پوهنیار لطیف بهاند
د پټي خزانې اشعار چي د ستر لیکوال، پیاوړي څېړونکي، د ژورو احساساتو او رنګینو عواطفو لرونکي شاعر او د خپلي زمانې هنرمند ځیرک انسان او سترګه‌ور مؤرخ (محمدهوتک) د وینا د رنګین تخیل له مخي کولای شو هغه د سرو میو ډک جامونه وګڼو او له ناخوالو د څو شېبو تښتېدو او هېرتیا په خاطر دا جامونه په سر واړوو او د یو چا خبره په خپل مینځ کي سره یو څه رازونه ووایو. دا هغه پيمانې نه دي، چي دوی په لوی لاس او بېلابیلو پلمو ترې بې برخه کړل شوي دي. بلکي دا هسي جامونه دي، چي د سرو میو په هیله د ورک شوي او شړل شوي انسان له پاره ابدي مستي زېږوي او د هغه د نا آرامه او د دوی د ژوند په څېر د سرګردانه روح توپان زیاتوي.
دا جامونه نه یوازي لوټمار، تالانګر او سړي خواره د خپل قدرت په څټکانو ماتولای نه شي، بلکي د هغه د تعصب په بټۍ کي په پلوشه لرونکو سکروټو باندي اوبه تویوي او زموږ لوی دلیل به همدا وي چي نن دا دئ بیا زموږ د محفل د هر ادیب لاسونو کي همدا جامونه ښکاري. هغه کړنګوي، جنګوي او کړنګهار ئې د بادونو او د زمان غوږونو ته د ترانو په توګه راتلونکو نسلونو یا په بله معنی راتلونکي انسان ته ورلېږي.
دا خو ځکه چي د محمدهوتک د اشعارو د تفسیر له مخي د بیلتون په تورو تروږمو او تاریکیو کي د ځلاند لمر هیله له همدې کټوري څخه کیږي. او د زمانې د بې‌پایه بهیر په یوه نامعلوم او ناآشنا ګودر چا ویلی وو. «... په یوه ښه، سپېڅلي او اصیل شعر کي به لوړ او عمده ټکي ډېر وي خو په هغو کي وزن او محاکات (د یو څیز یا چا د حالاتو او خیالونو سمه او په ځای انځور او ترسیم) اساسي برخي جوړوي».
که څه هم کاڼي هم خاوري کیږي خو د پښتنو د یو متل په توګه چي دا خبره د کاڼي کرښه ده، موږ په هم دا خبره د داسي یوه کاڼي کرښه وګڼو چي تر اوسه ئې لا د طبیعت پر وړاندي د اضدادو، د جګړې سره سره خپل کاڼی‌والی ساتلی دئ او خاوري شوی نه دئ. یعني اوس هم یو شعر هغه وخت ښه ګڼلی شو، چي د نورو ځانګړتیاوو نه برسېره (په تېره بیا له واقعیت نه برسېره) د تخیل، وزن او محاکاتو درلودونکی وي او محمدهوتک دا اور‌ژبی شاعر چي د شعر هر بیت ئې دسړو زړونو او د سړو ژمیو دتودولو له پاره د اوره ډک یو جام دئ، همداسي اشعار ویلي دي.
