لیکونکی: زلمی هیوادمل

د پټي خزانې مطالعه دا را څرګندوي، چي د دغه ګټور او مفید تاریخي او ادبي اثر فاضل او سترګور مولف محمد بن داود هوتک(۱۰۸۴هـ.ق. زوکړی) د دغه اثر تر کښني (۱۱۴۱ـ ۱۱۴۲هـ.ق.) دمخه د ډېرو تذکرو، تاریخونو او نورو دې ته ورته اثارو ژوره مطالعه درلوده. دا ځکه چي د تحقیق طرز او د واقعاتو د ضبط اُصول ئې دا زباتوي، چي دی د واقعاتو، نقل قولونو او روایاتو په ثبت کي نهایت دقیق دئ او د هر روایت او قول ماخذ او منبع په ډېره امانتدارۍ ښيي.
د عربو او عجمو مورخینو او تذکره‌نګارانو د تحقیق او څېړني روشونه ډېر ښه مراعاتوي. د مثال له‌پاره دی د امیر‌کروړ(۱۳۰هـ.ق.) شیخ اسعد‌‌سوري(۴۳۵هـ.ق.مړ)، ښکارندوی غوري(۶۰۰هـ.ق.حدود)، ابو محمد‌هاشم بن زیدالسرواني(۲۲۳ــ۲۹۷هـ.ق.) شرح حال له لرغوني پښتانه ( د شیخ کټه متي زي ۷۵۰هـ.ق.حدود) له تالیف نه را اخلي، چي هغه بیا دغه مطالب د محمد بن علي البستي له تالیف، تاریخ سوري(۶۵۰هـ.ق.حدود) نه رانقل کړي ول.
محمد هوتک په خپل اثر کي د دواړو ماخذو یادونه کوي او وایي چي د شیخ کټه متي زي(رح) په تالیف، لرغوني پښتانه کي دغه مطالب داسي دي، چي هغه بیا له تاریخ سوري(۱) نه نقل کړي دي. په دې توګه دی د خپل ماخذ اصلي منبع هم ښيي، چي دغه کار د ده په نهایت دقت او په علمي او تاریخي مسایلو کي په پوهېدنه او عمق نظر د لالت کوي. دغه رنګه چیري چي ئې د چا له خولې یا له قوله کوم روایت کښلی؛ د راوي نوم او د روایت کوونکی راوي هم ورسره یادوي او دا ټول هغه روشونه دي، چي د عربو او عجمو او د شرق ډېرو معتبرو او د اعتماد وړ مؤرخینو او مؤلفینو په خپلو آثارو کي ترې کار اخیستی دئ.
موږ د دې خبري د اثبات له‌پاره د پټي خزانې اصلي ماخذونو ته رجوع کوو او د دې کتاب لیکني له اصلي منابعو سره ګورو، چي مؤلف په خپل کتاب کي څومره د امانتدارۍ خیال ساتلی دئ.
د محمدهوتک له ګڼو ماخذونو څخه یو ماخذ مخزن افغاني دئ؛ موږ به په دې لیکنه کي ګورو چي د پټي خزانې هغه کښني، چي د مخزن افغاني له مخه شوي دي، څنګه او په څه ډول دي؟
د پټي خزانې د خطي نسخې په ۳۱مخ کي دغه مطلب لولو:
«هسي نقل کا: خواجه نعمت الله هروي نورزی په مخزن افغاني کي، چي په دوران د جهانګیر پادشاه ئې وکښلئ، چي شیخ عیسی په قوم مشواڼی (۲) وو او په دامله ئې سکونت کا او د شېرشاه په دوران کي ژوندی وو؛ هسي وايي چي شېرشاه ته خلقو وویل: چي عیسی شراب خوري کا. شېر‌شاه خلق و ګمارل، چي ولاړ سي او د شیخ شراب وویني، چي راغلل؛ شیخ په خپل کور ناست وو او صراحي او پياله ورته پراته وو او خواړه یې. د پادشاه سړی چي راغئ؛ وې ویل: «اې شیخه په دې پياله کي څه خورې؟ شیخ وویل: راسه ته ئې هم وخوره. سړي چي صراحي کوږ کړ، په پیاله کي شیدې راتوی سوې. ولاړ او دغه حقیقت ئې پادشاه ته بیان کا. نعمت الله کښلي دي، چي شیخ عسی رحمة الله علیه لوی ولي وو او د خدای په توحید کې ښه شعرونه په پښتو او پارسي او هندي ویله. د‌پښتو یو شعر ئې دا دئ:
پخپله کار کړې پخپل انکار کړې
کله بادار یم، کله مي خوار کړې
ته خو قادر ئې په صفتونو
کله مي نور کړې، کله مي نار کړې
عیسی حیران دئ، په دې شیونو
کله مي یار کړې، کله اغیار کړې(۳)
دا وو د شیخ عیسی شرح حال چي د پټي خزانې مؤلف د مخزن افغاني په حواله کښلی دئ. اوس به موږ مخزن افغاني ته رجوع وکو او وبه ګورو، چي مؤلف مواد په څه شکل له هغه کتابه ضبط کړي دي.
