د سهېلي پښتونخوا پښتو خطي پانګه (An Analysis of Pashto Manuscripts of Southern Pashtoonkhwa) د ګرانې خور رحمت بي بي اڅکزۍ هغه په زړۀ پورې څېړنه ده چې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې له اړخه پرې ورته د سندي څېړنې په اساس د ایم فل سند ورکړے شوے دے. د دې څېړنې لارښود ډاکټر برکت شا کاکړ او معاون لارښود ډاکټر عبدالرحمان کاکړ دے. د اېم فل د سندي څېړنو مقالو کښې دا یوه نادره علمي موضوع ده او ګرانې خور رحمت بي بي ورسره پوره پوره انصاف کړے دے. 
اولنے باب د سهېلي پښتونخوا علمي او تاریخي ارزښت باندې لیکلے شوے دے. دلته جعرافیایی پس منظر، علمي او فرهنګي حوزې او دې کښې د خطي نسخو یو مجموعي اجمال وړاندې کړے شوے دے. 

دوېم باب کښې په یاد محیط کښې د پښتو  خطي نسخو د دیني زخیرې سرمایه راټوله شوې ده. دې باب کښې یوه برخه د تفسیرونو، حدیثونو او سیرت ده. دې مد کښې د اتویشتو (۲۸) نسخو پېژندنه ده. دوېمه برخه همد  باب کښې د فقهي او تصوفي نسخو ده. د  مد کښې د اووۀ نوي نسخو پېژنګلوي ده. درېمه برخه همدې باب کښې د اخلاقي معنون خطي نسخو ده. دلته د څوارلس خطي نسخو اجمالي تعارف دے. 
درېم باب د ادبي نسخو متعلق دے. په دې باب کښې درې برخې دي. یوه برخه د پښتو خطي نسخو د دیوانونو ده. دلته د څلور دېرش دیوانونو پېژنګلوي ده. دوېمه برخه د جونګونو ده. دلته د نظم او د متعدد شاعرانو په کلامونو ایستل شوې خطې نسخې راوړلې شوي دي. دا لړۍ د شپاړسو بېلګو پېژنګلوي ثبت کوي. 
څلور باب د طبي، تاریخي او تربیتي هغه پښتو خطي نسخې راپېژني چې په سهېلي پښتونخوا کښې خوندي دي. دلته د طب برخه کښې یوه نسخه، د تاریخ برخه کښې یوولس نسخې او د تربیت برخه کښې اتۀ نسخې راوړلې شوي دي. 
پنځم باب کښې متفرق خطی نسخې راغونډې کړې شوې دي. په دې کشې هم درې قسمه وېش دے. یو د جنګ نامو دے. په دې کښې څلور نسخې راوړلې شوي دي. دوېم وېش د ژبنیز اثارو دے په دې کښې څوارلس نسخې دي. او درېم وېش د قیصو/ډرامو دے چې ورپکښې دیارلس نسخې ثبت دي. 
دا رنګ دې څېړنه کښې ټولټال دوه سوه او نهۀ شپېتۀ نسخې د نظر لاندې نیولې شوي  دي. د دې نسخو لیکوال، د لیک کال، کاتب، د کتابت نوغے، د مخونو شمار، د نسخې پېل او پایې، په نسخه مختصرترین تبصره او د نسخې د موجودګۍ ځاے ځګے لیکلې شوي دي. د دې څېړنې لپاره څېړنکارې خور بیخي زیات زیار وباسلے دے او سنجیده نتایج او وړاندېزونه یی راوړي دي. کتابي شکل کښې دا مقاله د ډاکټر رفیقي څېړنیز مرکز کوټې له خوا جاپ ده. د چاپ کال یی ستمبر دوه زره یویشتم دے. 
