په پراخه اندازه يې بېلا بېلي املايي بڼي منل کيږي. د دې تر څنګ د لغتونو څرګند حدود هم فرق کوي. د بېلګي په توګه يو شمير داسي لغتونه چي ښايي موږ يې ادعا کوو چي جلا سره ليکل کيږي، بعضي پښتانه ليکونکي يې يوځای يا سره مښتي ليکي (...)، برعکس يو شمېر هغه پښتو لغتونه چي موږ وايو يوځای ليکل کيږي، بعضي پښتانه ليکونکي يې جلا سره ليکي(...).» 

که څه چي د پښتو لهجو ښکلا او بېلابېلوالی په بيلو دورو او د بيلو ليکوالانو له خوا په بيله توګه درجه بندي سوي دي، خو يو حقيقت چي ورڅخه سترګي نه سي پټېدلای، هغه دا دی چي په دغه ډګر کي لا زښت زيات کار ته اړتيا سته. په دغه ساحه کي د پرمختګ له پاره اوږد فيلډ ورک يا په ساحه کي عملي کار حتمي او لازمي دی. له دې لاري بايد په پراخه اندازه د پښتو پانګه او په زياته لهجوي پانګه راټوله کړله سي. دا راټولونه بايد د معلومې ميتودولوژۍ او چوکاټ دننه علمي، معياري او د عصري ژبپوهنې او لهجه پوهني د اصولو سره برابره وي. په نژدې وختونو کي په دې ډګر کي تر سره سوی يو يا نيم کار د ژبيوهنې د کارپوهانو لکه دوکتور زيبستيان هاينه په نظر لويي ستونزي لري او دغه کار معياري او اصولي نه سي بلل کيدلای او نه هم هغه تشه ډکولای سي چي په پښتو ژبه کي موجوده ده.

په ساحه کي د عملي کار يا فيلډ ورک له پاره د نورو شرايطو تر څنګ يو مهم شرط د مسلکي کادرونو روزل او په همدې شان د دغه کار د چوکاټ دننه د راټولېدونکو موادو څارنه د داسي يو بورډ يا ډلې له خوا حتمي ده چي په دغه ډګر کي يې تجربه لرلې وي او یا يې په نورو ژبو کي د داسي کار د تحقيقي لاسته راوړنو ژوره مطالعه کړې وي. د افغانستان اوږدمهاله جګړې او نوري ستونزي په دې کي مانع واقع سوي دي چي په دغه هيواد کي په کافي اندازه مسلکي کادرونه وروزل سي. خو د امنيتي او يو لړ نورو ستونزو له کبله د بهرنيو ليوالتيا لرونکو ژبپوهانو له پاره په افغانستان يا پښتونخوا کي تحقيق کول هم ډېر مشکل کار دی. د انه بويل ډېويډ (۳) په وينا په زياته د پښتو ژبي د سينتاکس په تړاو لا ژورو څېړنو ته اړتيا سته خو د سيمي امنيتي وضعيت د دې مخنيوی کوي چي دغه او نور تحقيقات په اړونده ساحو کي ترسره سي.

د امريکايي کارپوه مايکل ام ټي هېندرسن په وينا د پښتو ژبو د لهجو په ډګر کي لا زيات کار ته اړتيا سته. د (SOME INDIC FEATURES IN PASHTO) تر عنوان لاندي د هغه په يو تحقيق (۴) کي راغلي: «بعضي وخت داسي معلوميږي لکه د پښتو ژبي د بيلو اقسامو(لهجو) شمير چي دومره زيات وي، لکه څومره چي د مورنۍ ژبي په توګه د پښتو ويونکو کورنيو شمير دی، (...).»

