ليکنه: خان محمد احسانمل
محشر کتاب د عبدالباري جهاني يوولسمه شعري ټولګه ده چي د (۱۰۰۰) ټوکه په شمېر په (۱۳۹۹ل.) کال د صداقت خپرندويه ټولني له خوا چاپ سوې ده. کتاب چي (۳۶۲) مخه دئ، نظمونه، غزلي، لنډۍ په غزل کي، څلوريزي، شعري ترجمې، آزاد شعرونه، ټوکي په شعرونو کي او ګڼ کيسه ييز نظمونه ئې منځپانګه جوړوي. څنګه چي د کتاب نوم محشر دئ، هماغسي ئې شعرونه او د شعرو محتوا هم د روان ناورين ټولي خواوي رانغاړي.
د کتاب په سر کي شاعر خپلي خبري راوړي دي. په لومړيو کي ئې د ځان او شعر اړوند بحث کړی او وايي چي ځان ته د پنځه څلوېښتو کلونو راهيسي ځانګړی سبک لري. هغه د شعر پر اهميت او مقام ږغېدلی او د يوې ژبي سينګار ئې بولي. ځوانو شاعرانو ته ئې توصيه کړې ده چي بايد شعر ته په مقدسه سترګه وګوري او د خلګو يا ډلو په ستايلو او چاپلوسۍ دا پاک حريم چټل نه کړي. جهاني د دې اهميت په خپلو تجربو کي بيانوي او همدا ډول ئې د خوشحال خان خټک او عبدالرحمن بابا مثال ورکړی دئ.
جهاني له جګړې کرکه لري، هغه د يو سوکاله او اباد افغانستان په هيله دئ. د خپل فکر او قلم ټولي خواوي له لوستونکو سره په شعري ژبه شريکوي. د روانو موجوده حالاتو ښه منعکس کوونکی دئ او لکه څنګه چي د خپلي شعري نظريې دعوه لري، هماغسي ئې ثابته کړې هم ده.
کور په کور، کلي په کلي بوري وراري دي چي ګرځي
د سرتورو انګولا ده، د بګړيو جنازې دي

د کتاب پيل په مناجات سره کيږي او وروسته د غزلو برخو ده، تر دې وروسته نظمونه، څلوريزي او ترجمې راغلي دي. د ترجمو په برخه کي ئې ځيني د ابن عربي ترجمې دي او ځيني ئې له مثنوي معنوي څخه ترجمه سوي چي اصل ئې په لمنليکونو کي ښودل سوي دي. وروسته آزاد نظمونه دي او نور نو کتاب تر پايه خوندور کيسه ييز نظمونه لري.
زموږ د بحث موضوع هغه نوښتونه دي چي ښاغلي جهاني صاحب په خپله نوې ټولګه محشر کي راوړي چي هغه لنډۍ په غزل کي او ټوکي په شعرو کي دي.

۱- لنډۍ په غزل کي
لنډۍ چي د ولسي شاعرۍ یو فورم دئ، له غزل سره ئې يوځای کړی دئ. جهاني صاحب د لنډۍ مفهوم راخيستی دئ او د خپل شعر يا غزل په بيت کي ئې ځای کړی دئ. د پښتو فولکلوري شاعري ئې د غزلو په چوکاټ کي راوړې چي دا ئې لنډۍ هم خوندي کړې او په عين حال کي ئې خپلي غزلي ته يو رنګ هم ورکړی دئ.
(لنډۍ په غزل کي) تر عنوان لاندي غزلو کي يوې لنډۍ ته يو بيت ځانګړی سوی او هر بيت ته په لمنليک کي هغه اصل لنډۍ راوړل سوې ده.
لنډۍ:
بلبل به خدای په ګلو موړ کي
باغوانه ستا نيمګړی نيت مي ژړوينه

شعر:
بلبلان به خدای ماړه کړي د سره ګل سره په مينه
خو باغوانه ستا نيمګړی نيت مي هر وخت ژړوينه

لنډۍ:
جانان په سرو سترګو مين دئ
زه به دا توري سترګي چيري بدلومه

شعر:
د زړه سر جانان مي وايي چي پر سرو سترګو مين دئ
زه به اوس دا توري سترګي په کوم ښار کي بدلومه


لنډۍ په غزل کي فورم که څه هم نوښت دئ خو لنډۍ چي خپل ځان ته کومي ځانګړتياوي، خوند او رنګ لري؛ په بل ځای کي ئې د وزن په تفاوت استعمال دا ځانګړني پيکه کوي. لنډۍ چي عموماً لومړۍ مسره ئې نهه سېلابه او دوهمه مسره ئې ديارلس سېلابه وي، په پښتو کي د خپل خاص اهنګ لرونکی ولسي ژانر دئ خو دلته شاعر د خپلو بيتونو د سېلابونو د سمون په نيت مجبوريږي چي په هماغه لنډۍ کي څه اضافه خبري راوړي، چي دلته بيا لنډۍ موسيقيت له لاسه ورکوي او لنډۍ لنډۍ نه پاتيږي بلکي ځان ته بل شعر جوړوي. خو د شاعر کمال په دې کي دئ چي لنډۍ ته نوی رنګ او خوند ورکوي او ژوند ئې نور هم ور اوږدوي.

