ليکونکی: تمهيد سيلانی (د ۲۰۲۰ کال د جولای ۲يمه نېټه)

پۀ دغه لیکنه کې لومړی پۀ درېیو ژبو کې د ملکي نومځرو سپړنه شوې، وروسته یې پرتلنه شوې ده.

1. د نومځرو سپړنه

لومړی: پښتو ملکي نومځري
لومړی: ملکي نومځري
زما : د متکلم مذکر او مونث لۀ پاره کارول کيږي. لکه: زما کتاب راکړه، زما کور کابل کې دی.
زموږ : د متکلم مذکر او مونث جمع لۀ پاره کارول کيږي. لکه: زموږ کتابونه راکړه. زموږ کور کابل کې دی.
ستا: د دويم مفرد کس يا مخاطب مذکر او مونث لۀ پاره کارول کيږي. لکه: ستا کتاب چېرته دی؟ ستا قلم مات شو.
ستاسو: د دويم جمع کس يا مخاطب مذکر او مونث لۀ پاره کارول کيږي. لکه: ستاسو کور چېرته دی؟ ستاسو ورور احمد زما ملګری دی.
ددۀ : د درېيم مفرد نارينه لۀ پاره کارول کيږي. لکه:ددۀ قلم راکړه، ددۀ کتاب زما پۀ بکس کې دی.
ددې : د درېيم مفرد ښځينه لۀ پاره کارول کيږي. لکه: ددې قلم راکړه، ددې کتاب زما پۀ بکس کې دی.
ددوی : د درېيم جمع نارينه او ښځينه لۀ پاره کارول کيږي. لکه: د دوی قلمونۀ راکړه، ددوی کتابونۀ زما پۀ بکس کې دي.

يادونه: پورته نومځري د لومړي او دويم شخص نارينه او ښځينه لۀ پاره يو ډول دي؛ خو د درېيم شخص پۀ برخه کې د نارينه او ښځينه لۀ پاره بېل نومځري لري.
ملکي نومځري پۀ نحوي چاپيريال کې لۀ مضاف څخه مخکې راځي.

دويم: خپلواک ګرامري مورفيمونه، چې زموږ ليکوالان يې کمزوري نومځري بولي.
خپلواک ګرامري مورفيمونه هغه مورفيمونه دي، چې پۀ نحوي چاپيريال کې ملکيت وښيي؛ خو پۀ ځانګړي ډول کومه معنا نۀ لېږدوي، مګر په جمله کې په يوازې توګه کارل کيږي يا هم له بل توري سره نۀ نښلول کيږي. دغو مورفيمونو ته زموږ ليکوالان متصل، نا خپلواک او کمزوري نومځري هم وايي. دغۀ نومځرو ته ځکه کمزوري نومځري وايي، چې لومړی پۀ يوازې توګه کومه معنا نۀ ورکوي....

دويم: پۀ جمله کې خپل ثابت ځای نشي ساتلی... درېيم: پۀ جمله کې د مفعول ځای نيسي او لۀ مضاف څخه وروسته راځي،چې دا يې ځانګړنې هم دي.
1. مې او مو : د لومړي مفرد او جمع متکلم شخص لۀ پاره کارول کيږي. لکه: قلم مې را کړه، قلمونه مو واخلئ. کله چې دا مورفيمونه پۀ جمله کې کارول کيږي، پۀ حقيقت کې د « زۀ او موږ » استازيتوب کوي...
2. دې او مو : د دويم مفرد او جمع مخاطب شخص لۀ پاره کارول کيږي. لکه: قلم دې واخلۀ، قلمونه مو واخلئ. کله چې دا مورفيمونه پۀ جمله کې کارول کيږي، پۀ حقيقت کې د « ستا او ستاسو او موږ» استازيتوب کوي...
3. يې او يې : د درېيم مفرد او جمع شخص لۀ پاره کارول کيږي. لکۀ: قلم يې ورکړه، قلمونه يې ورکړه. کله چې دا مورفيمونه پۀ جمله کې کارول کيږي، پۀ حقيقت کې د « ددۀ، ددې او د دوی » استازيتوب کوي...

يادونه ؛ ياد مورفيمونه پۀ مفرد او جمع بڼه د نارينه او ښځينه لۀ پاره يو ډول کارول کيږي. دا بايد لۀ ياده ونۀ باسو چې دغه ملکي نومځري پۀ يو نحوي چاپيريال کې تل لۀ مضافه وروسته راځي.

