هيله ده چي ماته هغه دوستان عفوه وکړي چي د اپريل مياشتي زما د اعلان «راځئ چي ستر انګريزي پښتو قاموس وليکو» پر وخت ورته هيلي پيدا سوي وې. که ماته الله ژوند راکړ، نو انشالله زه به دغه قاموس خامخا بشپړه کوم، البته بايد مخکنۍ پروژې چي زه يې په موازي توګه او په يوازي سر پر مخ بيايم بشپړه کړم، لکه د پښتو پښتو ستر قاموس چي پکښي تر ۱۰۰ زرو زيات پښتو لغتونه په پښتو تشريح کيږي، سانسکريت پښتو قاموس او داسي نور...

شاته پاته والی او توجيهات يې

شاته پاته والی معنی شاته پاته والی. دا چي څنګه، ولي يا د چا له وجي يو ولس شاته پاته دی، اکثره وخت بېله دې چي دغه ولس يې د خپل نه عمل د بهانې يا توجيه له پاره وکار وي، نوره ګټه نه لري. کوم ولس چي له سيالانو سل يا دوه سوه کاله شاته پاته وي، هغه په خيرات، مرسته، بسپنه او نورو پرديو مرستو نه سي کولای چي دوه سوه کاله وخت بېرته راوګرځي او د سيالانو سيال سي. څوک چي شاته پاته وي، هغه بايد ځان ته اجازه ورنکړي چي د سيالانو په اندازه زحمت وباسي يا د هغوی په اندازه آرام او استراحت وکړي. د شاته پاته والي څخه د خلاصون يوازنۍ لاره دا ده چي تر نورو به کم خوري، کم به چښي، خالي خبري کول به پر ځان مطلق حرامي ګڼي، تر سيال به څو چنده زيات زحمت باسې، تر نورو به کم خوب کوې، تر نورو به زيات متوجه اوسې او د بل په هيله به لاس تر زني نه کښېني.

د پښتو قاموسونو تشه

پښتو په مجموع کي په نژدې هره ساحه کي د خپلو ويونکو په شان شاته پاته ده. که څه چي په تيرو دوو درو لسيزو کي پرمختګ هم سوی دی، خو د سيالانو سره د سيالۍ خوب لا هم نه سي ليدل کيدلای. د معياري او اعلی قاموسونو تشه د پښتو ژبي له مهمو او لويو ستونزو څخه يوه ده. نه تر اوسه داسي کوم قاموس سته چي د پښتو ژوندۍ يا مخکنۍ پانګه دي پکښي تر زياتي اندازې خوندي سوې وي او نه هم د پرديو ژبو او پښتو معياري او د سيالۍ وړ قاموسونه سته. د بېلګي په توګه په پښتو کي د نورو سيالو ژبو په پرتله تر اوسه داسي کوم انګريزي پښتو قاموس نسته چي د پښتون محصلينو، ليکوالو، ژباړونکو او نورو ساحو سره تړاو لرونکو افغانانو اړتياوي پوره کړلای سي.

خو بيا هم بايد هيله له لاسه ورنکړو چي هغه کسان او ډلې چي د پښتو او پښتنو په نوم يې ټولنې، اکاډمۍ او ورته جوړښتونه جوړ کړي دي، هغوی هم يو وخت د قاموسونو تشي ته متوجه سي او د دغې تشي د ډکولو له پاره په نړيوال او اړين مسلکي معيار کار وکړي. نه دا چي دغه کار ما او زما په شان نورو غير مسلکي او اماتور کسانو ته پاته وي.

د ستر انګريزي پښتو قاموس د پروژې اعلان

يادي تشي ته په کتو سره د قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com پروژې د اپريل مياشتي په ۲۴مه پر فيسبوک له دوستانو هیله کړې وه چي د لوی انګریزي پښتو قاموس د ليکلو په پروژه کي ورسره ملګري سي او د يوې مياشتي په اوږدو کي ستر انګريزي پښتو قاموس وليکي. دا د هغه وروسته چي د قرنطين پر وخت د زياتو دوستانو انځورونه او پيغامونه مي وليدل چي يا وريژي شمېري يا لوبيا او يا له بې مضمونۍ څخه نور ورته کارونه کوي. د ښه نيت او هوډ له مخي زيات شمېر دوستانو راسره تماس ونيوی چي غواړي په پروژه کي برخه وال سي. ما هم د انګريزي لغتونو داسي ليسټ چمتو کړ چي د زياتو لغتونو سره يې په پښتو دري انګريزي او يا اردو معناوي هم تر مخه لا ليکل سوي وې. وظيفه دا وه چي دوستان د دغو انګريزي لغتونو سره چي ترمخه يې لا ګرامي ځانګړتياوي او تلفظ هم ليکل سوی ؤ، د شته نورو معناؤ، په نورو آنلاين او چاپ سوو قاموسونو کي د لټون او ريسرچ وروسته ورسره نوي پښتو معناوي وليکي.

