تر حتمي فيصلو مخکې، هره موضوع بايد په اکاډميک ډول وڅېړل شي او په هغه کې د اړوندو څېړنو پايلې شاملې شي.
د ميکانيزم په جوړولو کې بايد دې ته پام وشي چې د فيصله کوونکو ادارو او افرادو په ټاکنه کې د ځانګړې ډلې، لهجې يا سيمې د غيرعادل مشارکت (تر تناسب زيات د رايو حق) مخه ونيول شي. د فيصلو لپاره بايد لومړی د پښتو د لهجو ژبنۍ، لغوي او ږغيزه پانګه راغونډه شي او د ويونکو د شمېر، جغرافيايي موقعيت او شته آثارو په اړه معلومات راټول شي.
تر حتمي فيصلو مخکې، هره موضوع بايد په اکاډميک ډول وڅېړل شي او په هغه کې د اړوندو څېړنو پايلې شاملې شي. د بېلګې په توګه، د "مونږ" او "موږ" مسله: په دې اړه بايد په موجودو ليکنيزو منابعو کې د دواړو بڼو فريکونسي، د ويونکو شمېر او په زړو آثارو کې د دې موضوع څرنګوالی، اشتقاقي اړخ ... وڅېړل شي. د طبعي ژبو د پروسس لپاره د کمپيوټري ماډلونو محدوديتونه او ګټې هم بايد په پام کې ونيول شي.
د پورتنيو ګامونو له تعقيب وروسته، که څه هم تر ډېره به د تفاهم او مصلحت پر اساس فيصله کېږي، خو دا به پر علمي بنسټ ولاړه وي. اکاډمۍ او تحقیقاتي ادارې بايد د تحقيقي موضوعاتو د انتخاب پر وخت يادو مسايلو ته لومړيتوب ورکړي. په دې برخه کې د لا زيات اکاډميک او معياري تحقيق او د نوې ټيکنالوژۍ د ګټو په پام کې نيول او بيا پر انټرنټ د تحقيق د پايلو شريک کول اړين دي. د پښتو ليکدود يووالی حتمي دی او هر څومره ژر چې ممکنه وي، بايد ورباندې توافق وشي.
د پښتو د سکرپټ يا ليکلو د نظام لپاره زما وړانديز:
د پښتو د ليکلو نظام بايد له ابجد څخه داسې الفبا ته واړول شي چې اساس يې بيا هم د فارسي ـ عربي پر تورو ولاړ وي. د لاتيني کولو په حق کې يې نه يم. دا په دې مانا چې په شته ابجد کې نوي ګرافيمونه داسې وراضافه شي چې هر فونيم ته ځانګړی ګرافيم موجود وي. په دې توګه به د پښتو الفبا پوره او معياري شي. دا ګام به د ليکدود د اصولو د بشپړتيا او د پښتو د ماشيني پروسس د اسانۍ او چټکتيا لپاره مهم رول ولوبوي.
احمدولي اڅکزی، د ۲۰۲۴ کال د نوامبر ۳مه نېټه
___
د ليکنې لنډ لينک:
___
د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________
د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________