ليکونکی: تمهيد سېلانی (د ۲۰۲۰ کال د جون ۲۸مه نېټه)

دلته غواړم يوازې د پښتو ژبې پۀ ملکي نومځرو يو څۀ رڼا واچوم او وروسته يې لۀ ترکي او دري ژبې سره پرتلنه وکړم. ملکي نومځري هغه نومځري دي، چې پۀ يوه جملۀکې ملکيت ښيي يا هغه نومځري دي، چې پۀ جمله کې مالک واقع شي. د پښتو ژبې پۀ ډېرو ګرامرونو کې مې ولوستل، چې ملکي نومځري يې پۀ دوو برخو ( خپلواک، منفصل او غښتلي - کمزوري، متصل او ناخپلواک ) باندې وېښلي دي.

کۀچېرې موږ د پښتو ژبې غښتليو نومځرو ته ښۀ ځير شو، نو اصلآ دغه نومځري د بڼې لۀ مخې ځانګړي ملکي نومځري نۀ دي، چې بڼه او جوړښت يې لۀ نورو نومځرو سره توپير ولري. بلکې برعکس دغه نومځري د ځينو فونيمونو او ځانګړو نومځرو لۀ جوړښت څخه را منځته شوي دي. زموږ ليکوالان يې ځکه خپلواک يا غښتلي ګڼي چې پۀ جمله کي پۀ خپلواکه توګه معنا وړاندې کوي،خو برعکس جوړښت يې خپلواک نۀ دی. کله چې موږ وايو: زما کتاب زوړ دی. پۀ ليکل شوې جمله کې (زما )ملکي نومځری دی. چې د لومړي متکلم شخص لۀ پاره کارول کيږي. د دغۀ نومځري جوړښت د ( ز ) لۀ فونيم او ( ما ) چې د زۀ اوښتی حالت دی، جوړی شوی دی.

نو ياد نومځري داسې نومځري نۀ دي، چې نوې بڼه او جوړښت ولري، بلکې يوازې د ځينو فونيمونو پۀ نښلولو سره جوړيږي. موږ ددغو نومځرو يوه بنسټيزه برخه ( ما، تا، موږ، دۀ ، دې دوی ... ) پۀ ځانګړو نومځرو کې لرو. موږ د ملکي نومځرو د جوړښت لۀ پاره يوازې د ( ز، س، د...) فونيمونه ورسره نښلو او ملکي نومځري ترې جوړيږي. نو بايد ووايم چې يادو نومځرو ته د بڼې لۀ مخې د «خپلواک او منفصل» نومونه د يادو نومځرو لۀ جوړښتيزې بڼې، پېژندنې، او ترکيب سره پۀ ټکر کې ده. غوره به داوي چې د نومځرو پۀ ډلبندۍ کې بدلون را ویستل شي، پۀ دې کار سره به مو لۀ يوې خوا د ژبې قواعد اسانه کړي وي او لۀ بلې خوا به مو د پښتو ژبې بهرني زده کوونکو ته ددې ژبې د زده کړې چارې اسانه کړي وي.

دويمه خبره د پښتو ژبې پۀ ملکي نومځرو کې د « کمزوري، متصل يا ناخپلواک » نومځرو ستونزه ده. زموږ پۀ ليکل شويو ګرامرونو کې « مې، مو، يې او دې » ته د کمزورو نومځرو يادونه کوي. دا نومځري پۀ ملکي او ځانګړو نومځرو کې د کمزورو نومځرو پۀ توګه پېژندل کيږي. هغه دا چې کله پۀ يوه جمله کې ياد نومځري د فاعل دنده ترسره کړي، نو هغه ځانګړي يا شخصي نومځري بلل کيږي. د بېلګې پۀ توګه : خط مې ولیکۀ. پۀ دغۀ جمله کې « مې » فاعل واقع شوی او پۀحقيقت کې د زۀ خط ليکم. تېره بڼه ده او «مې» د زۀ دنده ترسره کوي.