دويم: پۀ پارسي دري ژبه کې د ملکي نومځرو څېړنه

د دري ژبې ژبپوهان د نومځرو د ډلبندۍ پۀ هکله بېلابېل آندونه لري، پوهاند دوکتور محمد حسين يمين پۀ خپل اثر (( دستور معاصر زبان پارسی دری )) کې نومځري پۀ دريېو برخو ( ځانکړي يا شخصي، مشترک او اشاري )وېشلي دي. ( يمين، حسين. دستور معاصر زبان پارسی دری )
پوهنوال ليلما شريفي يما پۀ خپل اثر (( آواشناسی و صرف ) کې نومځري د معنا لۀ مخې پۀ پنځو برخو ( ځانګړي، مشترک، اشاري، مبهم او پوښتنيز ) باندې وېشلي دي( شريفي يما، ليلما. آواشناسی و صرف )
سيد مصطفی او محمد علي خير پۀ خپل اثر (( دورۀ کامل دستور زبان فارسي)) کې نومځري پۀ څلورو برخو( منفصل، متصل، اشاره او مشترک) وېشي( دورۀ کامل دستور زبان فارسی )
علی اصغرفقيهی پۀ خيل اثر (( دستور زبان فارسی )) کې پۀ ټوليزۀ توګه نومځري پۀ دوو برخو( منفصل او متصل ) باندې وېشي ( علي اصغر فقیهی: دستور زبان فارسی )
غلام محسين کاشف پۀ خيل اثر (( دستور زبان فارسي )) کې نومځری پۀ څلورو برخو( ضماير شخصیه، اضافیه، اسناديه او فعليه ) وېشلي دي.( غلام محسين کاشف: دستور زبان فارسی )
احمد احمدي پۀ خيل اثر (( دستور زبان فارسی با صرف و نحو)) کې نومځري پۀ ( شخصی، مشترک، اختصاصی، اشاره، پرسشی او مبهم ) باندې وېشلي دي. (احمد احمدی: دستور زبان فارسی با صرف و نحو)
داکتر پرویر ناتل خانلری پۀ خيل اثر (( دستور زبان فارسی )) کې نومځري پۀ ( شخصی، اشاری، مشترک او مبهم ) باندې وېشلي دي( خانلري: دستور زبان فارسی )

ښاغلي پوهاند محمد رحيم الهام د پارسي دري ژبې نومځري پۀ دوو برخو( ضماير آزاد و ضماير بسته ) وېشلي دي.چې وروسته يې خپلواک نومځري پۀ پنځو برخو( شخصي، پرسشي، مشترک، مبهم و بسته ) باندې وېشلي دي.

پۀ پارسي دري ژبه کې پورته يادو ژبپوهانو نومځري پۀ بېلابېلو ډولونو وېشلي دي، کۀچېرې د اوسني ګرامر ليکنې د مېتود او ګړنلارې لۀ مخې نوموړي اثار ولوستل شي، نو تر ټولو مقدم اثار د ښاغلي يمين، الهام او سعيدي صاحب دي. دوی خپل ګرامرونۀ د اوسني ګرامر ليکنې پۀ مېتودولوژۍ سره برابر ليکلي دي. نو زۀ هم د يادو ليکوالو ګرامرونو ته لومړيتوب ورکوم او د همدغو اثارو لۀ مخې خپلۀ پرتلنۀ کوم. پورته ګرامرونه مې ښۀ پۀ غور سره ولوستل، ما پۀ دغه اثارو کې پۀ ځانګړې توګه ملکلي نومځري و نۀ موندل. پۀ دغه ژبه کې هم يوازې ملکي روستاړي دي چې د نوم پۀ پای کې نښلي او ملکيت جوړوي. ددې ترڅنګ پۀ ترکيبونو کې د معرفې نښې پۀ واسطه د اضافت حالت جوړيږي.