دا چي د ژبپوهنې له نظره په پښتو کي لا زيات کار ته اړتيا سته او لا لويي تشي موجودي دي، که دغه بحث پر همدې ځای رالنډ کړو، نو د موضوع يو بل مهم اړخ ته مو پام اوړي. هغه دا چي د پښتو ژبي د معياري ليکدود موضوع صرف ژبپوهنيز بعد نه لري بلکه دلته سياسي، اقتصادي، ټولنيز او نور بعدونه هم مطرح دي. د سياسي چارو کارپوهان لکه د افغانستان د تحليګرانو د شبکې څخه کېټ کلارک په دې نظر (۵) ده چي په افغانستان کي لا تر اوسه د ملت جوړېدنې پروسه نه ده بشپړه سوې. کارپوهان په دې نظر دي چي اوس لا هم د سيميزو، قومي، ژبنيو او نورو فرقونو له کبله د واحد ملي هويت اعتقاد په اړينه توګه قوي سوی لا نه دی. د دې تر څنګ د پښتونخوا پښتانه هم په زياته په تيرو دوو لسيزو کي د لويو بدلونونو سره مخامخ پاته سوي او د افغانستان سره په تګ راتګ او تماس کي يې تغييرات راغلي دي. له دې کبله دا ډېره مهمه ده چي د پښتو د ليکدود د معياري کولو بحث په داسي توګه مطرح سي چي واټنونه راکم او نژديوالی زيات سي.

له دې مخکي چي د پښتو ليکدود پر معياري کېدو فيصلې وسي، بايد د دغه کار د شروع کولو څخه تر مخه د ابتدايي لازمي اقداماتو ، امکاناتو، چوکاټ او ميتودولوژي پر سر بحثونه، تحقيق او سلامشورې وسي.

په مقدماتي لازمو اقداماتو کي دا موضوع راځي چي د پښتو له پاره دمګړی مطرح لومړيتوبونه تعريف سي. پانګه بايد راټوله سي، لهجوي پانګه راټوله سي، او بيا يې ريښې وسپړل سي او ايتومولوژۍ يې وموندل سي. د دې تر څنګ بايد په ګاونډ او د نړۍ په نورو سيمو کي د ژبو او ليکدودونو د معياري کېدنې هڅې او پروسې وکتل سي او ورڅخه اخذ او زدکړه وسي:

آلماني ژبه څنګه د هغه باوجوده معياري سوه چي هم يې لهجې بې شمېره وې او هم يې ويونکي په يو دولت او يو هيواد کي نه اوسېدل؟ د آلماني ژبه ويونکي څنګه وتوانېدل چي د معيار ټاکنې تر مخه د خپلي ژبي د لسونو زرو کتابونو او شفاهي موادو(۶) په راغونډولو او درجه بندي کولو کي بريالي سي؟

په اندونيزيا کي څنګه او د کومو مقاصدو له پاره له مالای او ګڼ شمير نورو سيميزو ژبو څخه يوه واحده اندونيزيايي ژبه رامنځ ته کړله سوه؟ لاره يې کومه وه؟ برياليتوبونه او محدوديتونه يې څه ول؟ ولي زيات کتونکي په دې آند دي چي دغه يوازنۍ (۷) لاره وه؟

د لوی هند د تقسيم وروسته يوه ژبه چي صرف يې الفبا سره بېله وه، څنګه او د کومو مقاصدو له پاره په دوو بيلو ژبو ووېشل سوه ؟ اوس دغه پروسه تر کوم ځايه رسېدلې ده؟ اردو د معيار پر لاري کومي لاري وهلي او څنګه په دې بريالۍ سوې ده چي د نوي ټيکنالوژۍ د دروازې پر چوکاټ ورداخله سي؟ د اردو ژبه چي بايد کثيرالقومي پاکستان يې متحد ساتلی وای، ولي د ختيځ پاکستان د بېلتون لامل بلل کيږي؟

کثيرالملت، کثيرللسان او د بيلابيلو اديانو څخه جوړ د هند هيواد د هندي ژبي د ساتنې او معياري کېدنې په لاره کي څه ډول اقدامات کړي دي؟

ايران څنګه، ولي او تر کومه ځايه فارسي ژبه معياري کړې او ولي يې د نيولوجيزم په مرسته عربي ونډه کمه کړې ده؟ په دغه پروسه کي د هويت، مذهب او تاريخ کومو افکارو مهم رول لرلی دی؟

د پښتو ژبي او د پښتنو سره تړلو موضوعاتو په هکله د تحقيق او څېړنو تر څنګ لومړی هغه پوښتني چي ذکر يې وسو او په همدې شان له نړۍ څخه نوري ورته پوښتني او پديدي هم بايد جواب کړل سي.