که څه هم د هغه بشپړ دېوان د سوځېدو رڼا به خداچي د چا ږیره ور سوې وي او یا به ئې د چا د دښمنۍ تنده ور ماته کړې وي خو سره له هغه هم د ده له برکته اوس موږ د ده د داسي یوې غزلي د لوستلو ویاړ لرو، چي د پورتنیو خبرو جوت دلیل دئ او څرګند تائید، د ده غزله دا ده:
ساقي پاڅه د سرو ملو ډک یو جام را
ستا له غمه نا ارامه یم ارام را
بې له میو د بهار ننداره څه کړم؟
پسرلی سو د خوښۍ یو ښه پيغام را
دنیا پاتي ده ښادي مو یو ګړی ده
یو ګړی مو خوښ که، می ګړی انعام را
د بیلتون په تاریکو کي مي زړه شین دئ
رڼا لمر د جام د میو په ظلام را
ناکامیو د دنیا مي کام را تریخ کا
چي مي خوږ کا کام ترخه و ما ناکام را
نه نشاط سته نه مستي سته نه رندي سته
چي سم رند هغه اوبه علی الدوام را
په اوبو مي سوړ زړګی لږ څه را تود که
«محمد» ته د اور ډک یو هسي جام را
د دغه راز شعرونو په لوستلو سره چي هر یو ئې د یوې دنیا راز په ځان کي نغښتی، څېړونکي دي نه اړوزي چي کیني او خپل ټول عمر چي یو وار راځي او بیا ئې راتګ نشته، د دې په لوستلو څېړنو او پلټلو تېروي، دا خو ځکه چي: «پټه خزانه د پښتو ژبي د خوږو او په زړه پوري اشعارو یوه برخه او ډېره معتبره وثیقه ده، چي په ۱۱۴۱ او ۱۱۴۲هجري قمري کالو کي د محمدهوتک له خوا لیکل شوې او د پښتو ژبي د خوږو شعرونو نمونې پکي له هجري قمري ۱۰۰ څخه تر ۱۱۴۲ هـ ق کلو پوري شته او د پنځوسو تنو شاعرانو پېژندګلوي او شعري بېلګي پکښي د مؤلف له خوا ځای شوي دي...
د پټي خزانې په نوم د شاعرانو تذکره سربېره پر دې چي د پښتو ژبي پاخه خواږه او ډول ډول شعرونه لري د اشعارو په لوستو ئې تر ډېري اندازې پوري ادبي تنده ماتیږي» او د زرغون نورزي د ساقي نامې شعر چي په پښتو ادب کي د شعر د ساقي نامې امام ګڼل کیږي او په حق سره د ساقي نامې استاد زموږ د محققینو د پورتنیو خبرو پوره تصدیق کوي او تائید.
د زرغون خان شعر کي هم هر څه شته دي؛ بزم، رندي، د دنیا د تګ راتګ بدلون او حرکت او د چا خبره د اوسنۍ فلسفې د جوهر اساسي نخښي، یعني یون، حرکت، تګ، تغیر اوښتون او بدلون او هغه ته په رندانه نظر کتل. د دې ساقي نامې په باب د پياوړي محقق چي په خپلو څېړنو او شهکاري لیکنو او تحققاتو کي (علامه) دئ او استاد د پښتو تاریخ په کتاب کي لیکي:
«... زرغون هم پدې پښتو ساقي‌نامه کي استادانه پر لار تللی او مستانه وینا ئې کړې ده. د ده شعر روان او خبري ئې هم د مستانو په څېر دي، ځکه نو ده ته یو کامیاب او پوخ ساقي‌نامه ویونکی وایو او دا ساقي نامه هم د پښتو له پخو اشعارو څخه ګڼو ځکه چي ده په خپل شعر کي د احساساتو، رقت، حسن طلب او هم د عباراتو رواني او رشاقت او خوږ سلاست سره یو ځای کړي دي او په دې ټولو شیانو کي کامیاب دئ... (ځکه) هغه شعرا چي په ساقي نامه کي مستي نه کوي او د عقلاوو په څېر ګډ وي د دوی ساقي نامې د ادب له پلوه ښې نه ګڼل کیږي».
