لیکونکی: روسلان سیکویف
مترجم: معتمد شینواری (انځور)

د ښاغلي روسلان سیکویف لنډه پېژندنه:
ښاغلی روسلام مانوویچ سیکویف په ۱۹۳۶م. کال کي د (اورجو نیګیدزه) په ښار کي چي په شمالي قفقاز کي واقع دئ؛ زېږېدلی دئ او په همدغه ښار کي ئې لومړنی او منځنۍ تحصیلات بشپړ کړي دي، وروسته بیا په ۱۹۵۴م. کال کي د مسکو په دولتي پوهنتون کي چي د لومونوسف په نامه یادېږي؛ شامل شو او په ۱۹۵۹م. کال کي ئې د فیلالوجي په شق کي ډیپلوم او بری لیک واخیست او په همدغه کال کي د ترجمان په حیث افغانستان ته راغی، ده په افغانستان کي دوه نیم کاله تېر کړل او په مختلفو پروژو کي ئې خپله وظیفه په ښه شان اجرا کړه .
کله چي نوموړي بیرته شوروي اتحاد ته ستون شو، او د اسیايي ملتونو د انسیتوت په اسپیرانتورکي داخل شو، او هلته ئې د ښاغلي استاد دوریانکوف په عملي لارښوونه د پښتو مطالعه شورع وکړه، ښاغلي روسلان د پښتو د پراکتیک او عملي کولو دپاره په ۱۹۶۴م. کال کي د دوهم ځل دپاره افغانستان ته راغی، ده په افغانستان کي پښتو په ژوره توګه مطالعه کړه او خپل تیزس علمي رسالهئې (په اوسنۍ پښتو کي د مرکبو کلماتو تشکیل) تر عنوان لاندي ولیکه چي دا دئ د نوموړي رسالې یو مضمون د لوستونکو د توجه دپاره د کابل مجلې په صفحو کي خپرېږي. (معتمد)
--------------
ادبي پښتو د خپل پرمختګ په اوسنۍ مرحله کي د مترادفو الفاظو یو پوره سیسټم لري، د بدیعي، عملي، تخنیکي او اخباري متنونو د تجزيې او تحلیل نه څرګندېږي چي ترادف په پښتو کي ډېر تعمیم پیدا کړی دئ او ډېر پکښي لیدل کېږي. کېدای شي چي یوه معنی په مختلفو الفاظو سره اداء شي، مثلا: د یوه مفهوم دپاره خلک، قوم، اولس او ملت استعمالېږي. اخبار، جرېده ،ورځپاڼه او مجله یوه معنی لري. سپین، سپېڅلی، ستره صاف او پاک یو مطلب لري. غریب، فقیر، مسکین، بېوزلی، تش لاس، اکرب، بې بضاعته او خوار د یوه مفهوم دپاره استعمالېږي او داسي نور مثالونه در واخله. باید وویل شي، چي مترادف الفاط د مختلفو ژبو نه منځ ته راځي، لکه په پښتو کي د عربي، فارسي، ترکي، هندي او نورو ژبو کلمات شول، له دې کبله دا خبره د غور وړه ده، چي مترادف الفاظ له کومي سرچینې نه راغلې او په کوم ډول دې ژبي ته راننوتي دي.
د مترادفو الفاظو د ایتمولوجیکي تجزيې له مخي ترداف لاندي درې منبع ټاکل کېږي:
۱- د ترادف منبع به پښتو وي یعني مترادف الفاظ به سوچه پښتو وي.
۲- د ترادف منبع به خارجي ژبي وي یعني دواړه مترادف لفظونه به د خارجي ژبو نه وي.
۳- د ترادف منبع به پښتو او خارجي ژبه وي، یعني یو مترادف به پښتو او بل به د بلي ژبي نه وي، چي دې ته مخلوط ترادف هم وايي، د ترادف د درې واړو اقسامو مثالونه وروسته راځي.
