«د مناظرې په باب څو خبرې»

د یوې منظومې مناظرې له پاره

د علامه رشاد یوه لنډه عالمانه سریزه

ليکونکی: پوهندوی آصف بهاند


مناظره د څه شي د ماهیت او حقیقت په باب بحث کولو ته ویل کېـږي یا د یو څه د ماهیت او حقیقت په باب پوښتنې ــ ځوابونه او بحث ته مناظره وايي. په مناظره کې د بحث داوړه خواوې یو د بل پر خبرو او دلایلو داسې ایراد کوي چې د حیرانتیا وړ وگرځي. د بحث یا خبرو دواړه لوري د خپل استدلال په ترڅ کې داسې دلایل او براهین وړاندې کوي چې پر مقابل لوري خپله لوړتیا او فضیلت ثابت کړي. د منطق د علم له نظره، مناظره د دوو سره مخامخ ډلو هغه پاملرنه ده چې د خپل نظر د ثابتولو په برخه کې یې کوي.

مناظره د ادب د یو صنف په توگه په اوسني وخت کې یوه ډېره پېژندل شوې او عامه برخه نه، بلکې یو هېر ادبي صنف گڼل کېـږي، د همدې له پاره د نوي نسل دومره ورته پام نه دی. په پښتو ادب کې یې وروستۍ او غوره بېلگه همدا د «مناطرې» ټولگه ده چې د پښتو ژبې د معاصر شاعر میر حیدر صاحب زاده کندهاري د اثارو په لړ کې موږ ته راپاتې ده.

میر حیدر کندهاری بېشمېره منظوم تخلیفات کړي دي چې علامه رشاد د پښتو ژبې فردوسي بللی دی. ویل کېـږي چې تر یو لک بیتونو ډېر تخلیقات یې پښتو ژبې ته ډالۍ کړی دي.

د دې کرښو د لیکلو په وخت کې مې له استاد معصوم هوتک نه د میر حیدر کندهاري په باب د معلوماتو غوښتنه وکړه، هغوی د خپلې دایمي مرستې په لړ کې دا معلومات راولېـږل:

«میر حیدر صاحبزاده د پښتو ژبي د فردوسي لقب گټلی وو. ویل کېږي چي له ده څخه د راپاتو منظومو آثارو بیتونه تر یو لک بیتو اوړي. دی پر شعر برسېره د طریقت د لاري لاروی هم وو. نیکه ئې مهتر موسی د حاجي دوست محمد کندهاري خلیفه وو.

حاجي دوست محمد کندهاری په قام یوسفزی پښتون وو او په ۱۲۱۶ هـ ق کي کندهار ته نزدې پخپل پلرني کلي کي زېږېدلی وو. پلار ئې ملا علي اخند نومېدئ .حاجي دوست محمد کندهاري د علم په طلب پسي کابل ته ولاړ . وروسته ئې د حج فریضه ادا کړه او له هغه ځایه ئې هندوستان ته سفر وکړ او د حضرت شیخ احمدسعید دهلوي (وفات ۱۲۷۷هـ ق) خدمت ته ئې ځان ورساوه. شیخ احمدسعیدرح خپل خلیفه وټاکه او افغانستان ته ئې د تگ لارښوونه ورته وکړه. حاجي صاحب د خپل پیر له امر سره سم د کلات ( زابل) په غنډانو کي خانقاه جوړه کړه.

حاجي دوست محمد کندهاری د ۱۲۸۴هـ ق کال د شوال پر ۲۳مه وفات او په موسی زي کي خاورو ته وسپارل سو.

د حاجي دوست محمد کندهاري په کندهاریو خلیفه گانو کي یو هم د پښتو ژبي دېوان لرونکی قادرالکلام شاعرجانان فدوي دئ چي دېوان ئې ما (هوتک) چاپ ته تیار کړی دئ او د کورونا ناروغۍ له امله ئې د چاپ چاري ځنډېدلي دي.

د میر حیدر صاحبزاده کندهاري آثار که چاپ سي، په حقیقت کي به مو د پښتو ژبي د خورا لرغونو او متروکو لغاتونو یوه بډایه زېرمه خوندي کړې وي.»

