ليکونکی: عبدالقیوم

د پښتو کلاسیک منظوم او منثور آثار څه د پاسه دوولس سوه کاله عمر لري. دا آثار د دغي دورې د ادبي هنر په لحاظ بېلابیل ډولونه لکه غزل، بوللـه، مثنوي، څلوریزي او د ملي اوزانو نور شکلونه لري او عموماً د اجتماعي تصوفي، دیني، حماسي، عشقي او د ځینو نورو موضوعاتو تر سرلیکنو لاندي د دې غرني او لرغوني هیواد د زحمتکښه خلکو د ژوند سرګذشتونه او د زورورو نومیالیو کارنامې او د اولس د فکري او ذهني استعدادونو تصویرونه دي، چي د هنر او ادب په ښکلو او زړه وړونکو الفاظو کي ښکلي سوي دي.
دا آثار د څېړني په لحاظ ډېري خوا وي لري لکه: ادبي، ژبني، اجتماعي، تاریخي او داسي نوري، چي هره خوا ئې د هیواد د پياوړو خلکو د افکارو د پېژندني، د ژوند د تاریخي حالاتو او پېښو او په عمومي ډول د ټولني د خصوصیاتو د پېژندني له پاره په زړه پوري اسناد دي، چي د ټولني د ودي د تاریخي تکامل پړاوونه ځني ښکاري.
د دې آثارو په هستولو او خلقولو کي نه یوازي نارینه بلکي ښځینه هم د اجتماعي نابرابریو او محرومیتونو سره سره پوره ونډه لري.
د پښتو د فلکلوریکو ادبیاتو اساس مېرمنو ایښی دئ. په شفاهي ادبیاتو کي په تېره خو په لنډیو کي د مېرمنو برخه زیاته ده.
دا واقیعتونه په خپله د هغو زهرجنو او ناوړو تبلیغاتو جواب هم دئ، چي وايي ښځه د پخلنځي او یا د کالیو د مینځلو او یا مینځتوب وړ بولي. موږ د خپل ګران هیواد په تاریخ کي د بې‌شمېرو سپېڅلو، پياوړو، غیرتمنو، د پت او شرافت په ګاڼه پټو، وطن پالو او فداکارو مېرمنو یادونه کولای سو، چي دوی نه یوازي د هیواد د ابادۍ، د خپلواکۍ د ګټلو او ساتلو کي خپل د زړه ټوټې (اولادونه) ځار کړي بلکي دوی په خپله د ناوړو شرایطو سره سره په عملي ډګر کي درېدلي او د دښمنانو ټټرونه ئې څیرلي او پښتني ننګ او غیرت ئې ساتلی دئ.
بې ځایه به نه وي که د مثال په ډول د بي بي شمسو، الابي، زرغونې، لوی ادې، ملالۍ، سپيني، عینو، غازي ادې او نورو نومیالیو په باب باید کتابونه ولیکل سي، خو دلته زموږ هدف یوازي او یوازي په پټه خزانه کي د پښتو د کلاسیک ادب په برخه کي د مېرمنو د ونډي یادونه ده او د وخت د نورو حق‌منو ښځو پېژندګلوي خو اصلاً دلته امکان نه لري ځکه دا خو د عمرو او کتابو کار غواړي. دا څو کرښي د څو تنو مېرمنو په باب په خپله د هیواد په تاریخ کي د ټولو پښتني مېرمنو د ویاړ او غرور نه ډکه بولګه کېداشي.