ما چې دا کتاب لوستو نو د پښتنو د لیک لوست شواخون د یو عحیبه اذیتناک خو ویاړمن کېفیت نه تېرولم. اذیت داسې چې د پښتو کتاب لیک کښې په پېړیو پېړیو هېڅ مادي ګټه نه وه خو پشتنو ثبت کول او خوندي کول. د شهرت به یی هم څۀ دومره لالچ او لاس ته راوړنه نۀ وه ځکه په دغه خطی نسخو کښې د زیات تره لیکوال احوال نامعلوم هم دي! او د دې نسخو اکثر معنون/محتوا د ویر او اخلاص نه ډک دي. ویاړمن کېف ورته داسې وایم چې دا لرغونې ژبه همدغه لېونو شتۀ کړې ده. د هر قسمه لالچ او مادي منفعت نه پورته یی د مورنۍ ژبې حق پاللې دے. او په یویشتمه پېړۍ کښې هم دا فرض کوم ریاست او ادارې زیات نه بلکه د دې مور لېکوال او هنرمندان بچی د وینو په قیمت ادا کوي.  
دې کتاب کښې یوه نسخه د "دعا سریاني" په نوم ده. دا د بابو جان د حضرت عبدالله بن عباس د دعا منظومه پښو ژباړه ده. تر اوسه ناچاپ ده. پروفیسر صاحبزاده حمیدالله پانګه بلوچستان ارکایوز کوټه کښې خوندي ده. زۀ دې نوم د حېرت په جهان ډوب کړم. بابو جان د عربي نه پښتو ژباړه کوي او پېل داسې کوي چې 
زۀ موجود یم د همېشه 
کۀ طلب لرې دروېشه 
او نوم ورته دعا سریاني ورکوي. دا اقدام بلها ډېر سوالونه زېږوي چې دا نوم بابو جان ورکوی؟ ولې یی ورکوي؟ هغه سریاني نه څومره خبر و؟ د سریاني د پښتو سره څۀ تړون دے؟ دلته د ژبو د مشترک تعامل/تفاعل او د ورکړې راکړې فطرت ته اشارات دي؟ 
امام محمد بن اسماعیل بخاري خپل د حدیثو مشهور کتاب الجامع الصحیح البخاري کښې یو ناویاته اسلوب دا خپل کړے دے چې باب له یو ناویاته نوم (ترجمة الباب) راوړي. په ظاهره دغه باب کښې راوړل شوی حدیثونه د دې عنوان سره تړلې نۀ ښکاري خو چې دقیق محدثانه پس منظر، د فقاهت ژورتیا، د ادب لطافت او لسان العرب په وسعت کښې ورته اپروچ وشي نو بیا نادر نادر نکات راڅرګند شي. دې لړ کښې د امام په دغه اسلوبي ادا په زرګونو صفحات لیکلې شوي دي. ابن خلدون لیکلي دي چې د امام بخاري د دې ادا سپړدنه په امت لا تر دې دمه قرض دے! د خوند خبره دا ده چې دا ترحمة الباب (عنوان) یو دعوی وي. او د دې لاند  راوړلې شوې موضوع د دې دعوې دلیل وي. په کوم چې د بحث مد کښې بلها تنقیدي بحثونه راځي. او د دې پښتو خطي نسخو لړ کښې دلته د بابو جان "دعا سریاني" دا رنګ بلها اړخونه راسپړي کۀ په دې نوم، متن، ماتن، ژباړې، ژباړن دقیقه څېړنیزه مطالعه وشي نو خوندور مباحث به وزېږوي. 
