ليکونکې: پروین ملال

 د وطن مور

 تېره شپه چې د بید یا تبجنه غېږه

د نم جني وږمې غیږی ته لو یدله

د سپوږمۍ د بنفشې په شان نجلۍ وه

چې د هسکو غرو په څوکو نڅېدله

زرین لمرو د چا غیږکې بیده شوی

ورځی شور او ږوږ د ځانه سره وړی

د کیږدیو کتارونه لاړی لاړی

مراندې ښخي نرې څوکې اهرام غاړی

د یوچا خوب وو، و ستورو ته ختلی

د یو چا خیال سمندر ته وو لویدلی

چا و ذهن په هیرجن قمار بایللی

د الف و ب تر تورو ها خوا تللی

ځلیدلی یی پيچې وروځی له ځانه

په کوڅو کې په زرونه کهکشانه

مړوندونه یی چڼ، چڼ فراق لوستلې

رخسارونه یی د عمر د یو ځبیښلې

ګونځو شونډو یه د شپو تر خه څکلې

تور د سترګو یه رنګونه وه هیر کړی

++

بیګا شپه چې سپوږمې سپين غشی ویشتله

د تیارو لمن یی ورو، ورو ور څیرله

سپینو ستورو د حریر کیسه کوله

د اسمان سترګو رانجه پوری کوله

د یوچا ځوانی د وخت غلو وه لوټ کړی

د ښکلاوو خزانه یی ځینی وړی

یو وخت ښکلی وه، جوهر وه رنګینه وه

سپینه ،سپینه ځلیده لکه آئینه وه

هم شهۍ وه هم میرمن د محلونو

هم واکداره وه د ښکلو ،ښکلو زړونو

د چا مور وه د چا خور لور د بابا وه

سر تر نوکو وه ستایلی بی بها وه

یو وخت ناسته په بخمل او اطلسونو

خاص وریښم یې وه تر شا د بالښتونو

هسکه غاړه یی په شانی دبتانو

سره او سپین پری ځنګیدل لکه دپاڼو

سور کمیس یی بلوی اور په ( ترکانو)

چڼ پرتوګ یی وو په شان د ( کو شانیانو)

د پاولو په کڼهار کې ویښیدله

د بنګړو په شرنګهار سجدو ته تلله

اوس وه زوړ څلی و لمر ته رژیدله

نوشتو یی د باران سره ژړله

++

تیره شپه چې شپيلۍ ورو، ورو ږغیدله

انګازه یی تر افلاکه رسیدله

یوه تیره زمانه یی یادوله

یوه ښکلي یی ستایله را ستایله

یو چا و پوښتل ته څوک یی جادوګري؟

د مکاری دنیاګۍ زړی کوډګری

څه له، څه له؟ د تیارو غیږی ته لویږی

څه له؟ څه له؟ د شپو سیورو کې اوسیږی

بوډي وویل: څه وا یی لارویه؟

د لفظونو د ادابو نه پردیه :

ولی، ولې؟ می څیړی د روح تارونه

ولې، ولې؟ ویښوی بیده دردونه

ګوره زه د حوا لور مور د انسان یم

د نړی ښایست، د ښکلی خالق شان یم

زه سپيځلی د ژوندون روڼه چینه یم

په ایمان او په تقوا پوره، پوره یم

ګوره ته هم زما زوی یی زما ښاغلې

زما د دواړو سترګو تور په زړه منلې

+++

بیګاه شپه چې سپوږمۍ ورو، ورو راختله

په نظر د یوه چا چې خوریدله

د یو چا د ذهن کړکۍ یی خلاصوله

یو چا ،چا ته کیسه داسی اوروله

زه د دغه وطن لور او مور وم دواړه

زما په لاسو کې تدبیر او تقدیر واړه

زما دعا به پاس و عرش و ته ختله

زما نمانځنه به لوی رب (ج) تل قبلوله

نر بچې مي په لمن کې لوییدله

 

د غیرت او پت په پیو مې روزله

د آغلو نجونو درس حیا ،حیا وه

پت پالل غیرت کول ، ښکلی وفا وه

ما و دی وطن ته ورکړه ډیر میړونه

محلونه، محلونه کتارونه

ما خبری ورښودلی مر غلرې

در مرجان، یی کلمی لکه شکرې

د ښاغلیو او آغلو ډک کاله کې

ومه ناسته ملکه د هر یو زړه کې

چې به زه د کور انګړ کې ګرزیدمه

د حیا نه به د ګلو پوټیدمه

اوس څه ووایم ؟ چې څه یم او څه کیږی

اوف وجود او زړه مي دواړه نینې کیږی

د وسلو د کړچها ره مي ساه خیژی

د آسو د شڼهاره مي تراه کېږی

چې ویرجن ږغونه اورمه په شپو کې

د سهاره تر بیګاه سووزم لمبو کې

د جګړی نه ستړی دښتي کلک، کلک غرونه

زه یی اورم زه یی اورم فریادونه

د اسمان ستوری هم ستاسو نه پټیږی

دا باران نه دی سپوږمۍ ده چې ژړیږي

ښځی ټوله ستړی شوی په دعاوو

په زګیرویو او سیلیو او ژړاوو

ټوله میندی هدیرو ته درومی لاری

په لمنو یی اغزی، اغزی نوکاری

د سپین ږیرو مو پګړۍ ریښی، ریښی دی

په زاریو، ننواتو یی شېبی دی

په دعا یی د ورغوو او څنګلونو

ویني وچې شوي د واړو اندامونو

جنګ ته تللي زوی به کله راستنیږي؟

د مږورکۍ د شپی ډیوه مې نه بلیږي

د (تيموره) هم سخت زړی جلادان یاست

خدایی ته وګوری اولاد د یو انسان یاست

بس ده، بس ده جګړه بس ده مرګ غلام کړی

د ژوندون په فلسفه کې یی تمام کړی

ما په فتح کې راوړی ژوندون ښکلي

زه یم مور د ژوند هر ساز مې دې ستایلي

خدایه ج خدایه ج لویه خدایه ج اې نمانځلې

یه واکداره: د ښاغلو نه ښاغلې

رحم، رحم، رحم وکړه اي غفاره

ای رحمانه: ای رحیم پروردګاره

ټوله یو کړه، ټول روان په یوه لاره

ټول افغان ته هدایت ورکړه باداره

دا په سرو وینو تنکي، تنکي ګلونه

د ژوندون په چینه پریوله دا میرونه

په دی سور وطن راکوز کړه بارانونه

د رحمت د څاڅکو راوله سیندو

خدایه ج خدایه ج لویه خدایه ج اې ستایلې

يه واکداره : دښاغلو نه ښاغلي

رحم، رحم، رحم وکړه ای غفاره

ای رحمانه: ای رحیم پروردګاره

۲۰۱۳ – ۲ – ۴

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