مېرمن نازو:
مېرمن نازو د هیواد د پياوړي او ملي اتل (میرویس خان) مور ده. د دې رښتني او هیوادپالي مور د پېژندني له پاره همدا ویاړ کفایت کوي. د دې سپېڅلي او پر ازادۍ میني پښتنې مور اشعار او د ژوند حالات په پټه خزانه کي ذکر شوي دي، چي د هغه لنډیز دلته رانقلوو:
وایي نازو د سلطان ملخي توخي لور وه، تولد ئې (۱۰۶۱) هغه ځای ته نژدې وو، چي تازي نومیږي. پلار ئې په هغه وخت د غزني نه تر جلدکه د اقوامو مشر وو او په استقلال ئې حکومت کاوه. وایي نازو خورا زړه وره، باتوره، جګړنه او سپېڅلې پښتنه وه. کله چي سلطان ملخي سور غر ته نژدې په جنګ کي ومړ او حاجي عادل چي د نازو ورور وو، د پلار په انتقام جنګ ته ولاړ کلا او کورنۍ ئې و نازو ته پرېښوول او په هغه وخت کي نازو هم توره تر ملا کړه او د جنګیالیو زلمیانو سره ئې کور او کلا له تاړاکه د دښمنانو وساتله. د پټي خزانې د لیکني څخه څرګندیږي چي نازو یوه زړه سوانده، مهربانه، فداکاره، او مېړه‌مخې ارتینه وه، چي نارینه به د دې مېړاني، سخاوت او زړورتیا او فداکاریو ته حیران ول. وايي نازو په نورو پښتني خویونو لکه په مېلمستیا او غریبانو او مسافرانو په پالنه هم معروفه وه او هر وخت چي په ژمي به د مسافرانو قافلې راغلې د نازو په کلا ئې اړول، په سوو سوو مېلمانه به ئې روزل، ډوډۍ او کالي به ئې ورکول. د سخاوت نوم ئې له خیبره تر کوسانه خپور شو.
نازو څلور زامن درلودل چي مشر ئې حاجي میرخان (میرویس خان) وو، نازو به هر وخت خپلو زامنو ته د وطن پالني او د اولس د خدمت درسونه ورکول. نازو د یوې پښتنې او وطن پالي مور په څېر هر وخت خپلو زامنو ته ویل چي قوم او وطن د ظالمانو له سره وژغورئ. وایي چي حاجي میرخان به هر وخت ویل چي زما مور ما ته د لویو کارونو وصیت کړی دئ، زه باید هسي کارونه وکړم. وایي کله چي حاجي میرخان (۱۱۱۹هـ.) کي قوم د ظالمانو د ظلمه وژغورئ، نو په ډېره خوشحالۍ ئې وویل: «خدایه دا هغه کارونه ول، چي ما ته مور سپارلي ول او وصیت ئې کړی وو...»
وایي نازو د اشعارو یو دېوان درلود چي دوه زره بیتونه ئې درلودل. وايي اشعار ئې دومره پاخه ول، چي چا به د دې د اشعارو سره سیالي نه شوه کولای، متاسفانه چي دا دېوان لاس ته نه دئ راغلی خو پټي خزانې د دې یوازي یوه څلوریزه ثبت کړې ده او هغه دا ده:
رباعي
سحرګه وه د نرګس لېمه لانده
څاڅکی څاڅکی ئې له سترګو څڅېده
ما ویل څه دي کښلیه (ښکليه) ګله ولي ژاړې؟
ده ویل ژوند مي دئ یوه خوله خندېده
دغه رباعي د هنر د بدیعي صنایعو د ارزښتونو له مخي ډېره لوړه او عالي ده. ژبه ئې ساده، روانه او د پښتنو د محاورې سره سم ئې برابر ښکلي، سوچه پښتو الفاظ کارولي دي. دغه اثر د مضمون له پلوه هم غني دئ. د ژوند او مرګ خورا پېچلو مسایلو ته ئې ژور فکر کړی دئ. یعني د هنر په لحاظ پوره، ښکلی او منلی اثر دئ. دا پخپله د دې مېرمني د لوړ تخیل، ښه ذوق او مورنۍ ژبي سره د میني او په هغه کي د واردېدو او د پوهي او فلسفې او تفکر ځلانده هنداره بلل کیږي.