دا خبره ټوله ته معلومه او مسلمه ده، چي ترادف د یوې ژبي د پراختیا نښه ده، په دې برخه کي پښتو یو ښه مناسب او لوړ مقام لري، پښتو د پراختیا او وسعت په غرض د نورو ژبو نه هم استفاده کړې ده. د فارسي سره په تماس کي ده، چي دا تماس بې تاثیره نه دې پاتې شوې او د فارسي په ذریعه ډېري عربي کلمې پښتو ته راغلي دي، په پښتو باندي د هند نوو ژبو هم لږ غوندي تاثیر کړی دئ. ځیني ترکۍ کلمې چي اوس په پښتو کي شته امکان لري، د هندي ژبو له لاري و پښتو ته راغلي وي، په دې وروستیو وختونو کي د لویدیځي اروپا د ژبو نه او خصوصا د انګلیسي نه ځیني کلمې پښتو ته راغلي دي او هم د انګلیسي په ذریعه بین المللي کلمې دغي ژبي ته راغلي دي.
په دې کلونو کي د شوروي اتحاد علمي او تخنیکي چارو د پرمختګ له برکته او هم د شوروي او افغان د اقتصادي ،تخنیکي، علمي او کلتوري روابطو د تینګېدو له کبله ځیني روسي کلمې هم پښتو ته راغلي دي.
څرنګه چي نن ورځ په افغانستان کي پښتانه او پاړسي بانان یو ځای ژوند کوي، نو دا طبیعي ده، چي د دوی ژبي به هم یو تر بله سره استفاده کوي ،چي دا کار د ترادف سبب دئ، بل دا چي د پښتو لویو استاذانو؛لکه رښتین، الفت، حبیبي، خادم ،بېنوا او نورو د پښتو ژبي نوې اصطلاح ګاني جوړي کړي دي، چي په نتیجه کي د دې کار نه هم یو سلسله مترادف الفاظ منځ ته راغلي دي، لکه، مکتب- ښوونځی، معلم- ښوونکی، فاکولته- پوهنځی او داسي نور.
ترادف په جمله کي په جوړه ډول سره راځي، دا جوړه کله بې رابطه وي، لکه (سپین سپیڅلی) او کله د نیک ربط په شکل سره راځي لکه خنډ و خار او کله په پوره ربط او عطف سره راځي؛ لکه، مرسته او کومک، ترادف د لفظ د رنګینۍ او د معنی د ټینګوالي او استحکام دپاره راځی او نوري فایدې لکه،ډېروالی، احاطه، او فضیلت هم لري .
ترادف کله مکمل وي، لکه کومک او مرسته او کله نا مکمل وي، چي په معنی کي نژدې والی لري او پوره مطابقت نه لري لکه )ملاتړ او مرسته(. ترادف په دوه ډوله دئ، پولیکسیکي )لغوي(او بل ترکیبي، لغوي هغه ترادف دئ، چي دوه مختلف لفظونه یوه معنی ادا کړي او ترکیبي ترادف هغه دئ، چي د کلمې یو جز بدل شي او بل ئې په ځای پاته وي، لکه (زړه ورتوب، زړه ورتیا) یا (لمر لوېده- لمر پرېواته) یا لکه (ناپام، بې پام) او داسي نور یعني ترادف په یو جز کي.
اوس موږ په لغوي ترادف په لاندي ډول پیل کوو او د تحلیل او تجزيي لاندي ئې نیسو:
۱- مخلوط ترادف: دا هغه ترادف دئ، چي د دوو مختلفو ژبو لغتونه سره استعمال شوي او د ډېر استعمال له کبله سره پیوست شوي وي، په دې دوه لغتونه کي به ضرور یو پښتو او بل به ضرور د بلي ژبي څخه وي.
دا ډول ترادف به کله په اسم ذات کي، لکه په دې جمله کي(ما سره مرسته او کومک مه کوه، ما سره مرسته ګناه ده) په دې جمله کي مرسته پښتو او کومک فارسي لفظ دئ، په دې جمله کي ترادف د نفي ټینګوالی دئ. یا لکه دا مثال (اخر موږ انګرېزانو ته شکست او ماتي ورکړه.)
په دې جمله کي شکست او ماتي مهم مترادف الفاظ دي، چي ماتي پښتو او شکست فارسي دئ او معنی ئې دا ده چي انګرېزان مو بیخي ورک کړل.