کۀ چېرې همدا نومځري پۀ جمله کې مالک يا مضاف اليه واقع شي، نو کمزوري ملکي نومځري يې ګڼي. لکه: قلم مې راکړه. پۀ دغأ جمله کې « مې » مالک يا مضاف اليه واقع شوی دی. پۀ حقيقت کې « مې » پۀ ياده جمله کې د « زۀ » يا مالک متکلم لومړي شخص استازيتوب کوي.

پورته بحث ته پۀ کتو سره دا ښکاره شوه، چې همدا ناخپلواک مورفيمونه چې زموږ ګرامر پوهان يې کمزوري ملکي نومځري ګڼي، هم د مالکيت او هم د ځانګړو نومځرو دنده ترسره کوي.

اوس پوښتنه داده چې پۀ کمزورو نومځرو کې ستونزه څۀ ده او ولې مې د ستونزې يادونه وکړه؟

ما پۀ يوه ليکنه کې چې سرليک يې « آيا مورفيم او کلمه دوه بېل ژبنيز توکي دي؟» د مورفيم او کلمې د پېژندنې او ډلبندۍ پۀ هکله خورا زیات بحث کړی دی، خو پۀ دغۀ بحث کې زموږ دموخې د لا ښه وضاحت او پېژندې لۀ پاره د يادې ليکنې يوې برخې ته اړتيا پېښيږي.

د نويو ژبنیزو څېړنو لۀمخې د مورفيم او کلمې د لا ښې پېژندنې او توپير لۀ پاره، د مورفيم ډلبندي پۀ دې توګه ترسره کيږي:

« مورفيم پۀ لومړي سر کې پۀ ددو برخو وېشل کيږي. خپلواک او ناخپلواک مورفيمونه. خپلواک مورفيمونه بيا پۀ خپله پۀ دوو برخو وېشل کيږي:

لومړی: وېپانګيز يا قاموسي مورفيمونه چې معنا لرونکي مورفيمونه يې هم بولي. دا مورفيمونه پۀخپله ځانګړې او لغوي معنا لېږدوي. لکه: احمد، مېز، کور... چې د يوې ژبې د ېپانګې برخه کې هم ځای لري، چې زموږ ليکوالان يې خپلواک مورفيم ګڼي...

دويم: خپلواک ګرامري مورفيمونه، چې پۀځانګړې توګه کومه معنا نه لري، بلکې پۀ جملو کې پۀ ځانګړې توګه کارول کيږي. هغه داچې پۀ جملو کې لۀ نورو کلمو سره نه نښلول کيږي يا هم يوځای نۀ کارول کيږي، لکه: پۀ، که،له، هسې، سره،کې، پورې،سره... خو کله چې جمله کې وکارول شي، بيا معنا دار توکی ترې جوړيږي. لکه : زۀ کور کې يم. پۀ دغۀ جمله کې (( کې)) خپلواک ګرامري مورفیم دی.

زموږ ليکوالان خپلواک ګرامري مورفيمونه ستربلونه او اوستربلونه، ادات همدارنګه توکي ... ګڼي، چې دا پۀ حقيت کې خپلواک ګرامري مورفيمونه دي او دومره ډېرو نومونو ته اړتيا نشته.

دويم: ناخپلواک مورفيمونه، هغه مورفيمونه دي، چې پۀ خپلواکه توګه نه کارول کيږي او نه هم پۀ خپلواکه توګه کومه معنا لېږدوي، بلکې لۀ نورو کلمو سره يوځای کارول کيږي يا لۀ نورو کلمو سره نښلول کيږي او د کلمو ګرامري بڼو ته بدلون ورکوي. دا مورفيمونه پۀ يوه ژبه کې هماغه تاړي دي. چې موږ يې پۀ درېيو برخو( مختاړي، منځتاړي او وروستاړي ) وېشو. دا ټاړي بيا دوه حالتونه لري چې يو ته يې اشتقاقي او بل ته يې صرفي ويل کيږي....»

