ليکونکی: زرین کامران ګردیوال

کرشمې نازونه واړو لره نه دي
نازیباوو بد بوټاړو لره نه دي
قنج و ناز دي نازنین کا چي پر ښایي
بدو شونډو لویو داړو لره نه دي
د پټ راز خبري کیږي و رازدار ته
دا خبري ګرېبان‌پاړو لره نه دي
د عاشق په اوښیو نرم زړه ګروهیږي
نرمېده په اوبو تراړو لره نه دي
خال وخط ئې وپاکبازو و ته ستایه
بزرګ لفظ تورو کراړو لره نه دي
دېوانګان ئې په زنځیر د زلفو بند شو
سلسلې و روغو غاړو لره نه دي
یوه شپه راسره کېنه چي زړه تش کړم
د ډېر راز ویل ولاړو لره نه دي
د یونس د پاره ته خانده چي روغ یې
خوب خندا دغم لتاړو لره نه دي
یونس خیبري زموږ د سمسور کلاسیک ادب یو داسي ستوری دئ چي که د څو تنو نامتو شاعرانو له نومونو، شعرونو او اثارو څخه که را تېر شو، ډېرو لږو شاعرانو به د ده په څېر له میني ډکه، له ولولو ډکه، له احساسه ډکه او د شعري لوړ تخیل لرونکې شاعري کړې وي. د یونس خیبري نوم او شعر د پښتو ادب د هغي برخي یو د تحقق وړ باب دئ، چي د لسان الغیب رحمان بابا په واسطه ئې سمسورتیا موندلې وه. په دې مانا چي یونس د رحمان بابا د شعري لاري یو لاروی دئ او شاعر. رحمان بابا ته په شعرکي سخت معتقد دئ او ځکه خو ئې په شعر کي هماغومره سوز لیدلای شو. درد او ساز.
د پښتو ژبي په تحقیقي اثارو کي د یونس خیبري یادونه استاد عبدالحي حبیبي د (پښتانه شعراء) په لومړي ټوک کي په (۱۳۲۰هـ.ش.) کال وکړه. دا هغه وخت وو، چي د پښتو ژبي ادبي ذخیره یعني د محمدهوتک پټه خزانه لا پټه پرته وه او لا له دې ارزښت‌ناکي او قیمتي خزانې ښکلي مرغلري د چا ګوتو ته نه وې رسېدلي.
استاد حبیبي د یونس په هکله هغه وخت کښلي وو چي: «یونس د پښتو له هغو پخوانیو شاعرانو څخه دئ چي هیوز د کلید افغاني په چمن بې‌نظیر برخه کي د ده د شعر منتخبات کښلي دي. یونس د یو ښه او بشپړ دېوان خاوند دئ، چي نسخې ئې ډېري لږ موندلي کیږي او یوه نسخه ئې خورا په ښه خط او مطلا لیدلي شوې ده، چي په پېښور کي د فیض طلب خان توپچي باشي په امر په (۱۱۷۶) کال زین الدین نومي لیکلې ده. یونس د خوشحال خان خټک معاصر او د رحمان بابا د مکتب یو تکړه شاګرد دئ. په شعر کي ئې هغه سلاست او رواني او جوش شته چي د رحمان بابا په کلام کي ئې بهترینه نمونه میندله کیږي. یونس خپلي بدلي ټولي د رحمان بابا په پيروۍ ویلي او د هغه لوی استاد ښه تعقیب ئې کړی دئ...
یونس یو عالم او پوه سړی وو. په نحو، صرف، معاني، بدیع، طب، فقه، تفاسیر او نورو ادبي علومو کي ئې مهارت درلود... د یونس مسکن نه دئ معلوم، فقط په خپلو اشعارو کي ئې یو ځای (ډکه) یاده کړې ده. نو ښکاري چي د خیبر په شاوخوا کي اوسېدئ.

