ليکونکی: کانديد اکاډيميسن محمد ابراهيم عطايي
د مقالې ديجيتل کوونکي: خليل الله سروري/شمس الله آرين

د اتنوګرافيکي تحقيق له پاره د نورو منابعو په اړخ کي لرغون متون هم يوه بډايه منبع ده. د دغه مقصد له پاره په متونو کي تذکرې ډېره مرسته کولای سي او موږ هم دلته د پښتو پر يوه تذکره دغه کار په فشرده توګه سرته رسوو.
په لاندي اتنوګرافيکي تحقيق کي د څېړني له پاره په پښتو متونو کي پټه خزانه چي د تذکرې خصوصيت لري، را ټاکل سوې ده.
دا متن دومره غني او بډای دئ، چي موږ د کلتوري څېړنو له پاره ډېر مواد پکښي ميندلای سو، د مثال په ډول د اتنوګرافۍ په جينولوجيکي برخه کي د پټي خزانې مواد موږ ته په يوه ټاکلي وخت کي د هغو قبايلو خپل منځني نسبي ارتباطات او اړيکي را ښيي، چي هويتونه ئې نن هم معلوم دي.
څرنګه چي اتنوګرافي تر اوسه په لوی چوکاټ کي د تاريخ سره تړلی ځای لري، نو اتنوګرافي تحقيقات هر وخت د تاريخ مرستندوی دي. د همدغه ارزښت له مخي د نننۍ نړۍ په لويو علمي او تحقيقاتي موسسو کي دا څانګه ډېر مهم ځای لري. له دغو موسسو څخه يوه د شوروي اتحاد د علومو اکاډيمي ده، چي تر يوې پېړۍ زياته موده ئې د اتنوګرافيکي تحقيقاتو په برخه کي کار کړی او نن د دغه علمي تحقيقاتي عمده ريکارډ په بين المللي سطحه له دغه ستر علمي مرکز سره موجود دئ.
د منځنۍ آسيا اتنوګرافيکي کارونه سربېره پر دغه ياد سوي ستر مرکز د دغي سيمي د هر جمهوريت د اکاډيمۍ له خوا څخه دوام لري او ډېر مخ پر وړاندي پړاوونه ئې وهلي دي.
د افغانانو پر اتنوګرافيکي اړخونو ډېر مېتوديک کار په همدغه ستر علمي مرکز کي د ډېر پخوا څخه کيږي او کوم چا چي ډېر کار کړی، هغه (م. ګ. اسلانوف) (۱) دئ، چي آثار ئې په نړيواله توګه د معتبرو ماخذونو حيثيت موندلی دئ. کومه لنډه څېړنه چي زه ئې په لاندي کرښو کي وړاندي کوم، لکه پورته چي مي وويل، د اتنوګرافي يوازي جينولوجيکي اړخ په ارتباط ځيني مسايل تر څېړني لاندي نيسم او د تحقيق مېتود مي د اسلانوف پر چوکاټونو بنا دئ او نوره ليکنه به د موضوع په ارتباط خپلو ټاکلو حوالو او توضيحاتو سره پسي تعقيب کړم.
نو څرنګه چي دغه کار يو شمېر خاص اصطلاحات لري، نو د دغو اصطلاحاتو توضيح به د ټاکلو لمبرونو پر مخ د مقالې په پای کي راوړم.
پټه خزانه يو تاريخي متن دئ او په دغه متن کي د علمي څېړنو له پاره بډای مواد پراته دي، چي د اتنوګرافۍ په برخه کي ئې دلته څېړنه کوو. لکه چي پورته وويل سوه، د جينولوجيکي پلوه په دې متن کي د يو شمېر قبايلو نومونه راځي او دا نومونه د اتنيکي جوړښت له مخي د انسان پوهني د ډېرو غټو بحثونو منبع ده.
دغه اتنيکي بحث د منځنيو پېړيو څخه را روان دئ. عربانو، ترکانو، کورګانيانو، انګليسانو او شوروي پوهانو کار پر کړی دئ او په خپله افغانانو هم داسي برخه پکښي اخيستې ده، چي کار ئې د موداو د عرضې په برخه کي غني دئ، خو د علمي مېتود د نه پېژندلو په وجه هر يو په جلا توګه د کره کتني وړ دئ.
دا کار د اتنوګرافۍ د ځوانو څېړونکو له پاره ضروري دئ، خو زه دلته بيرته هغه خپل تنګ چوکاټ ته را ننوزم، چي هغه د پټي خزانې د متن څخه يو څو ټاکل سوي د اتنوګرافۍ جينولوجيکي نومونه دي. دا نومونه د يوه کل په توګه د قبيلوي ټولني د خورا پخوانيو پړاوونو ميراثونه دي، چي د کلتور د تاريخي (۲) مرحلو نښي نښانې پکښي ليدل کيږي او که د څېړني هڅي ته نور هم ژور دوام ور کړو، حتی کېدای سي چي د ټولنپوهني تاريخي مراحل (۳) دي هم پکښي وپېژندل سي.
د لومړي کمون (۴) د ټولني قبيلوي خصوصيات، د دغو قبايلو د اتحاديو تشکيل (۵)، مهاجرتونه او نور روابط د دغو نومونو په مفاهيمو کي نغښتي دي. همدارنګه د قبيلوي اتحاديو تر تشکيل وروسته د دوی تر منځ لانجې، شخړي او بالاخره په وينو لړلي قبيلوي جنګونه او حتی د مرئيتوب پروسه هم د دغو نومونو سره بې اړيکي کېدای نه سي.