د هنر دغه خصوصیات د پټي خزانې د نورو ذکر شوو مېرمنو په اشعارو کي لا څه چي د وخت په نورو پښتو او حتی د منطقې په ادبیاتو کي شاید ډېر کم نظیر ولري. د شرق معاصر فیلسوف اقبال څو پېړۍ وروسته د دغي رباعي په پيروۍ یوه بله رباعي په دري جوړه کړه او کېدای سي چي نورو به هم د دې پيروي کړې وي. د اقبال هغه دري رباعي دا ده:
شبی زار نالید ابر بهار
که این زندګی ګریه پیهم است
درخشید و برق سبک سیر ګفت
خطا کرده خنده یکدم است
دا خبره نه یوازي د مېرمن نازو د طبیعي استعداد او فکري قوت ښکارندوی ده، بلکي د دې پښتنې مېرمني د اجتماعي محیط، د ښووني او روزني شرایط او ځیني نور خصوصیات هم څرګندوي. ګران لوستونکي به وګوري چي د پټي خزانې د نورو پښتني مېرمنو په اشعارو کي د عملي ژوند څخه لیري د یو ډول ساده تصوفي افکارو څپې ښکاري چي البته ریښې ئې باید د وخت د ټولنیزو شرایطو په توپير کي ولټول شي.
مېرمن زینب:
دا د هیواد د نومیالي مشر میرویس نیکه لور ده. دا پر ازادۍ مینه او هیواد پاله او هوښیاره پښتنه شاعره وه. د پټي خزانې د لیکنو څخه څرګندیږي چي دا د ژوند په روانو چارو او د عالم په اموراتو کي باخبره او پوهه ښځه وه. وایي دې به د هیواد په ډيرو اجتماعي او سیاسي چارو کي د خپل وروره سره مرسته کوله او مشورې ئې ورکولې. بي بي زینبه پاخه اشعار لري چي د نمونې په ډول د دې د مشهوري ويرني یو څو بنده دلته رانقلوو:
ږغ سو چي ورور تېر له دنیا سو نا
قندهار واړه په ژړا سو نا
زړه مي په ویر کي مبتلا سو نا
چي شاه محمود له ما جلا سو نا
دا روڼ جهان را ته تورتم دئ نا
زړه د بېلتون په تېغ کړم دئ نا
هوتک غمجن په دې ماتم دئ نا
د پاچاهۍ تاج مو برهم دئ نا
چي شاه محمود له ما جلا سو نا
قندهار واړه په ژړا سو نا
ځوان وو، مېړه د توري جنګ وو نا
ولاړ د کام پر نام و ننګ وو نا
دښمن له ده په وینو رنګ وو نا
پر میدان شېر وو یا پلنګ وو نا
افسوس چي مرګ د ده پر خوا سو نا
قندهار واړه په ژړا سو نا
محموده! نه یوازي خور ژاړي
پر مرګ دي ټوله کلی، کور ژاړي
خپلوان لا څه پاچا دي ورور ژاړي
لښکر سپاه دي پلی سپور ژاړي
پښتون دي ټول په واویلا سو نا
قندهار واړه په ژړا سو نا
اصفهان پاته تاج نسکور عالمه!
چي شاه محمود سو نن په ګور عالمه!
د پښتون لمر سو تیاره تور عالمه!
راته دښمن به کا پېغور عالمه!
لښکر سو خپور پښتون ولاړ دئ اریان
په خاورو ځای کا شاه محمود عالیشان
پاته سو تاج و تخت د ټول اصفهان
زړه ئې را سوړ سو کا خوښي دښمنان
پورتنۍ ويرنه په واقعيت کي وېرنه نه بلکي یوه حماسه ده. دا ځکه چي په دې کي برسېره پر هنري او ادبي خواوو ئې د وخت د پښتني ټولني د افکارو او په یوه حساس وخت کي د محمود د مړیني واقعه لویي ضایعي، حیاتي او سیاسي موضوع اهمیت په نظر کي نیول شوی او هماغه رنګه تصویر شوي دي، لکه څرنګه چي مهم هم ول. یعني دلته موضوع یوازي د محمود مړینه نه ده، بلکي د هیواد سیاسي حالاتو ته زیات اهمیت ورکړل شوی دئ.
که سړی اوس هم د هماغه وخت د پښتني ټولني تاریخي پېښي او اوضاع او په یوه نازک وخت کي د دغه ډول یو غښتلي مېړه مړینه په نظر کي ونیسي واقعا همداسي قضاوت به وکړي، لکه چي په هغه وخت کي همدې پښتنې مېرمني په همدې ويرنه کي تصویر کړې ده.
دا ويرنه چي د پښتو ادب د ملي وزنونو خورا ښه بېلګه ده، د قندهار د خوږې لهجې په معیاري دود ویل شوې او لیکل شوې ده او د ملي احساساتو د پارولو لپاره د اولس د روحیاتو سره برابر اصطلاحات او کلمات ټاکل شوي او کارول شوي دي، چي اثر ته ئې ښه موزون او تاثیر بخښونکی خوند ورکړی دئ. دا مېرمن په دې ويرنه کي یوازي د ورور د مړیني پر ماتم نه ژاړي بلکي ورسره په هغه وخت کي د اصفهان د فتح کولو د نقشې د پاته کېدو نارې وهي او د دښمنانو د پېغور ورکولو له امله د ناامیدۍ اوښکي تویوي او د قندهار د ښار ټول خلک په دې ماتم کي شریک ګڼي. که څه هم په واقعيت کي د محمود مرګ د هغه وخت د پښتون اولس او په تېره د قندهار د واکمنۍ د ساتلو لپاره خورا سیاسي اهمیت درلود خو د پښتون لپاره داسي لمر هم نه وو، چي د خلکو او اولس د نقشې څخه دي سترګي پټي شي. که څه هم دلته یو دلیل هم موجود دئ او هغه دا چي په هغه وخت کي دلته د استعمار د تېریو پر ضد تضادونه نسبت داخلي او طبقاتي تضادونو ته ډېر شدید ول او کېدای شي چي په همدې شرایطو کي دي برسېره پر ټولو تضادونو باندي د استعمار او تېریو پر ضد اولسي مشر پر شاوخوا دي اولس راټول شي او یا د هغه په مړینه دي ويرمن شي او وژاړي. په هرصورت د وېرني د یوې ضعیفي نیمګړتیا سره سره د وخت د ملي احساساتو یوه رښتنې نمونه ده، چي د یوې عالي حماسې ترجماني کوي.
حلیمه بي بي:
حلیمه د هیواد د نامتو ملي قهرمان، لوی شاعر او پیاوړي متفکر خوشحال خټک لور ده. د دې فاضلي او پوهي بي بي د ژوند حالات په پټه خزانه کي ذکر شوي دي، چي لنډیز ئې دا دئ:
حلیمه د خوشحال خټک لور وه او د عبدالقادر خټک سکه خور کېده. وایي دې بي بي د پلار په ژوند مروجه علوم ولوستل او بیا د شیخ سعدي لاهوري مریده شوه. دا یوه عارفه ښځه وه. مېړه ئې نه دئ کړی او د خپل ورور عبدالقادر خټک په کور کي به ئې نورو ښځو ته د وخت لوستونه ور ښوول. وایي حلیمه په پښتو پاخه اشعار لري. اشعار ئې تصوفي بڼه لري. د کلام د نمونې په ډول ئې لاندنۍ غزله د پټي خزانې څخه را اخلو:
د اشنای په فکر ډوبه هسي شان شوم
نه پوهېږم چي (ممتاز) که نورجهان شوم
چي ئې کړمه ستا په مینه سرفرازه
ثناخوانه په څو رنګه د رحمن شوم
چي مجاز مي د ایاز ولاړئ له زړه نه
سربلنده تر محمود غوندي سلطان شوم
و هر چا و ته چي ګورم واړه دی دئ
د جمال په نندارو ئې شادمان شوم
غیر فکر مي له زړه نه را بهر شو
پر خلیل و پر عدو باندي یکسان شوم
«حلیمې» د غماز فکر زیات له حد شو
چي دي بېل له یاره نه کا، په ګمان شوم
پورتنۍ غزله که د وخت د پښتو د نارینه‌وو د اشعارو سره پرتله شي هلته یو جهان او دلته بل جهان ښکاري. هلته په پښتو ادب کي د خوشحال زمانه ده. ادب د رزم، بزم، عشق، توري، قلم او د ژوند د نورو عملي خواوو سره ټینګ پيوستون لري خو دلته د ژوند څخه لیري ساده او منفي تصوف رغول کیږي. که سړی لږ ځیر شي نو څرګندیږي چي دا غزله د وخت د ژوند د توپیرونو او کړاوونو بر سېره په اجتماعي ژوند کي د ښځي د محکومیت د تمثیلونو ښه معتبر سند دئ. دا سي څرګندیږي، چي دې با استعداده مېرمني پرته د ریاضت او تصوف نه اصلا نشول کولای چي د ژوند په نورو خواوو کي خپل استعداد څرګند کړي او که چیري څرګند کړی هم وای ښایي چي د فیوډالي شرایطو استبداد به دا له ژوند څخه محرومه کړې وای. د دې مېرمني هوښیاري هم په دي کي ده، چي دې د وخت شرایط ښه درک کړي ول.
دا غزله د شکل له مخي فولکلوریک وزن لري. ژبه ئې روانه ساده او محاورې ته نژدې مروج کلمات پکښي کارولي دي. دې بي بي د وخت د تصوفي طریقو لوست هم کړی دئ او تر دې اغېز لاندي راغلې ده. په اشعارو کي ئې هم په تېره د تصوف د وحدت الوجود د مکتب اثرونه د ورایه ښکاري.
دا هم باید ووایو، چي د یوې غزلي له مخي د یو چا پر فکري جریان باندي قضاوت کول ګران کار دئ. اما په هغه وخت کي د دې فکري مکتب د منلو له پاره د اجتماعي او تاریخي شرایطو د برابرېدو نه برسېره په منطقه کي مستقیما د روښانیانو له خوا د دې مکتب تدریس روان وو. که څه هم د خوشحال کورنۍ د روښانیانو د ښوونو سره مخالفت درلود، خو کېدای سي، چي دا مېرمن دي د خپلي پوهي او زیرکۍ له مخي له یوې خوا او له بله پلوه د وخت د استبدادي شرایطو پرضد د عکس العمل د ښکاره کولو په خاطر د دې مکتب پیروه شوې وي.
زرغونه:
زرغونه د هیواد یوه پوهه، هنرمنده او تکړه پښتنه شاعره ده. په پټه خزانه کي د دې پياوړي مېرمني د شرح حال لنډیز دا رنګه دئ:
زرغونه د ملادین‌محمد کاکړ لور وه. په پنجوايي کي اوسېده او له پلاره ئې تحصیل د علومو وکا او د فصاحت احکام ئې زده کړل او د فصحاوو اشعار ئې ولوستل. زرغونه په حباله د سعدالله خان نورزي وه، چي توریالي زامن ئې درلودل او ټول د علم او هنر خاوندان ول. وايي چي د شیخ مصلح الدین سعدي «رح» د بوستان کتاب ټول په پښتو شعر نظم کړئ او نوم ئې وو «بوستان د پښتو». وایي چي دې ښه ښکلی خط درلودئ او بوستان د پښتو ئې پخپل ښه خط کښلی وو او هغه دا ده:
اورېدلې مي قصه ده
چي تر شاتو هم خوږه ده
د اختر په ورځ سهار
بایزید چي وو رویدار
له حمامه را وتلی
په کوڅه کي تېرېدلی
ایرې خاوري چا له بامه
را چپه کړلې ناپامه
مخ او سر ئې سو ککړ
په ایرو په خاورو خړ
بایزید په شکر کښو سو
د خپل مخ په پاکېدو سو
چي زه وړ یم د بل اور
چي په اور کي سم نسکور
له ایرو به څه بد وړمه
یا به لږ شکوه کومه
هو پوهانو ځان ایرې کړ
له لویني ئې ځان پرې کړ
څوک چي ځان ته ګوري تل
خدای ته نه سي کړای کتل
لویي تل په ګفتار نه ده
لو خبره په کار نه ده
تواضع به دي سر لوړ کا
تکبر به دي تل ځوړ کا
دا مېرمن برسېره پر دې چي هنرمنده، خطاطه وه، د پښتو ادب ښه با استعداده شاعره هم وه. د دې پورتنی شعر که څه هم د یوې کسې ژباړه ده، خو بیا هم زموږ د کلاسیک ادب د یادګارونو د یوې پاڼي په حیث د دې پوهي مېرمني شعري استعداد او د پښتو ژبي سره د دې خاصه مینه څرګندوي. دا نظم چي فولکلوریک وزن لري په ساده او محیطي الفاظو کي د وخت اجتماعي، اخلاقي او عنعنوي او هم د حوادثو په مقابل کي د منفي مقاومت صبر او حوصلې نصیحتونه کوي او د دې لاري د وخت د تېرېدلو، ستمونو او د استعماري تاړاکونو او ظلمونو پرضد خپل عکس العمل ښکاره کوي.
بي بي نېکبخته:
بي بي نېکبخته د هیواد یوه نومیالۍ او پوهه پښتنه ده. د دې د ژوند شرح حال په پټه خزانه کي ذکر شوی دئ، چي لنډیز ئې دا رنګه دئ:
بي بي نېکبخته د شیخ الله داد لور وه. شیخ الله داد خپل د وخت پوه، فاضل او ملي سړی تېر شوی دئ. پلار او نیکه ئې په اشنغر کي د مموزیو مرشدان ول. بي بي نېکبخته په دې فاضله کورنۍ کي لویه شوې او د وخت مروجه علوم ئې په کور کي د خپله پلاره څخه لوستي دي. دې یو کتاب کښلی دئ، چي د ارشاد الفقرا په نامه یادیږي. دې په دې کتاب کي ډېر نصیحتونه په شعر ویلي دي چي فقرا او عبادالله ته مفید دي. دغه کتاب په سنه (۹۶۹هـ) کال کي تمام شوی دئ. د کلام نمونه ئې داده:
په طلب ئې ودرېږه
په خدمت ئې هوسېږه
له جمله بدو نفرت کړه
و نېکۍ ته ولاړېږه
په نیکۍ کي اخلاص کړه
بدي مه کړه و پوهېږه
پر ګناه له دواړو سترګو
د باران په دود ورېږه
هرغه فعل چي ئې حق دئ
په طلب ئې و ښورېږه
که چیري د دغي مېرمني د ژوند و زمانې ته یعني د لسمي هجري پېړۍ په شاوخوا کي د پښتني ټولني اجتماعي شرایطو ته لږ ځیر شو، نو داسي تاریخي د لایل شته چي په دغه وخت کي په افغاني ټولنه کي برسېره پر فیوډالي او ماقبل فیوډالي مناسباتو او بد بختیو باندي د وخت د استعماري طاقتونو په تېره د ګورګانیانو او د پارس د دربارونو وحشیانه تباهۍ او فجایع نه یوازي زموږ په هیواد کي بلکي په منطقه کي جبرا د خلکو افکار د ژوند د منفي تمایلاتو او تصوف و خوا ته اړولی وو. البته صوفیان او د دوی پیروان بیا د دغو جبرونو او ستمونو پر ضد د عکس العمل د ښکاره کولو په غرض لومړی د ځان د اصلاح کولو درسونه ورکول او له دې لاري به ئې د ټولني خیر او ارامي غوښتل او پورتنی شعر چي اوس زموږ د ادب د تاریخ یوه معنوي پانګه ده، چي خپل د وخت د اخلاقي او انساني درسونو او موضوعاتو د وړاندي کولو خورا ښه نمونه ګڼل کیږي. دا شعر په فولکلوري وزن او ساده، محیطي کلماتو کي خلک د بدو څخه د را ژغورلو او حق او نېکو ته د رابللو نصیحتونه کوي او خپل د وخت د شرایطو ښه هنداره بلل کیږي.
رابعه:
دا د هیواد یوه سپېڅلې پښتنه لور ده، د دې په باب پټي خزانې یوازي دومره ویلي دي او هغه په لاندي ډول دي:
«حال د دې شاعري ماته نه دئ معلوم سوی خو لږ څه چي ښکاري دا شاعره د قندهار وه او په دوران د محمدبابر پادشاه ئې ژوند کاوه. هسي وایي، چي اشعار ئې ډېر ول، دېوان ئې درلودئ، دغه یوه رباعي ما ته صدیق او رفیق محمد طاهر جمریاڼي وویله چي زه ئې دلته په خزانه کي رانقلوم». هغه رباعي دا ده:
ادم ئې مځکي و ته راستون کا
په اور د غم ئې سوی لړمون کا
دوزخ ئې روغ کا پر مخ د مځکي
نوم ئې د هغه دلته بیلتون کا
دغه رباعي نه یوازي په پښتني ټولنه کي د مېرمنو د ژوند د روحي رنځ او فشار د سخت حالت او بیلتانه دوزخ په اور سوي لړمونو نه شکایت کوي، بلکي د وخت د فیوډالي ماقبل فیوډالي، قومي او قبیلوي مناسباتو د جابرانه قراردادونو او ظالمانه رواجونو باندي کلک اعتراض دئ، چي دې پښتنې مېرمني په یوه ښکلي رباعي کي څرګند کړی دئ. له بده مرغه د دې مېرمني یوازي یوه رباعي موږ ته معلومه ده، ښايي ډېري نوري رباعي‌ګاني او عالي افکار ئې تر خاورو لاندي شوي وي. په پای کي په ډیري خوشبختۍ باید ووایو چي زموږ په لرغوني کلاسیک ادب کي نه یوازي دغه څو تنه پښتنې مېرمني شاعراني وې، بلکي د دوی شمېر هم د نارینه وو په شان زیات وو. خو د زمانې تاړاکونو او د فیوډالي جاهلانه مناسباتو له یوې خوا زموږ با استعداده مېرمنو ته موقع نه ده ورکړې او له بلي خوا څخه ئې په مېرمنو پوري ټول هغه علمي او تاریخي اثار چي د دغه جاهلانه مناسباتو له مخي د ښځو د اجتماعي محکومیت او مظلومیت سره برابري نه وې ضایع کړي او سوځولي دي، خو فقط ځیني دیني موعظې او د تصوفي افکارو حکایتونه او نصیحتونه او هم په استثنائي ډول د ځینو مېرمنو اشعار چي دوی د وخت د لوړو محافلو د کورنیو غړي وې پاته شوي دي او نور ټول زموږ د هیواد د نورو ویاړنو په شان تر خاورو او زړو دېوالونو لاندي شوي دي، چي یو نیم ئې نن په کنډوالو کي موندل کیږي او یا را ویستل کیږي. دا وې په پټه خزانه کي د لرغوني تاریخ د مېرمنو د تاریخي ویاړ په باب یو څو کرښي.

یادونه: دا مقاله په (تاریخي پلټني) مقالو ټولګه کي خپره سوې ده، چي په (۱۳۵۷ل.) کال د افغانستان د علومو اکاډیمۍ چاپ کړې ده.
ډیجیټال کوونکی: عبدالرحمن (پتوال)



 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