پیاده‌ګان، کوټوال، رهدار لېوني سپي دي
پر ډکه دي خدای څوک نه کا برابر څوک
د نامتو محمد هوتک له ارزښته ډک اثر (پټه خزانه ) پيدا شوه، د محقیقنو لاس ته ورسېده او له نېکه مرغه چي د ډېرو مرغلرو د را ځلېدو او راښکاره کېدو په لړ کي د یونس په هکله نوي او په زړه پوري مواد لاس ته راغلل.
محمدهوتک د پټي خزانې د شاعرانو په لړکي د یونس خیبري پر ژوند او شعر هم خبري لري او د هغه د شعر نمونې ئې هم په خپله تذکره کي راوړي دي.
پټه خزانه د (۱۱۴۱ــ۱۱۴۲هـ.ق. تالیف) د یونس خیبري په باب لیکي: « ذکر د شاعر شیوابیان محمدیونس خان هسي روایت کا زما تربور رحمت هوتک چي په سنه ۱۱۳۰ هجري پېښور ته تللی وم او هلته مي په خیبر کي محمدیونس خان شاعر شېوابیان ولید او دده اشعار مي سماع کړل. محمدیونس په دغه کال یو دېرش کلن ځوان وو او په قوم موسی‌خېل وو، چي پلار ئې نورمحمد خان له موسی‌خیلو څخه د کسي د بابړو سره راغلی او په خیبر کي اوسېدئ. محمد یونس په پېښور کي علمونه او کتابونه ولوستل او په هغه وخت چي عبدالرحمان بابا ژوندی وو د هغه شاګرد سو او د شعر دېوان ئې جوړ کا، چي ډېر غزل لري او په خیبر کښي معروف سو. محمدیونس مهمان دوست او کریم سړی دئ. مسافرین ئې په خیبر کښي پر دېره اوسي او که څوک عالم او شاعر د ده کره ورسي ډېر قدر ئې کا او په عزت دارۍ او مېلمه نوازۍ کښي همت کا. رحمت هوتک حکایت کا چي محمدیونس په خپله دېره کښي ډېر پاته کړم او هره ورځ ئې ما ته ویل چي یوه نن شپه لا وکړه بیا نو ولاړ سه. یوه میاشت ئې زما عزت وکا او هره ورځ به ئې اشعار ابدار راته ویل. دغه دوه غزل رحمت دده له دېوانه ما ته راوړل چي په دې کتاب کښي ئې ثبت کاندم. خدای تعالی دي محمدیونس خان ژوندی او معزز ولري».
په پټه خزانه کي د یونس خیبري له دغي پېژندني وروسته د هغه دوه غزل او یوه معما راغلې ده. د یونس په هکله د پټي خزانې د مولف محمدهوتک لیکنه د ډیر ارزښت وړ ځکه ده، چي یو خو ډېر نوي مواد تر موږه را رسوي او بله ئې دا چي دغه مواد په ډېره مستنده او ژوندۍ توګه را رسوي او د پټي خزانې په پاڼو کي ئې خوندي کوي. اوس راځو په ځانګړې توګه د یونس خیبري پر دېوان خبري کوو. په هغه اثر چي محمدهوتک ئې په پټه خزانه کي د پښتو د یوه مهم ادبي کتاب په توګه یادونه کوي.
د یونس خیبري دغه دېوان په ۱۳۵۶کال د هغي یوازینۍ لاس کښلي نسخې له مخي چاپ شوی دئ، چي د ارګ په کتابتون کي خوندي ده. دغه دېوان د حکیم سنایي غزنوي د زېږېدو د نهه سوم تلین د نمانځني په ویاړ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د پښتو د پرمختیا او پیاوړتیا د آمریت له خوا خپور او په دولتي مطبعه کي چاپ شوی دئ. د نقل مقابلې، سمون، مقدمې او حاشيې کارونه او لیکني ئې د څېړندوی عبدالله خدمتګار بختیاني له خوا شوي دي او ټول دېوان له مقدمو او حاشیو سره د نصیر هنر پښتون په ښکلي لیک خطاطي شوی او بیا چاپ شوی دئ. څېړندوی خدمتګار بختیاني د دېوان په مقدمه کي د یونس په ژوند او شاعرۍ او د هغه د شعر په هنري معیار د شعر په فورم، محتوی او ځینو نورو موضوعګانو خبري اتري کړي دي. څرنګه چي موږ دلته د یونس خیبري د همدغه دېوان په لنډه معرفي غږېږو نو ځکه د دغو برخو په هکله بشپړي خبري نه کوو.
د دغه دېوان په پای کي د نصیر هنر پښتون یوه لیکنه هم راغلې ده، چي (د قلمي نسخې او چاپي نسخې خطاطۍ او نقاشۍ ته یوه لنډه کتنه او څو یادوني) نومیږي او بیا ور پسې د دېوان د شعرونو فهرست راغلی دئ.
د دېوان ټول مخونه ۳۳۶ دي. په دېوان کي دشعرونو ترتیب د قلمي نسخې له مخي او هماغه پخوانی رسم الخط په اساس راغلی دئ. د نمونې په توګه دغه یو څو غزلي چي یوازي مطلع ئې لیکو په پرله پسې توګه راغلي دي:
چي کینه زما د وصل په منصب که