۲- ټوکي په شعرو کي
موږ د پښتو په کلاسيکي او دیواني شاعرۍ کي د طنز، هجو يا هزل په نوم فورم لرو چي دا په خپل ځان کي ځيني توپيرونه او ورته والی لري؛ دلته ښاغلي جهاني صاحب د کلاسيکي يا ديواني شاعرۍ دا فورم پاللی دئ او دې ته متوجه سوی چي د خپل پښتني محيط خپرې ټوکي ئې راخيستي او موزون شکل ته ئې ور اچولي. دا هم په خپل ځان کي نوښت دئ او ټوکي چي اصل ئې څنګه دئ، په شعر کي ئې خوند لا زيات سوی دئ. خو شاعر تر دې عنوان لاندي ځيني ټوکي نظم کړي او ځيني ئې د پند او عبرت کيسې راخيستي. زه به ئې دلته يو دوه مثاله د اصل سره ذکر کړم:
اصل:
يو ورځ ملا صاحب ته پوروړی راغلی او د کور مخ ته ئې ونيوی ويل ژر زما پور راکړه، مياشتي او کلونه دي پر تېر کړه. ملا صاحب ورته وويل دلته رمې تېريږي، هره ورځ ئې پر خاشو وړۍ پاتيږي. زه دا وړۍ له خاشو راټولوم، چي خرڅي ئې کړم ستا پور به درکړم. پوروړي له درده وخندل، ملا صاحب ورته وويل: وينې! چي نغده دي وليدل، داسي خندا درغلل.
شعر:
د ملا نصرالدين نغده
يوه ورځ ملا ته راغی پوروړی
د کور مخي ته ئې ونيوی زوی مړی
ويل ژر مي د پور راکړه حسابونه
چي وتلي ئې دي مياشتي او کلونه
ملا وويل رمې دلته تېريږي
هره ورځ ئې پر خاشو وړۍ پاتيږي
دا وړۍ له دې خاشو راټولومه
چي ئې خرڅي کوم ستا پور به درکومه
زه هم کور لرم اولاد مي راته ژاړي
په نس وږي په تن لوڅ يو څه خو غواړي
ستا به هم غاړه وتلې پور ادا سي
زما په جيب کي به هم څو روپۍ پيدا سي
پوروړی له غضبه په خندا سو
ملا هم ورته په ويړه خوله ګويا سو
چي دي پور غوښتی په قهر په ښکنځا سوې
چي مي نغده درښکاره کړه په خندا سوې


اصل:
يو بوډا د ناروغۍ پر بستر پروت وو، زامنو ته ئې وويل: "يوه يوه لښته راوړئ!" زامنو ئې لښتي راوړې. بوډا لښتي يو ځای سره وتړلې او زامنو ته ئې د ماتولو له پاره ورکړې. زامنو ئې هر يوه په خپل وار هڅه وکړه چي د لښتو ګېډۍ ماته کړي خو ماته نه سوه. بوډا د لښتو ګېډۍ خلاصه کړه او يوه يوه ئې ماته کړه. بيا ئې خپلو زامنو ته مخ ور واړاوه او وئې ويل: "که تاسي سره يوځای او يووالی مو درلود نو هيڅ دښمن به مو مات نه کړي خو که بې اتفاقه واست، په ډيري اسانۍ سره به مو دښمن له منځه يوسي."
شعر:
اتفاق
رنځ خوړلي زوړ بوډا ويل زامنو
ما ته غونډه دسته راوړئ د ښاخونو
زه د ژوند وروستی وصيت درته کومه
هم د پند هم د عبرت درس درکومه
مشر زوی ورته حاضر کړله ښاخونه
په يوه تناب ئې وتړل بندونه
ورته جوړه ئې دسته کړله تياره
ويل وايه څه وصيت دي کاوه پلاره
پلار ئې وويل چي ماته دا دسته کړئ
په هغه ګړي به زما وصيت پوره کړئ
هر زوی ئې پر ګېډۍ باندي سو ستړی
نااميده د بابا سو پوروړی
پلار ئې يو په يو جلا مات کړل ښاخونه
او زامنو ته ئې وښودل پندونه
که ګېډۍ واست پر رستم به ياست غښتلي
او که بېل سواست هر بوډا به ياست ځپلي

د جهاني دا نوښت به عبرتناکه کيسو او ټوکو ته نور هم پايښت او نوې روح ورکړي ځکه نثر معمولاً ډېر نه پايي او کله چي نثر موزون کلام ته ولوېږي نو په خپل شرنګ او اهنګ سره ژر په مغز کي کښېني او هم لوستونکي ته خوند ورکوي.
ښاغلی عبدالباري جهاني چي وخت پر وخت ئې لوستونکي په خپل جادويي موزون کلام نازولي او همېشه ئې هڅه کړې چي پښتو ژبي ته د خپل قلم په مټ بېلابېل موضوعات وړاندي کړي. موږ د لا زياتو او نورو نوښتونو هيله ترې کوو.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