لیکونکی: تمهيد سیلانی، د مئ مياشتي ۱۱مه نېټه، ۲۰۲۰ زېږديز کال

زموږ ډېری پښتانۀ ژبپوهان فونيټکس ( غږ پوهنه ) او فونيمکس د فونولوژۍ ( آواز پوهنې )څانګې ګڼي. دا ناسمه تيوري لۀ ډېري مودې زموږ تر منځ را پاتې او ښوونکي يې پۀ همدې ډول زده کړيالانو او زده کوونکو ته وړاندې کوي. که موږ بهرنيو ژبو ته مراجعه وکړو هلته دا پورتنۍ څرګندونې نشو موندلی، بلکې د بطلان کرښه پرې را اوباسي.

لومړی غواړم د فونيمکس او فونولوژۍ پۀ هکله وضاحت وړاندې کړم. ضمير څار د رومن د اثر « د ژبې اساسات » پۀ حواله ليکي : « فونيمکس او فونولوژي دوه معادلې پوهې دي، امريکایان ورته فونيمکس او اروپايان ورته فونولوژي وايي. د فونولوژۍ اصطلاح اروپايي ده چې د ژينيو د ژبپوهنې ښوونځي لۀ خوا پۀ ۱۹۲۳م کال وړانديز شوه. د فونولوژۍ اصطلاح تر فونيمکس پراخه ده، نو ښه ده چې د فونيمکس پر ځای فونولوژي وکارول شي.»

ما هم پۀ دې هکله يو څو انګريزي او ايراني کتابونه ولوستل، خو د فونيمکس اصطلاح مې پۀ يوه ايراني او انګريزي کتابونو کې ديوې بېلې څانګې پۀ توګه ونه مونده، بلکې دا اصطلاحګانې يوازې زموږ پۀ پښتو ژبه کې د درېيو جلا څانګو پۀ توګه تر سترګو کيږي، چې دا څۀ وخت او څۀ ډول زموږ ژبې ته راغلي دي. زه پرې نه پوهېږم. دا چې هر څۀ وي، زه غواړم دابرخه روښانه کړم.

فونيمکس يوازې ديوې ژبې فونيمونه څېړي چې لۀ فونيم څخه اخستل شوی، خو فونولوژي د يوې ژبې د فونيمونو ترڅنګ نور ژبني توکي هم څېړي لکه رنځیري فونيمونه، څپې ... داچې فونيمکس د فونولوژۍ پۀ لمن کې څېړل کيږي، نو لازمه نه ده چې د فونيمکس اصطلاح مطرح کړو بلکې دا غوره ده چې د فونیمکس پر ځای فونولوژي وکارو، ځکه د دواړو کاري ساحه يوه ده. نو ويلی شو چې فونيمکس او فونولوژي يوه پوهه ده، يوازې پۀ جغرافياوي لحاظ يې نومونې توپير لري. پۀ انګريزي ژبه کې هم د آواز پوهنې لۀ پاره يوازې فونولوژي کارول کيږي او پۀ پارسي ژبه کې واجشناسي... نو پۀ پايله کې ويلی شو،چې فونیمکس او فونولوژي يوه پوهه ده.

فونيټکس او فونولوژۍ د ژبپوهنې دڅانګو پۀ توګه دوه جلا پوهې دي، چې هر يو ځانته جلا بحث او کاري ساحه لري.