پورته ليکنه کې مو د خپلواک ګرامري مورفيمونو پۀ هکله ولوستل، کۀ چېرې زموږ د ګرامر پوهانو پۀ قول ملکي او ځانګړو کمزورو نومځرو ته ځير شو، نو پۀ حقيقت کې دا کمزوري نومځري نه دي بلکې خپلواک ګرامري مورفيمونه دي، چې پۀ جمله کې پۀ يوازې توګه کارول کيږي، مګر پۀ يوازې يا خپلواکه توګه معنا نشي وړاندې کولی، هغه وخت دا نا خپلواک ګرامري مورفيمونه خپله معنا څرګندوي چې پۀ جمله کې لۀ نورو توکو سره وکارول شي.

موږ پۀ پښتو ژبه کې ډېر داسې خپلواک ګرامري مورفيمونه لرو چې پۀ یوازې توګه کومه معنا نه وړاندې کوي، کله چې پۀجمله لۀ نورو توکو سره وکارول شي خپله معنا څرګندوي، لکه : هسې ، پورې، سره، لۀ، کۀ، مې ، دې، يې... دا توکي پۀي وازې توګه کومه معنا نه وړاندې کوي، خو کله چې پۀ جمله کې وکارول شي نو معنا لرونکی مورفيم ترې جوړيږي. لکه: قلم مې ورک شو. لۀ کوره راغلم. لۀ ما سره لاړ شه...

پورته څرګندونو ته پۀ کتو سره ويلی شو، چې پۀ پښتو ژبه کې ملکي او ځانګړي کمزوري نومځري نشته، بلکې هغه پۀ حقيقت کې خپلواک ګرامري مورفيمونه دي، چې زموږ ګرامر پوهان يې کمزوري نومځري ګڼي.

د خپلواکو ملکي نومځرو پۀ هکله بايد ووايم، چې د جوړښت پۀ لحاظ خپلواک نۀ دي، بلکې جوړښت يې لۀځانګړو نومځرو او فونيمونو لۀ ترکيب څخه را منځته شوی دی، نو غوره به دا وي چې د ملکي خپلواکو نومځرو پر ځای يې يوازې ملکي نومځري وګڼو او ياهم هم ورته د مقيده ملکي نومځرو کلمه وکارو ،ترڅو د خپل جوړښت لۀ پېژندنې سره سم تعريف او و نومول شي.

پۀ پای کې لۀ درنو لوستونکو هيله کوم، چې پۀ دغه ليکنه خپل علمي نقد او نظريات راسره شريکه کړئ.

اخذليکونه:
1. بصیریان، حميد. دستور زبان فارسی....
2. يمین، حسين. مبانی زبان شناسی ....
3. اوا شناسی، علی محمد حق شناس
4. مبانی زبانشناسی عمومي، اندره مارتینه
5. دستور زبان فارسی، دکتر حسن انوری و دکتر یوسف عالی
6. خويشکی، محمد صابر. پښتو معاصر ګرامر
7. شېرزاد، محمد آقا. پښتو ګرامر
8.زیار، مجاور احمد. پښتو پښویه...
https://fa.wikipedia.org/wiki/%D9%88%D8%A7%D8%AC?fbclid=IwAR0DLG202tEEoKDiugTvVBPqz3Ic0QVjqhd3qZK5Wsp6TB5ePNZgjg1T96A
10 ـhttp://www.dastur.info/tag/%D9%88%D8%A7%D8%AC/?fbclid=IwAR3u8XS-tADLuYvkc5i5wRoYHdzbEvWU7JrHmTJNz0u400z8jZ2_PHKVb_s
11 ـ https://phdkonkoor.com/%D8%A2%D9%85%D9%88%D8%B2%D8%B4-%D9%87%D8%A7%DB%8C-%D9%85%D8%A8%D8%AD%D8%AB%DB%8C/%D8%B2%D8%A8%D8%A7%D9%86%E2%80%8C%D8%B4%D9%86%D8%A7%D8%B3%DB%8C.html?fbclid=IwAR0f9WePJoj8ZfRT5solusBtJDSHlagu2IBX_geS5KO4HTbq8kfvweWdv58


 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