د مخزني افغاني مؤلف د شیخ په احوال کي ډېري خبري لري، خو هغه څه چي د پټي خزانې مؤلف ترې اخیستي په یوه تذکره کي د یوه شاعر له حال سره برابري او سل په سلو د مخزن افغاني له کښنو سره سمي دي، هیڅ ډول تحریف پکښي نه لیدل کیږي. د نمونې له پاره به زه د شیخ عیسی د شرح حال هغه برخه له مخزن افغاني نه راوړم، چي د پټي خزانې مولف ترې را اخیستې ده.
نعمت الله په مخزن کي کښلي دي:
«نقلست که روزی در سلطنت شیرشاه سور حرف حکایت از اولیا الله آن وقت مذکور میشد، یکی از مردان معتمد الیه از شیخ وخت و صاحب نفس شیخ الزمان میاں شیخ عیسی نیز مذکور نمود، که درین وقت خیلی صاحب کشف و صاحب حال اند. یکی از مخصوصان عرض نمود، که بلی همچنین مرد یګانه اند، اما شنیده میشود، که شراب خوری می کنند. این سخن خیلی به شیرشاه ګران آمد. یکی از معتمدان الیهم خود را امر فرمود که تو برو و این ماجرا را از روی راستی واقعی تحقیق نمای. آنچه آن جا متحقق شود، آنرا آمده عرض رسان. حسب الامر آن مرد به ملازمت میاں شیخ عیسی رفت؛ چه بیند فی الواقع صراحی یک ګوشه ایستاده است. بعد از رد و بدل قال قال الله؛ این مرد رونده عرض نمود، که یا حضرتم درین صراحی چه چیز است؟ از کشف بطون ایشان معلوم بود، که آمدن این مرد به چه سبب است. فرمود که صراحی رابګیر و بریز آنچه درین خواهد بود بر آید.
این مرد رونده حسب الاشارت ایشان صراحی را بدست ګرفته سرنګون نمود، شیر سفید مصفا از آن صراحی بر آمد...»(۴)
د شیخ عیسي مشواڼي د شاعرۍ په باب نعمت الله کاږي:
«نقلست که در توحید حق تعالی میاں شیخ عیسی مشوانی رساله تصنیف فرموده آند، از سه قسم. بزبان پشتو و فارسی و هندویی از آن جمله این چند کلمه نوشته شده است...»(۵)
د مخزن افغاني مؤلف بیا تر دې وروسته د شیخ پښتو، پارسي او هندي بیتونه را وړي دي. پښتو درې بیتونه ئې د پټي خزانې مؤلف د مخزن په حواله په خپل کتاب کي هم ضبط کړي، چي لوړه ئې تاسي نمونه ولیدله.
  
د پټي خزانې د خطي نسخې په ۳۲مخ کي دا عبارت لولو:
«ذکر د سلطان السلاطین سلطان بهلول لودي علیه الرحمة الله الولي» تر دې وروسته بیا مؤلف کاږي: « په مخزن افغاني نعمت الله رحمة الله علیه هسي کښلي دي: چي ملک بهلول، د ملک کالا زوی وو. په هندوستان ئې د سلطنت لوا هسکه کړه او دغه ملک له لودي طایفې څخه وو. له ډېري زمانې دې لودي ټبر سلطنت کا، په هند کي.
ملک بهلول په سر هند کي د اسلام خان تر وفات راهیسي استقلال وموند او تر جنګو په ورسته ئې پر ‌ډهلي خطبه او سکه ووهله. پاني پت او لاهور او هانسي او حصار او ناګور ئې د ملتان تر څنډو پوري ونیول. او د هندوانو او راجاګانو سره ئې سخت جنګونه وکړل او اته دېرش کاله ئې پر هندوستان سلطنت وکا او ډېر عادل او عالم پادشاه وو. په کال ۸۹۴ سنه هجري قدسي وفات سو، لکه چي وایي:
به هشت صدو نودو چهار رفت از عالم
خدیو ملک ستان و جهانکشا بهلول
د سلطان بهلول علیه الرحمه وفات په تبه د جلالي قصبه کي وو.»