فونيټکس يا غږ پوهنه: موږ پۀ فونيټکس کې د ژبې فونونه يا غږونه څېړو. کېداشې د يوې ځانګړې ژبې غږونه وڅېړو، چې دې ته بيا د هماغې ژبې ځانګړې غږپوهنه يا فونيټکس وايي. پۀ ټوليزه فونيټکس کې د ټولو ژبو غږونه پۀ مادي او فزيکي بڼه څېړل کيږي، یعنې لۀ معنا سره يې کار نه لري، بلکې غږپوهنه پۀ ټوليزه توګه د ژبو غږونه لۀ درېيو اړخو تر څېړنې لاندې نيسي:

لومړی : د ژبو يا يوې ژبې غږونه ( فونونه ) څۀ ډول توليديږي، د بدن لۀ کوم ځای څخه توليديږي، ددغو غږونو پۀ توليد کې کوم غړي کارنده رول لري، ددغو غږونو فزيکي جوړښت څۀ ډول دی، کوم لاملونه دي چې د يوې ژبې غږونه د بلې ژبې لۀغوږونو سره توپير لري ياهم کوم لاملونه دي چې پۀ يوه ژبه کې بېلابېلو غږونه توليديږي، ولې غږونه پۀ يو ډول نه توليديږي یعنې ځينې نري، ځينې ډبل او ځينې ښوينده او ځينې نرم دي... يا که پۀ ټوليزه توګه ووايو: چې غږپوهنه پۀ دغه برخه کې د ژبو غږونه د انسانانو د غږیزو او ویزو غړو د فعاليت پۀ رڼا کې تر څېړنې لاندې نيسي.

دويم : پۀ ټولو ژبو يا پۀ يوه ژبه کې غږونه دهغوی د فزيکي او مادي جوړښت لۀ مخې څېړي. د بېلګې پۀ توګه يو غږ چې توليد شي، ځه ځانګړنې لري، څنګه يې پېژندنه کولی شو، څۀ ډول دا غږونه ډلبندي کولی شو. که لږ نور يې هم پۀ ساده ژبه ووايم پۀ دې برخه کې د غږونو پر ځانګړنو، پېژندنې، ډلبندۍ او تفکيک بحث تر سره کيږي.

درېيم : کله چې د ژبو غږونه توليديږي او اورېدونکي يې اوري، نو غږ پوهنه د ژبو د غږونو د پېژندې او تفکيک پۀ موخه د بدن هغه غړي تر څېړنې لاندې نیسي چې غږونه اوري لکه : غوږ او د غوږ دننه هغه ټول واړه او غټ غړي چې د غږونو پۀ تفکيک او پېژندنه کې رول لري.

اوس نو پۀ ساده توګه ويلی شو چې غږ پوهنه يا فونيټکس د ژبپوهنې هغه څانګه ده، چې د ژبو يا يوې ژبې غږونه پۀ مادي او فزيکي لحاظ ترڅېړنې لاندې نيسي. يا پۀ بله وينا : دا پوهه پۀ ټوليزه توګه د ژبې غږونه لۀ درېيو اړخونو څېړي او هغه دا چې پۀ يوه ژبه کې غږونه څنګه توليديږي، څنګه پېژندل کيږي او څنګه اورېدل کيږي.

آواز پوهنه يا فونولوژي : د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې پۀ هغه کې د يوې ځانګړې ژبې آوازونه يا فونيمونه پۀ معانيز چاپیريال کې تر څېړنې لاندې نيول کيږي. یعنې دا هغه پوهه ده چې پۀ يوه ژبه کې يو فونيم څېړي چې تغير د ځای يې کوم معانير توپير پۀ کلمې او مورفيم کې را منځته کوي او کۀ نه . پۀ دغه پوهه کې لولو چې يو آواز يا فونيم څنګه د بل آواز پر ځای راتلی شي او کوم توپیر پېښوي، که کوم توپير نه پېښوي نو پۀ ويلو کې څۀبدلون را منځته کوي. د يوې ژبې آوازونه يا فونيمو د کومو قواعدو لۀمخې جوړيږي، چې څپۀ،مورفيم او کلمه را منځته کوي. کوم ترکيبونه پۀ يوه ژبه کې د امکان وړ دي او کوم نه دي او د دغو ترکيبونو قواعد څۀ ډول دي. دې ته ورته نورې ځانګړنې پۀ آواز پوهنه کې تر څېړنې لاندې نيول کيږي. يا پۀ بله وينا فونولوژي د يوې ځانګړې ژبې غږيز نظام پۀ معانيز چاپيريال کې څيړي او دغږونو پۀ توليد، فزيکي جوړښت او اورېدولو کې کار نه لري.