حقيقت خو دا دی چي دمګړی په پېښور کي د افغانستان چاپ کتابونه د نصاب برخه نه ګرځي، ځکه چي د ليکدود درز تر مخه لا رامنځ ته سوی دی. په همدې توګه د پېښور ليکلي کتابونه په افغانستان کي په هغه اندازه نه لوستل کيږي لکه د افغانستان چاپ کتابونه چي لوستل کيږي. حتی د مطرح کسانو له خوا په پټه او ښکاره د دې غوښتني او د دې له پاره لابي کيږي چي د پښتو توري له عربي څخه جلا کړل سي او پښتو په فونېټيکي الفبا وليکله سي. په دغه موضوع کي د ترکيې مثال ورکول کيږي، خو دغه مثال پر بل اړخ خاموشي اختياريږي. د دغه مثال بل اړخ چي تذکر يې نه کیږي هغه دا دی چي کلاسيکه عثماني ترکي ژبه چي په عربي تورو ليکل کېدله او د څېړونکو په آند په زرونو شاعران يې لرل، نن له ترکانو پردۍ سوې ده. نن يو ترکی د خپل کلاسيک ميراث نسي مطالعه کولای. په قبرستان کي د خپل ورنيکه د قبر شنخته نه سي لوستلای. خو برعکس هر عربی د خپلي هري پخوانۍ دورې د شاعرانو او ليکوالانو متون لوستلای او پکښي خپلي ريښې پېژندلای او باندي نازېدلای سي. په همدې توګه هر ايرانی کولای سي چي بېله ستونزي د خپلو پخوانيو متونو مطالعه وکړي. نو که د سياسي دلايلو پر اساس له مسلمانو پښتنو څخه د هغوی ميراث غصب کړل سي او له پخوا سره يې ريښې ورقطعه کړل سي، نو دا به د پښتو د يووالي نه بلکه د پښتو د هويت د له منځه وړلو يو اقدام وي. حاشيو ته به نه سره ځو، خو په لنډه توګه بايد دې ته بيا اشاره وکړم چي استعمار، سوسياليزم، اخوانيزم او د غربي دموکراسۍ نظامونه او نور سياسي غورځنګونه به ځي او راځي، خو پښتو او پښتانه به سره پاته وي او نه بايد چي سره بېل کړل سي.

«د پښتو ژبي د معياري کېدو» د يو آنلاين بحث په ترڅ کي د پېښور د پښتو اکاډمۍ دروند رئيس ښاغلي استاد نصرالله جان وزير په خپله يوه لنډه تبصره (۸) کي ليکلي: «که هر يو ځان ته خپل جلا ډول وډبوي نو دا اتڼ ماتيږي.»

دوکتور داؤد اعظمي د پښتو ژبي په هکله په يوه مقاله کي ليکي(۹):
«ژبه د یوه معدن او یوې طبیعي زېرمي غوندي د ټولني ګډه شتمني ده او د ټول ملت/ولس مال ده. دا د ټولني د هر وګړي مسولیت یا دنده ده چي خپله ژبه خوندي کړي، او بډایه یا غني یې کړي. د یوې ملي او طبیعي زېرمي په توګه پر ژبه هم یوازي يو یا یو څو کسان دا حق نه لري چي بېځایه تصرف یا تېری پر وکړي، لوټ یې کړي، او یا یې هم خیرنه او کرغېړنه کړي.»

پښتو د ټولو پښتنو ميراث او مشترک مال دی. که کابل په خپل سر له سياسي وضعې څخه په ګټه يا له مجبورۍ په عجله کي خودسرانه فيصله کوي، نو دا به د کوټي او پېښور سره د فاصلې د لا زياتېدو لامل سي اوکه پېښور له کابل سره مشورې او د همږغۍ تارونه وشکوي، نو دا به بيا د کوټي او کندهار سره د فاصلې د زياتېدو لامل سي.