په مخزن افغاني کي د سلطان بهلول لودي احوال د تاریخ ابراهیم شاهي او تاریخ نظامي له مخي کښل شوي او مؤلف تر خپلي وسي پوري د ده په باب معلومات راوړي دي(۸)، چي البته محمدهوتک ترې د خپل اثر د ضرورت له مخي مطالب اخیستي او هغه څه ئې ترې را پښتو کړي، چي د یوې تذکرې له‌پاره د یوه شاعر یا مؤلف په خصوص کي لازم دي.
که چيري د مخزن افغاني او پټي خزانې لیکني مقایسه شي، سل په سلو کي سره یو شی دي. هیڅ ډول تصرف او لاسوهنه نه پکښي لیدل کیږي، چي دا کار خپله د پټي خزانې د مؤلف پر نهایت علمي احتیاط دلالت کوي. څرنګه چي په مخزن افغاني کي د سلطان بهلول بحث له (۱۶۶ـ ۱۶۹) مخونو پوري راغلی او زموږ مؤلف ترې خپل د کار مواد اخیستيی دي، نو ځکه د دواړو متنو مقایسه یو څه ګرانه ده. که چیري څوک د مخزن او پټي خزانې لیکني د سلطان بهلول علیه الرحمه په خصوص کي سره مقایسه کي، ډېر وړوکی تفاوت به هم پکښي بیا نه مومئ.
د پټي خزانې مؤلف د شیخ عیسی مشواڼي او سلطان بهلول لودي د احوالو تر څنګه د علی سرور لودي په سوانح کي له تحفة صالح سربېره څه مطالب له مخزن افغاني څخه هم اخیستي دي. د دغه کتاب د خطي نسخې په ۴۹مخ کي دا عبارت راغلی دئ:
په « تحفة صالح کي هسي کښلي: چي شیخ علي سرور شاهوخېل لودي(۹) چي د هندوستان په ملتان کي دېره وو او خاوند وو د کراماتو او خوارقو چي خلقو به هرکله ځني لیدل.
په مخزن افغاني کي هم نعمت الله هسي وايي: چی شیخ لوی کرامات ښکاره کړل او خلق په وګروهېدل. په تحفةصالح کي راوړي چي شیخ به خپلو مریدانو ته هدایت کا او وعظمونه او د سوالو ځوابونه به ئې ویل او د تصوف مشکلات به ئې حل کول.»(۱۰)
په مخزن کي د علي سرور لودي په باب داسي لولو:
«... شیخ علي سرور لودي شاهوخېل قدس الله سره العزیز از بزرګان این طایفه و قطب وخت خود بود، و در قصبه کهلور(۱۱) از توابع ملتان که چهل کرو است، سکونت داشت. و در سلسله سهروردي مرید بود، و صاحب خوارق عادات و مرتاض و متعبد و مستجاب الدعوات و بیک نظر توجه ایشان خلایق فیض تمام یافته به مرتبه ولایت می رسیدند.»(۱۲)
د مخزن دغه لیکنه او د پټي خزانې خبري طابق النعل بالنعل دي. هیڅ کوم تغیر او توپير نه پکښي لیدل کیږي. دلته د هېرولو نه ده، چي د پټي خزانې د مؤلف محمد هوتک معاصر مؤرخ افضل خان خټک په خپل تالیف تاریخ مرصع (۱۱۲۳ــ ۱۱۳۶هـ.ق.) کي چي یوه برخه ئې د همدې مخزن افغاني ترجمه ده، همدغه خبري د دغو درېو تنو په خصوص کي په پښتو ژبه هم پيدا کولای شوای.
د تاریخ مرصع د چاپي نسخې په (۵۷ـ۷۱) مخونو کي د سلطان بهلول لودي (۸۹۴هـ.ق.مړ) احوال او (۵۴۹)مخ کي د شیخ عیسی مشواڼي احوال او په (۵۳۹-۵۴۰) مخونو کي د علي سرور لودي حالات درج دي.