په پټه خزانه کي د زړو نسبنامو سره سم جينولوجيکي سلسله په افسانوي نيکه‌ګانو را پيل کيږي. د خرښبون نيکه د يادوني پر وخت د هغه د پلار، تره او د دغي لومړۍ کړۍ په ارتباط ځيني نومونه راوړل کيږي. متن دا دئ:
«... شيخ خرښبون سړبنی رحمة الله عليه د پښتون باباب د کسي د عبدالرشيد لمسی وو، خاوند تعالی ښکاره کمالات او کرامات ور کړي ول. د خدای په عبادت به بوخت وو. نقل کا، چي د پلار په ژوند کي لا رخصت سو او د خپلو اولادو سره راغی له کسي څخه غوړي مرغۍ ته او کله به ولاړ د غُنډان غره ته او هلته به ئې خدای تعالی ستايه او لمانځه او په کال کي به يو وار تلی، د خپل تره بيټني نيکه ليدنه به ئې کوله او پس له وفاته به ئې هم زيارت ته ورتلی. خرښبون بابا د شيخ اسماعيل سره چي بيټني نيکه زوی نيولی وو، لوی سو او هغه وخت چي خرښبون د کسي له غره، غُنډان ته راتلی، نو اسماعيل بابا په ده پسي ډېر وژړل» (۹ مخ).
په دغه پورتني متن کي د يو شمېر هغو کسانو نومونه راوړل سوي دي، چي هغوی د يو شمېر قبيلو نيکه‌ګان بلل سوي دي او د دوی نومونو ته قبيلې ور منسوبي دي او هم د يو شمېر داسي سيمو نومونه ياد سوي دي، چي د دغو قبايلو په لومړيو لېږدېدنو پوره اړه لري.
دا نومونه او د نومونو د خلکو تر منځ نسبي اړيکي او د دوی د لېږدېدني واقعه د کوم ټاکلي تاريخ سره اړه نه لري، خو دغه فولکلور بيا هم بې‌ارزښته نه شمېرل کيږي او د انتوګرافۍ په اتنولوجيکي برخه کي د علمي تحقيق له پاره ارزښتمند ځای لري.
په دې کي شک نسته چي په دغه نامه د پښتني قبيلو په اولنيو اسلافو کي خلک تېر سوي دي او د دغو نومو په ارتباط قبايل هم په سيمه کي لېږدېدلي دي، خو د هغو پېښو د کره کولو له پاره د څېړني ضرورت دئ او پر دې موضوع زموږ داخلي او دباندني پوهانو کار کړی دئ او دغسي کارونه د ګټورو نتېجو حامل هم دي.
په پورتني متن کي خرښبون د سړه‌بن زوی، د کيس لمسی بلل سوی دئ. دا درې سره نومونه د خپل جوړښت په لحاظ د سيمه‌ايزي بومي ژبي نومونه دي، خو د عربي فرهنګ هغه اغېزې چي د غير عربي قبايلو پر نسبنامو په عمومي توګه لوېدلي دي، دغه نومونه هم له دغسي اغېزو څخه خلاص سوي نه دي. مثلاً د خرښبون له پاره ئې خير الدين او د کيس له پاره ئې قيس ټاکلی دئ. د ختيځ په هغو ټولو سيمو کي چي د عربي فرهنګ تر سيوري لاندي واقع سوي دي، د نسبنامو جينولوجيکي جوړښت د سامي اقوامو د نسبنامو د زاړه مېتود تابع سوي دي او له همدغه ځايه د ختيځ ډېر غير عربي ولسونه په نسبنامو کي په عربو ور ګډ سوي دي. څرنګه چي عرب پر سامي کرښه د بني اسرائيلو سره مښلي، نو دا نظر هم منځ ته راغلی دئ، چي دا اقوام د بني اسرائيلو سره ومښلوي.
پښتانه قبايل د يوه کُل په ډول د کيس نيکه اولاده بلل سوي دي. کيس درې زامن درلودل، چي (سړبن، غورغښت او بيټني) نومېدل او د دغو هر يوه اولاده مخ پر کښته کښته د يوې وني د څانګو د کيس نيکه اولاده بلل سوي دي.
په ختيځ کي په عمومي توګه قبايل په جينولوجيکي برخه کي همدغه ډول ترتيب لري، د مثال په ډول د ترکانو نسبنامه هم (د ديب يا بولجه خان په نامه د يوه سړي څخه را پيل کيږي، چي هغه څلور زامن درلودل، چي هغه قراخان، اور خان، کر خان او کز خان نومېدل) (جامع التواريخ رشيدي، لومړی جلد، ۷۹ مخ). او له دغوڅلورو څخه نور ښاخونه را پيل سوي دي، چي د پښتنو په شان ئې شجرې را تعقيبيږي.
د کيس نوم يوه ډېره مهمه سيمه‌ايزه ريښه لري، د سليمان غر د سيمي په ټولو پښتنو او پخوانيو متونو کي د کسي د غره په نامه ياديږي او دا دوه نومونه د يو بل په ارتباط کي واقع دي. د پښتنو د نسبنامو په ارتباط فولکلور په دې برخه کي بيخي عام دئ، چي دغه اولني خلک چي د پښتني قبايلو نيکه‌‌ګان بلل سوي دي، د کسي د غره په لمنو کي اوسېدل. خرښبون چي د کسي له غره څخه غوړي مرغې ته ځي، دا د مهاجرت ابتداء ده، خو دا چي دا مهاجرت څه وخت وو، موږ په يقين نه سو ويلای.
