سرمحقق معتمد شینواری
د اشنا په فکر خوښه هسي شان شوم
نه پوهېږم چي ممتاز که نور جهان شوم
چي ئې کړمه ستا په مینه سرفرازه
ثنا خوانه په څو رنګه د رحمان شوم
چي مجاز مي د ایاز ولاړئ له زړه نه
سر بلنده تر محمود غوندي سلطان شوم
و هر چا و ته چي ګورم واړه دی دئ
د جهان په نندارو ئې شادمان شوم
غیر فکر مي له زړه نه را بهر شو
پر خلیل و پر عدو باندي یکسان شوم
حلیمې د غماز مکر زیات له حد شو
چي دي بېل له یاره نه کا په ګومان شوم
دا شعر د بي بي حلیمې دئ، د پټي خزانې د وینا له مخي دا بي بي د خوشحال خان خټک لور وه او د ژوند تر آخره پوري ئې مېړه نه وکړئ، دا هم د خوشحال خان د نوري کورنۍ د غړو غوندي شاعره او ادیبه وه. پټه خزانه لیکي چي د دې ښځي اشعار مجازي عشق نه بیانوي بلکي اشعار ئې د حقیقت په لار دي او یوازي حقیقي محبوب ستایي. د پټي خزانې د نص له مخي دا بي بي د قران حافظه هم وه او په مروجو علومو پوهېده او هغه ئې نورو ښځو ته تدریس کول د پټي خزانې مولف محمدهوتک وايي چي زما پلار بنو ته تللی وو او په هغه وخت کي دا پښتنه ژوندۍ وه، دا یو شعر ئې د ځان سره راوړی وو او ما ته ئې وویل، چي ما په پټه خزانه کي داخل کړ.
مطلب دا چي دا پورتنی شعر د بي بي حلیمې دئ او په پټه خزانه کي راغلی دئ. په دې شعر کي ځیني ترکیبونه داسي بریښي، چي ګوندي د ښځي له خوا څخه نه دي ویل شوي.
زما په فکر په دې شعر کي دا اشتباه نه شي کېدای ځکه څوک چي د دې شعر د لومړي نیم بیتي یوازي لومړۍ نیمه برخه ولولي سم پوهیږي چي دا شعر د ښځي له خوا ویل شوی دئ نه د نر له خوا. هغه ترکیب دا دئ (د اشنای په فکر خوښه) هو! د دې شعر په ځینو ځایونو کي البته دا مراعات نه دئ شوی چي د ښځي له خوا دي ویل شوی وي، مګر دا څو سببونه لري:
۱ـ د شعري ضرورت له مخي، دا ضرورت ټولو ژبو منلی دئ.
۲ـ د شاعر فکر په تشبیهاتو، استعاراتو، معنوي هنر، عواطفو او شعري باریکیو کي متمرکز وي په داسي حال کي د مذکر او مونث مفهوم کوم رول نه لري.
۳ـ شاعر د شعر ویلو په وخت کي ځان ته د انسان په حیث ګوري، په دغه وخت کي مذکر او مونث کوم مفهوم نه لري.
۴ـ موږ چي د نورو مېرمنو، دېوانونه لولو داسي ډېرو ترکیبونو او بیتونو سره مخامخ کیږو لکه چي د نر له خوا ویل شوي وي او شاعري سره مطابقت پکي نه بریښي.
مثلا: په هغه ‌دېوان کي چي (زېری) نومیږي او د سیدي بشري بېګم تالیف دئ یو بیت داسي لولو:
هر یو وېښته مي اناالحق وایي منصور یمه زه
په سر د دار د عشق په جرم بې قصور یمه زه
(نوموړی دېوان ۱۷۷مخ)
د دې بیت نه داسي نه معلومیږي چي دا ګوندي د ښځي له خوا څخه ویل شوی دئ په داسي ځایونو او مفاهیمو کي شاعر معنی ته ګوري د ده فکر د تذکیر او تانیث د درجې نه لوړ وي دی یوازي د انسان په توګه ځان ته ګوري او بس.