پۀ ډېرو ژبو کې يو ډول ملکيت د اضافي حالت پۀ واسطه جوړيږي، چې دا برخه د هرې ژبې پۀ نحوي چاپير ( ترکيبونو ) کې تر مطالعې لاندې نيول کيږي. پۀ دري ژبه کې هم اضافي حالت شته، چې پۀ ترکيبونو يا عبارتونو کې د معرفې نښې پۀ واسطه جوړيږي. خو پۀ دې ليکنه کې زموږ بحث پۀ ځانګړې توګه پۀ ملکي نومځرو باندې دی... د پارسي دري ژبې د ملکي نومځرو پۀ برخه کې داسې ځانګړي ملکي نومځري نشته چې موږ يې د ملکي نومځرو پۀ نوم ياد کړو، بلکې داسې روستاړي او نومځري شته چې د يوې کلمې پۀ پای کې نښلي او ملکيت ښيي. دغو نومځرو ته ( ضمير های بسته يا تړلي يا هم مقيد نومځري ) وايي. نوموړي نومځري پۀ دريو برخو( ضمير های بسته تمليکي، ضمير های بسته مفعولي و ضمير های بسته فعلي ) باندې وېشل کيږي،پۀ يادو دريو نومځرو کې زموږ کار لۀ ضمير های بسته تمليکي يا مقيده ملکي نومځرو سره دی. چې ځانته مفرد او جمع حالت هم لري. لومړی غواړم مقيده ملکي نومځري تعريف او وروسته يې بېلګې راوړم.
مقيده ملکي نومځري: هغه روستاړي دي، د يو نوم پۀ پای کې نښلي او ملکيت ښيي. دغه روستاړي د يو ګړي او ډېرګړي بڼه هم لري. ( روش جديد در تحقيق در دستور زبان دری، الۀام . صفحه :۱۱۲)
مفرد/ جمع
لومړی شخص مفرد نارينه/ښځينه ( م ) لکه: کتابم گم شد.
لومړی شخص جمع نارينه/ښځينه ( ئمان/ما) لکه: کتابمان گم شد.

دويم شخص مفرد نارينه/ښځينه ( ت )لکه: کتابت گم شد.
دويم شخص جمع نارينه/ښځينه ( تان ) لکه: کتابتان گم شد.

درېيم شخص مفرد نارينه/ښځينه ( ش ) لکه: کتابش گم شد.
درېيم شخص جمع نارينه/ښځينه ( شان ) لکه: کتابشان گمشد.
کۀ پورته روستاړو ته ځير شو، نو دغه روستاړي کله چې د نوم پۀ پای کې ونښلي خپله معنا او ملکيت ثابتوي.

د ترکي ژبې ملکي نومځري
İyelik zamiri
İyelik ekinin ta kendisidir. Her dil bilgisi kitabı bunu zamir olarak almaz. İsim tamlamasında tamlayan kullanılmadığı takdirde tamlanandaki bu eklere iyelik zamirleri denir.
هغه روستاړي دي، چې د نوم او نومځرو پای کې نښلي او مکليت جوړوي. پۀ ترکي ژبه ملکي روستاړي،د نومونو، نومځرو سره کارول کيږي. پۀ لومړي سر کې غواړم هغه ملکي روستاړي در پېژنم چې لۀ ځانګړي نومځري او نوم سره کارول کيږي.

Ben + im = Benim evim kabil'de زما کور کابل کې دی/ خانه ی من در کابل است
Sen + in = senin evin kabil'de ستا کور کابل کې دی/ خانه ی تو در کابل است.
O + nun= onun evi kabil'de خانه یاو در کابل است . د دۀ / د دې کور کابل کې دی.

Biz + im = bizim evimiz kabil'de خانه ی ما در کابل است. زموږ کور کابل کې دی/
Siz + in = sizin eviniz kabil'de ستاسو کور کابل کې دی/ خانه ی شما در کابل است.
Onlar + ın = onların evleri kabil'de د دوی کور کابل کې دی/ خانه ی ايشان در کاب است.

پورته نومځرو کې ملکي نومځري د ځانګړو نومځرو او روستاړو لۀ ترکيب څخه را منځته شوي دي. هغه داچې ( ben,sen,o, biz,siz, onlar ) ځانګړي نومځري دي او ( im,in,nun,ın) روستاړي دي، چې د ځانګړو نومځرو پۀ پای کې نښلي او ملکي نومځري جوړوي. لکۀڅنګه مو چې پورته يادونه وکړه، ملکي روستاړي د نوم پۀ پای کې نښلي، هغه داچې د نوم جوړښت ته پۀ کتو لۀ نوم سره هم کارول کيږي او ملکيت جوړوي. لکه:

د لومړي شخص لپاره دغه روستاړي کارول کيږي:( im,ım,um,üm ) لکه: ev+im= evim کور مې، خانه ی من. نور روستاړي
يې هم د يوې کلمې د پای توري ته پۀ کتو سره کارول کيږي.
د لومړي شخص جمع لپاره کارېدونکي روستاړي( mız,miz,muz,müz) نوموړي روستاړي د هرې کلمې وروستي تورو ته کتو سره کارول کيږي. لکه: kolumuz لاس مو، دست مان يا دست ما....