د دغي موضوع څېړونکي پوهان دا مهاجرت د اسلام تر راتګ وروسته ګڼي، د پټي خزانې متن د تاريخ په قيد کي دا زمانه داسي ښيي: «نقل کا چي خرښبون بابا ولاړ، په مرغه کي ميشت سو او هلته هم وفات سو، چي کال هجري وو (۴۲۲). وروسته ئې زامن هم په غوړه مرغه کي اوسېدله او د کاسي اولاد بيرته ولاړل د کسي غره او د پښين په لتو کي ميشت سول او د کند او زمند اولادونه خپاره سول او ولاړل ننګرهار او خيبر او پېښور لتي ئې ونيولې» (۱۰ مخ).
د مهاجرت په باب د پټي خزانې دا ليکنه د يوه فولکلور څخه اخيستل سوې ده او فولکلور په هيڅ ځای کي د منطقي مستدلي څېړني دپاره يوازي منبع نه ده، خو کېدای سي، چي ځيني حقايق دي په مسطوره توګه پکښي پراته وي.
د کند په اولاده کي ښی يا خيښی يا خيخی د يو شمېر قبيلو مجموعه ده، چي غټ ښاخ ئې يوسفزی دئ او دا يوسفزی هم د يوې تاريخي واقعې سره اړه نيسي، چي ګواکي کورګاني الغ بېګ د دغه قبیلې مشران په اولسمه پېړۍ کي په کابل کي قتل کړل او نور نو دغه قبايل د پېښور لتو ته په فرار ورسېدل. ولي د دغه قول په مقابل کي موږ تر اولسمي پېړۍ ډېر وړاندي هغه مهال چي يوناني سکندر د سوات سيمي ته، چي پېښور هم په هغه ساحه کي شمېرل کيږي، د يوې داسي قبيلې سره مخامخ سوی دئ، چي (اسپيزي) نوميږي او له دغو اسپيزو سره د ده جګړې د ده واقعه‌نګارانو راوړي دي.
په دې توګه نو موږ دا مهاجرت لومړی نه سو بللای، بلکي هغه اسپيزي چي د سکندر سره جنګېدلي دي، همدغه يوسفزي دي، چي د سکندر په وخت کي هم په سوات کي اوسېدل او اوس هم په سوات کي اوسي. کېدای سي چي د دغو قبايلو يوه برخه دي، په اووه‌لسمه پېړۍ کي د الغ بېګ له چپاو سره مخامخ سوي وي او بيا دي دغه ډله خپلو قبيلوي عزيزانو ته راغلې وي.
د پټي خزانې په متن کي د غوړي مرغې او غُنډان د غره نومونه راغلي دي او د غوړي مرغې په نامه دا خبره ډېر غټ ځای لري، چي دا به د تازه وښو يو ښه څړ ځای وو او هغه خلک چي د کسي له غره څخه دغو ورشوګانو ته راتلل، نو د دوی د حيوناتو د روزني له پاره ئې ښه مساعدتونه درلودل.
د دغه فولکلور له فحوا څخه چي پټه خزانه ئې موږ ته وړاندي کوي، دا حقيقت په زغرده ثابتيږي، چي دغه مهاجرت د شپني اقتصاد په سطح کي عمل سوی دئ او د تاريخي مرحلو په لحاظ ئې د لومړي کمون د وروستيو وختونو سره برابر بللای سو.
د غوړي مرغې په باب ځيني وايي، چي دا په غور کي وه او ځيني وايي چي په ارغسان کي وه، خو کله چي د غوړي مرغې سره د غُنډان د غره نوم ياديږي، نو دوهم نظر تائيديږي، ځکه «غُنډان هغه غر دئ، چي د اوسني کلات او شاجوی تر منځ د کلات شمال ختيځ ته د ترنک د حوضې جنوب ته واقع دئ» (پټه خزانه، ۱۹۹ مخ) او دا سيمه ارغسان ته ور څېرمه ده. د کسي غر (سليمان) په ډ‌ېرو لرغونو متونو کي د پښتني قبيلو لومړی اوسېدنځای ښوول سوی دئ او لکه د کسي د غره له نامه سره چي د کيس نيکه نوم بې رابطې نه دئ، همدارنګه يوه بله پښتنه قبيله -کاسي- هم بې اړيکه نه ده.
د انسابو په هغه لړۍ کي چي په عنعنوي توګه په نسبنامو کي را پالل سوي دي، کاسي د کند او زمند ورور، د خرښبون دريم زوی وو. «دا قبيله اوس هم د کويټي په شاوخوا کي اوسي، يوه برخه ئې د صوبه سرحد په اشنغر کي هم استوګنه لري. کاسيان (۱۲) ښاخه دي او شينواري هم (د ځينو په نظر) د کاسي ښاخ دئ» (اولس مجله، ۱۳۶۳ ګڼه).
ځيني داسي نظر هم لري، چي کاسيان او ساکان يو شی دئ، البته دا خبره د دې مطلب په تائيد کي ده، چي په پښتنو کي اکثر نومونه بدلون مومي، لکه د پکتيا په اکثرو لهجو کي ځدران ته زردان، نژدې ته ژندې او داسي نور راځي؛ او که ساکان، کاسيان سوي وي، هم ډېره ليري خبره نه ده.