کله چي د معيار خبره کيږي او سبا يوه معياري ژبه او ليکدود رامنځ ته کيږي نو بايد پکښي د پښتون ټبر هر قوم او هره سيمه خپل ځان او خپله لهجه پيدا او وپېژندلای سي. يعني دغه نوې معياري ژبه بايد د ټولو د مشارکت، تفاهم او دخالت له لاري رامنځ ته سي. هيڅ لهجه او هيڅ قوم بايد داسي احساس ونه لري چي ګواکي پر حقونو يې شب خون وهل سوی يا کودتا پر سوې ده. نوي فيصلې بايد پېښور، کوټه او کابل بېرته سره نژدې کړي نه دا چي حتی برعکس جلال آباد او کندهار او خوست او هلمند لا هم سره بيل کړي.

موږ تاسو وينو چي کله چي د پښتو ليکدود د معياري کېدو موضوع مطرح کيږي، نو عموما پر چوکاټ او ميتودولوژۍ د بحث پر ځای وار له مخه پر حاشيو او د جزياتو پر جزياتو بحثونه کيږي چي اکثره وخت تکراري هم وي.

زما عاجزانه وړانديز به دا وي چي اول بايد لومړيتوبونه تعريف سي، بيا امکانات وارزول سي، هغه ميتودولوژي تعريف سي چي له مخي به يې دغه اوږدمهاله کار پر مخ بيول کيږي، مطرح ټولې لهجې او سيمي په پروسه کي راونغښتل او په اعتماد کي واخيستل سي، اړين بنسټيزه جوړښتونه لکه تحصيلي نصاب او ادارې جوړي يا ورغول/اصلاح کړل سي، د نړيوال معيار سره برابر مسلکي کادرونه د هيواد دننه او دباندي وروزل سي، له شخصيت پرستۍ څخه اجتناب وسي، له احساساتو څخه بحث د علميت پر استقامت بوتلل سي او تر ټولو مهمه په دغه کار کي له عجلې او بې حوصله توب څخه ډه ډه وسي.

همه شموليت، مشارکت، د اصولو سره سمه ميتودولوژي او چوکاټ، علميت، شفافيت، اوږد مهالتوب (لرليد) او حوصله او تفاهم هغه لغتونه دي چي بايد د پښتو ژبي د معياری کېدو پر وخت د بحث موضوعات وګرځي.

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۳يمه نېټه، بون

ماخذونه:

۱ ـ آیا پښتو ژبه یو معیاري ګرامر لري؟، د سيلان سيلاني د فيسبوک پاڼه، د ۲۰۲۰ کال د اګست ۲۸مه نېټې پوسټ، د کتنې نېټه د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر دويمه نېټه
https://www.facebook.com/saylani.tamhid/posts/649457759015556
۲ ـ 
Anna B. David (2014). A Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects. De Gruyter Mouton. p. 1. ISBN 978-1-61451-303-2.
۳ ـ 
Anna B. David (2014). A Descriptive Grammar of Pashto and its Dialects. De Gruyter Mouton. p. 1. ISBN 978-1-61451-303-2
۴ ـ 
Henderson, MMT. (nd) “Some indic features in Pashto” University of Wisconsin-Madison.
۵ ـ
“Not nation-building,” but “killing terrorists”: Trump’s ‘new’ strategy for Afghanistan, Kate Clark, August 2017
https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/international-engagement/not-nation-building-but-killing-terrorists-trumps-new-strategy-for-afghanistan/
۶ ـ
Geschichte der deutschen Dichtung, Band 5. Cover. Georg Gottfried Gervinus. W. Engelmann, 1853
۷ ـ
One Land, One Nation, One Language: An Analysis of Indonesia’s National Language Policy, Scott Paauw, University of Rochester, 2009
۸ ـ
د قاموسونه ټکی کام پر فيسبوک پاڼه (https://www.facebook.com/qamosona.pashtodictionary/) د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر د ۲۶ نېټي د يو پوست په جواب کي د نصرالله جان وزير تبصره
۹ ـ
د کندهار پوهنتون د باچاخان مرکز “د مورنۍ ژبي د ودي او پرمختیا” په اړه سيمينار کي د داود اعظمي مقاله، جون ۲۰۱۵

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




--> قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ
قاموسونه کارول زده کړئ


قاموسونه موبايل اېپ اندرويد