د دويم شخص نارينه/ښځينه لۀ پاره کارېدونکي روستاړي ( in, ın,un,ün )، لکه: ev+ in= evin کوردې، خانه ی تو...
د دويم شخص جمع نارينه/ښځينه لۀ پاره کارول کيږي. ( niz,nız,nuz,nüz )، لکۀ: kolunuz لاس مو، دست شما...

د درېيم شخص لۀ پاره لپاره کارېدونکي روستاړي( i,ı,u,ü )، لکۀ: kol+u=kolu لاس يې، دست او يا دستش...
د درېيم شخص جمع نارينه/ښځينه لۀ پاره کارېدونکي روستاړي( ları,leri )، لکه: kolları لاس يې، دست شان ...

د ځينو نورو ژبو پۀ شان دترکي ژبې ملکي روستاړي لۀ اشاري نومځرو سره هم کارول کيږي چې ملکيت جوړوي. پۀ ترکي ژبه کې اشاري نومځري دادي:
Bu دغه، اين
Bunlarدغو، اینها

Şu هغه مذکر او مونث، آن
Şunlar هغوی، انها

O هاغه ، آن
Onlar هاغو، انها

پورته اشاري نومځرو سره دغه (nun,ın...)ملکي روستاړي کارول کيږي، لکه: bu+ nun= bunun evi دغه کور، اين خانه . همدارنګه لۀ نورو نومځرو سره هم پۀ همدې ډول کارول کيږي.

2. د نومځرو پرتلنه

لومړی د پښتو او ترکي ژبو د ملکي نومځرو پرتلنه کوم

ما چې کله د پښتو او ترکي ژبې ملکي نومځري ترڅېړنې لاندې ونيول، پۀ دواړو ژبو کې ياد نومځري پۀ ترکيبي بڼه جوړيږي. لکه: موږ پۀ ترکي ژبه کې ځانګړي نومځري (ben/ biz, sen/ siz, o/ onlar ) لرو، کۀچېرې موږ دغو نومځرو سره د نوموړې ژبې د ګرامري قواعدو لۀ مخې دغه ( im,in,nun,ın ) او نور روستاړي ونښلو نو ملکي نومځري ترې جوړيږي. لکه: ben+ im = benim دلته ( ben) ځانکړی نومځری دی، چې د لومړي شخص لۀ پاره کارول کيږي، کله چې ( im) روستاړی ورسره يوځای شي نو ملکي نومځری ترې جوړيږي. همدارنګه د دغۀ ته ورته کار پۀ کولو سره موږ پۀ پښتو ژبه کې هم ملکي نومځري جوړولی شو. لکه: موږ پۀ ځانګړو نومځرو کې ( ما او تا ) د لومړي او دويم شخص ( زۀ او ته ) اوښتې بڼې لرو، کله چې دغو نومځرو سره د ( ز او س ) فونيمونه ونښلو، نو ملکي نومځري ( زما او ستا ) چې د لومړي او دويم شخص لپاره کارول کيږي،ترې جوړيږي.د پښتو او ترکي ژبې د نومځرو پۀ برخه کې دغه قاعده د دغو دواړو ژبو د ګرامرونو ورته والی او نږدې والی ښيي.

پۀ پښتو ژبه کې موږ خپلواک ګرامري مورفيمونه لرو، چې زموږ ليکوالان يې کمزوري نومځري ګڼي، چې پۀ يوازې توګه معنا نۀ ورکوي، بلکې پۀ جملو کې لۀ نومونو وروسته راځي او خپله معنا څرګندوي. پۀ ترکي ژبه کې هم دې ورته روستاړي شته چې پۀ يوازې توګه کومه معنا نۀ ورکوي، بلکې نومونو پورې نښلي او ملکيت ثابتوي. لکه: موږ پۀ پښتو ژبه کې وايو: قلم مې، دلته قلم نوم او مې خپلواک ګرامري مورفيم ياکمزوری نومځری دی. چې مې پۀ يوازې توګه کومه معنا نۀ ورکوي، خو کله چې لۀ نوم سره يوځای شي، بيا معنا او ملکيت ښيي. دې ته ورته پۀ ترکي ژبه کې هم داسې روستاړي لرو، لکه: baba+ sı = babası دلته ( baba) پلار ته وايي چې يو نوم دی او ( sı) يو روستاړی دی، چې پۀ يوازې توګه کومه معنا نۀ ورکوي، خو کله چې نوم پورې ونښلي، بيا خپله معنا څرګندوي او ملکيت ( پلار يې ) جوړوي. د ترکي ژبې د نومځرو دغه قاعده د پښتو ژبې د نومځرو لۀ قاعدې سره ورته والی او نږدې والی لري....