دی ساقي ته یوازي د هغه ساقي په سترګه نه ګوري چي د میخانې په کنج کي ناست وي او یوازي جامونه پورته کوي او ځان بې سده کوي، بلکي دا هغه ساقي دئ چي د خپل بزم ملګرو ته د معرفت نور ورکوي او د تیارو ګوټ ګوټ ته د لمر پلوشې شیندي. دا دئ د دې دوه‌ییزي ساقي‌نامې یو څو خوښ کړي بیتونه په ګډه سره لولو او ګورو چي رښتیا سره هغه د نور بڅرکی او سپنخکی:
ساقي پاڅه پیاله راکړه
اوبه تویي په لنبو کړه
زاهد وزي صومعې څخه
هر سړی په میو مست دئ
نو ساقي پاڅه بهار دئ
دنیا پاتې موږ به ځونه
پيمانه ډکه له می کړه
چي یودم سمه آزاد
ساقي پاڅه وخت د ګل دئ
وقت د میو د وېشو دئ
هغه څوک اوس د پېغور دئ
مستان ګرځي په باغو کي
لاس په لاس دي یارانې کا
ماته جام در بل و لور را
اور مي بل د زړه په کور کړه
چي بل څه نه وي الفت وي
ټول اخلاص وي او صفا وي
له زړه کم غش او دغل وي
ساقي ستا مهر مطلوب دئ
که ستا لور پېرزو نه وي
خوند به نه کا رنګ د ګلو
نه به بزم په سر تود سي
جام به تش د ارزو سي
نو ساقي پاڅه بهار دئ
یاران ناست سترګي څلور دي
له سرو میو څه ډک جام کړه
چي سوړ بزم به مي تود سي
د جهان ویر غم هېر کا
چي په مخکي مي بیلتون دئ مرور یار را پخلا کړه
اور مي مړ په دې اوبو کړه
شراب پيري میخانې څخه
دې بهار کي ګل پرست دئ
نن ژوندون سبا رفتار دئ
تورو خاورو کي به یونه
بزم تود په پیاپی کړه
نا ښاد زړه مي سینه ښاد
په جوشش کي خم د مل دئ
د پیالو د ډکېدو دئ
چي ئې جام تش و نسکور دئ
مستي کاندي په راغو کي
یو په بل ناز و نخرې کا
چي یو تش سي ډک ئې نور را
له هر چا هر څه ئې تور کړه
ټوله مهر و محبت وي
تیاره ورکه سي رڼا وي
جهان ټوله ګل او مل سي
نوبهار ځکه مرغوب دئ
نو بهار به په څه ښه وي
بې مستیو بې له ملو
نه نغمې نه به سرود سي
ورک به مهر او پېرزو سي
بزم تا له امیدوار دئ
ستا د جام په امید نور دي
د یارانو ئې انعام کړه
د رندانو غوږ و سرود سي
یو دم ښه په عشرت تېر کا
له جهانه سبا یون دئ

دا خبره ضروري نه ده چي موږ د هغو زمانو شعر د اوسنۍ زمانې په شعري تله کي «چي اکثره اوسني شعرونه د خپلي سولېدلي بڼي او محتوا له کبله پکښي سپک را خيژي» و تلو. بلکي دا باید د زمان دېوال نه په تېرېدو سره پنځه، شپږ یا دوه، درې او یا هم لس پېړۍ پخوا وګورو، چي دغه شعر څه ډول تشبیهاتو، استعارو یا حالتونو د ترسیم ځانګړتیاوي درلودې، ځکه د دغه ټکي په پام کي ساتل څېړونکي په دې بریالي کوي، چي په رښتيني واقیعت پوه شي او موږ هم د دې خبري په رڼا کي د ځینو محققینو نظر په درناوي سره د هغوی د نظریاتو له ځینو ټکو څخه سر غړوو چي د زرغون خان ساقي نامه دي هرومرو د پارسي ادب او یا عربي ادب تقلید وي او دا ساقي نامه په دې بې سارۍ سره نه یوازي نېغ په نېغ تقلید ونه ګڼو، بلکي د ساقي نامو د ویلو په بې پایه بهیر کي هغه یوه نوې ګډا وبولو، هغه ګډا چي ځانته چینې لري، ځانته دمه ځای لري، ځانته د لاري تګ،راتګ او د پېغلو او منګیو کتارونه، داسي ګډا چي تر نورو ښکلې، نوې او رنګینه ده او ځانته د یوې عیني واقیعت درلودونکې هم ده. هغه هم په دې دلیلونو:
۱ــ د دې ساقي نامې شاعر(زرغون خان) نړۍ لکه هغه شان چي ده په یوه عمومي بدلون کي ویني، دی هر څه ته رسېدونکی، نوی زېږېدونکی، داسي زېږېدونکی چي هغه د هغه د مهال د ځینو هستیو په پای ته رسېدو کي رازېږي لکه:
نو ساقي پاڅه بهار دئ
نن ژوندون سبا رفتار دئ
دنیا پاته موږ به ځونه
تورو خاورو کي به یونه
۲ــ موږ په لومړنیو خبرو کي په شعر کي د حالتونو د پیداکولو او د هغو ترسیم یا په بله معنی د محاکاتو یادونه وکړه. دا هغه حالتونه دي چي پرته له شاعره بل هیڅوک یو هنرمند هم لکه انځورګر، موسیقي دان، یاسندر غاړی، سینماګر او نور نور هغه نه شي کولای په دې توګه ترسیم کړي چي په دې ساقي نامې کي یو څو داسي ټکي د ساري په توګه رانقلوو.