د لرغونو قبايلو په باب چي پټه خزانه معلومات ور کوي، نسبتاً ډېر دي، چي د هغو ټولو جينولوجيکي تصنيف د يوې مقالې او حتی رسالې تر حوضله هم زياتوب کوي، نو زه دلته بس يوازي د هغو قبيلو په باب اکاډميک يعني د څېړني وړ مواد وړاندي کوم، چي هغه د منځنۍ آسيا په يوه پراخه ساحه کي تاريخي پېژندګلوي لري. زما په عقيده د اتنوګرافيکي څېړنو له پاره په حاضر وخت کي هغه مواد د اوليت حق لري، چي د اتنوګرافۍ په پراخو ساحو کي، چي ولسونه مرزبندي کيږي، د اتنولوجيکي څېړنو له پاره ارزښتمند ځای ولري.
هغه قبايل چي د پټي خزانې متن ئې معرفي کوي، د دغسي اهميت لرونکي دي او د همدغه ارزښت په نظر کي نيولو سره په دې لاندي څېړنه کي زه درې لرغوني قبيلې د هغو د استوګنو او مهاجرتونو او بالاخره په اوس کي د هغو د موجوديت په باب ځيني داسي عمده مسايل د بحث ميدان ته را اچوم.
په دغو قبايلو کي (ساک، سور او شنسب) هغه قبايل دي، چي د پټي خزانې متن ئې د تذکرې د اشخاصو په ارتباط نومونه يادوي. پټه خزانه د يو زاړه متن په حواله چي د شيخ کټه متي‌زي د (لرغوني پښتانه) په نامه يو تاريخ وو، د سور او او ساک د قبايلو يادونه کوي، ليکي چي امير کروړ د امير پولاد سوري زوی وو، چي «په کال ۱۳۲ هـ. کي د غور په منديش کي امير سو» (۱۵ مخ). په همدغه ليکنه کي چي د سور قبيلې معرفي کوي، هلته د ساک د قبيلې يادونه هم داسي کوي: «امير کروړ... د هغه سور نومي له اولاده دئ چي د سهاک له پښته وو» (۱۶ مخ).
د شنسب په باب د پټي خزانې متن بيا هم د لرغوني پښتانه په حواله چي هغه بيا يو بل د پښتنو تاريخ (تاري سوري) ته حواله ور کوي، د شنسب کلمه د سلطان شهاب الدين او غياث الدين غوري په ارتباط راوړي او پاچا ته د يوې مدحيې په ترڅ کي د شنسب د کلمې سره د کهول کلمه هم راوړي، داسي:
«نه به چوڼی په ستايه د جنډيو موړ سي نه به موړ سم د سلطان په صفتونه
د شنسب د کهاله ختلی لمر دئ د پسرلي په دود ودان له ده رغونه (۲۳ مخ)
دا درې قبيلې موږ په منځنيو پېړيو کي په يوه داسي ساحه کي مسکوني وينو، چي د هغې سياسي او اداري حدود تر يوې جنډۍ لاندي را ټول سوي وه.
کله چي د غور او غوريانو نوم اخلو، نو د قبيلوي هويت دغه درې واحده د دوی د نومونو سره ملګري دي:
ساکان يا سهاک د مېلاد څخه وړاندي پېړيو په متونو کي چي زياتره ئې ډبرليکونه او سکې دي، معلوم نومونه دي، چي په منځنيو پېړيو کي عربانو د ضحاک په نامه په خپلو متونو کي راوړی دئ.
په همدې ډول سور يا سوري قبيله د اسلامي دورې په متونو کي پېژنو، چي عربي واقعه‌نګارانو هغه په (زور) اړولې ده او همدغه د عربي په پوښ ننوتلی سور، چي زور سوی دئ، تر اوسه هم ژوندۍ ده او زوريان اوس هم موجوده قبيله او ژوندۍ کلمه ده.
د شنسب په باب هم د منځنيو پېړيو متون موجود دي، خو څرنګه چي يو د انکشاف څخه لوېدلی واحد وو، نو د خپلي لوی کړۍ څخه دباندي ئې داسي انکشاف نه دئ کړی، لکه سوري چي د سهاک په کړۍ کي کړی دئ.
هغه متون چي دغه درې قبيلوي واحدونه معرفي کوي، نو د دوی د قبيلوي جوړښت په باب نه ږغيږي، خو موږ پوهېدای سو چي په دغو کي ډېر لوی قوي واحد سهاک دئ، چي سور د هغه يو ښاخ بلل کيږي، په همدې ترتيب شنسب د دغي لړۍ يو بل کوچنی واحد دئ، چي لويه کړۍ ئې بايد سور وي.
د شنسب له کلمې سره د کهول يا کهاله د کلمې ذکر په خپله را ښيي، چي دا يو کوچنی واحد دئ. کهول د پښې او پښه د قبيلې جز دئ، په دې ډول نو ساک قبيله ده او شنسب کهول دئ. وايي لکه لهجې چي د خپل انکشاف په سير کي په مستقلو ژبو تبديليږي، نو همدغسي پښې په قبيلو اوړي او کهولونه په خپل انکشاف کي د پښو واحد تشکيلوي.
دا خو د دغو درو قبيلوي واحدونو، جينولوجيک جوړښت وو، اوس به ئې پر هغه برخه وږغيږو، چي دا قبايل چيري اوسېدل او له کومه راغلي ول او چيري ئې ګرځنده ژوند په مځکه پوري تړلي ژوند ته را ورساوه. دلته نو زموږ د موضوع څېړنه هغي پراخي ساحې ته ور ننوزي، چي په تحقيقي کار کي ئې د لزوم اهميت د دې بحث په لومړيو کرښو کي ياد سوی دئ.
