ليکونکی: پوهاند عبدالحی حبيبي
د مقالې ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري/شمس الله آرين

علامه عبدالعلي اخندزاده خالوزی* کاکړ، ما له (۱۳۳۸هـ.ق.) را هيسته پېژندی. زه به د لسو کالو وم، چي د قندهار يوه سندرغاړي (باغي اخندزاده) به د عبدالعلي بدلي د ارغنداو په ګڼو باغو کي ويلې او د ده ږغ به مځکه او آسمان رېږداوه.
ښه مي په ياد دي، يوه شپه ئې بدله ويله، چي مطلع ئې دا وه:
مخ ګرځوي په بيرته ستمــــګر ولــي له ما؟
جهان په لمر روښان، پټوي لمر ولي له ما؟
دا بدله د عبدالعلي اخندزاده، د پښين د لوی عالم او فکور شاعر وه. د دغه شاعر يوې بلي بدلي ما ته په ځوانۍ کي د فلسفي تفکر اندېښنه را بخښلې وه، چي ويلې ئې وه:
سحر راتلم په ګلشن کي، ژړل را باندي مرغانو
ګلانو تويول په ورو ســـراســر د زړه نم پر ما
کوې عبدالعلي هر دم ګيله پر څــه له خوبــانو؟
رقم ظلم و ستم کش کی، پخوا لوح و قلم پر ما
د (۱۳۱۴ش.) کال په ژمي چي زه هند ته تلم، د کوټي په بازار کي مي دغه اخندزاده د طبابت پر دوکان ناست وليد. دغه وخت زه د کندهار د طلوع افغان مدير وم اوزما اخبار به علامه عبدالعلي ته استول کېدی.
ده چي زه وپېژندلم، په ډېره مينه ئې پر تندي مچ کړم او ما د ده سره لومړی پلا وکتل او د زړه خواله مو سره وکړه. څلور کاله وروسته چي ما د طلوع افغان په پاڼو کي د پښتو ادب ځيني ورکي او ناپېژندلي برخي سره څېړلې او را برسېره کولې، د کوټي څخه د علامه عبدالعلي يو پيغام را ورسېد، چي ده د پښتو يوه قديمه نسخه موندلې ده او که د هغې د چاپولو امکان د قندهار په مطبعه کي وي، نو به ئې دی را واستوي. دا پيغام ما ته چي د قديم پښتو ادب يوې پاڼي يا يوه بيت ته هم تږی وم، د زوی زيری وو او ما ورته وويل، چي زه په خپله کوټي ته درځم او هغه ګورم.
آ ښه، د خدای کارونه وه، چي زه ژر وره نغلم او په (۱۳۱۹ش.) کال له قندهاره کابل ته راغلم او دلته د پښتو ټولني مشر سوم او په رسمي کارو داسي اړ سوم، چي د (۱۳۲۰ش.) کال تر ژمي پوري د سر ګرولو ته هم نه وم خلاص. څو چي د (۱۳۲۲) کال په پسرلي کي زه کوټي ته ولاړم او له خپل زاړه اشنا او خواخوږي مشر عبدالعلي اخندزاده سره مي وليدل او ده هغه معهود کتاب ما ته را ښکاره کی.
زما چي سترګي پر ولګېدې، يوه (پټه خزانه) وه، چي دمخه نه ما، نه بل چا هغه ليدلې وه. ما ارواښاد اخندزاده ته وويل، چي دا خو په رشتيا هم پټه خزانه ده، که ئې ما ته راکې، زه به ئې چاپ کم او جهان ته به ښکاره سي.
پر اخندزاده دي خدای ورحميږي، زما په خبره بيخي خوښ سو، تندی ئې ورين سو، شونډان ئې موسکي سول، وې ويل: «ما خو تا ته ساتلی وو، وا ئې خله او چاپ ئې که! خو ګران کتاب دئ، حواشي او توضيحات غواړي، بايد داسي چاپ سي، چي هر څوک په وپوهېدلای سي».
تر دې وروسته دا (پټه خزانه)را برسېره سوه او ما څو واره چاپ کړه، چي د پښتو ادب تاريخ ئې تر زرو کالو دمخي زمانې ته ورساوه او هغه خطي نسخه اوس د کابل د خطي نسخو په کتابخانه کي خوندي ده.
مګر اخندزاده د خپلو خاصو مصالحو لپاره زما څخه دا خواهش هم وکی، چي په چاپ کي به ئې زما نوم نه اخلي. نو ځکه تر هغو چي هغه مرحوم ژوندی وو، ما د ده نوم نه اخيستی او دا راز د ده يو امانت وو.
کله چي د ده تر وفات وروسته زما څخه چا پوښتنه کړې ده، نو ما دغه حقيقت نه دئ پټ کړی او د ارواښاد عبدالعلي اخندزاده په ياد اوس هم دا څو کرښي کاږم او دا منم چي که هغه مرحوم دغه کتاب په کوټه او پښين کي نه وای پيدا کړی، نو به اوس د پښتو ژبي او ادب د دغي تاريخي خزانې څخه لاس توري وای.
زه نه پوهېږم چي د مرحوم علامه د خپل نوم د نه ښکاره کولو علت څه وو؟ مګر چي دی ژوندی وو، زه د ده د غوښت په پوراينه اخلاقاً مکلف وم. اوس چي دی تر دنيا تېر دئ، زه د ده حق منم او اروا ئې ښاد غواړم.
جمال مېنه، کابل
۲۰ قوس ۱۳۵۶ش. 
منبع: تاريخي پلټنې، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو انستيتيوت، د ۱۳۵۷ چاپ
* په کتاب کي دغه نوم خالوزی راغلی، چي ښايي ټايپي تېروتنه وي. سمه املا يې خانوزی ده.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