جام به تش د ارزو سي
ورک به مهر او پېرزو سي
چي سوړ بزم به مي تود سي
د رندانو غوږ و سرود سي
او یا هم لار ته څلور سترګي، یا امید ته څلور سترګي، د ساقي عنایت ته کېناستل، د جهان فراموشي او نور.
په داسي حال کي چي د زرغون خان نورزي په دې ساقي نامې، د پوهېدونکو د ارزو جام ډک غواړم، د مهر او میني پېرزو پرې کوو او بزم تود غواړو. د غنایي بزم د دې خیال د نغمو منځ کي د توري او ډال د ژوندي پاتي کېدو دا خو ډب میدان ته ور درومو او د هغو سرکښو تماشو ته کښېنو چي د مرګ په وړاندي درېدلی او په مینه او موسکا ئې د ژوندي پاتي کېدو ترانې ویلي دي. که څه هم د هغه وخت د ټېکه دارانو او د زمانې د چپه ګرځوونکي قدرت او پرتم د پالنګ ماڼۍ اوس داسي له خاورو او دوړو سره برابري ونه کړای شي خو په پټي خزانې کي له اشعارو نه د جوړو شویو برجونو دنګي غاړي او دښمن څارونکي تیرکشونه هماغسي آسمان څک او پرتمین ولاړ دي او په انسان دښمنو وګړو مردکي وروي دا هغه ماڼۍ او برجونه دي چي د شاعر خبره د زمانې باد و باران، سېلۍ او توپانونه به د هغو یو خښته هم بې ځایه څه چي ښورولای هم نه شي او دا د عاطفې او انساني غوره خیال نه جوړ شوی اسمان څک برجونه چي ټول ئې انساني ژوند باندي د ژوند دښمنه یرغلګرو د تاړاکونو په وړاندي د درېدو، پاڅېدو او هغو سره په اخ او ډب کي را جوړ شوي دي، ځان ته ئې د مقاومت یا ټینګاریزو ادبیاتو نوم ګټلی دئ او د مقاومت ادبیات په تېره بیا د هغه شعر خو هغه شعر چي په ادبیاتو کي د یوه ځانګړي ژانر د منځته راتګ بنسټ جوړ کړی دئ. د دې شعر ستر ځانګړتیا به دا وي چي په دې شعر کي هیڅ وخت ټاکلی او مشخص اتل لیدلای نه شو. اصلاً د داسي اتل له پاره هلته ځای نه شته بلکي دې شعر کي هر وګړی، هر زوړ، هر ځوان ، هر زلمی او هره پېغله هره زړه او نیا، هر ماشوم او هره ماشومه، هر څوک او په پای کي هر شی، کاڼی، بوټی، وني، کوڅې، لاري، غرونه، ګودرونه، ګرځني، ورخونه، شنیلی، کروندې هر څه هر څه، اتلان هر یو لارښود دئ هر یو او هر شی د غږ کولو د برید، د دفاع د منډي او تکل حق لري او دا کار هم کوي او بې له هغه چي چا څوک ټاکلی و او یا ئې ګمارلی وي چي لاسرسی په دښمن برید کوي او هر چا چي هر چیرته غږ وکړ، یون پیل او منډه شروع. دا باید هېر نه کړو چي دا حرکت څه د انارشیزم او ګډوډۍ او خپل سرۍ معنی نه لري بلکي دا د ملت د توافق نظر او غوښتنو د نږدې والي څرګندونه کوي چي د هدف په وړاندي ئې سره لري.