بشري بېګم په یو بل شعر کي داسي وایي:
چي مي سپين مخ دتا پټ په نقاب ولید
هغه دم مي زړګی خپل پرې کباب ولید
(نوموړی دېوان ،۱۴۴ مخ)
دلته به څوک ووایي چي دا بیت ګوندي د ښځي له خوا ویل شوی دئ د ښکلا په دنیا کي نقاب د ښځو خاصه ده نه د نر. کله چي ښځه نقاب واچوي نو د نر زړه بې صبري کوي، چي کاشکي ټول مخ مي لیدلی وای او د نر زړه کبابیږي، نه د ښځي.
بشري بېګم په یو بل ځای کي داسي وایي:
چي په زیل د تورو زلفو اسیر نه وي
د وصال تمه به کړي د جانان څه
(نوموړی دېوان، ۱۴۷مخ)
داسي بیتونه نران وایي او د تورو زلفو سره خپله علاقه ښکاره کوي. د ښځو اشعار داسي نه وي مګر په دې ځای کي ښځه ځان ته یوازي د انسان بلکي د کړېدلي انسان په حیث ګوري د نر او ښځي همدارنګه د یوه بل دېوان نه یو څو نمونې را اخلم. دا دېوان (حیات درد) نومیږي او د الفت بېګم اثر دئ. دا دېوان او یا د اشعارو دا مجموعه ټوله د درد، غم او خواشينۍ نه ډکه ده. نو ځکه ئې نوم درد ور باندي ایښی دئ. په دې کي یوازي د انسان د زړه درد څرګند شوی دئ. د مذکر او مونث خیال پکي نه دئ ساتل شوی، په یو ځای کي داسي وایي:
بهار تېر شو زه به هم در سره ژاړم
ای بلبله زه هم ستا غوندي دلګیر یم
( د نوموړي دېوان دوه ویشتم مخ)

سنګسار لېونی ښه یم، د آبادي وتی صحرا ته
لیلی کي مي راځي تر بیابانه کله کله
( د نوموړي دېوان یوویشتم مخ)
په بل ځای کي داسي وایي:
تا د ژوند لارو کي پرېښودم یوازي
خبر نه یم چیرته ډوب شوې چیرته لاړې
( د نوموړي دېوان دوه دېرشم مخ)
ځه بارانه چیر ته بل ځای وورېږه
ډېر زهیر یم چي ما نه کړې پرېشانه
د الفت بېګم دا پورته بیتونه چي څوک لولي دا فکر ور سره نه پیداکیږي چي دا ګوندي د ښځي له خوا ویل شوي دي، بلکي داسي فکر کوي چي د کوم دردمن زړه نه راوتلي دي او داسي فکر کوي، چي
شعر نه دئ دا خوناب د سوي زړه دئ
یا وتلی روستی دم له خولې د مړه دئ
یعني په داسي مواردو کي شعر ته یوازي د شعر په سترګه کتل کیږي او داسي فکر څوک نه کوي چي نر ویلی دئ که ښځي.
په همدې ترتیب د الفت بېګم، دېوان ټول د همداسي اشعارو څخه ډک دئ او دا ور نه نه معلومیږي چي مؤلف ئې نر دئ که ښځه.
د کابل په راډیو کي کله کله دا نیمکۍ ویل کیږي:
مړوند مي ورو ورو خوځوه د بنګړو شور نه شي
خبر مي مور نه شي
دلته د شعري ضرورت او وزن له مخي (خبر مي مور نه شي) ویل کیږي او که نه باید داسي وویل شي (خبره مي مور نه شي). مطلب دا دئ چي په شعر کي وسعت شته او د شعري ضرورت له مخي استثناآت شته نو د بي بي حلیمې په شعر باندي کوم اعتراض کېدای نه شي او نه د اعتراض مورد دئ.


دامقاله (دمحمدهوتک یاد) د ملي سیمینار د مقالو په ټولګه کي چاپ خپره سوې ده، چي په (۱۳۶۲ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز له خوا جوړ سوی وو.
ډيجيټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