ليکونکی: احمدولي اڅکزی
منبع: www.AhmadWali.Achakzai.com

يادونه: دغه لنډه ليکنه د مطرح موضوع په اړه د رايجو ټولو اصولو د معرفي کولو ادعا نه لري بلکه مقصد يې غيرمسلکي عامو لوستونکو ته د موضوع لنډ تعارف کول دي. په زياته محصلين او څېړونکي بايد د خپلو علمي متونو او څېړنيزو مقالو له پاره د خپلو اړونده تحصيلي او څېړنيزو ادارو له نورمونو ځان خبر کړي او ورته لاندنۍ لنډه مقاله کفايت نه کوي.

که په خواله رسنيو کي د پرديو (د بل چا) د متونو، انځورونو او ويډيوګانو بيا خپرول وي او که په علمي، تعليمي او تحصيلي ليکنو کي د پردي موادو څخه استفاده وي، په هر صورت کي د په لاس راغلو معلوماتو، متونو، انځورونو او نورو کارول سوو توکو اصلي منبع يادول نه يوازي د اصلي منبع په وړاندي د بيا خپرونکي اخلاقي او قانوني مکلفيت دی، بلکه پخپله د بيا خپروونکي کس علمي، څېړنيز او يا هم په خواله رسنيو کي اعتبار ته زياته ګټه رسوونکی کار هم دی.

په زياته په خواله رسنيو کي بېله د منبع د يادولو څخه د پردي توکو د بيا خپرولو يوه پايله د درواغو آوازو يا اختراع سوو خبرونو يا فيک نيوز رامنځ ته کېدل او پراخيدل کيدلای سي.

که څه چي په تيرو وختونو کي په زياته د پښتو انټرنټ پاڼو کتونکي زښت کم سوي دي، خو بيا هم په پښتو ژبه په خاصه توګه د متخصصو پښتو پاڼو اړتيا تر بل هر وخت زياته ده. د تخصص لرونکو پاڼو څخه مقصد دا دی چي د يوې پاڼي تخصص معلوم وي، يعني صرف پر ژبپوهنه ليکنې خپروي، يا صرف تاريخي ليکنې خپروي، يا صرف قاموسونه خپروي، يا... او نه دا چي «هرشی خو هيڅ» پکښي نه وي. ډېر کم شمېر متخصصه پښتو پاڼي چي لا فعاله دي، پکښي اکثره يې د ليکنو د خپرولو پر وخت په سمه توګه د منبع يادولو اصول نه مراعتوي چي دا د دغو پاڼو اعتبار ته دوامداره زيان رسوي. د بېلګي په توګه دوې ورځي مخکي مي وليدل چي يوې درنې پښتو تخصص لرونکي پاڼي زما له شخصي وېبلاګ څخه زما يوه ليکنه زما په نوم خپره کړې وه، خو نه يې پکښي د اصلي خپرېدنې د نېټي ذکر کړی او نه يې هم زما و وېبلاګ ته لينک پکښي اضافه کړی ؤ. په بشپړه توګه د منبع د نه يادولو له کبله د دغې پاڼي لوستونکي دا تاثر پيدا کولای سي چي ښايي زه په فعاله توګه د دغې پاڼي له پاره ليکنې کوم. خو ښايي د دغې پاڼي کړه وړه يا سياسي دريځ يا بل کوم شی داسي وي چي زه نه غواړم چي ياد ناسم تاثر په کتونکو کي پيدا سي او يا د يادي پاڼي سره په تړاو کي راسم. د دې تر څنګ ښايي زما ياده ليکنه ما اپډېټ/اصلاح کړې وي يا مي اوس په دريځ کي بدلون راغلی وي او له دې کبله يې د لومړۍ خپرېدنې نېټه راته مهمه وي. له دې کبله بهتره ده چي د بيا خپرولو پر وخت د پردي معلوماتو اصلي منبع په بشپړه توګه وليکل سي. په بشپړه توګه د منبع يادول دا معنی لري چي د ليکونکي د نوم تر څنګ د لومړي ځل خپرېدنې نېټه او د خپرېدنې د اصلي انټرنټ پاڼي بشپړه لينک ورسره مل کړل سي.

خو منبع/سرچينه/مأخذ څنګه ياد کړو؟ د دغې پوښتنې بشپړ او علمي جواب زښت زيات تفصيل او د نورو سوالونو مطرح کولو او بيا جوابولو ته اړتيا لري چي د دغې لنډي ليکنې چوکاټ ورته بسيا/کفايت نه کوي. د دغې پوښتني جواب اکثره وختونه په جغرافيايي موقيت او د اړونده (تعليمي/تحصيلي/څېړنيزي) ادارې په اصولو پوري هم مربوط وي.