په دې بحث کي موږ د دغو درو قبيلو پل پسي اخلو، نو د منځنۍ آسيا هغو سيمو ته ور ځو، چي هلته د دغي لويي ټوټې د تاريخ ډېر ستر حرکتونه را پيل سوي دي. د بحث تر پيل وړاندي دې خبري ته پام ساتل په کار دي، چي دلته هر څه څېړل کيږي؛ موضوع ئې د پټي خزانې د متن په ارتباط ده او دغه تاريخي متن زموږ د څېړني په معرض کي واقع قبايلو په باب چي څه وايي، هغه د يو تاريخي سند حکم هم لري. مثلاً موږ چي د ساکانو څرک په دوه زره کاله وړاندي زمانه کي را باسو، پټه خزانه د هغو نننی هويت، د هغو د سکونت په اعتبار را ښيي، په دې ډول نو د ډېرو لرغونو قبيلو هويت له ورکي څخه ژغورل کيږي. دغه ساک قبيله، چي سور ئې يوه پښه ده او پټه خزانه امير کروړ سوري د سهاک له پښته را ښيي، د منځنۍ آسيا يوه ډېره لرغونې او د تاريخ د ډېرو پېښو په ارتباط يوه پېژندلې قبيله ده.
ساکان د هندو آريايي کورنۍ يوه قبيله ده، چي هيرودت ئې د سيتيانو سره يو شی بولي، خو ځيني داسي نظر لري، چي دا د لرغوني سيت قبيلې يو ښاخ دئ. لکه سيتيان قبايل چي په يوه پراخه ساحه کي تيت سوي ول، نو د دوی غټ ښاخ ساک يا ساکان هم پر يوه پراخه ساحه سره تيت سول، «د ۱۳۵ق.م. په حدودو کي د سيتيانو دغه ښاخ يعني ساکانو پر باختر يرغل وکړ. دوی چي د نورو شمالي پونده قبايلو په فشار دلته راغلي ول، له دغه ځايه لوېديځ او جنوب ته ور تيت سول او د دوی له منځه د پهلوايانو (۶) قبيله را پورته سوه، چي د جنوبي افغانستان، بلوچستان او داندوس د حوزې تر لاندنيو برخو پوري ئې نفوذ وکړ» (ديوان چنداوبرای، ۸ مخ). د ساک قبايلو په باب چي کله څېړنه کوو، نو بحث بايد درو برخو ته وويشو. په لومړۍ برخه کي دا قبايل د باختر په شمال ختيځ کي څېړو، په دوهمه برخه کي دا قبايل په لوېديځ او جنوبي سيمو کي ګورو او په دريمه برخه کي به د دوی د بېلا بيلو ښاخو پر پراختيا او تجزيه يوه لنډه څېړنه وکړو. د ساک د قبيلې نوم په هخامنشي کتيبو کي ليدای سو، چي هلته د (ساکهاو ماروګا) په نامه ياديږي او هيرودوت وايي، چي د ساکانو څخه مراد سيتيان دي. په دې ډول نو ويلای سو، چي ساکان د سيتيانو اخلاف دي، چي د ځلاندي پراختيا وخت ئې له آريانا سره اړه لري.
«سترابوساکان ماساجيتان او سيتيان د ختيځي آسيا يو قوم بولي، چي په بيلو بيلو نومونو ياد سوی دئ.
ساکان په لومړي سر کي جنوبي پامير ته، چي د ختيځ هندوکش سيمي په ځان را کښېباسي، راغلل. په دغو سيمو کي چي کوم غير آسيايي قبايل آباد ول، هغه ئې د ساکاهاو ماروګا په اتحاديه کي له ځان سره شامل کړل او بطليموس د (بل تا) په نامه د يوې قبيلې نوم په دغه ځای کي اخلي، چي دا نننی بالستان (۷) هم له هغه څخه ماخوذ دئ او داري قبايل هم د هغو بقايا دي» (پاکستان کی قومتين، ۷۴ مخ). په دې ډول نو د لرغونو سيتيانو سره د ساکانو ارتباط يو ښکاره دليل دئ او دا چي په ختيځ هندوکش کي يو شمير اقوام هم د هغو سره متحد سوي دي، نو دا د قبيلوي مرحلې د جذب يوه خاصه مرحله ده، چي د ويني رابطه ئې د اقتصادي روابطو تابع کيږي. اوس نو ويلای سو چي ساکان قبايل چي کله د هندوکش ختيځو برخو ته را رسېدل، په اتنيکي سطح کي دغي مرحلې ته رسېدلي ول. (تاريخ مختصر افغانستان، ۷۵ مخ).
ساک يا سکايي قبايل چي پونده وه، کډي ئې د شمال ختيځ خوا څخه سغديانې ته راتلې او له دغه ځايه په تدريج سره باختر ته را خپرېدل، څو ئې قدرت وموند او د باختر يوناني واکدارۍ ته ئې خطرونه متوجه کړل. فرانسوی لرغون‌پوه هاکن په خپل اثر (د افغانستان د فرانسوي لرغون‌پوهني لس کلن نتايج) کي وايي، چي د دوی (ساکانو) خلک د باختري يونانيانو په لښکرو کي شاملېدل او يو شمېر مشران ئې لويو ملکي او نظامي مقاماتو ته رسېدلي ول.
د ساک قبايلو لېږدېدني وار په وار زياتېدلې او د دغه فشار له کبله «د ۱۳۵ق.م. په حدودو کي د باختري يونانيانو هيلو اکليوس د هندوکش له شمال (بلخ) څخه پايتخت د هندوکش جنوب (کاپيسا) ته را نقل کړ» (افغانستان در مسير تاريخ، ۴۶ مخ).
