ليکونکی: سرمحقق دوست شینواری
پټه خزانه د پښتو د لرغوني ادب د لوی سمندر داسي قیمتي مرغلره ده، چي هیڅ شی د هغې قیمت نه شي پوره کولای. دغه ارزښت دومره څرګند دئ، چي هیڅ ډول بیان ته ضرورت نه لري.
پټه خزانه له یوې خوا د پښتو د ادب د تاریخ په برخه کي موږ ته بې ساري قیمتي مواد راکوي، له بلي خوا د پښتو د تاریخ په برخه کي داسي ارزښمنه شتمني ده، چي د مخه ئې له موږ سره څرک نه وو او ددې ټولو په څنګ کي د لغوي زېرمي له امله د خاصي یادوني وړ ده. موږ ته پټي خزانې یوازي پښتو نګه او سوچه ارخائیک لغات نه دي راکړي؛ لکه: اتل، بامل، هسک، برمل، لرمل، او داسي نور، بلکي د ډېرو لغاتونو اریایي ریښې ئې موږ ته راکړي، چي هم د پښتو او هم د نورو خپلوانو ژبو له پاره زیات ارزښت لري او دلته ئې څو مثالونه وړاندي کوم.
ودنه: یو له دغسي لغاتو څخه (ودنه) ده، په (ودان) او همدارنګه د (ب) په ږغ باندي د (و) د ږغ په قدامت په اباد، ابادان کي دغه ریښه شته چي د پټي خزانې له لاري د امیرکروړ په حماسه کي موږ ته د (ودنه) حاصل مصدر په بڼه را رسېدلې ده.
د یادوني وړ ده چي (وده) د (نشو، نما) په معنا چي غالباً جسمي حالت ښيي د هیواد په مرکزي او لوېدیځو پښتنو کي یوه ژوندۍ کلمه ده، چي ریښه ئې له (ودان، آبادان) سره یوه ده؛ خو لکه څومره چي (وده) او (ودان) په معنوي لحاظ لږ څه توپير لري د هغه په رڼا کي دلته د (ودني) مفهوم له (ودي) څخه (ودان) ته ډېر نژدې دئ، که څه هم په انتها کي ئې ریښه او معنا یوه ده.
همدارنګه د شیخ متي بابا په کلام کي د (قیمت، ارزښت، بها) په معنا د (پلور) استعمال موږ ته دافکر راکوي، چي د (پلورل) لومړۍ معنا به غالباً د (قیمت پر ایښودل، د قیمت ټاکل ) وه، چي بیا ئې د (خرڅلاو، شرأ) معنا پیداکړې ده.
شیخ متي بابا وایي:
زړه مي دا ستا د میني کور دئ
سوی د عشق په سوځند اور دئ
رپ یې وتاته ستا پر لور دئ
بې له دې هیڅ دئ، ورک ئې پلور دئ
له دغه ځایه د پښتو د قاموسونو دغه معنا پر ځای ښکاري، چي (پلور) ته لومړۍ معنا (بیه، قیمت، ارزښت) ورکوي او دویمه معنا (خرڅلاو) (وګ، پښتو تشریحي قاموس) همدارنګه د پټي خزانې په اخیستل شوو متونو کي څو ځایه د (لور، پېرزوینه، مهرباني) کلمه راغلې ده:
خپلو وګړو لره لور پېرزوینه کوم... (امیرکروړ ۱۷ مخ). ستا د لورونو یوه رڼا ده. دلته چي جوړه تماشا ده (شیخ متي ۱۳مخ)
په جنت کي دي وه تون زموږ واکمنه
هم پر تا دي وي ډېر لور د غفار
(اسعد سوري ۲۱مخ)
په دې باب د پټي خزانې محترم محشي لیکي، چي اوس د لور کلمه په ځانګړې توګه په پښتو کي ژوندۍ نه ده او یوازي د ( لورینه رواداري) په معنا پاته ده. دغه کلمه هم لرغونې اریایي ریښه لري او امکان لري، چي د ساکي دیالیکت له لاري موجوده وي ځکه چي په اسیتي ژبه کي چي د لوی ساکي ژبي (الاني ) لور ده په همدغه معنا او په همدغه فورم ژوندۍ ده.