غني خدای دي ئې اخته په خپل غضب که
که هزار غمونه رایشي په زړه کي
ستا تر غمه لکه مالګه په اوړه کي
هر چي زړه که د غفلت له زنګه پاک
بینایي به ئې هله وکه ادراک
طالع منده په دندانو سندان مات که
چي کم بخت شي، پالوده ئې دندان مات که
که د دې پر ځای د دېوان شعرونه د اوسني رسم الخط پر اساس راغلي وای غوره برېښېده. د یونس دېوان د هغه سوز او ساز د شاعرۍ او د هغه د اجتماعي او اخلاقي افکارو یوه مجموعه ګڼلی شو، په شعر کي د هغه د اجتماعي فکر یوازي دغه یوه نمونه راوړو:
مینه دار په دښمني د آدم مه شه
چي ښېوه په بدخویۍ که لړم مه شه
په ظالم باندي د خدای لعنت وریږي
روا دار د جفا، جور وستم مه شه
د عمل څراغ له کوره در سره وړه
په لومړي ماښام د ګور په تورتم مه شه
د قارون له حاله زده کړه که دانا يې
دلبسته د سیم و زر د درم مه شه
قسم مات په مختورونو کي حساب دئ
په دروغ دي له چا قول و قسم مه شه
یک زبان په وعده راست اوسه یونسه
دوه زبان لکه مختوری قلم مه شه
په همدې توګه د یونس په شعر کي د همت او ننګ د ولولو انګازې ښې ډیري دي. دلته یوازي د یوې نمونې په توګه دغو شعرونو ته پاملرنه کوو.
د میدان په ورځ چي تېښته کا له جنګه
پاته هیڅ نه شي باقي له نام و ننګه
له میدانه تېښته کار دئ د زنانو
مرد به نه تښتي له تیره له تفنګه
چي د تورو په برېښنا ئې وارخطا شي
مايي مه وای په هغه غولاټي لنګه
د عزت صدقه سر د سر دنیا ده
مېړنی په شرم سر ورکه بې درنګه
او دغه شعر چي:
چي خپل قام ورڅخه ورک په بل وطن شي
په پردي قام به سردار نه شي بهتر څوک
حاکمان، ارباب، ملک واړه نهر دي
مړوي به خوار اولس هومره نهر څوک
چي ملک، پیاده، کوټوال درې واړه یو شي
خلاص به نه شي له دې دریو په ور ور څوک
د یونس په شعر کي د میني د څپو بهیر او د دغه بهیر یون سخت محسوس او څرګند دئ. د هغه په شعر کي د میني دغه اړخ زموږ د کلاسیک ادب یوه داسي شتمني ده، چي د کلاسیک ادب ټولي خوبۍ لري او د خپل وخت او چاپيریال د حالاتو ځیني انعکاسونه.
دلته د یونس خیبري یوازي یوه غزل د هغه د خوږې، رنګیني، او له احساسه ډکي شاعرۍ د بیلګي په توګه لیکو چي د هغه د لوړي شاعرۍ ښه ثبوت ورکولی شي.
تا وې مخ و ته مي ګوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې مه اوړه له پيغوره، ما وې سترګي په لېمه
تا وې ټینګ شه که عاشق یې، ما وې څه دي په دا عشق کي
تا وې غم دئ لور د لوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې سر د عاشق څه دئ، ما وې کوی د خم د زلفو
تا وې سر له ما مه ژغوره، ما وې سترګي په لېمه
تا وې دواړه زلفي څه دي، ما وې هر چي ته څه وایې
تا وې شپه ده تکه توره ما وې سترګي په لېمه
تا وې ولي دي فریاد کا ما وې درد د بیلتانه دئ
تا وې مه کړه آه په زوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې واوره که عاشق یې ما وې وایه زما غوږ دئ
تا وې اوښي ویني اوره ما وې سترګي په لېمه
تا وې څه حال دئ یونسه ما وې پروت یم ستا په در کي
تا وې مه ځه له دې کوره ما وې سترګي په لېمه
د لته ددې خبري یادول هم په کار دي چي تر اوسه پوري داسي فکر کېده چي د یونس د دېوان یوازنۍ قلمي نسخه همدغه د ارګ قلمي نسخه ده، چي د یونس دېوان په ۱۳۵۶ کال چاپ شو، خو باید ووایو چي اوس د دې دېوان د یوې بلي لاس کښلي نسخې پته هم لګېدلې ده. دغه نسخه د محترم محقق همېش خلیل د یوې لیکني له مخي د کراچي په یوه کتابتون کي خوندي ده. او وروستۍ خبره دا چي:
د یونس دېوان به څه رنګ خوشبو نه وي
چي په کي ئې درست بیان کېښود د مښکو

دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.

د مقالې ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمان پتوال

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