یوه بله خبره چي په تاریخ مرصع کي باید د شیخ عیسی مشواڼي د حالاتو په خصوص کي یاده شي دا ده، چي د تاریخ مرصع مؤلف تر دې لیکني:«نقل دئ چي میاں شیخ عیسی مشواڼی په توحید د حق تعالی شعر د پښتو او فارسي او هندي کي ویلی دي.»(ص۵۴۹)
وروسته لیکي: «مصنف د مخزن افغاني خواجه نعمت الله قصه د ګذشته بادشاهانو د پښتنو او سرګذشت د دوی او د بزرګانو د هغه وخت تر عهد د همایون په قید قلم را وړي وه. په خاطر فاطر ورسېدل، چي دا قصص پښتو شي او هر چي پس له هغه سر ګذشت امرایانو د پښتنو دي او بزرګان اولیاءالله ئې تېر شوي دي، هم ور سره محلق شي.»(ص۵۴۹) په دې توګه مؤلف د شیخ عیسی مشواڼي هغه پښتو او پارسي او هندي بیتونه چي مخزن افغاني د چاپي نسخې د دوهم ټوک په (۸۲۵)مخ کي راغلي، نه دي راوړي.
د تاریخ مرصع د نوټونو لیکونکي دوست محمد کامل بیا د تاریخ مرصع د چاپي نسخې په(۱۳۰۰-۱۳۰۱) مخونو کي په مخزن افغاني کي د شیخ عیسی پښتو، پارسي او هندکي بیتونه را وړي دي.
اوس چي مو د مخزن افغاني او پټي خزانې لیکني سره پرتله کړې او دا زیاته شوه، چي د پټي خزانې مؤلف د تاریخ او تذکره لیکني له اُصولو سره سم د یوه مدقق تذکره‌نګار او یوه محتاط او په علمي او تاریخي پرنسیپونو اګاه مؤرخ په ډول له دغه کتاب نه خپل مواد اخیستي دي، چي په قول کي ئې د مخزن افغاني او تاریخ مرصع له لیکنو سره هیڅ توپير نه لیدل کیږي.
بهتره به وي چي د مخزن افغاني د معرفۍ په باب هم څو ټکي څرګند کړو.
مخزن افغاني خواجه نعمت الله هروي بن حبیب الله (د پټي خزانې مؤلف وايي(ص۷۴) چي په خټه نورزی وو) او د سامانې اوسېدونکي هیبت خان کاکړ د (۱۰۲۰هـ.ق.) په شا و خوا کي د نومیالي او ننګیالي پښتانه؛ خان جهان لودي(۱۳) (۱۰۴۰هـ.ق.) په حکم په پارسي ژبه کښلی دئ.
دغه کتاب له یوې دیباچې؛ چي د کتاب د تالیف په خصوص کي کښل شوې او یوې مقدمې (ذکر در احوال مهتر یعقوب) پرته پر لاندي ابوابو او فصولو وېشل شوی دئ:
لومړی باب چي دوه فصله لري، د پخوانیو پیغمبرانو او پښتنو په باب روایتي خبري لري، چي علمي او تاریخي ارزښت ئې ګردسره نشته.
په دوهم باب کي لومړی د خالد بحث راغلئ او بیا پر درېو فصلونو وېشل شوی دئ. په لومړي فصل کي د سلطان بهلول لودي(۸۹۴هـ.ق.مړ)، په دوهم فصل کي د سلطان سکندر لودي (۸۹۴ــ ۹۲۳هـ.ق.)، په درېیم فصل کي د ابراهیم لودي (۹۲۳ـ ۹۳۲هـ.ق.) احوال راوړي دي.
درېم باب ئې د سوریانو په باره کي دئ، چي دغه باب بیا لاندي فصول لري: لومړی فصل د شېرشاه، دوهم فصل د اسلام شاه، درېم فصل د فیروزشاه، څلورم فصل د محمد عادل سور، بل فصل د شجاعت خان سور په احوالو کي دئ. وروستي ابحاث ئې دا دي:
ذکر باز بهادر، دربیان احوال کرلاڼیان، در ذکر نوحانیان. پنځم باب ئې څلور فصله لري، چي په لومړي فصل کي ئې د کامیاب خان جهان لودي، په دوهم فصل کي ئې د دولت او په درېم فصل کي د میا دولت د اولادې او نواب خان جهان لودي، څلورم فصل ئې د (۱۰۲۰هـ.ق.)کال په احوالو کي او پنځم فصل ئې د خان جهان لودي د څلورم نیکه ملک احمد په بیان کي راغلی دئ.
شپږم باب ئې څلور فصله لري، چي په لومړي فصل کي د سړه بن د اولاد، په دوهم فصل کي د بېټني د اولاد په درېم فصل کي د غرغښتي قبایلو او په څلورم فصل کي د کرلاڼي او نورو متفرقو پښتني قبایلو په باب نسبي بحثونه شوي دي.
د مخزن اووم باب د جهانګیر (۱۰۱۴ـ ۱۰۳۷هـ.ق.) په احوالو کي دئ.