په اسیتي کي (لور، Lavar) د (بخشش، سوغات، وړیا) په معنا ده او له دغي ریښې څخه ډېری جوړي شوي کلمې لري لکه: (لور، کنون، بخښل، لورخور، وړیاخور) په سوغدۍ کي (ذور، سوغات) او دغه شان په نورو اریایي ژبو کي هم مشتقات لري. او په دغه توګه د پټي خزانې په لرغونو اخیستل شوو متونو کي موږ د لرغونو پښتو کلمو ډېری ریښې او د معناوو اصالت موندلای شوو.
زه دلته د پټي خزانې د مؤلف په ژبه غواړم څه ووایم، نه خپله په ټوله پټه خزانه او که نه د پټي خزانې پر هر یوه اخیستل شوي متن لوی لوی مقالې لیکل کېدای شي.
د پټي خزانې د مؤلف ( محمدهوتک بن داود) په برخه کي یو ټکی د زیاتي پاملرني وړ دئ؛ هغه دا چي نوموړی مؤلف په خپلو لیکنو کي د امانت ساتلو زښت مراعت کړی دئ. هر متن که په هره لاره ده ته رسېدلی دئ، هغه ئې د خپل ذوق تابع نه دئ ګرځولی او دغه امانت ساتنه دغه ستر امانتګر حتی په لیکدود کي هم مراعت کړې ده.
د مثال په توګه: ده په خپل متن کي د (مغول) نوم هر ځای د (مغول په واو سره) په فورم لیکلی دئ د مثال په ډول د قلمي نسخې په پنځم مخ کي اووه ځایه (مغول ) لیکل شوی دئ. خو دبابا هوتک په سندره کي اته ځایه (مغل) بې له واوه لیکل شوی دئ او له هغه وروسته بیا هم خپله د مؤلف په عباراتو کي (مثال: ۶ــ۷ مخونو کي) مغول لیکل شوی دئ، چي دا کومه اتفاقي خبره نه ده، بلکي سبب ئې د مؤلف امانتګري ده. او ضمنا دلته موږ ته یوه بله مفکوره هم راکوي او هغه دا چي که څه هم هغه سندره ( د بابا هوتک سندره) ماته خپل پلار داسي ویلې ده خو غالبا ده ته تحریري رسېدلې ده، چي مجازا د تحریر پر ځای وینا لیکل شوې ده. او دا داسي مثال لري لکه چي څوک وایي: خوشحال خټک داسي وایي یا رحمان بابا هغسي وایي. همدارنګه د پښتونخوا کلمه چي اوس یې په همدغه لیکدود لیکو د مؤلف په خپل عبارت کي د (پښتنخا) په لیکدود راغلې ده(لکه: درېیم مخ اوومه کرښه، څلورم مخ درېیمه کرښه، دېرشم مخ پنځمه کرښه)، خو په اخیستل شوي متن کي کله د (پښتونخوا) په لیکدود راغلې (لکه: په ۲۴مخ اوومه کرښه کي د ښکارندوی په قصیده کي) او کله د پښتنخا په لیکدود ( په شپږم مخ کي درې ځایه د بابا هوتک په حماسي سندره کي) په لیکدود کي دغه تشتت د مؤلف د توجو دکموالي له امله نه دئ، بلکي علت ئې زما په نظر همدغه د امانت ساتلو فکر دئ.
