ليکونکی: پروفيسور سيال کاکړ
د مقالې ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري/شمس الله آرين

له کمه وخته چي د پښتو د پخوانيو ادبي او تاريخي تذکرو په لړ کي پوهاند حبيبي ته د کندهار د هوتکي دورې د يوه نوميالي ليکوال او فاضل مؤرخ ارواښاد محمد هوتک په زړه پوري تأليف پټه خزانه په لاس ورغلې، نو زما په زړه کي دا ارزو پيدا سوې، چي کشکي مي په خپل ژوندانه کي يو وار د پټي خزانې د لاسکښني ديدار په مړو سترګو کړی وای.
له ښه مرغه زما دغه زوړ ارمان په (۱۹۷۸ع.) کال کي د فروري پر پينځمه نېټه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کي تر سره سو. په همدې بختور ګهيځ زه او ښاغلی حبيب الله رفيع د کابل په سالنګ واټ کي د افغانستان تاريخي آرشيف ته له هغي وعدې سره سم ورغلو، چي له ښاغلي ډاکټر محمد يعقوب واحدي سره مو کړې وه.
ښاغلی عبدالقدير مشتري چي په تاريخي آرشيف کي د کتابدار په څېر وظيفه اجراء کوي، وموږ ته ئې خطي کتابونه او تاريخي اسناد په ډېره مينه را ښکاره کړ او په پای کي ئې زما د غوښتني له مخي د پټي خزانې لاس کښلې نسخه له وېترين څخه دباندي را و ايسته او زموږ تر مخ ئې کښېښووه.
ما په سړه سينه د پټي خزانې د هغي خطي نسخې چي په (۱۳۰۳هـ.ق.) کال کي ارواښاد محمد عباس کاسي د کندهار د محمد اکبر خان هوتکي په فرمايش د سهېلي پښتونخوا په کوټه نومي ښار کي کښلې، په هر اړخيزه توګه پر له واړوله او د عمرو عمرو تږي سترګي مي په مړې او روښانه کې.
پس له ژوري کتني زه د هغي تجربې له مخي چي د پښتو د لاسکښنو (Manuscripts) په ډګر کي ئې لرم، په واز کومي ويلای سم، چي موږ د پټي خزانې د دغي نسخې عمر تقريباً يوه پېړۍ وړاندي بللای سو.
موږ ته د تاريخي اسنادو له رويه دا خبره معلومه ده، چي لومړی وار پټه خزانه ارواښاد محمد هوتک په خپله ليکلې او بيا وروسته دوهم وار د کندهار د نوميالي پښتون سردار مهردل خان مشرقي له لاسکښني څخه بيا وروسته محمد عباس يوه بله خطي نسخه تياره کړې، چي له ښه مرغه دا وخت ئې موږ په لاس کي لرو او واحده نسخه ئې د کابل په تاريخي آرشيف کي خوندي پرته ده.
د محمد عباس لاسکښنه پر نخودي پرنګي کاغذ باندي په توره سياهي کښل سوې او ليک ئې نستعليق‌وزمه نسخ بللی سو. ټولي پاڼي ئې په تور يو کرښيز چوکاټ کي نيول سوي، خو څه هنري خواوي نه لري. دغه راز موږ د پټي خزانې په ځينو ځايو کي د کابل د (ادبي انجمن) مهر ليدلای سو.
د پټي خزانې د هر اړخيزي مطالعې په رڼا کي ويلای سم، چي د محمد عباس د خطي نسخې ليکدود (Scrip) او کاغذ (Paper) د پښتو و هغو خطي نسخو ته بيخي ورته دئ، چي له نن څخه تقريباً يوه پېړۍ وړاندي د پښتو خطاطانو په وسيله ليکل سوي او دا وخت د پښتنو په بېلا بيلو ځانګړو او رسمي کتابتونو کي خوندي دي.
زموږ په دې روښانه زمانه کي د پښتنو د ملي ليکوالو له هغو ادبي هڅو او پلټنو څخه داسي برېښي، چي زموږ د ځوانانو په همت به ډېري پټي خزانې، له بده مرغه دا وخت له موږ څخه ورکي دي، ډېر ژر زموږ لاس ته راسي.
منبع: تاريخي پلټنې، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو انستيتيوت، د ۱۳۵۷ چاپ

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