په پټه خزانه کي د داسي اشعارو بيلګي لږ نه دي، ځکه ماحول ئې د داسي اشعارو زېږېدو ته جوړ شوی وو، خو ښه به دا وي چي لومړی داسي اشعارو ته د چاپیریال د برابرېدو د عواملو څخه یو بېلګه دلته ولیکو او وګورو چي د داسي یو بلا له پاره په فرهنګي بهیر کي داسي چیغي او غږ ضرور وو که نه؟ دلته د مغولو د راتګ نه یو څه وایو. هغه وګړي چي د باد او باران لرونکي سېلۍ په څېر ئې هرڅه له بېخ او ریښې و ایستل او ورانول او پر ځای ئې حتی ایرې هم نه پرېښودې، ځکه کېدای شوله ایرو نه ئې پلویان د یادګار څلي جوړ کړي. د مغولو د راتګ په باب «د افغانستان لنډ تاریخ» د کتاب لیکوال لیکي: «د چنګېز لښکري د جبه اوستای او نغاجار په مشرۍ د ۶۱۷ـ ۱۲۲۰میلادي کال په لومړي خور له جیحونه راپورېوتلي او د بلخ تر نیولو وروسته ئې په خوارزمشاه پسي د هرات لار واخیسته او د هرات حکمران امین ملک ئې کلابند کئ او تر پوشنجه پوري ئې خلګ قتل عام کړه... د چنګېز لښکر د خوارزمشاهیانو مرکز (جرجانبه) د اورګنج ښار چي د اسیا خورا ودان ښار او د پوهي او ادب زانګو وو، وران کئ او خلګ ئې له یوه سره ووژل... (۶۱۸ـ۱۲۲۱م) ... د هرات خلګو چي د شمس الدین جوزجاني په مشرۍ د ټولۍ سره جګړه کوله ... او په سوو زره تنه ئې ووژل شوه او یوازي سل زره تنه نجوني او پيغلي ئې بندیاني شوې... او په غزني کي هم او ګدای له کستګرانو پرته نور ټول خلګ بیابان ته وکوچول او اوس ئې د ځای ټاکل هم مشکل دئ...».
دا د دې تالانګر او ورانوونکي فرهنګ دښمنه یرغل یوه کوچنۍ بېلګه وه، چي د پټي خزانې د یوې سندري د ویلو انګېزه ئې برابره کړې، نو په دغه شان حالت کي شاعر او هنرمند څه کوي او څه وايي، داسي څه باید ووایي چي د دغه شان تاړاکونو ځواب وویلای شي او له هغو څخه یوه سندره د هوتک بابا ده دا هغه سندره ده چي کتابونه پرې ولیکل شي او توضیح کړل شي. د ده دا سندره چي د محمدهوتک د پټي خزانې له برکته موږ ته را رسېدلې او د لوستلو ویاړ ئې لرو، په خپله محمدهوتک د هغه په باب لیکلي دي:
... نقل دئ چي په هغه وخت کي به هر ځل مغلو د ارغنداو پر غاړو لوټ کاوه اتغر او بولان او کلات به ئې تالا کول. بابا هوتک خپل قومونه راټول کړل او د سره غره له سره ئې پر مغولو شخړه بوتله. په دې جګړه کي مغول تالا شول او د پښتنو ګړنديو ډېر ووژل.
سورغر په دغه ورځ د مغولو په وینو داسي لجند شو چي پلوشو د لمر به برېښانده کا، په دغه جګړه کي پښتانه لږ او بې ځواکه ول، چي د سرو مغولو پېښه راغله او اخیسته ېې و کا یو څو غښتلي. د بابا هوتک خپلوان ومړل بابا هوتک په وړ غږ دا سندره بولوله او په غشو ئې د مغلو ټټرونه څیرل. غښتلو مېړو چي داسندره اورېدله جګړه تودېدل تر څو چي سور غر ئې د مغولو په وینو ولاړه او ټول ئې پوپناه کړل...».
اوس چي په پښتو شعر کي د مقاومت د شعر د پیدایښت اغېزې و څېړل شوې ښه به دا وي چي د هوتک بابا شعر د بېلګي په توګه راوړو:
پرسور غر بل راته نن اور دئ
وګړیه جوړ راته پېغور دئ
پرکلي کور باندي مغل راغئ
هم په غزني هم په کابل راغئ

غښتلیو ننګ کړئ دا مو وار دئ
مغل راغلی په تلوار دئ
په پښتونخوا کي ئې ناتار دئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ

آه د مرغۍ غښتلیو راسئ
پر ننګ ولاړ د پښتونخوا سئ
توري تېرې
غشي تر ملا سئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ

زلمو په غشو کړئ وارونه
د تېرو تورو ګوزارونه
ور وړاندي کړئ
خپل ټټرونه
پر کلي کور باندي مغل راغئ

زما د زلمو ویني بهیږي
مځکه او غرونه پرې سره کیږي
میرڅی
زغلي او ترهیږي
پر کلي کور باندي مغل راغئ
هلئ
پر غره جنګ دئ
سور غرپه وینو باندي رنګ دئ
مهال د توري دئ د ننګ دئ
زلمو
په ننګ ځانونه مړه کړئ
دښمن په غشو مو پېیه کړئ
د پښتونخوا مځکي ساته کړئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ
پر کلي کور باندي مغل راغئ
په دغو شعرونو کي یوازي په دې شعرونو کي نه بلکي د هغې زمانې په اشعارو کي چي پټي خزانې د نیستۍ له کرغېړنو منګولو را ژغورلی او د هستۍ په لمن کي ئې خوندي کړي دي. شاعر هغه شاعر، چي د غمونو، رنځونو، بدمرغیو، خوله نېکه مرغه د انساني ویاړ غېږ کي زېږېدلی دئ. د رنځ، جګړې، ویني او وژني څخه یادونه کوي، خبري کوي، مینه ښيي او کرکه څرګندوي.