بل مثال: مؤلف په خپلو عباراتو کي هرځای د اضافت ضمیر (زما، زموږ) لیکي خو په اقتباس شوو عباراتو کي کله (ځما) او کله (دما) لیکي ( لکه: په ۳۵مخ د خوشحال په شعر کي ) همدارنګه د پټي خزانې هماغو اساسونو د معاصري پښتو د فاضل مؤلف د دغي امانت ساتني مراعات د هر شاعر د لهجې د خصوصیت په برخه کي کړي او هغه یې هیڅکله د خپلي لهجې تابع نه دي ګرزولي لکه د خوشحال، رحمان بابا او نورو په اشعارو کي چي هلته په څرګنده دغه امانت ساتنه محسوسه ده، چي د ده دغه کار د ډېر درناوي وړ دئ. البته د پټي خزانې د مؤلف ژبه د پښتو د لوېدیځي لهجې پوري اړه لري او همدغه اهجه دده په خپلو عباراتو کي په کلکه مراعات شوېده. مثال: هر ځای د ختیځي لهجې( شته، شو، کېده مفرد مذکر) لاړ ته پر ځای (شته، سو کېدئ، ولاړ، تلی) لیکي خو ددې په څنګ کي په دوو مواردو کي د خپلي لهجې له استعمال څخه تېریږي او هغه دا دئ: (الف: ټول، ټوله) په ختیځه لهجه کي د مذکر له پاره مفرد وي که جمع د (ټول) په فورم صفت استعمالیږي او د مفرد مونث له پاره د ( ټوله) په فورم خو په لوېدیځه لهجه کي (ټوله) هم د مذکر او هم د مونث له پاره لکه ټوله بیده دي، ما ټوله انار وخوړئ. خو د پټي خزانې مؤلف (ښایي د ګرامري اصولو د مراعات له امله ) د مذکر له پاره صفت د (ټول) په لیکدود وړاندي کوي لکه: (... تر څو چي سور غر یي د مغول په وینو ولاړه او ټول یې پپناه کړل) (پنځم مخ).
(نقل کا چي خوشحال بیګ د خټکو سرداري کړله او ډېر زامن ئې درلود « ل»چي ټول شاعران و«و») (۳۴مخ).
ب: په لوېدیځه لهجه کي د مفعول له ـ Dativeـ سربېره پر (ته) د (مفعول له) نه د مخه «و» هم معمولا زیاتیږي لکه ( ما و احمد ته وویل...) البته په ختیځه لهجه کي اوس دغه واو نشته. د پټي خزانې مؤلف هم د دغه (واو) د اضافه کولو مراعات نه کوي. مثلا: د پټي خزانې د پیل عبارت داسي دئ:«حمد وثنا ده هغه خدای ته ... ستاینه او سپاس دئ هغه خاند لره...» د دغه (واو) په برخه کي باید وویل شي چي زما په خیال هغه د (داتیف) د افادې له پاره ډېر لرغونی دئ او که (و) او (ته) او د (ته) وروستی فورم (له) په لرغوني پښتو کي د دوو لهجو څرګندوی ونه بولو نو زه عقیده لرم (و) ډېر قدامت لري چي په پښتو کي د (و) په ږغ او په دري او فارسي کي د (ب) په ږغ ساتل شوی دئ دغه ادات په ساساني فارسي کي د (وـ ه) او هم د (اوی ـ avi) په ږغ ژوندی وو، چي بیا وروسته په (به) واوښت زه عقیده لرم، چي په پښتو کي به دمخه یوازي د دغي ګرامري افادې له پاره یوازي (و) وو او (ته) به وروستی تحول وي، چي په دې بر خه کي به راغلی وي. دلته باید وویل شي چي په پخوانیو متنو کي که د پښتو دهري لهجې پوري اړه لري د دغه ګرامري حالت د افادې له پاره کله کله یوازي (و) استعمال شوی او کله کله (و جمع ته) لکه:
تا هاله و ګل خپل زړه ورکړ بلبلي
که یې تل وايې دا بازار د زېبایي
(خوشحال، غزلونه)
که الله راکی وما
ماه ومهر د سما‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
(مصري خان ګګیاڼی)
چي یې ما په سر ومال خریداري کړه
مفت دي ورکړ و رقیب هغه وستونه (حمید)
چي په ناز ساتلی زړه مي وو یار ور که
ورپسي مي د ځان واړه اختیار ور که
(علي خان)
البته د دغه ګرامري حالت له پاره ( وـ جمع ـ ته) زښت ډېر مثالونه لري او د پښتو په هر لرغوني متن کي هغه موندلی شو چي زما په خیال هغه د دغي ګرامري افادې زمانې منځنی حالت دئ.
دلته یې د پټي خزانې په اقتباس شوي شعر کي مثال وړاندي کوم:
د غټولو جنډی خاندي و رېدي ته ـ زرغونو بڼو کي ناڅي زلمي جونه
(ښکارندوی ۲۲مخ)
دا چي د پټي خزانې ارواښاد مؤلف ولي د خپلي لهجې د دغه ګرامري خصوصیت مراعات نه دئ کړی، په یقین سره څه نه سم ویلای خو اټکل کوم چي ده به دغه (و) ته د زاید په نظر کتلي وي.