موږ پۀ پښتو ژبه کې د درېيم نارينه او ښځينه کس لۀ پاره ځانګړي ( ددۀ او ددې ) نومځري لرو، خو پۀ ترکي ژبه کې برعکس د درېيم نارينه او ښځينه کس لۀ پاره يو ( O + nun= onun)نومځری کارول کيږي. د ترکي ژبې دغه قاعده د پښتو ژبې د مونث او مذکر لۀ قاعدو سره توپير لري او دغه کار د پښتو ګرامر پۀ بشپړتوب دلالت کوي.

موږ پۀ پښتو ژبه کې د اضافت توری يا د ملکيت فونيم لۀ اشاري نومځرو سره کارو، چې همدا کار پۀ ترکي ژبه کې هم ترسره کيږي. لکه: موږ « د » د اشاري نومځرو ( دغه ، هغه هاغه ... ) سره کارو، چې ملکيت ښيي. د بېلګې پۀ توګه : ددغۀ هلک کتاب لۀ ماسره دی. پۀ دغه جملۀ کې «د» د اضافت توری او دغۀ د اشاري نومځري دويم حالت دی. چې پۀ دغۀ جمله کې «ددغۀ » د ملکي اشاري نومځري پۀ توګه راغلی دی. دې ورته قاعده پۀ ترکي ژبه کې هم کارول کيږي. لکه: bu+ nun= bunun evi دلته ( bu) اشاري نومځری دی، کله چې ورسره ملکي روستاړی ( nun)يوځای شي، نو ملکي اشاري نومځري ترې جوړيږي. د بېلګې پۀ توګه : د bunun evi ددغۀ کور. د ترکي ژبې د نومځرو دغه قاعده د پښتوژبې سره ورته والی او نږدې والی لري....

د ترکي ژبې ملکي نومځري د پښتو ژبې پر خلاف د يو مځري لپاره څو روستاړي لري، چې دغه ورستاړي د يوې کلمې روستي توري ته پۀ کتو تغير او ځانګړی روستاړی ورته غوره کيږي... د بېلګې پۀ توګه : ( im,in,nun,ın) دغه روستاړي د يو نومځري لپاره کارول کيږي.... خو برعکس دا ډول قاعده پۀ پښتو ژبه کې نشته او د يادو ژبو توپير پۀ ګوته کوي.

موږ پۀ پښتو ژبه کې خپلواک ګرامري مورفيمونه لرو،چې زموږ ليکوالان يې کمزوري نومځري بولي، مګر پۀ ترکي ژبه کې د کلمو روستي تورو ته پۀ کتو ډېر روستاړي لري، چې د پښتو ژبې له خپلواک ګرامري مورفيمونو سره يو تقريبآ يو ډول دي.

موږ پۀ پښتو ژبه کې ۸ ملکي نومځري لرو( زما/ زموږ، ستا/ ستاسو، دده / ددوی، ددې/ ددوی ) او شپږ خپلواک ګرامري ملکي مورفيمونه، خو برعکس پۀ ترکي ژبه کې شپږ خپلواک (ben/ biz, sen/ siz, o/ onlar ) او تقريبآ تر دولسو خوا وشا روستاړي لري.داچې د پښتو ژبې دوه ملکي نومځري ډېر دي، لامل يې د درېيم شخص ښځينه لۀ پاره پۀ پښتو ژبه کې دځانګړي نومځري درلودل دي.

د پارسي دري او ترکي ملکي نومځرو پرتلنه

دري ژبه د ترکي ژبې پر خلاف داسې ځانګړي ملکي نومځري نۀ لري چې د کلمې پۀ پيل کې راشي او ملکيت وښيي، بلکې شپږ ( م/ ما يا مان، ت/ تان، ش/ شان ...) ملکي روستاړي لري، چې کله يو کلمې پورې ونښلي ملکيت جوړوي. د يادو ژبو دا ډول ځانګړې قاعدې د دوی ترمنځ توپير پۀ ګوته کوي.