پۀ پای کې پۀ لنډه توګه د يادو پوهو توپير پۀ لنډه توګه داسې کولی شو: د يوې ژبې د غږیز نظام د جوړښت لۀ پاره لومړی فوڼيټکس ته اړتیا ده، ځکه که موږ غږونه رامنځته نه کړو نه هېڅکله فونولوژي نه را منځته کيږي، نو د يوې ژبې د فونولوژۍ د رامنځته کولو، فونيم څېړلو، ګرافيم جوړولو... لۀ پاره بايد لومړی د يوې ژبې د فونيټکس برخه را منځته شي، که دا برخه نه وي حتا ژبه نشي را منځته کېدای. نو فونيټکس د فونولوژۍ لۀ پاره لومړی زمينه سازي کوي او بيا فونولوژي رامنځته کيږي.

پۀ فونولوژۍ کې غږونه پۀ معنانيز چاپيريال کې څېړل کيږي، یعنې کله چې فونولوژي يادو پۀ دغه پوهه کې د غږ لۀ پاره نښه، ګرافيم، د کارونې قواعد او دې ته ورته نورې ځانګړنې جوړې شوي وي او موږ يې څېړو، خو کله چې فونيټکس يادو نو پاس ياد شوي څېزونه هېڅ نه وي، بلکې يوازې غږ پۀ فزيکي او مادي لحاظ څېړل کيږي. خلاصه کلام داچې فونولوژي د يوې ژبې آوازونه پۀ معنانیز، ترتيب شوي، او منل شوي چاپيريال کې څېړي، خو فونيټکس برعکس يوازې د ژبو او يوې ژبې غږونه پۀ فزيکي او ساده توګه څېړي ... فونيټکس لۀ نورو علومو لکه : طبابت، اوراپوهنه، چاپيريال پېژندنه، فزيک، ریاضي، عصب شناسي او نورو علومو سره پۀ ګډه څېړل کيږي، خو برعکس فونولوژي دا ځانګړنې نه لري. فونيټکس د پراخې پوهې پۀ توګه درې لويې څانګې لري: ۱- توليدي غږپوهنه ۲- اوریزه غږ پوهنه ۳- پېژندونکې غږ پوهنه ، خو برعکس فونولوژي دا ډول څانګې نه لري. د يو بهرني ليکوال د نظر پۀ تائيد سره زه هم پۀ دې نظر يم چې بايد فونولوژي د فونيټکس يوه برخه وګنل شي، ځکه د فونيټکس يا غږپوهنې ساحه د فونولوژۍ پۀ پرتله ډېر پراخه ده، حتا تر دې چې موږ پرته لۀ فونيټکس څخه فونولوژي نشو څېړلی، حتا تر دې وړاندې ژبه نشي را منځته کېدی. بله داچې فونولوژي د يو ځانګړې ژبې آوازونه څېړي، خوبرعکس فونيټکس د ټولو ژبو او ځانګړې ژبې غږونه تر څېړنې لاندې نيسي.

اخذ ليکونه

1. حق شناس، علی محمد. آواشناسس ( فونيتک )...

2. ثمره، یدالله. آواشناسی زبان فارسی....

3. مشکوه الدينی، دکتر مهدی ساخت آوایی زبان...

4. زبانشناسی عملی، ویليام سامارین، ترجمه لطیف عطاری

5. مبانی زبانشناسی، جین اچیسون، ترجمه محمد فائض

6. مقدمات زبانشناسی، داکتر مهری باقری

7. څار، ضمیر، د فونيټکس او فونيمکس ويدیو...

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