د ساکا قبايل چي له ختيځي او شمالي ختيځي خوا څخه په فشار باختر ته راغلي ول، بيا ئې هم خپل حرکت ته ادامه ور کوله او يو شمېر ئې مخکي له دې چي په باختر کي يوناني حکمراني تهديد کړي، مخ پر لوېديځ ولاړل او د هريرود تر حوزې پوري ورسېدل او تر دامغان پوري چي دا د خراسان يوه برخه وه، تيت سوي ول «او د ژوستين په قول د پارت په نوم يادېدل او د خزر تر سمندرګي پوري ئې د پارتيا په نامه حکمراني تاسيس کړې وه» (تاريخ مختصر افغانستان، ۵۸ مخ).
د دغو ساکانو يوه برخه له هريرود څخه تر سيستان پوري را خپره سوه، چي دا ځای ئې په خپل نامه ساکستانيا وباله، خو دا پوره معلومه نه ده، چي دوی څه وخت دغي سيمي ته را ورسېدل. «د فرانسوي مؤرخ پوشه په قول کوروش په (۵۴۰ق.م.) کي چي دا سيمه فتح کړه، نو دوی ئې د نېکو کارانو په نامه ياد کړل او د (۳۳۰ق.م.) په حدودو کي مقدوني سکندر هم د دوی سره په نرمۍ او نوازش رفتار وکړ» (پورتنی اثر، پورتنی مخ).
هيرودت ښه وړاندي د دوی يادونه کوي او د امورجين نوم هم ورته يادوي، داسي وايي: «ساکانو پرتوګونه اغوستي ول، اوږدې مخروطي ټوپۍ ئې پر سر وې، د دوی سره وطني غشي، ليندۍ او پېشقوزۍ وې او يو ډول تبرونه ور سره ول، چي دوی ساګارس بلل، دوی په اصل کي اصلي امورجين قبایل ول» (پښتانه د تاريخ په رڼا کښي، ۲۲۲ مخ). د امورجين کلمه چي څېړل سوې ده، نو دا مطلب پر بنا سوی دئ، چي دغه ساکان د امو د حوزې اوسېدونکي ول، نو ځکه امورجين ورته ويل سوي دي.
د دغو ساکانو څخه هغه برخه چي دوی په جنوبي افغانستان کي ځای پر ځای سول، وروسته ئې د ساکانو د باچهۍ بنسټ کښېښود. هغه سيمه چي دوی باچهي پکښي پيل کړه، د (کي پن) په نامه ساده سوې ده، دغه (کي پن) په عمومي توګه دونه ويل کېدای سي، چي د هلمند او ارغنداب په حوزه کي به وه، خو تر اوسه په يقيني ډول نه سي ويل کېدای، چي په دغه سيمه کي نو چيري ول؟ البته بايد وويل سي، چي دا (کي پن) هغه (کي پن) نه دئ، چي چينايي زاير هيوان تسنګي ياد کړی دئ او موقعيت ئې د کابل او کاپيسا په حدودو کي ټاکل سوي دي.
په همدغه سيمه کي د پارتيانو او ساکانو تر منځ، چي په قبيلوي ريښه کي سره خپلوان ول، اتحاد عملي سوی دئ او ښايي د همدغه قبيلوي اتحاد په واسطه چي د کانفدريسي خصوصيت دئ، دوی به د يو نيم بنده دولت يا قبيلوي دولت په تاسيس بريالی سوي وي.
د ساکانو د دغي اتحاديې مؤسس د (ماويس) يا (مايوس) په نامه ياد سوی دئ، چي د (۷۹ق.م.) په حدودو کي ئې په اراکوزيا کي د باچهۍ دوره پيل کړه. ده د ګندهارا حوزه او د پنجاب ځيني برخي ځان ته تابع کړې او د سيستان او سند حوزې کښتنۍ برخي ئې تر حکمرانۍ لاندي وې، داسي معلوميږي، چي ده د تاکسيلا څخه هم د يوه اداري مرکز په توګه کار اخيستی دئ.
د مايوس څخه وروسته د لومړي ازيس په نامه يو سړی مشرۍ ته رسېدلی دئ، چي د باچهۍ پيل ئې تاريخونه (۵۸ق.م.) ښيي. ده هم پر اراکوزيا، ګندهارا، درنګيانا (سيستان) او د هند پر شمالي سيمو حکمراني کوله. د (۴۵) يا (۴۰ق.م.) په حدودو کي د ازيلزس په نامه يو بل مشر پېژنو او په هغه پسي چي د دوهم ازيس په نامه کوم سړی قدرت ته رسيږي، نو په اراکوزيا او سيستان کي پهلوايان قدرت اخلي، او د (۵ق.م.) په حدودو کي دغه د ساکانو سلسلې ته خاتمه ور کوي.
برابر له دغو وختونو سره چي ساک قبايلو د هلمند، ارغنداب، اندوس او جمنا په حوزو کي انکشاف ته ادامه ور کوله، له شمال څخه (يوچي) قبايل، چي کوشانيان هم هغو ته منسوب دي، کډي کډي راتله او په باختر کي پلي کېدل. دا لېږدېدنه په دغه وخت کي ډېره زیاته سوه، په داسي حال کي چي هغه وخت لا هم د دغو قبايلو لېږدېدنه روانه وه، جي ساک قبايل ئې لوېديځ ته په فرار مجبور کړل.