پۀ ترکي ژبه کې د دري ژبې پۀ شان داسې ملکي روستاړي شته چې کله د کلمې پۀ پای کې ونښلي نو مکليت جوړوي. دبېلګې پۀ توګه: موږ پۀ دري ژبه کې ليکو: (( کتابم )) پۀ دغه ترکيب کې ( م ) د لومړي شخص ملکي روستاړی دی. ترکي ژبه دې ته ورته ملکي روستاړي لري. لکۀ: baba+ m = babam پۀ دغه ترکيب کې baba پلار ته وايي، کله چې ورسره دm فونيم يوځای شي، نو (( پلار مې ) ترې جوړيږي. دغه ډول قاعده د دري او ترکي ژبې ورته والی ښي.

پۀ ترکي ژبه کې د دري ژبې پۀ شان د درېيم شخص ښځينه/ نارينه لۀ پاره يو نومځری کاروي، چې ياده قاعده هم ددغو ژبو ورته والی ښيي. دبېلګې پۀ توګه : پۀ دري ژبه کې ( ش/ شان ) هغه ملکي روستاړي دي، چې د درېيم ښځينه/ نارينه لۀ پاره کارول کيږي. لکه: کتابش کجاست. پۀ ترکي ژبه کې هم ( O + nun= onun ) د درېيم مذکر او مونث لپاره کارول کيږي. لکه : onun evi يعنې د هغۀ کور....

د پښتو او پارسي دري ژبې د ملکي نومځرو پرتلنه

پښتو ژبه د پارسي دري ژبې پر خلاف ځانګړي ملکي نومځري لري،چې د کلمې پۀ پيل کې راځي او ملکيت ښيي.... خو پۀ پارسي دري ژبه کې برعکس، يوازې څو ملکي روستاړي دي، چې د کلمو پۀ پای کې نښلي او ملکيت ښيي.

پۀ پښتو ژبه کې د درېيم نارينه او ښځينه اشخاصو لۀ پاره ځانګړي نومځري لري، چې پۀ پارسي دري ژبه کې برعکس د درېيم نارينه/ ښځينه اشخاصو لۀ پاره يو نومځری کارول کيږي. د پښتو ژبې دغه ډول ګرامري قاعده لۀ يوې خوا د يادې ژبې ګرامري قواعد پېچلي کوي، لۀ بلې خوا ددغۀ ژبې د ګرامر بشپړتوب باندې دلالت کوي.

پۀ پښتو او پارسي دري ژبو کې يو بل ډول ملکيت پۀ نحوي چاپيريال کې جوړيږي. دا چاره پۀ پښتو ژبه کې د « د » پۀ واسطه او پۀ پارسي ژبه کې د نکرې پۀ واسطه جوړيږي.

ماخذونه

1) پښتو پښويه، پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار
2) پښتو معاصر ګرامر، پوهاند صابر خويشکی
3) پښتو ژبدود، محبوب شاه محبوب
4) يمين، حسين. دستور معاصر زبان پارسی دری
5) شريفي يما، ليلما. آواشناسی و صرف
6) سيد مصطفی آرنګ، محمد علي خير. دورۀ کامل دستور زبان فارسی
7) علي اصغر فقيهي، دستور زبان فارسی
8) احمد، احمدي. دستور زبان فارسی یا صرف و نحو
9) غلام حسين کاشف، دستور زبان فارسی
10) خانلري: دستور زبان فارسی
11) الۀام، محمد رحيم. روش جديد در تحقيق دستور زبان فارسي
12) شکر ګزار، محمد رضا. دستور زبان جامع ترکی
13) عبدی، مرتضی. خود آموز ترکی استانبولی
14) https://www.turkedebiyati.org/iyelik-aitlik-ekleri-nelerdir-ozellikleri/

 د کاپي کولو په صورت کي د منبع په توګه د قاموسونه ټکی کام نوم او د دغه مطلب/مقالې د بشپړه لينک اضافه کول حتمي دي.
________________

د قاموسونه ټکی کام د ټولو مطالبو ليسټ او لينکونه
________________

هيله ده چي قاموسونه په فيسبوک کي لايک کړئ