دې کتاب کښې د یوې بلې نثري نسخې " د پښتنو نسب" متعلق هم اساسی معلومات ثبت دي. دا نسخه د ملا اقبال خواجه زی اڅکزي ده. د لیکلو کال یی نامعلوم دے. پېل یی داسې دے چې دا سوال چي پښتانۀ څوک دي او له مودې څخه د ځپلو او پردو ترمنځ د بحث لاندې دي. په دې نسخه د تبصرې لړ کښې آغلې خور د جاج تر عنوان لاندې داسې لیکي " دا د ملا اقبال اخوند یوه علمي څېړنه ده جی د پښتنو د نسب باب یی کړې ده. په نسخه کښې ځېنې شجرې هم راغلي دي. یوه پکښې د ملا محمد شا ملیزي د پښتو اولسي شاعر مشهور په ملا باچا شجره تر آدم پورې هم پکښې ده" 
اوس کۀ د حسب نسب علم د جینټکس/جینیالوجي ساینس تر ډېره حده په یویشتمه پېړۍ کشې منقح کړے دے. خو د دې باوجود د حسب نسب تحفظ چې د مقاصد شریعت یوه اساسي موخه ده په هر دور کښې علم دوسته قامونو د دې پالنه کړې ده. پښتنو په خطي نسخو کښې په بېلابېلو حوزو کښې دې ته څنګه اپروچ کړے دے؟ دا اپروچ د درباري او مصنوعي اپروچ تابع دے کۀ مخالف دے؟ دا د شناخت د حساسیت او لزومیت سماجي او قامي ارزښت په ګوته کوي. 
په دې کتاب کښې د یوې بلې نسخې تفصیلاتو غرېو نیولے کړم. مرۍ مې ترخه زهر شوه. دا نسخه "دعائیه افغانستان" ده. د یو سل او اووۀ مخو دا منظومه د نامعلوم لیکوال ده! د ویلو کال هم نامعلوم او د کاتب حال هم نامعلوم!! 
د دې نسخې د پېل ټکي داسې ثبت دي. 
"عارضان یو موږ و تا ته یا احده 
تۀ بې نیازه ترهر چا یی یا صمده 
خلاص مو ته کړے له شاهي ستا په مدده 
بې تا نه کیږي هېڅ کار بار  سبحان 
ربه ته کړے کل ازاد افغانستان 
که یی ورکه کړی شاهي باري سبحان 
پاې
نتیجه د وکیلانو زمونږ دا شوه 
دا کسان د دې ملت په ځان بلا شوه 
دوی په جاه و په عزت ټول مبتلا شوه 
چی بیا نه کړې وکیلان دا جاهلان 
ربه ته کړې کل اباد افغانستان 
کۀ رب ورک کړه خاینان باری سبحان" 
د افغانستان په خاوره د فساد او یلغار دا تاریخواله د نړۍ یو طویل ترین ناتار شو. دا یلغار او استعمار اګر کۀ خارجی لاملونه لري خو مونږ هم د دعاوو نه پرته د دې ناتار په شا کولو لره څۀ کړي دي؟ دا منم چې دعا د عبادت مغز دے. دا تقدیر بدلوي خو دا د سنتِ الاهي برخلاف نۀ ځي! مونږ دا ګڼو بلکه عقیده کوو چې څۀ کیږي زما د ښې لپاره کیږي! حال دا چې دا تېښته ده. د خداے د عالم الغېب د صفت نه نیمګړې او متصادمه استفاده ده. دا خاصه هم په دې خاوره او دې خلقو په مودو مودو په یو ساینسي ذهني سرمایه کارۍ ترلاسه کړې شوې ده. اوس کۀ ورته څوک رسا خبره کوي هغې ته شک او سرکشۍ په سترګه ګوري. 
زۀ په دې څېړنه رحمت بي بي اڅکزۍ ته دا ډاډ ورکووم چې هغه خپله دغه د څېړنې موضوع د محتوا له اړخه نوره وشاربي او د دې تهذیبي څېړنه وکړي. او دا نوره مخ په وړاندې بوځي. یقیناً دا مقاله د دې ګواهي ورکوي چې هغې کښې د څېړنې استعداد کافي شافي دے. د لا ځلولو لپاره ورته د ډېر لږ اشارت ضرورت دے. 
سمیع الدین ارمان 
اتم اګست دوه زره دویشتم 
اریانا پېښور
___
د ليکنې لنډ لينک: 
https://t1p.de/8jnid
___

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba