د استاد محمد سرور وکيلي قاموس آنلاين سو

قاموسونه ټکی کام خبر ورکوي چي د لوی اختر په مبارکه ورځ يې د دروند او قدرمن افغان ليکوال استاد محمد سرور وکيلي پښتو پښتو قاموس « پښتو ګړښود» آنلاين کړی دی. د ښاغلي استاد وکيلي صاحب پدغه قاموس کي تر شپږ زرو ځخه زيات کره پښتو لغتونه او د هغوی معادل لغتونه ليکل سوي دي. دغه قاموس چي څو اونۍ تر مخه د چاپ څخه راووتی اوس په وړيا توګه د کارونې لپاره د قاموسونه کام پر وېبپاڼه خپور سوی دی.

 

د پښتو ژبي مينه وال کولای سي چي د نوموړي قاموس تر څنګ 57 نور پښتو قاموسونه هم په وړيا توګه د قاموسونه ټکی کام پر وېبپاڼه وکاروي. پدغه وېبپاڼه کي څوک کولای سي چي هغه لغت ټايپ کړي چي معنا يې لټوي. د لټون د کلۍ وهلو وروسته په سمدلاسه توګه کارؤنکي ته د بيلو پښتو قاموسونو څخه د دغه لغت بېلابېلي معناوي ښودل کيږي.

 

د قاموسونه ټکی کام وېبپاڼي کارونه گڼ شمېر کتونکو ته مشکله بريښي او يو شمېر کسان حتی د دويم ځل لپاره دغي پاڼي ته نه ورځي ولي چي کارونه يې نده زده. د دغې ستونزې د هوارۍ لپاره په قاموسونه ټکی کام کي يوه ښوونيزه ويډيو ځای پر ځای سوېده چي پکښي تشريح سوي چي څوک دغه وېبپاڼه څنگه کارولای سي. په قاموسونه ټکی کام کي د پښتو ژبي زياتره مهمه قاموسونه پراته دي چي هر انټرنټ لرونکی ورڅخه په ډېره آساني گټه اخيستلای سي. پداسي توگه چي په يوه چاپي قاموس کي د يوه لغت د معنا لټون ښايي څو دقيقې وخت ونيسي، په قاموسونه کي د يوې سانيې په اوږدو کي څوک د پښتو ټول مهم قاموسونه د معنا لپاره لټولای سي. هيله ده چي هغه کسان چي دغه وېبپاڼه نه پېژني د ليکنې په پای کي ځای پر ځای سوي لينک له لاري دغې وېبپاڼي ته ولاړ سي او هلته ځای پر ځای سوې ښوونيزه ويډيو وگوري.

 

د قاموسونه ټکی کام پروژه د دغه خبرتيا له لاري خپلو ټولو هيوادوالو ته د لوی اختر مبارکي هم وايي.

 

قاموسونه ټکی کام

www.qamosona.com

خپله تبصره لاندي ثبتولای سئ

0
ستاسو تبصره به د مسؤلو کسانو د کنټرول وروسته خپره کړله سي.
  • پر دغه مطلب ته اوسه کومه تبصره نده سوې.