د پټي خزانې د مؤلف د خپلو عبارتونو د لیکدود په برخه کي هم څو ټکي د یادوني وړ دي او هغه دا دي: په ځینو برخو کي د ځینو کلمو په لیکلو کي مؤلف بیخي متردد ښکاري لکه: (د کي، کښ، کښي) د ظرفي نخښي لیکنه زما په خیال علت یې هم د دغي کلمې درې حالتونه دي:
الف: د اکثریت په عامیانه تلفظ کي (کي )ده.
ب: تر څو چي زړو قلمي نسخو ته مراجعه کوو هلته په عنعنوي توګه (کښ) دئ.
ج: د دغه عنعنوي تلفظ سمه افاده په (کښي) سره کیږي، چي د پښتو ټولني د هغي وروستۍ پرېکړي پوري چي د (کي) او (چي) په برخه کي یې وکړه د (کښي) فورم معمول وو.
د پټي خزانې د مؤلف په خپلو عباراتو کي دغه دریو واړو فورمونه لیدل کیږي مثلا یوازي په پنځم مخ کي څلور ځایه (کي) او درې ځایه (کښ) لیکل شوی دئ او ځای پر ځای (کښي) هم لیدل کیږي لکه: ( دویم مخ ۱۳ کرښه، ۳۵مخ دویمه کرښه، ۳۷مخ دوه ځایه او داسي نور.)
بل مثال: لکه څنګه چي د ماضي د جمع مذکر له پاره په معاصره پښتو کي د (ل) او (هـ) تر منځ تشتت لیدل کیږي. لکه: ( احمد او محمود راغله او راغلل) همدغه شان د پټي خزانې د مؤلف په عباراتو کي هم لیدل کیږي.
لکه: الف بابا هوتک خپل قومونه راټول کړل... په دې جګړه کي مغول تالا شول... د بابا هوتک خپلوان ومړل ... تودېدل او ټول یې پپنا کړل...) (پنځم مخ) کله کله یوازي په (هـ) افاده شوی وي. لکه:
(... او د کاسي د اولاد بیار ته ولاړ د کسي غره او پښین...) (لسم مخ). همدغه ګرامري افاده کله کله په (له ـ ل جمع زوره. لکه: چي زما په خیال دغه ګرامري فورم به ډېر لرغونی وي. لکه: (... وروسته یې زامن په غوړه مرغه کي اوسېدله) (لسم مخ). (... او له هغه څخه به ئې خواږه شعرونه په ادب کي د عربو اورېدله)(۲۵مخ).
له پردیو ژبو څخه په ځینو اخیستل شوو کلمو کي هم د مؤلف په لیکنو کي کله کله څه تردد لیدل کیږي. مثال: (وقت) اصلاً عربي کلمه ده چي پښتو ته هم ننوتې ده او اوس د وخت په فورم کي د دغي ژبي خپل مال ګڼل کیږي. ددغي کلمې په لیکنه کي مؤلف کله د اصالت مراعات کوي او په عربي فورم (وقت) یې لیکي لکه: (درېيم مخ اوومه کرښه، څلورم مخ دویمه کرښه، پنځم مخ دویمه او څلورمه کرښه) او کله کله یې ندرتاً په پښتو شوي تلفظ (وخت) لیکي لکه (نهم مخ اوومه کرښه).
د کلمو جوړونه:
د پټي خزانې مؤلف د خپلي ژبي د یوه ماهر او لوی پوه په صفت د کلمو ډېر ښه ګرامري اشتقاقونه او جوړوني لري چي موږ د هجري دولسمي پېړۍ د پښتو متنو نه را پر زړه کوي او موږ د هغو د پټي خزانې د مؤلف د ژبي تر منځ کوم د یادوني وړ توپير نه ګورو او بیا پر هماغو اساسونو د معاصري پښتو د اشتقاقونو د طرز سیسټم هم بنا دئ.