او یا لکه دا جمله (مرګ د بېلتونه او فراق څخه اسان او بهتر دئ.د میني هنداره مخ ۱۶) په دې جمله کي بېلتون پښتو او فراق عربي دئ او دا معنی ورکوي چي د تل دپاره فراق د مرګ نه بد دئاو دا ډول ترادف به کله په اسم کي وي؛ لکه، په دې جمله کي(کوچیانو خپل فطري شجاعت او نور دغسي قدیمي او پخواني صفتونه په ډېر ښه شان ساتلي دي) په دې جمله کي قدیم عربي او پخوانی پښتو لفظ دئ، د دوی د یو ځای راتلو ته دا فایده لاس ته راځي چي کوچیانو ډېر پخواني پخواني صفتونه ساتلي دي، دلته لکه چي تاسي ئې ملاحظه کوئ، ترادف په اسم صفت کي دي. او یا لکه په دې جمله کي( که یو سړی په داسي احساس خوار او غریب ته څه ورکوي احساس ئې ډېر لوړ او عالي دي) په دې جمله کي خوار او غریب او همدا راز لوړ او عالي مترادف الفاظ د اسم صفتونه دي، د خوار او غریب د ترادف نه تعدد او ډېروالی معلومېږياو د لوړ او عالي د ترادف نه په عالیتوب کي مبالغه ده.
یا لکه په دې مثال کي (یوه شپه مي د دریسا د پاک او سوتره کټ دپاسه یو کامل ولید. د هند سفر۱۴۶م) په دې جمله کي د پاک او سوتره د ترادف نه په پاکوالي کي مبالغه ده او دواړه اسمي صفتونه دي. باید وپوهېږو چي ترادف د تقلید نه پیداکېږي، دوهم د بېګانه لفظ د تفسیر او توشیح نه پیدا کېږي او درېیم د نوو اصطلاح ګانو د وضعه کولو نه منځ ته راځي.
دا جمله ولولي (دا لویه او ښکلي مهمانخانه «مېلمستون» چي ګورې په زور او جبر جوړه شوې ده) په دې مثال کي مهمانخانه فارسي لفظ دئ او په مقابل کي ئې یو مترداف لفظ نوی د پښتو عنصرونه څخه جوړ شوي دي یعني مېلمه او تون څخه چي وروستي جز ئې د ځای او ظرف معنی لري.
مشهور افغاني ژبپوهاند پروفیسر صدیق الله رښتین په خپل کتاب د هند سفر کي یو زیات شمېر نوي کلمې او اصطلاح ګاني چي د انګلیسي کلمو سره مترادفي دي؛ راوړي دي او په خپله انګلیسي ئې هم ور سره د عام فهمۍ دپاره ذکر کړې ده، لکه په دې مثال کي (اورګاډی د مغل سرای په ټېنسد «درېد ځای»کي ولاړ وو.(د هند سفر مخ ۴۷.)
په دې مثال کي د انګریزي د ټېنسنډ سره نوي پښتو لغت درېد ځای استعمال شوي دي او یا لکه دا مثال( په اول او دوهم منزل کي یو د ډوډۍ خوړلو رستورانت « خوړنځی» وو) دلته د انګلیسي د رستورانت سره نوې پښتو کلمه خوړنځی سمه راوړل شوې ده، چي د خوړل او ځای نه جوړه شوې ده. کله کله په پښتو کي مترادف الفاظ د نورو ژبو نه وي او پښتو به په کي نه وي؛ لکه دا مثال(پښتو ټولنه د پښتني کلچر او ثقافت د روزني او خپروني په لاره کي دا ضروري ګڼي ،چي.......) دلته کلچر او ثقافت دواړه پردي لغتونه دي. یا لکه دا مثال (دا فکر په علمي او ساینټیفیک اساس ولاړ دئ) دلته هم علم او ساینټیفیک پردي لغتونه دي .
۲- سوچه پښتو ترادف: باید وویل شي چي دا ډول ترادف په پښتو کي ډېر لږ استعمالېږي، لکه دا یو څو مثالونه ملاتړ او مرسته، ټینګوالی او کلکوالی، پرمختګ او پراختیا.(۱)
------------------
(۱) یادونه: د معتمد شینواري دا ژباړه د کابل مجلې، د ۱۳۴۰ل. کال، په (۱۱) ګڼه، (۲۶-۳۹) مخونو کي چاپ سوې ده.

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