تر دې اوو بابونو وروسته کتاب یوه خاتمه هم لري، چي په خاتمه کي ئې د پښتنو او لیاوو او صاحب حال خلکو شرح حال او خوارق ښوول شوي دي. د خاتمې په لومړي فصل کي د سړبني قبایلو اولیاء او په دوهم فصل کي د بېټني قبایلو اولیاء راغلي دي.
په خاتمه کي له دغو درېو فصلونو وروسته د ضمیمې په ډول دغه مطالب هم میندل کیږي:
در ذکر اولاد یا دی پسر دوم شینکی، در ذکر اولاد غوري بن کند، در ذکر اولاد مامون بن داؤد و امنی بن داؤد، ذکر در بیان اولاد مکا(مکی) بن خښي، در بیان احوال هیبت خان و خواجه یحیی کبیر او په پای کي د پښتنو شجرة النسب راغلی دئ.
د مخزن افغاني خطي نسخې په افغانستان، هندوستان او انګلستان او شوروي اتحاد کي پيدا کیږي.
مخزن افغاني په انګرېزي ژبه پروفیسور برنادر ډورن (۱۸۰۵ـ ۱۸۸۱ع.) له خوا د History of Afghan په نامه ترجمه شوی هم دئ. دغه کتاب تر (۱۹۶۲ع.) کال پوري نه وو چاپ شوی، په دې کال د پښتنو دغه تاریخ د «تاریخ خان جهاني و مخزن افغاني » په نامه په دوو ټوکونو کي د بنګال د ایشیا ټک سوسایټي له خوا خپور شو.
د تاریخ خان جهاني او مخزن افغاني دغه انتقادي متن له انګرېزي مقدمې، د اعلامو له فهرست او پارسي حواشیو سره د سید امام الدین له خوا برابر شوی دئ، چي دواړه ټوکه ئې پرته له انګرېزي برخي ۹۰۵ مخه لري. دوهم ټوک ئې له ۴۳۵ مخه نه پیل کیږي. د لومړي ټوک انګريزي برخه ئې ۹۳ مخه ده او د دوهم ټوک انګریزي برخه ئې ۱۲۴مخونه لري.
-------------------------------------------------------
ماخذونه او حواشې:
۱ـ د تاریخ سوري او لرغوني پښتانه په باب د زیاتو معلوماتو له پاره و ګورئ: د پښتو پخوانۍ تذکرې ۱۵ـ ۱۹ مخونه او ۲۴ــ ۲۷ مخونه د ښاغلي رفیع، د ( ۱۳۵۰ل.) کال د تاریخ ټولني خپرونه.
۲ـ محمدحیات خان په حیات افغاني کي کښلي دي، چي مشواڼي د کاکړو یوه پښه ده، چي تقریبا څلور سوه کوره ئې په کوهدامن کي او ځیني کورنۍ ئې په کندهار کي اوسي او د ضلع هزاره په سري کوټ کي هم مشواڼي اباد دي. (حیات افغاني، ص ۴۴۳ـ ۴۴۴)
۳ـ پټه خزانه ص ۷۴ او ۷۶، طبع۱۳۳۹.
۴ـ مخزن افغاني و تاریخ خان جهاني، ج ۲، ص ۸۲۲—۸۲۴، د ۱۹۶۷ع. کال د ډاکې چاپ.
۵ـ- همدغه اثر ص ۸۲۵.
۶— پټه خزانه ص ۷۶.
۷ـ مخزن افغاني ج۱، ص ۱۲۶—۱۶۸.
۸ـ- شاهو خېل د لودیانو یوه غټه پښه ده او دوی د عمر بن پړنګي بن سیاني بن لودي بن شاه حسین غوري له نسله او د بي بي متو له اولادې څخه دي. (وګورئ خورشیدجهان، د شېرمحمدخان ګنډاپور، ص ۲۲۴، د ۱۳۱۱هـ.ق. کال د لاهور چاپ).
۹ــ پټه خزانه، ص ۱۰۳—۱۰۴.
۱۰ــ کهلور دلاهور د صوبې په دیپالپور کي د یو ځای نوم دئ. وګورئ ائین اکبري ج۲، ص ۳۲۵.
۱۱ــ مخزن افغاني ج۲، ص۷۹۵.
۱۲ــ د خان جهان لودي په احوالو کي فاضل استاد پوهاند عبدالشکور رشاد په لودي پښتانه (۱۳۳۶ل.) کال چاپ کي ډېر ښه معلومات راوړي دي.
یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني ) مقالو ټولګه کي چاپ خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن پتوال


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