د مناظرې په باب علامه رشاد، د مناظرو د یوې ټولگې (مناطرې) په سریزه کې خورا علمي او مستند معلومات لیکلی دی. د مناظرې په باب د علامه رشاد دا لنډې او عالمانه خبرې، د نوي نسل له پاره ځکه مهمې دي چې په ترڅ کې یې د مناظرو تاریخ، د مناظرو ډولونه، د نړۍ د مشهورو مناظرو نومونه، په پښتو ادب کې د مناظرو پر تاریخ او بېلگو باندې داسې خبرې شوي دي چې د یوه لوی کتاب مفهوم په همدې لنډه سریزه کې لوستونکو ته له مثالونو سره وړاندې شوی دی.

سم مې په یاد نه دي چې د «مناطرې» په نامه کتاب مې په کابل کې له چا سره ولید، خو له کتاب نه اخیستل شوي عکسونه داسې راته وايي چې د ۲۰۱۷ ام کال د مارچ پر پنځمه اخیستل شوي دي. کله مې چې په کابل کې دا کتاب ولید، د کتاب نوم راته نوی او جالب ښکاره شو، ځکه مې یې د لیدلو او لوستلو هوډ وکړ. د کتاب لومړۍ پاڼه مې چې راواړوله، د رشاد صاحب پر عالمانه سریزه مې سترگې خوږې شوې، په بیـړه مې تر نظر تېره کړه، په زړه کې راوگرځېدل چې د استاد دا څو کرښې باید له ځان سره ولرم؛ او په لازم وخت کې یې له ټولو سره شرېکې کړم، ځکه مې همالته د کتاب له پیل نه یوازې د رشاد صاحب درې مخیزه سریزه او د کتب پېژندنه د ماخذ له پاره په خپل لاسلرلي موبایل سره عکاسي کړه.

د کابل له سفره چې بېرته اروپا ته راغلم، نو مې له معمول سره سم له خپلې کمرې او موبال نه ټول عکسونه په منظم ډول د ۲۰۱۷ ام کال په ارشیف کې کېښودل او له بده شامته چې د «مناظرې» کتاب له پیل نه مې د علامه بابا د سریزې اخیستي عکسونه هېر شول. څو ورځې مخکې مې د کومې اړتیا له مخې د خپلو عکسونو ارشیف پرانست او د علامه بابا د مقدمې پر اخستو عکسونو ورپېښ شوم، ورته کېناستم او د عکسونو له مخې مې د مقدمې متن په کمپیوتر کې ټایپ کړ او دا دی کټ مټ یې له تاسو سره شریکوم.

د یادونې وړ یې گڼم چې د کتاب د لومړي مخ عکس مې د استاد مطیع الله روهیال په مرسته تر لاسه کړ، چې همدلته مننه ځنې کوم.

دا هم د «مناظرې» پر ټولگه باندې د علامه رشاد د لیکلې مقدمې متن:

«د مناظرې په باب څو خبرې»

د دوو تنو یا دوو ډلو یا دوو شیانو ترمنځ د یو او بل د اقناع یا الزام لپاره پر یوې ټاکلې او ځانگړې موضوع باندي بحث کول مناظره بولي. مناظره د ادب یو صنف دی، په مناظره کې زیار ایستل کېـږي بحث د منطقي جدل تر خند (دائرې) ونه وزي په مناطره کې داسي هم پېښېـږي چې د مناظري یو یا دواړه پلوه داسي څوک وي چې د خبرو کولو توان او استعداد ونه لري، خو شاعر یا ناثر د محاکات په توگه د حریفو مناظرینو له خولو څه وايي او یو پر بل باندې د هغو د فضیلت او لوړوالي دلیلونه وړاندې کوي، په مناظرو کې دود دا دی چې یوه مناظره د یوه حریف په گټه تمامېـږي.

مناظرې زیاتره په نظم وي خو په نثر هم ځينې مناظزې سته، لکه: د جوهر الفرد، منیه اللبیب (۱) رساله البادیه، د عقل و عشق، د عقل و جنون او شمس او سحاب مناظرې.