ساکان اصلاً د هندو اروپائي نژاد يو ښاخ دئ، خو څرنګه چي دغه قبايل له ترکي او مغولي قبايلو سره په همجوارۍ کي واقع سوي ول، نو ځينو داسي فکر کړی دئ، چي دوی ترکي قبايل ول. جواهر لال نهرو يو له هغو کسانو څخه دئ، چي ساکان ترکي قبايل بولي (نګاهي بتاريخ جهان، جلد اول، ۱۸۵ مخ)، په داسي حال کي چي د دوی فزيکي جوړښت او ژبه کاملاً دا نظر ردوي. د دې بحث په پای کي بايد ووايو، چي ساکان د سيتي قبايلو يو ډېر لوی ښاخ وو.
د ساکانو په باب داسي نظر هم سته، چي ساکان او سيتيان يوه قبيله وه، چي په دوو نومونو ياده سوې ده او ځيني لا دا هم وايي، چي يوچيان يعني کوشانيان هم د ساکانو يو ښاخ دئ. د دغو قبايلو د اتنوګرافۍ نتايج دا څرګندوي، چي که کاملاً سره يو شی نه وي، يعني يوه قبيله نه وي، نو دا حقيقت هم رد کېدلای نه سي، چي دا ټوله قبايل سره تربرونه دي او په نژادي لحاظ د هندو اروپائي نژاد ښاخ تشکيلوي.
عربي واقعه‌نګاران چي د اسلامي لومړيو پېړيو په دوران کي د واقعياتو د توضيح په ترڅ کي د ضحاک په نامه قبيله معرفي کړې ده، نو را وروسته نسب‌نګارانو په يوه غلط استنتاج سره دوی توراني بللي دي او بيا ئې دغي مسئلې ته په نژاد‌پوهنه کي داسي انکشاف ور کړی دئ، چي دا ترکان قبايل دي او د آريايي ريښې څخه نه دي.
دا اشتباه د هغه ځايه را پيل سوې ده، چي د فولکلور سره د ناخبرۍ څخه سرچينه نيسي. شاهنامه چي د منځنيو پېړيو يو ادبي متن دئ، لرغوني فولکلوري افسانې ئې په حماسي پوښ کي اچولي دي. دغه افسانې اصلاً د آريايي مقدس کتاب اويستا ريښه لري او هلته د زردشتي دين او د هغه د پېشوا زردشت په باب کوم معلومات عرضه کيږي، داسي دي چي ټولنه د مذهب په لحاظ دوو برخو ته وېشل سوې ده، هغه چي سپين‌تمان (زردشت) او د هغه دين ئې منلی دئ، سپين سوي دي او هغه چي له دغه دين څخه ئې مخ اړولی دئ، تور بلل سوي دي. دغه تور، تورانيان هماغه خلګ دي، چي اویستايزم ئې قبول کړی نه دئ.
د اولنيو اديانو په کتابونو کي هغه کسان چي دغه ټاکلی دين ئې قبول کړی نه دئ، د شيطانانو ملګري، يا په خپله شيطانان بلل سوي دي. له همدغه ځايه د اويستا (اژي دهاک) چي شهنامې او عربي متونو ضحاک کړی دئ، د اويستايي افسانو له مخي د يوې بلا او شيطان په شکل اړول سوی دئ.
د ورستيو پېړيو نسب‌نګارانو چي د څېړني مېتود ئې کاملاً پر افسانه بنا دئ، دا د تورانيانو او آريايانو نومونه په يوه نژادي سطح کي مرز‌بندي کړي دي او دغه تورانيان چي ضحاک يا سهاک هم هغو ته منسوب دي، د هند د آريايي کړيو څخه پسي ايستلي دي. خو وروستيو تحقيقاتو څه د ارکيالوجۍ (لرغون‌پوهني) او څه د اتنولنګويسټيک په سطح کي دا نظر علماوو تائيد کړی دئ، چي دا ضحاک يا سهاک د هندو اروپائي قبيلو څخه يوه لرغونې قبيله ده، چي اوس هم موجوده ده.
دلته په لنډه توګه دا يادونه هم بې‌ځايه نه ده، چي د تور او سپين کلمه چي د اويستائي مرحلې په قبيله کي د مذهبي مرز بندۍ له پاره ټاکل سوې وه، وروسته په قبيلوي مرز بندۍ کي هم استعمال سوې ده، چي مثالونه ئې په پښتني قبيله کي خورا ډېر دي. مثلاً په سړبنيانو کي تور ترين او سپين ترين او په متوزي غلجو کي توران او بوران (۸)؛ او په قبيلوي ګوندو کي تور ګوند او سپين ګوند او داسي نور. په دې ډول نو هغه چي ضحاک ئې تور او نور ئې سپين بللي دي، نژادي مرز بندي نه ده، بلکي د مذهبي فولکلور سره اړه لري.
د پټي خزانې په لومړۍ خزانه کي چي د هوتک بابا يادونه کيږي، نو هلته د غلجي نوم هم راځي او د ده د ور نيکه په توګه معرفي سوی دئ. دا غلجی يو لوی قام دئ، چي د نسبي پېژندني په باب ئې فولکلور د ډېري څېړني وړ دئ.
وايي چي بېټني نيکه يوه لور درلوده، چي بي‌بي متو نومېده، دا ښځه د غور يوه خانزاده ته واده سوه، چي دا سړی اوسين نومېدی او د هغو قبيلوي روابطو له مخي چي د کسي د غره او غور د اوسېدونکو پښتو تر منځ موجوده ول، دا دوستي سوې ده. بي‌بي متو له دغه اوسين څخه يو زوی پيدا کړ، چي غلجی يا غرزی نوم ئې پر کښېښود. د همدغه غلجي اولاده د غلجو په نامه ياده سوې ده، چي هوتک ئې هم په اولادونو کي دئ. د غلجي د مور -متو- اولاده چي د غلجو ټوله ښاخونه احتوا کوي، د يو کُل په ډول متوزي هم بلل کيږي.