که په لنډه توګه وويل سي نو د بيا خپرونکي مرجع نيت او کوښښ بايد هميشه دا وي چي د خپلو او د پردي موادو تر منځ فرق کول نه يوازي پخپله ورته مهم او معلوم وي بلکه د خپرولو پر وخت په بشپړه توګه لوستونکو/کتونکو ته هم اړين معلومات ورکړي چي هغوی بېله زحمت او زيات تلاښ څخه پوه سي چي کومه برخه مواد د چا دي او د پخلي/تائيد له پاره چيري کتلای سي.

په خواله رسنيو/انټرنټ کي

په بشپړه توګه د منبع يادونه د مخکي يادو ستونزو تر څنګ د ګڼ شمېر نورو ستونزو، بدنيتيو او ممکنه اخلاقي يا قانوني شخړو مخه نيولای سي، که هغه د فيسبوک په شخصي پاڼه کي وي او که په عامه انټرنټي پاڼه کي. له دې کبله بايد د خواله رسنۍ هر کارونکی او د هرې انټرنټي پاڼي چلوونکی پوره کوښښ وکړي چي د امکان تر حده د پردي فکري ملکيت احترام وکړي او د پردي موادو د خپرولو پر وخت اصلي منبع ياده کړي.

لومړۍ بېلګه:
که فرضي انټرنټ پاڼه «رسنۍ ټکی کام» له بلې فرضي انټرنټ پاڼي «تبصرې ټکی کام» څخه يوه مقاله را اخلي او خپروي يې، نو بايد ورسره حد اقل لاندني معلومات د منبع په توګه مل کړي:
د ليکونکي نوم، د مقالې اصلي عنوان، د مقالې د لومړۍ خپرېدنې نېټه، د خپرونکي پاڼي نوم او پکښي د خپرې سوي مقالې اصلي لينک

دويمه بېلګه:
که د خواله رسنۍ يو کاروونکی له کومې انټرنټ پاڼي او يا هم د خواله رسنۍ د بل کاروونکي له خوا خپاره سوي معلومات پر خپله پاڼه خپروي، نو بايد په واضحه توګه وسره منبع ياده کړي. د بېلګي په توګه د فيسبوک يو کاروونکی غواړي چي د فيسبوک د بل کاروونکي (فرضي نوم: عبدالوهاب زيارکښ) له خوا خپور سوی د هغه شعر خپور کړي، نو کولای سي چي د شعر لاندي يا مخکي لاندي معلومات وسره مل کړي:

د عبدالوهاب زيارکښ صاحب له فيسبوک پاڼي څخه په مننه
@AbdulWahabZiarkash
يا د فيسبوک د اړونده پوست بشپړ لينک

په علمي/څېړنيزو ليکنو کي

د ليکونکي/خپرونکي اعتبار او اعتماد ته دا ډېر ګټور کار وي که هغه د پردو موادو د خپرولو پر وخت د منبع ښودلو په نيت لاندني معلومات هم ورسره مل کړي:
۱ ـ نوعيت (ايا کتاب دی، مجله ده، تلويزيون دی، راديو ده، انټرنټ دی، خواله رسنۍ ده...؟؟)
۲ ـ نوم د شخص (ليکونکی یا خبره کوونکی يا انځور جوړونکی يا فيسبوک چلوونکی... يې څوک دی؟)
۳ ـ سرليک يا عنوان
۴ ـ نېټه (د خپرېدنې/چاپېدنې...)
۵ ـ په موندنه کي آساني رامنځ ته کوونکي معلومات (د کتاب د پاڼي او کرښي شمېره، د انټرنټ پاڼي لينک، د فيسبوک پاڼي لينک...)

لومړۍ بېلګه (کتاب):
د «په دارو کې چې ښه نيت وي ــ دارو نه وي عبادت وي» شعر منبع په لاندي توګه ليکلای سو:
کتاب نوم، ليکوال نوم، خپرونکی، د چاپ نېټه، څپرکی پاڼه او کرښه
د خوشال خان کليات، خوشال خان خټک، عبدالقيوم زاهد مشواڼی دانش خپرندويه ټولنه، دويم چاپ ۲۰۰۸ پېښور، د طب نامه ۸۶۲ پاڼه لومړۍ کرښه

دويمه بېلګه (انټرنټ پاڼه):
نقل قول: کله چې« دا » لۀ نوم يا نومځري سره وکارول شي، نو د قيد دنده ځانته غوره کوي.
پورتنۍ جمله د قاموسونه ټکی کام پر پاڼه په خپره سوې يوه مقاله کي راغلې او که يې موږ منبع يادول غواړو په لاندي توګه يې ليکلای سو:

د ليکونکي نوم او تخلص:«عنوان/سرليک»، د انټرنټ پاڼي نوم او د ليکنې د خپرېدنې نېټه، د ليکنې لينک او د دغه لينک د پرانستلو نېټه
تمهيد سيلانی: « ايا «دا» يوازې ښځينه نومځری دی؟»، قاموسونه ټکی کام انټرنټ پاڼه (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۳مه نېټه)، https://bit.ly/2ZXi6J5 د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۵مه نېټه ماپښين يوه بجه