البته ډېر لږ پېښیږي چي ( ښایي د لهجې د توپير له مخي وي) ځینو استثناآتو ته اشاره وشي مثال: د (من) د وروستاړي (سوفیکس ) په مرسته له اسم ذات څخه صفت جوړیږي لکه: ( خوږمن، هیلمن، سوبمن) څو له ښځه څخه (ښځمنه جوړول هغه هم د (ښځه) په معنا زما په خیال یوه استثنا ده، د (ښځه) په معنا ( ښځمنه) د مؤلف په عباراتو کي څو ځایه راغلی دئ لکه:
(... د خدای دوستان د رحمان بابا شعرونه ډېر لولي .... ښځمني هم دغه کتاب ډېر وایي) (۴۵مخ)
همدارنګه د(ن) چي دمخه یې (زورکی) وي په معاصره ژبه کي د هغه په مرسته یوازي هغه صفات جوړیږي چي په معنا کي د عیب او نقص مفهوم ولري لکه: (سپږن، دوړن، خچن، دښن ، پمن، خیرن، ډارن) او داسي نور.
د همدغه (ن) ددغه زورکي په مرسته د مؤلف په عباراتو کي ځیني صفات جوړ شوي لکه: ( غوږن، واقف، خبر) دغه صفت داسي راغلی دئ: (... مغول چي په دغو ودانیو غوږن شول...)(اووم مخ).
دلته باید وویل شي چي (غوږ ) د خبرتیا ، وقوف په معنا یوه لرغونې کلمه ده چي د (غوږېدل، خبرېدل، غوږول، خبرول ) فعلونه ځني جوړېدل.
د غوږېدل فعل حمید داسي راوړی دئ:
په راتلو د کوم صیاد دئ غوږېدلی
چي نن رنګ د ټول صحرا دئ تښتېدلی
(نیرنګ عشق ۱۵۰مخ)
په اسرارالعارفین (۹مخ) کي دئ:
که کنار د چا مکان وي
له عالمه دي پنهان وي
په اسلام نه وي غوږېدلی
نوم یې نه وي اورېدلی
دی حساب دئ له هرچارپایه
چي معذور دئ دل ارایه
البته دغسي صفاتو د مؤلف د عصر څخه تر مخه وجود درلود لکه: وړنګن او جګړن د ښکارندوی په کلام کي.
د هندارو په څېر غرونه سپین وړنګن دي
چي پر واورو باندي وکا ځل نمرونه
نه به راولي جګړن د سیند پر لوري
نه به بری څوک د هند خپاره ښهرونه (۲۳مخ)
ډېره په زړه پوري به دا وه، چي د پټي خزانې دم مؤلف ژبه د هغه د نسبتاً معاصرو مؤلفینو د نثري ژبي سره هم پرتله شوې وای، خو دا کار ما ونه کړای شو، ځکه چي له ما سره د هغه وخت د نثرونو قلمي نسخې نشته او کوم یې چي له ماسره چاپي متون دي هغه هیڅکله د اصالت څرګندوی نه دي.
ما ددغه مقصد له پاره (فتاوای احمدشاهي) وکتله هلته د لوېدیځي لهجې د خصوصیاتو په جمله کي یوازي د (داتیف) له پاره د (و) استعمال لیدل کیږي لکه: (زکات، په ژبه د عربو کي و پاکۍ ته وایي، او نصاب په ژبه د عربو کي و پایي او مرتبې ته وایي ...)( شپږم مخ).
نور هر ځای د ( سته، سول) پر ځای (شته، شول) دي چي غالبا به د چاپوونکو تحریف وي.
همدارنګه د تاریخ مرصع متن هم موږ د مؤلف د ژبي د اصالت په باب په یقیني توګه څه نه راکوي ځکه چي هلته هم د چاپوونکو او هم د استنساخ کوونکو له خوا دا تغیر د اندازې اټکل نه شي کېدای. له دې سره سره د تاریخ مرصع په موجوده متن کي د څو کلمو په لیکلو کي څه ګډوډي ښکاري چي هغه هم کله د اکثریت د پښتو او د خټکو د لهجې تر منځ پر توپير ولاړ دي لکه د جمع مذکر له پاره (زویه ) او (زامن) مثلا یوازي په ۲۳۲مخ کي نهه ځایه (زویه ) د جمع مذکر له پاره او یو ځای (ځامن) لیکل شوي دي او کله کله دغه توپير دفعل دمړه کېدونکي فورم (خواڼی، کاڼی) او د مروج فورم (خوری، کړی) ترمنځ وي چي په تاریخ مرصع کي ډېر مثالونه لري.

دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.

ديجيتال کوونکی: عبدالرحمن پتوال


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