د شيخ متي خليل غورياخيل د معرفۍ پر وخت پټه خزانه د خليلو او غورياخيلو د نسبي رابطې په باب هم ږغيږي. په دې تذکره کي خليل د غوريا زوی، د کند لمسی، د خرښبون کړوسی بلل سوی دئ، چي په دې حساب د خليلي قبيلې نيکه -خليل- د کيس کودی او غوريا د کيس کوسی راځي.
د شيخ تيمن د يادوني پر وخت په پټه خزانه کي د کاکړ او تيمني قبيلې په باب هم يادونه سته. د دغي يادوني له مخي تيمن د کاکړ زوی بلل سوی دئ او متن دا دئ: «شيخ تيمن د شيخ کاکړ زوی وو، ځکه چي دی د غور بري خوا ته ولاړ او هلته ميشت سو، نو خلق ئې اولاد اوس په کاکړو کي نه شمېري، خو په اصل دوی د کاکړ اولاد دئ» (پټه خزانه، ۲۶ مخ).
تيمنيان اوس هم موجود دي او په غور کي اوسي، د دوی د زياترو ژبه پښتو ده، خو يو شمېر چي ئې د دري ژبو خلکو سره استوګن سوي دي، نو ژبه ئې دري سوې ده.
د پټي خزانې متن د پښتني قبيلو د نومونو او د دوی تر منځ د نسبي اړيکو په برخه کي ډېر غني مواد لري او د پښتنو د ډېرو قبيلو نومونه پکښي ثبت سوي دي، چي د هغو ټولو څېړنه د دې مقالې له حوصلې څخه دباندي ده، نو ما صرف د يو مشت نمونه خروار په توګه د ځينو ډېرو مشهورو قبيلو او په خاصه توګه د اتنوګرافۍ له پلوه د زړو نسبنامو د فولکلور په ارتباط هغه اړيکي يو څه توضيح کړې، چي د نسبنامو په زاړه مېتود کي پر دغو فولکلوريکو افسانو ډېره تکيه سوې وه او نو ځکه په ډېرو موادو کي د علمي غلط فهميو باعث وګرځېدل او د نژاد پېژندني حدود ئې هم مکدر کړل، خو د اتنوګرافۍ په نوي مېتود کي دغسي اشتباهات اصلاح سوي دي، چي ډېر ښه مثال ئې د همدغسي مقالې په متن کي د ساک او ضحاک برخه وه. دلته بايد يوه يادونه وکړم، چي د پټي خزانې په متن کي د اتنوګرافيکي څېړني د کار دا یوه مقدمه ده، البته ځوان څېړونکي پوهان کولای سي، چي هغه په تفصيل سره و اکمال ته ورسوي. زه عجالتاً دلته خپله څېړنه پای ته رسوم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(‍۱) م. ګ. اسلانوف (۱۸۹۷- ۱۹۷۷م.) د شوروي اتحاد د علومو اکاډيمۍ د اتنوګرافۍ غړی او معروف فيلولوجيسټ وو، چي د منځنۍ آسيا او پښتنو د اتنوګرافۍ په برخه کي ئې آثار خپاره سوي دي.
(۲) فريدريک انګلز د کلتور له پاره درې مرحلې ټاکلي دي، چي هغه عبارت له؛ وحشت، بربريت او مدنيت څخه دي؛ او دا هره مرحله بيا درو مرحلو ته وېشل کيږي، چي له کښتني، منځني او لوړني پړاوونو څخه عبارت دي او دا هره مرحله او پړاو بيا ځان ته د کلتور په سطح کي ټاکلي شاخصونه لري.
(۳) د علمي ټولنپوهني په چوکاټ کي پنځه مرحلې يا پنځه فورماسينونونه ټاکل سوي دي، چي هغه عبارت له لومړي کمون، مرئيتوب، فيوډاليزم، پانګه‌والۍ او سوسياليزم څخه دي.
(۴) لومړی کمون په بشري تاريخ کي هغه مرحله ده، چي شاخص ئې د وسايلو، تولید او توزيع پر اشتراک متکي ول. په دغه مرحله کي قبيله د مورواکۍ په چوکاټ کي ده، خو د دغي مرحلې په وروستيو وختونو کي پلار واکي پيل سوه. د قبيلې لومړنۍ هستي د خيل (Gens) په شکل د پونالوان کورنۍ له تشکل سره منځ ته راغله. دغه خپل د مور په رابطه پېژندل کېدی، چي د پلار واکمنۍ سره ئې رابطه د پلار له خوا را پيل سوه.
(۵) قبيلوي اتحاديه يا کانفدريسي هغه وخت منځ ته راځي، چي خېلونه انکشاف وکړي او بيا يو له بله سره متحد سي. په دغه مرحله کي د يوې سيمي څخه بلي سيمي ته مهاجرتونه توندي اخلي او په همدغه وخت کي د دولت موسسه په پيکه شکل طلوع کوي.
(۶) پهلوايان د ساک او پارت له اتحاديې څخه تشکيل سوې قبيله وه، چي په جنوبي افغانستان کي ئې ترقي وکړه او موسس ئې د وينونيس په نامه يو سړی وو، چي په (۱۲۰ق.م.) کي ئې باچهي پيل سوه.
(۷) (Bualtistan) بالستان ته کوچنی تبت هم وايي.
(۸) د تور و سپين تر منځ رنګ (سپين چک). تشريحي قاموس، لومړی جلد، د اکاډيمۍ چاپ.


دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو، د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده. 

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