دريمه بېلګه (فيسبوک):
نقل قول: کله چي د (يو) عدد ياد سو، د اندازه کولو واحد ته ضرورت نسته.
د عبدالنافع همت صاحب له خوا د هغه پر فيسبوک پاڼه خپره سوې يوه مقاله کي هغه په پښتو کي د اندازه کولو د «عراده» پر واحد بحث کړی دی. که موږ وغواړو چي په خپله علمي ليکنه کي د هغه له پورتنۍ جملې څخه اقتباس وکړو نو منبع يې داسي يادولای سو:

د ليکونکي نوم، د رسنۍ نوم، د ليکنې عنوان، (د فيسبوک اکاونټ نوم)، د خپرېدنې نېټه، د فيسبوک پوست لينک او د کتنې نېټه يې
عبدالنافع همت (فيسبوک ۲۰۲۰): «(يو عراده کورولا موټر) که (يو کورولا موټر)؟»، (د عبدالنافع همت فيسبوک پاڼه)، خپره سوې د ۲۰۲۰ کال د جولای په ۲۴مه نېټه، د ليکنې لينک وروستۍ پرانستنه/کتنه يې د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۵مه نېټه ماپښين ۲ بجې

په زياته د علمي ليکنو او څېړنو د ليکلو په ترڅ کي د آساني رامنځ ته کولو له پاره اوس يو شمېر تخنيکي آسانتياوي رامنځ ته سوي دي. د بېلګي په توګه ګڼ شمېر بېل سافټوېرونه او انټرنټ پاڼي داسي امکانات وړاندي کوي چي د تيزيس يا نورو علمي او څېړنيزو ليکنو ليکونکي يې په مرسته اقتباسات، نقل قولونه او ورسره مل منابع او مأخذونه د نړيوالو اصولو سره سم تنظيم کولای سي.

انسان د سپين کاغذ په توګه نړۍ ته راځي او وروسته له نورو زدکړه کوي او د هغه زدکړو پر اساس نورو ته ښوونه کوي او يا په کمو مواردو کي نوي څه اختراع/رامنځته کوي. لکه د اردو شاعر سيف الدين سيف (۱) چي وايي په نړۍ کي هيڅ خبره نوې نه ده، بلکه صرف د کولو طرز يې څرنګوالي ته تغير ورکوي. په هر صورت هر هغه «عالم» چي په علمي غلا ځان ککړوي، نه يوازي د ځان سره بلکه د خپلو استادانو سره جفا کوي.

د زياتو پښتو ليکنو او کتابونو د ارزونې له پاره حتی کوم مغلق تخنيکي پروګرام ته اړتيا نسته چي شخړيزتوب يې روښانه کړي. د بېلګي په توګه د «پښتو شعر هندسه» يا پر دغه موضوع تر بل عنوان لاندي خپاره سوي بېل کتابونه کتلای سو چي بيلو ليکوالانو په خپل نوم خپاره کړي دي خو پکښي راوړو معلوماتو سره يې منابع نه دي ليکلي چي له کوم کتاب يا ليکوال څخه يې اخيستي دي. نتيجه يې دا ده چي پر دغه يوه موضوع د چاپ سوو بېلو کتابونو ليکوالان بېل خو د اکثرو موضوعاتو بحث او نتيجه يې يو له بل څخه کاپي کړل سوې ښکاري. ښايي دا معلومول هم کومه مشکله خبره نه وي چي کوم ليکوال به له کوم ليکوال څخه بېله د منبع ظاهرولو معلومات کاپي کړي وي.

هر هغه محصل، پوهنيار يا پوهاند ... چي په اړين دقت سره د رايجو اصولو په رڼا کي په خپلو علمي توليدي او څېړنيزو توکو کي منابع نه روښانه کوي، هميشه د دې خطر تر سيوري لاندي وي چي «غلا»، «پلاګيات» يا «علمی داړه ماري» يې بربنډه سي او حتی هغه لاسته راوړنې يې تر سوال لاندي راسي، چي په حقه يې خپلي دي. په زياته د تخنيکي پرمختګ سره د «اصلي» او «غلا سوي» تر منځ توپير کول زښت آسانه سوي او په راتلونکي کي به لا آسانه سي.

سیفؔ انداز بیاں رنگ بدل دیتا ہے (۱)
ورنہ دنیا میں کوئی بات نئی بات نہیں

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲۵مه نېټه، بون

(۱) شاعر: سيف الدين سيف، کتاب: منتخب شهکار اشعار (روهي کنجاني)، الحمد پبليکېشن ۱۹۹۳
د مقالې له پاره د کارول سوي انځور منبع: https://www.urheberrecht.de/wp-content/uploads/quellenangaben-im-text.jpg

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




--> قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ
قاموسونه کارول زده کړئ


قاموسونه موبايل اېپ اندرويد