مناظره په ختیځ کې زړې ریښې لري، ویل کېـږي «د درخت آسوریک مناظره» په اشکاني پهلوي ژبه ویلې سوې وه، بیا په ساساني پهلوي راواړوله سوه ــ په ایران کې د ساسانیانو پاچاهي تر ۶۵۳ ع (۳۲ هجري قمري) پورې پایـېـدلې ده.

په عربي ادب کې د جریر او فرزدق مناظرې زړې مناظرې بللي کيـږي، د عربي ژبې دا دواړه نامتو شاعران په ۱۱۰ هجري قمري کال مړه دي.

ویل کېـږي چې پاړسي مناظرې اسد طوسي (۴۶۵ هجري قمري مړ) پیل کړي دي، د اسد طوسي مناظرې دا دي:

۱ ــ مناظره شب و روز ــ دغه مناظره خوشحال خان (۱۰۲۲ ــ ۱۱۰۰ هـ ق) پښتو کړېده.

۲ ــ مناطره مغ و مسلم.

۳ ــ مناظره نیزه و کمان.

۴ ــ مناظره آسمان و زمین.

۵ ــ مناظره عرب و عجم.

په ترکي ادب کي هم مناظرې په پنځمه هجري سدۍ کې پیل سوي دي، وایي د دیوان لغات الترک (د ۴۶۶ هجري قمري تالیف) مؤلف محمود الکاشغري د دوبي (اوړي) او ژمي مناظره لري، د دغې مناظرې ترکي نوم «یاز قیش مناظره سي» دی.

په پښتو ادب کې د مناظرو او مناظره ډولو شعرونو څرک تر څلور سوو کالو پخوا موږ ته معلوم دی. د پښتو ژبې لومړنی معلوم دیوان لرونکی شاعر ارزاني خویشکی (۱۰۲۸ هجري قمري مړ) په دیوان کي د همج او بورا تر عنوان لاندې یو مناظره ډوله شعر لیکلی دی. (۲) دغه مناظره په ۲۵ رباعي گانو کې ځای سوې ده او د مضمون تسلسل پکښي خوندي دی. لومړۍ رباعي یې دا ده:

هـر وجـود یو صحرا دی
که فقیر، که اُمرا دی (۳)

د هـر چا یـو وجـود ویـنه
یو همج دی، بل بـورا دی

د خوشحالۍ خبره ده چي د پښتو مناظرو لړۍ څلورسوه کاله پس د ارواښاد میر حیدر صاحب زاده کندهاري (۱۴۰۷ هجري قمري مړ) د مناظرو په چاپ تر موږ رارسېـږي ــ په دغې مجموعه کي د ارواښاد میر حیدر صاحب زاده نهه منظومي مناظرې چاپ سوي دي په دې ترتیب:

۱ ــ د بیرغ او خیمې مناظره ۱۸ بیته

۲ ــ د پتنگ او شمع مناظره ۱۳ بیته

۳ ــ د ختیځ او لویدیځ مناظره ۴۰۶ بیته

۴ ــ د منشي او سپه سالار مناظره ۳۳ بیته

۵ ــ د شپي او ورځي مناظره ۷۲ بیته

۶ ــ د غره او دښت مناظره ۵۱ بیته

۷ ــ د غنا او فقر مناظره ۹۱ بیته

۸ ــ د گلاب او نرگس مناظره ۳۵۲ بیته

۹ ــ د طبیب او منجم مناظره ۶۹۶ بیته

زه د دغې مجموعې له سره په کتنه، سمون، اوډنه او همدارنگه چاپولو کي د کندهار د اطلاعاتو او کاتور د رئیس ښاغلي عبدالمجید ډېره توجه او د ښاغلي مطیع الله روهیال زیار د ستاینې وړ بولم او د پښتو ژبي او ادب د زیات خدمت توفیق ورته غواړم.

اکادیمیسن پوهاند رشاد
۱ حمل ۱۳۸۳ لمریز

پای لیکونه:

۱ ــ نفحه الیمین باب الثاني.

۲ ــ همج = گونگټه، دغه خزدکه له خوشیو او گنگیو مرغټاني جوړوي.

۳ ــ د ارزاني په وختو کې اُمرا کلمه چې جمع ده، د مفرد په معنا (امیر) کارېدله.


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