دا شعر او داسي نور اشعار (د بابا هوتک سندره، د امیرکروړ ویاړنه) که د غم او ویر په غېږ کي زېږېدلي، یا د رنځ په پوله، یا د تورو په میدان کي، خو د نورو تر څنګ د یوې غوري او هنري ځانګړتیا درلودونکي دي او هغه دا چي ژوند ته په رڼو سترګو ګوري د امید په سترګو او د خوښیو په هیله. نو د بل شاعر خبره چي وایي:
که زما شعر له جنګ جګړې، له وینو له غشو، له وهلو او وژلو او رټلو څخه تکلونه کوي، یادونه او خبري کوي، دا د دې معنی نه لري چي ژوند ته په بدبینه نظر ګوري بلکي دا د یو ریالیسټیک اړخ څرګندونه ده. که دا شاعر او د هغه شعر داسي جنګ او جګړې ته د لمسېدو تکل کوي چي باید ور ودانګل شي ځکه که ور و نه دانګ شي دا جګړې انسان خوري، کله چي زغمل شوې جګړه پيل شي نو په داسي جګړه کي که څوک جګړه نه کوي دا دده د نابودۍ حکم لري.
که د پټي خزانې اشعار د امیرکروړ ویاړ په درلودلو سره د پښتون پياوړې درېدنه، د اعراتو او د عباسي استبداد په وړاندي چي په هغه وخت کي د ابن سیار په قدرت کي ښودل کېده ښيي او یا د پټي خزانې دوې قصیدې د پښتو ژبه د قصیدو د شهکارونو خاونده کوي او پر دې قصیدو پښتو ژبه د ادبي او هنروالي خوا ته تللې او ادبي به ئې ترې جوړه کړي. په همدې قصیدو کي دي چي زموږ شاعر د تخیل او مېړاني لار پيداکوي او وايي او د خپل واکمن په ویر کي د غرو رغونه غبار وویني او یا هم د ښکارندوی قصیدې چي د طبیعت د ترسیم او انځور سره د طبیعت په وړاندي بل طبیعت دروي او د شاعر خبره چي مکان او زمان ته قالب ورکړي، رنګ، هنر او بالاخره ساه او ژوند.
د پټي خزانې په اشعارو کي داسي اشعار پيداکولای شو چي په هغو کي د لومړي ځل له پاره د ژبي او ژبنیو ځانګړتیاوو په باب خبري کیږي ځکه هلته شاعر وايي:
ژبه هم ښه وینا کاندي چي ئې وینه ـــ د خاوند په لاس کي زر او درهمونه
د پټي خزانې اشعار د پښتو د قصصي ادب عمر اوږدوي ځکه پټي خزانې دا ډول اشعار په خپله لمن کي خوندي ساتلي دي.
خلاصه دا شعرونه نه یوازي ترانې دي، سرودونه دي، بدلي دي او سندري، بلکي په هغه ټاکلو تاريخي دورو کي د یوه ځپل شوي ملت رښتینی تاریخ دئ، د داسي یو ملت چي په خپل شته‌والي او غیبت ئې اولسونه قانع کړي دي او قانع به ئې کړي.


دغه مقاله د (محمد هوتک ياد) د ملي سيمينار د مقالو په ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ د ژبو او ادبياتو د مرکز له خوا جوړ سوی وو.

ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمان پتوال

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ




FaLang translation system by Faboba