دغه انګريزي لغتونه ما د متحده ايالاتو له مشهور لغتپوه ښاغلي پروفيسور دوکتور ديويس څخه د قاموسونو د همکارۍ د يو تړون په ترڅ کي ترلاسه کړي ول. ما غوښتل چي زه پخپله دغه قاموس پېل او په يوازي سر بشپړه کړم. خو زه د څو کالونو راهيسي د پښتو پښتو پر يو ستر قاموس کار کوم او غواړم د هغه کارونه اول بشپړه کړم. له دې کبله دا بيره راسره وه چي داسي نه چي د پښتو پښتو قاموس کار لا زيات وخت ونيسي او زما د ناروغۍ، مړيني يا بلې پيښي له کبله د انګريزي پښتو د لوی قاموس جوړولو کار د هميشه له پاره راڅخه پاته نه سي.

د کرونا د بحران په وخت کي د کاري ډلې د جوړولو له پاره زما د اعلان مقصد دا ؤ چي که حد اقل ۶۰ داسي کسان چي ما يې په اعلان کي مشخصات او شرایط ياد کړي ول، په دغه پروژه کي ونډه وال سي نو کولای سي چي في کس ۱۰۰۰ لغته په يوه مياشت کي وژباړي او په دې توګه د شپيتو زرو انګريزي لغتونو يو داسي قاموس ولرو چي پکښي د اصلاح اړتيا به ضرور وي، خو يو مهم لومړی لوی قدم به هم وي. پلان دا ؤ چي د دغه پروژې لومړۍ پايلي او په لاس راغلي مواد د څوو نورو پړاونو په ترڅ کي اصلاح کړل سي.

د دغې پروژې د انسجام له پاره مي د وتساپ يو ګروپ جوړ کړ او د کار د څرنګوالي له پاره مي بنيادي تګلاره، بېلګې او هدايات د دوستانو سره شريک کړل. خو له بده مرغه په آخر کي له تماس نيونکو څخه صرف دېرش دوستانو ځان چمتو وښود چي کار ته چمتو دي. ما هم په ليسټ کي د لغتونو شمېر له شپيتو زرو څخه و دېرش زره ته راټيټ کړ. دا چي له دېرشو دوستانو څخه اکثريت ته يې په رشتیا هم د ورځو په تېرېدلو سره د منلو وړ عذرونه پېښ سول نو کار په آخر کي صرف څلورو کسانو ته پاته سو. هغه نورو دوستانو ته چي کوم ليسټونه لېږدول سوي ول، هغوی له بده مرغه ونه توانېدل چي کار پر وکړي او يا يې له سره راسره بيا تماس نه دی نيولی. خو پاتو څلورو دوستانو په ډېره مينه او پوره زحمت کار ته ادامه ورکړه خو له بده مرغه په ټاکل سوې موده کي صرف ۴۰۰ لغته وژباړل سول.

په دې توګه نو زما په آند پروژه لکه څنګه چي پلان سوې وه پوره نه سوه. د پاتو څلورو دوستانو ټينګار دا ؤ چي پروژه بايد په همدغه سرأت ادامه ومومي. خو د دغې پروژې څخه تر مخه زما د تجربو پر بنياد او بيا د دغې پروژې د تازه تجربې له مخي زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چي دغه پروژه پر همدغه ځای لغوه او ناکامه اعلان کړم. د پاتو څلورو دوستانو سره ښايي انشالله په آينده کي د بل ډول همکاري په هکله بيا مجلس وکړم.

د قاموسونه ټکی کام لنډ تعارف

قاموسونه ټکی کام له ۲۰۰۱ کال راهيسي په وړيا توګه آنلاين پښتو قاموسونه وړاندي کوي او دمګړی پکښي ۴۲ پښتو قاموسونه آنلاين دي چي پکښي د پښتو او نورو بيلو ژبو تر دولس لکو څخه زيات لغتونه ژباړل سوي دي. په دغو قاموسونو کي د پښتو مشهور قاموسونو لکه اسلانوف پښتو روسي قاموس، درياب، پښتو تشريحي قاموس او نور هم شامل دي. د دې تر څنګ د دغې پروژې په ترڅ کي يو شمېر نوي قاموسونه هم ليکل سوي دي.

قاموسونه ټکی کام پروژه صرف د يو کس له خوا پر مخ بيوله کيږي او تر نن پوري يې نه له چا کومه مالي مرسته غوښتې او نه يې ترلاسه کړې ده. په آينده کي هم نه له کوم دولت او نه له کوم غير دولتي سازمان څخه د مرسته غوښتلو پلان سته. د دغې پروژې ټولې پايلي هر څوک په مفته توګه پر قاموسونه ټکی کام www.Qamosona.com کارولای سي.

د قاموسونه ټکی کام مسؤل چلوونکی
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۰ کال د می دويمه نېټه، بون

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